حسن بصري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حسن د ابو الحسن زوې او د یسار لمسې او د زید بن ثابت الانصاری مریې وو، ځینې وایي چې د سلمي د قبیلې د کعب چې په ابو الیسر مشهور وو مریې کیده. پلار یې د جمیل د زوې چې قطبة نومیده، مریې وو چې د میسان څخه مریې نیول شوي وو، په مدینه منورة کې یې ژوند کړې وو او د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په موده کې یې واده وکړ او د هغه د خلافت په وروستیو دوو کلو کې یې حسن رضی الله عنه دنیا ته راووړ. مور یې خیرة نومیده چې د ام المؤمنین حضرت ام سملة رضی الله عنها وینځه وه، دهغې خدمت به یې کاوه چې ځینې وخت به یې د کوم کار لپاره استوله نو له خپل ماشوم څخه به لږه موده لیرې شوه نو ام المؤمنین حضرت ام سملة رضی الله عنها به ورته خپل تې ورکاوه چې پده سره یې مصروف کاندي مګر د هغه له تي څخه به شودې راتلې چې ده به په پریمانه توګه څښلې، له همدې امله ډیرو خلکو دا انګیرله چې کوم علم او حکمت چې الله تعالې ده ته وربخښلې وو هغه ټول د همدغو شودو په برکت وو چې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته منسوب وو، او همدارنګه مور به یې ځینې وخت مشرانو صحابه کرامو ته را ایسته چې هغوۍ دعا ورته ورکړي او ددعا کوونکو له ډلې څخه یو کس هم حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وو چې ورته به یې داسې دعا کوله: ای الله ته یې په دین پوه کړې او خلکو ته یې محبوب وګرځوې.حضرت ابن سعد په خپل کتاب الطبقات کې له دویمې طبقې څخه شمیرلې پداسې حال کې چې د طبقې له نورو غړو څخه کشر وو.ژوند او سفرونه یې:اصلي ټاټوبۍ یې میسان دې مګر په مدینه منوره کې د صحابه وو تر څارنې لاندې لوې شوې. کابل ته یې هم سفر کړې او د حضرت معاویة بن ابی سفیان په خلافت کې د ربیع بن زیاد لیکوال (کاتب) پاتې شوې وروسته بیا په بصره کې اوسیدلې چې د حسن بصري په نامه و پیژندل شو.زده کړې:حسن بصري په مدینه منوره کې وزیږید او د صحابه کرامو ترمنځ لوې شو چې همدغه فرصت پوهې او زده کړې ته وهڅاوه چې علم زده کړي او له هغوۍ روایت وکړي. حسن بصري ډیر صحابه لیدلي دي او د لویو صحابه وو ترمنځ یې ژوند هم کړې لکه حضرت عثمان بن عفان، طلحة بن عبید الله، او له عمران بن حصین او مغیرة بن شعبة، عبد الرحمن بن سمرة، سمرة بن جندب، ابو بکرة الثقفي، نعمان بن بشیر، جابر او جندب بجلي، ابن عباس، عمرو بن تغلب، معقل بن یسار، اسود بن سریع، انس بن مالک رضی الله عنهم څخه یې روایتونه هم کړې دې.د تابعینو اغیز:لکه څرنګه چې دده په روزنه کې د صحابه وو اغیز وو چې د هغوې په منځ کې لوی شوې وو او د هغوې په لاس روزل شوې وو نو همدارنګه دده په روحیه باندې د ځینو تابعینو اغیز هم وو. روایت کیږي چې یوه ورځ حسن بصري رضي الله عنه حاجیانو ته قصه اوروله چې حضرت علی بن الحسین رضی الله عنه ورباندې پیښ شو نو سمدلاسه یې ترې پوښتنه وکړه چې ای مشره! آیا د ځان لپاره مرګ خوښوې؟ ځواب یې ورکړ چې نه. بیا یې ترې وپوښتل: آیا له دغې کعبې څخه پرته په ځمکه کې د الله بله کومه کعبه شته، ورته ویې ویل چې نه. بیا یې ترې و پوښتل چې: آیا له دغې دنیا څخه پرته بله کومه دنیا د نیک عمل لپاره شته؟ ځواب یې ورکړ چې نه. نو بیا یې ترې و پوښتل: چې آیا ستا کار د حساب د ورځې لپاره دې؟ وویې ویل چې نه. نو بیا یې ورته وفرمایل چې: بیا نو ولې دې خلک د الله له کور څخه په قصو مصروف کړي دي، نو له هماغې ورځې وروسته یې بیا هیڅ کله قصه و نه کړه.

