حرکت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په فزيک کې حرکت هغه ښکارنده ده، چې يو جسم په کې د وخت په تېرېدو سره خپل موقعيت بدلوي. حرکت په رياضيکي ډول د بې ځايه کېدنې، واټن، ګړنديتوب، سرعت او وخت په اصطلاحاتو کې تشرېح کېږي. د يوه جسم حرکت يو رعايت کوونکي ته د سرچينې د يوه چوکاټ د ضميمه کولو په واسطه او د جسم د موقعيت په وخت کې د هغه چوکاټ په تغيیر سره د بدلون په اندازه کولو سره په پام کې نيول کېږي. د فزيک هغه څانګه چې د جسمونو حرکت د هغې سبب ته له سرچينې نه پرته تشرېح کوي، kinematics ورته وايي او هغه څانګه چې په قوې او په تحرک باندې د هغې اغېزې څېړي، ډيناميک ورته وايي.

که چېرې يو جسم د سرچينې يوه ورکړل شوي چوکاټ ته په اړونده توګه بدلون نه کوي، ويل کېږي چې جسم په استراحت، بې حرکتۍ، ناګرځنده او ځای پر ځای حالت کې دی او يا د خپل چاپېريال سرچينې ته يو ثبات يا د وخت ثابت موقعيت لري. لکه څرنګه چې د سرچينې هېڅ بشپړ چوکاټ نه شته، بشپړ حرکت نه شي مشخص کېدلی. له همدې امله، په نړۍ کې هر څه د حرکت په حالت کې ګڼل کېدلی شي. [۱][۲]

حرکت بېلابېلو فزيکي سيستمونو، لکه: شيانو، جسمونو، د مادې اجزاوو، د مادې ساحو، وړانګو، د وړانګو ساحو، د وړانګو اجزاوو، انحنا او space-time ته عملي کېدلی شي. يو څوک د انځورونو، شکلونو او سرحدونو د حرکت په اړه ويلی شي، نو د حرکت اصطلاح په عموم کې په موقعيت کې يو متداوم بدلون يا په فضا کې د فزيکي سيستم ترتيب څرګندوي. د بېلګې په ډول: يو څوک کولی شي، د يوې څپې يا د انرژي د بنسټيز واحد (Quantum) د عناصرو په اړه ووايي، چې ترتيب او جوړښت په کې د څپې احتمالات يا هغه عنصر تشکيلوي، چې مشخص موقعيتونه اشغالوي.

د حرکت قانون[سمول]

په فزيک کې د لويو جسمونو حرکت، د ميکانيک د قوانينو د دوو اړوندو مجموعو يا سيټونو په واسطه تشرېح کېږي. لرغونی او کلاسيک ميخانيک مافوق اتومي (له اتوم نه غټو) شيانو لپاره (لکه: موټرونه، توغندي، سيارې، حجرې او انسانان) او کوانتم ميخانيک  د اتومي او له اتوم نه د کوچنيو شيانو (لکه: هيليم، پروتون او الکترون) لپاره دي. په تاريخي ډول نيوټن (Newton) او ايولر (Euler) د لرغوني او کلاسيک ميخانيک درې قوانين رامنځته کړل:

لومړنی قانون: د سرچينې په يو inertial چوکاټ کې يو جسم يا د استراحت په حالت کې پاتې کېږي او په يوې ثابتې چټکتيا کې حرکت ته تر هغې ادامه ورکوي، چې يوه ځانګړې يا خالص قوه پرې عمل وکړي.
دويم قانون: د سرچينې په يو inertial چوکاټ کې د F د قوې د جمعې ویکتور په يو جسم باندې مساوي دی، د هغه جسم د m د کتلې ضرب د جسم a سرعت سره: F = m.a       که د F وروستۍ قوه چې په يو جسم  او یا څيز باندې عمل کوي ، مساوي صفر نه وي، جسم به يو a چټکتیا او سرعت ولري چې له پای سره په ورته لوري(جهت) کې دی.
درېيم قانون: کله چې يو جسم په دويم جسم باندې قوه واردوي، دويم جسم په ضمني ډول د لومړني جسم د قوې د پراخوالي برابر او د هغې په مخالف لوري يا خوا باندې قوه واردوي.

کلاسیک ميخانيک[سمول]

کلاسیک ميخانيک، د لويو جسمونو، لکه: له توغنديو نه نیولې  د ماشين الاتو تر برخو پورې او همدرانګه د نجومي جسمونو، لکه: فضايي بېړۍ، سيارو، ستورو او کهکشانونو د حرکت د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي. دا ميخانيک په یادو شوو ساحو کې ډېرې دقيقې پایلې لري او په ساينس، انجينري او تکنالوژۍ کې يو تر ټولو پخوانی او پراخ علمي تشرېحات دي.