په خلکو اغیز:[سمول]

هغه څوک چې د صحابه وو په لاس روزل شوې وي او له هغوې څخه یې زده کړه کړې وي نو خامخا به پر هغه ښکاره نښې وي. له ایاس بن تمیمة څخه روایت دي چې وایي: ما حسن بصري د ابو رجاء پر جنازې په قچرې سپور ولید چې فرزدق یې تر څنګ په اوښ سپور وو، نو فرزدق ورته وویل: له خلکو اورو چې راته تر ټولو ښه او ځینې هم راته تر ټولو بد وایې نو هغه راته وویل: ای ابو فراسه، کیداې شي چې څوک ګرد وهلی او د ورستو کالو لرونکی وي مګر له ما څخه به غوره وي؟ او کوم زوړ مشرک به وي چې ته به ورڅخه غوره وې؟ نو وایه چې مرګ ته دې څه تیار کړي دي؟ فرزدق ځواب ورکړ: ګواهي ورکوم چې له الله څخه پرته د عبادت لایق بل څوک نشته. نو هغه ورته وویل: چې دده ترڅنګ خو نور شرطونه هم شته مګر پام کوه چې په پاک لمنو میرمنو تهمت و نکړې. هغه ورته ځواب ورکړ: چې که دا کار وشي نو آیا توبه لري. ویې ویل: هو.حسن بصري د ابن هبیرة له مجلسه ووت نو ګوري چې ځینې حافظان په دروازه کې ولاړ دي. حسن بصري ترې و پوښتل چې دلته څه کوۍ، آیا غواړۍ چې له دغو ناولو سره کښینې، قسم په خداې چې له دوی سره ناسته خو د صالحو خلکو سره ناسته نده، ځۍ خواره واره شۍ الله دې ستاسې ارواوې له تن څخه جلا کړي. الله تعالې دې تاسۍ وشرموي چې تاسې د قرآن حافظان و شرمول. قسم په خداې که چیرې تاسې ددوی له دنیا څخه بې پروا شوي وای نو هغوۍ به ستاسې قرآن ته رغبت پیدا کړی وای مګر تاسې د هغوۍ دنیا ته رغبت پیدا کړئ دې نو هغوی ستاسې له قرآن څخه بې پروا شوی دی.له ابن سیرین سره:د ابن سیرین او حسن بصري ترمنځ څه اختلاف وو، کله به چې د حسن بصري په وړاندې ابن سیرین یاد شو نو هغه به ویل چې: پریږدئ جولاګان له مونږ سره مه یادوئ. دابن سیرین د کورنۍ ځینې غړي جولاګان وو نو هماغه وو چې حسن بصري یوه ورځ ځان بربنډ په خوب ولیده چې په یوه ډیران ولاړ دې او په لرګي یې وهي. دغه خوب ډیر پریشانه کړ نو بیایې ځینو انډیوالانو ته وویل چې ولاړشئ له ابن سیرین څخه ددغه خوب تعبیر وپوښتئ او هغه ته داسې ښکاره کړۍ چې ګواکې دغه خوب تاسې لیدلې. یو کس ابن سیرین ته ولاړ او هغه ته یې وویل چې ما داسې خوب لیدلې نو هغه ورته ځواب ورکړ چې ولاړشه د خوب لیدونکي ته ووایه چې له جولاګانو څخه داسې پوښتنې مه کوه. نو هغه حسن بصري ته هغه ځواب راووړ چې په حسن بصري درنه تمامه شوه، بیا هغه ته پخپله ورغۍ، چې کله ابن سیرین ولیده نو ورته پاڅیده او دواړو یو بل ته سلام ووایه او د یوبل ملامتول یې پیل کړل. حسن بصري ورته وویل: پریږده دا خبرې چې زما ذهن دغه خوب مصروف کړۍ. ابن سیرین ورته وویل چې: ذهن دې مه مصروفوه، په خوب کۍ د بربنډوالې معنا له دنیا څخه بربنډوالی دې چې په تا پورې د دنیا هیڅ شۍ هم نښتي ندي او هغه ډیران دنیا وه چې ته ترې ښه خبر یې چې ددنیا اصلي څیره څنګه ده، او په لرګي د وهلو تعبیر دادې چې خلکو ته علم بیانوې چې ټول خلک ترې ګټه اخلي. حسن بصري ورته وویل: څنګه پوه شوې چې دغه خوب ما لیدلې؟ نو ابن سیرین وویل: کله چې ستا ملګري ماته د خوب قصه کوله نو ما فکر وکړ چې دغه خوب بې له تاڅخه بل څوک نشي لیدلې.له عمر بن عبد العزیز سره:حسن بصري رحمه الله تعالې عمر بن عبد العزیز ته یو لیک ولیږه: وروسته له حمد او ثناء څخه اې د مسلمانانو امیره! پوه شه چې دا دنیا د اوسیدو ځایې ندې بلکه حضرت آدم علیه السلام د سزا په توګه دنیا ته راکوز کړاې شو، که څوک په ثواب نه پوهیږي باید پوه شي چې دا دنیا د ثواب کټلو ځاې دې او هغه څوک چې په مجازاتو نه پوهیږي نو هغه دې پوه شي چې دا د مجازاتو د ګټلو ځایې دې، دنیا داسې ځانګړتیا لري چې دده درناوۍ کوونکي شرموي، دده راټولونکي بیوزله کوي، او هره شیبه پکې مړۍ کیږي، نو ښه توښه له دنیا داده چې له ده څخه ډده وشي او پدې دنیا کې بډاې هغه څوک دې چې دنیا نه لري. اې د مسلمانانو امیره! دنیا لکه زهر داسې ده چې څوک یې د روغتیا په نیت خوري مګر له همدې وجې مري. اې د مسلمانانو امیره! په دنیا کې داسې اوسه لکه زخمي چې له ځینو شیانو له خوړلو ددې لپاره ډډه کوي چې ورسته بیا تل پرې پښیمانه نه شي، او د ترخو درملو په خوړلو صبر کوي چې بیا ټول عمر په عذاب نشي، ای د مسلمانانو امیره! د فضیلت خاوندان په دنیا کې په ډیر تواضع او خاکساري تګ کوي، په لباس کې له اقتصاده کار اخلي، تل د حق خبرې کوي حلاله روزي خوري، په وچه او لمده (بحر) دواړو کې له الله څخه یوشان ویریږي، په خوشحالۍ او خفګان دواړو کې یې دعاګانې یوشان وي، که چیرې د الله تعالې له خوا یې د مرګ نیټه ټاکل شوې نه واې نو د ګناهونو له ویرې او د ثوابونو ته د لیوالتیا له امله به د ددوی ارواوې په بدن کې د لږې مودې لپاره پاتې واې، یعنې دوی به ژر ځانونه شهادت ته رسولي واې، دوی الله تعالې ډیر لوې ګڼې او مخلوق یې تر سترګو وړوکۍ ښکاري، نو له دنیا څخه داسې ځان ژغوره او په لږ څیز اکتفا کوه.پوهه او عبادت یې:حسن بصري رحمه الله به ډیر روژه نیوونکې او د شپې له خوا د تهجد لمونځ کوونکۍ وو، هغه به محترمو میاشتو (اشهر الحرم) دوشنبې او پنجشنبې روژې نیولې. ابن سعد د هغه د علم په اړه وایې: حسن بصری یو ډیره ښه عالم، د مختلفو علومو راټولونکۍ، اوچت، باوري، عبادت کوونکۍ، د فصاحت او بلاغت خاوند، ښکلۍ شخصیت وو. ده چې له کومو خلکو روایتونه کړي او له دې چې کوم احادیث راویت شوي دي د ښه استدلال وړ دي، کله چې مکې ته راغې نو خلکو هغه پر کټ کښیناوه او خلک ترې چارپیر شول او ده ورته د حدیث بیانول پیل کړل، په راغلیو خلکو کې لوې علماء لکه مجاهد، عطاء، طاووس، عمرو بن شعیب شامل وو چې وروسته هغوې وویل: داسې شخصیت مو هیڅکله نه وو لیدلی.انس به مالک به تل ویل: له حسن بصري نه وپوښتۍ چې هغه یاد کړل او موږ هیر کړي دي.ابو سعید الاعرابي په طبقات النساک کې وایي: عام عبادت کوونکې به حسن بصري ته راتلل نو د عبادت د معناوو په اړه به یې دهغه عالمانه خبرې په ډیر غور سره اوریدې، عمرو بن عبید او عبد الواحد بن زید به تل له هغه سره ملګري وو، او په کور کې یې یو ځانګړۍ مجلس درلوده چې په هغه کې به یې د زهد، عبادت، او باطني علومو څخه پرته په بل هیڅ څیز خبرې نه کولې، که چیرې به کوم سړي د بل څه په اړه خبره وکړه نو دې به ورته ځواب ورکړ: مونږ له خپلو ملګرو سره یواځې