کلاسیک ميخانيک، په بنسټيز ډول د نيوټن د حرکت د قوانينو پر بنسټ ولاړ دی. دا قوانين په يوه جسم باندې د قوې د عمل او د هغه جسم د حرکت ترمنځ اړيکه تشرېح کوي. دا قوانين په لومړي ځل د سر اساق نيوټن (Sir Isaac Newton) په واسطه د هغې په کار (Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica) کې رامنځته شول، چې په لومړی ځل د ۱۶۸۷ ز کال د جولای په ۵ مه خپاره شول. د نيوټن درې قوانين دا دي:

  1. په استراحت کې يو جسم به په استراحت کې او په حرکت کې يو جسم به په حرکت کې پاتې شي، تر هغې چې د يوې باندنۍ قوې په واسطه پرې عمل وشي.  (دا د حرکت د قوې (inertia) د قانون په توګه پېژندل شوی دی).
  2. قوه د حرکت په اندازه کې د بدلون (mv) او په وخت کې د بدلون له نسبت سره مساوي ده. د يوې ثابتې کتلې لپاره، قوه د کتلې د وختونو له چټکتيا سره مساوي کېږي.
  3. د هر عمل لپاره يو برابر او يو مخالف غبرګون يا عکس العمل شته. د بېلګې په ډول: کله چې يو جسم په دويم جسم باندې د F قوه واردوي، (په ځينو حالتونو کې، چې تر اوسه شته) دويم جسم د –F قوه بېرته په لومړني جسم باندې واردوي. F او –F په پراخوالي کې سره برابرې او په لوري يا خوا کې د يو بل برعکس دي، نو هغه جسم چې F واردوي، په شا به وتمبول شي. [۳]

د حرکت په اړه د نيوټن درې قوانين، هغه لومړني قوانين وو، چې په بهرنۍ فضا کې يې د جسمونو د مسير پوهېدنې لپاره په دقيق ډول يوه رياضيکي نمونه برابره کړه. دې وضاحت د اسماني جسمونو او پر ځمکه د شيانو حرکت يو کړ.

تفسيري حرکت

په تعبيري حرکت کې د F متحرکه قوه د يوې مقاومې قوې Fr په واسطه نامتوازنه ده، چې د متحرک ماشين او inertia قوې Ma په واسطه تنظيم شوې؛ په سرعت کې له بدلون نه رامنځته کېږي،

F – Fr = Ma =      (1)  

کله چې د M کتله په کيلو ګرام سره ښودل شوې وي، د v سرعت په m/sec کې، د a چټکتیا په m/sec2 کې او د F قوه په نيوټن (N) کې وي. [۴]

دوره يي يا موقوت حرکت

هغه حرکت چې په خپله تکرارېږي، دوره يي يا موقوت حرکت دی. يو جسم په دې ډول حرکت کې د يوه متوازن موقعيت په اړه د زېرمه شوې يا څرخوونکې قوې له امله دوره کوي. دا ډول قوه يا څرخوونکی ځواک، د خپل متوازن موقعيت پر وړاندې د سيستم د بيا ګرځولو ميلان لري، مهمه نه ده چې سيستم په کوم لوري يا خوا کې بې ځايه شوی دی. [۵]

دوراني حرکت

په دوراني حرکت کې خوځنده څرخوونکې قوه TM (په عادي ډول د برېښنايي محرک په واسطه رامنځته شوې) د يوې مقاومې څرخوونکې قوې TL (په عادي ډول د بار په واسطه رامنځته شوې او د محرک د لاستي په توګه ورته رجوع کېږي) په واسطه غير متوازنه ده او د يو inertia يا متحرکې څرخوونکې قوې (J dω/dt) په واسطه.

TM – TL = J dω/dt   (2)

چې د J inertia په کې په kg*m2 سره ښودل شوی دی. دې ته ځينې وختونه د معدل څرخ څرخوونکې قوه يا شېبه هم وايي او T په N*m کې څرخوونکې قوه ده. هغه نښې چې په Eq. کې له TM او TL سره ملګرې وي، د محرک ماشين د عمليې په نظام او د بار څرخوونکې قوې په طبيعت باندې تکيه کوي. [۶]

يو شان حرکت

کله چې يو جسم د وخت په يوه ځانګړي واټن کې په يو ثابت سرعت سره په يوه مشخص لوري کې حرکت کوي، يو شان يا يک نواخته حرکت ورته وايي. د بېلګې په ډول: يو باېسکل په سيده کرښه کې په يوه ثابت سرعت سره حرکت کوي.

د يو شان حرکت معادله:

S = Vt  (3)

که چېرې V = نهايي او اړينه چټکتيا وي، t = وخت او S = له بې ځايه کېدنې سره وي؛ نو:

بې ځايه کېدنه = نهايي او اړينه چټکتيا x وخت.

سرچینې[سمول]

  1. Wahlin, Lars (1997). "9.1 Relative and absolute motion" (PDF). The Deadbeat Universe. Boulder, CO: Coultron Research. د کتاب پاڼي 121–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-933407-03-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tyson, Neil de Grasse; Charles Tsun-Chu Liu; Robert Irion (2000). One Universe : at home in the cosmos. Washington, DC: National Academy Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-06488-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Newton's "Axioms or Laws of Motion" can be found in the "Principia" on p. 19 of volume 1 of the 1729 translation.
  4. Encyclopedia of Physical Science and Technology. Elsevier Science Ltd. 2001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-227410-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Alrasheed, Salma (2019). "Oscillatory Motion". Principles of Mechanics. Cham: Springer. د کتاب پاڼي 155–171. doi:10.1007/978-3-030-15195-9_10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783030151959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Encyclopedia of Physical Science and Technology. Elsevier Science Ltd. 2001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-227410-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)