پریږدۍ چې یو بل ته یادونه وکړو، مګر کومه حلقه یې چې په مسجد کې درلوده نو په هغه کې به یې قرآن، حدیث، فقه، قرآنې علوم، عربي ژبه او نور علوم تدریسول، کله به هم ورڅخه د تصوف په اړه پوښتنې کیدې چې ځوابونه به یې ورته ویل، ځینو به ورڅخه حدیث زده کول او ځینو به ورڅخه د قرآن زده کړه کوله او ځینو به ورڅخه بلاغت او بیان هم زده کول او ځینو به د اخلاص او خصوصي علم د زده کړې لپاره ورسره ملتیا کوله لکه عمرو بن ابی عبید، ابی جهیر، عبد الواحد بن زید، صالح المري و شمیط و ابو عبیدة الناجي چې له دوی څخه هر یو یې په عبادت کې مشهور خلک وو.د مزني قبیلې له بکر به عبد الله څخه روایت دې چې: که څوک غواړي چې زمونږ تر ټولو پوه سړې ته وګوري نو هغه دې حسن بصري ته وګوري.قتادة فرمایلي دي: په حلالو او حرامو باندې تر ټولو پوه انسان حسن بصري وو.له الله څخه ویره:حسن بصري به د الله تعالې څخه زیاته ویره لرله، حمید طویل روایت کوی چې: یوه سړي غوښتل چې له حسن بصري سره ښیښې وکړي، نو زه د هغوې ترمنځ استازې وم چې ویل یې: داسې راته وبریښیدل چې حسن بصري دې ښیښۍ ته خوښ دۍ نو زه یوه ورځ راغلم او دهغه په محضر کې مې د هغه بل کس ستاینه پیل کړه او ومې ویل: اې ابو سعیده! زه یوه بله خبره هم درته وکړم چې هغه سړې پنځوس زړه درهمه لري، هغه وویل: هغه پنځوس زره درهمه حلالې راټول کړي دي؟ ما وویل چې : زه خو د هغه د تقوا په اړه څه معلومات نلرم، نو هغه راته وویل: که چیرې هغه دومره پیسې حلالې هم راټولې کړې وي نو بیاهم هغه بخیلي کړې ده، نو قسم په خداې چې هیڅکله زمونږه ښیښې شونې نه ده.د مرثد زوې علقمة د اتو تابعینو په یاد کې وایې: مګر تر حسن بصري خو زیات ویرجن مونږ ندې لیدلې، داسې چې ته به وایې چې ګواکې په لنډه موده کې ورته څه مصیبت پیښ شوې دۍ.

زید بن حوشب وایی:[سمول]

له عمر بن عبد العزیز او حسن بصري څخه پرته مو له الله څخه زیات ویریدونکي هیڅوک ندي لیدلي ته وا چې د دوزخ اور یواځې د دوی لپاره پیدا شوی.حفص بن عمر وایی: چې یوه ورځ حسن بصري وژړل نو ترې پوښتنه وشوه چې ولې ژاړې؟ ویې ویل: ویریږم چې سبا مې الله اورته وانچوي او هیڅ پرواه ونه کړي.د حق وینا یې:په کال ۱۰۳ هجري کې چې د یزید بن عبد الملک په زمانه کې عمر بن هبیرة الفزاری د عراق او افغانستان والې و ټاکل شو نو دغه والي حسن بصري، محمد بن سیرین، او شعبي ځان ته را وغوښتل او ورته ویې ویل: چې یزید خو په ځمکه کې د الله تعالې خلیفه دې چې په خلکو یې ټاکلې او دهغه اطاعت یې په خلکو لازم کړۍ او له مونږ څخه یې د اطاعت کولو تعهد اخیستې. یزید بیا زه پر تاسو والي ټاکلې یم او کله ماته کوم فرمان راکوي او زه یې ټول فرمانونه منم، تاسې څخه نظر لرۍ؟ شعبی او ابن سیرین داسې خبره وکړه چې په هغه کې تقیه وه ( یعنې چې هغوۍ ورڅخه په داسې خبرې ځان خلاص کړ چې نه هغوۍ حق پټ کړې وي او په عین حال کې والي هم په قهر نه کړي) بیا ابن هبیرة حسن بصري ته مخ واړاوه چې ته پکې څه وایې؟ حسن بصري وفرمایل: ای ابن هبیره! د یزید په وړاندې له الله تعالی څه وویریږه او د الله تعالی په وړاندې له یزید څخه مه ویریږه، ځکه چې الله تعالې دې له یزید څخه خلاصوې شي مګر یزید دې له الله تعالی څخه نشي خلاصواې، او کیداې شي چې الله تعالې درته داسې فرښته را ولیږی چې له خپل تخت او تاج څخه دې کوز کړي او خپل قبر ته دې ولیږي چې بیا دې له خپل نیک عمل څخه پرته هیڅوک نه شي خلاصولې. ای ابن هبیرة! که چیرې د الله نافرماني وکړې نو الله تعالې دغه پادشاهي د خپل دین او بندګانو څخه ددفاع لپاره ګرځولې ده، نو د الله په دین او بندګانو باندې د خداې ورکړي پادشاهۍ په واسطه مه سوریږه ځکه چې کله د الله نافرماني کیږي نو هغه وخت د بنده اطاعت لازم ندې، نو ابن هبیرة د حسن بصري له خبرو ډیر اغیزمن شو او دده جایزه یې تر ابن سیرین او شعبي څو چنده کړه. شعبي ابن سیرین ته وویل چې مونږ چندانې خبرې ونکړې نو ځکه هغه هم مونږ ته چندانې اهمیت رانکړ.نصیحت کول یې:حسن بصري به تل د الله تعالې د رضا لپاره د مسلمانانو د مشرانو او عامو خلکو ته نصیحت کاوه. یوه ورځ ورته عمر بن عبد العزیز لیک واستاوه چې ماته نصیحت وکړه! ورته ویې لیکل: څوک چې له تاسره تل ملګري دي هغوې درته نصیحت نه کوي، مګر څوک چې درته نصیحت کوي هغه دې ملګرتیا نه کوي.ړوند حمزة روایت کوی چې یوه ورځ مې مور حسن بصري ته بوتلم، ورته وویې ویل چې اې ابو سعیده! غواړم چې دغه زما زوې له تاسره ملتیا و کړي چې ګوندې که خداې ورته ستا له علم څخه څه ورپه برخه کړي، هغه وايي زه به ورته د زده کړې لپاره راتلم چې یوه ورځ یې راته وویل چې ای زویه! تل د آخرت لپاره خفګان کوه، ګوندې الله دې ځان ته ورسوي او په یواځی توپ کې الله ته ژاړه ، ګوندې چې درباندې ورحمیږي او کامیاب دې کړي. هغه زیاتوي چې زه به تل د حسن بصري کورته ننوتم چې کتل به مې چې هغه به ژړل او له خلکو سره به مې هم لیده چې ژړل به یې او ډیر ځله به مې په لمانځه کې هم د هغه ژړا او زګیروۍ اوریده، نو یوه ورځ مې ترې وپوښتل چې ای ابو سعیده ته دومره ډیر ولې ژاړې؟ نو سمدستې یې وژړل او بیا یې راته وویل: نو مسلمان چې د الله له ویرې ژړا و نه کړي نو څوک به یې کوي، ژړا خو د الله د رحمت سبب کیږي، که دې وکولاې شول چې ټول عمر وژاړې، ویې کړه، ځکه چې کیداې شي الله دې په حال ورحمیږي او بخښنه درته وکړي په پایله کې به جنت ته ولاړشې.زړورتیا یې:هشام بن حسان وایې چې حسن بصري په خپل وخت کې تر ټولو زړور سړی وو، همدارنګه جعفر بن سلیمان وایي: حسن بصری تر ټولو زړور او قوي سړی وو، مهلب به چې کله هم له مشرکینو سره جنګ کاوه نو حسن بصری به یې وړاندې کاوه.زهد او له خلکو استغناء:حسن بصري واقعا زاهد وو ځکه چې هغه د پادشاهانو له مال او قدرت داوړو څخه استغناء کړیوه نو پایله یې داوه چې هغوې له ده سره مینه کوله، او د عامو خلکو او د هغوۍ له مال څخه یې استغناء کړیوه نو هغوۍ هم حسن بصری سره بې کچه مینه درلوده. یونس بن عبید وایې: حسن بصري چې کله خپل معاش واخیست نو د هغه ویشل یې پيل کړل، د هغه کورنۍ ورته د کومې اړتیا خبره وکړه نو ورته ویې ویل: څه چې له ویشلو پاتې شوي دي دغه واخلۍ او که ستاسې اړتیا نه واې نو پکاروه چې دا هم ویشل شوي وای.د صفوان زوې خالد روایت کوي: زه د مسلمة بن عبد الملک سره مخ شوم چې ویل ویې: اې خالده! د بصرې له حسن نه څه احوال راکړه. خداې دې تاسې ته هدایت کړي زه به تاسې ته د خپلې پوهې پر بنسټ خبر درکړم، زه د هغه د څنګ ګاوندۍ یم او دهغه په مجلس کې ډیر ناست یم، هغه داسې څوک وو چې د هغه پټه او ښکاره یو شان وه او دهغه وینا له عمل سره یو شان وو، که چیرې به یې په کوم کار امر کاوه نو پخپله به یې تر ټولو لومړی هغه کار سرته رساوه، او که به یې څوک له کوم کار څخه منع کول نو تر ټولو به یې پخپله له هغه کار څخه ډده کوله، ما هغه له خلکو نه مستغنی ولیده او خلک مې هغه ته اړ ولیدل، نو مسلمة راته وویل: همدومره بس دۍ: څنګه به هغه قوم بې لارې کیږي چې په هغوې کې د حسن بصري په شان څوک موجود وي.د ملګرو حقوق پیژندل:حسن بصري به ددوستانو حقوق ډیر ښه پیژندل او هغه یې مراعتول، معمر له قتادة څخه روایت کوي: مونږ یوه ورځ د حسن بصری کورته ولاړو نو و مو لیدل چې هغه ویده دې او د هغه سرته یوه شکرۍ ایښۍ ده چې په هغه کې ډودۍ او میوه ده نو مونږ سمدستي د هغه په خوړلو پیل وکړ، په دغه وخت کې هغه راویښ شو چې مونږ یې ولیدلو، ویې خندل او دغه آیت یې لوسته چې {أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ} معنې یې داده چې د ملګري له کوره د هغه له اجازې پرته هم خوراک کول پروا نه لري.د حسن بصري له ویناوو څخه:• دینار او درهم ناوړه دوستان دي، تر څو چې له تا لرې شوي نه وي نو هیڅ ګټه درته نه رسوي.• دنیا سپکه و ګڼۍ، قسم په خداې چې تر هغو به درانده نشئ چې دنیا مو سپکه نه وي ګڼلې.• د هرڅه په خاطر چې دې خوښه وي له خلکو سره ملګرتیا وکړه، هغوۍ به هم دهغه په خاطر درسره ملتیا کوي چې ته یې د هغه لپاره ورسره کوې.• مرګ دنیا وشرموله، او عاقل سړي ته پکار نده چې پری خوښ شي.• د مسلمان خندا د هغه د زړه د غفلت ښکارندوېی کوي.د وفات په وخت دریځ یې:ابو طارق السعدي وایی: د حسن بصري د وفات کیدو په وخت زه هلته وم چې هغه یوه لیکونکې راوغوښت او ورته ویې ویل چې ولیکه: حسن د ابو الحسن زوې شاهدي ورکوي چې الله تعالې یو دې او هیڅ شریک نلري او داچې محمد د الله تعالې رسول دې، هرچا چې په ریښتینولۍ سره د مرګ پر وخت دغه شاهدي وویله نو هغه به ارو مرو جنت ته داخلیږي، کله چې ځنکدن شو نو سمدستي یې (انا لله و انا الیه راجعون) تکرارول پیل کړل، سمدلاسه یې زوې پاڅید او ورته ویې ویل: پلاره څه مصیبت درته پیښ شو چې مونږ دې حیرانه کړو؟ هغه وویل: دا مصیبت زما خپل نفس دې، ده غوندې مصیبت می هیڅکله نه وو لیدلې.وفات یې:حسن بصري د هجرت په یوسل او لسم کال د جمعې په شپه وفات شو چې عمر یې کابو ۸۹ کاله وو او ځینې روایات وایې چې ۸۶ کاله وو، حمید او ایوب ورته غسل ورکړ، کله چې د جمعې لمونځ ادا شو او خلک خواره واره شول نو دده جنازه وویستل شوه، ډیر خلک یې پر جنازه راټول شول او ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوه آن تردې چې دده پر جنازې د مشغولتیا له لامله د بصرې په جامع جومات کې د مازیګر لمونځ ونه شو او د ټولو خلکو څخه د مازیګر لمونځ قضاء شو.

سرچینې[سمول]