حاجی جان محمد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حاجی جان محمد قومی مشر او میلی او نړیوال تجار

په کال 1975/1/23 په لرغونی ښار بلخ کی په یو دینداره او قومی او کورنی کی دی دنیا ته سترګی وغړولی

نوموړی د خپل پلار مشر ځوی وو داچی تقدیر الاهی وو په ډیر کم عمری کی د لسو کالو شاوخا د پلار نه یتیم پاتی شو او د کورنی ټول بوج او پالنه یی هم ور ترغاړی شوه

داچی د نوموړی کورنی یو جهادی کورنی وه او د اشوروی اتحاد په وړاندی خپل جهادی مبارزی خورا پیاوړی وی چی آن تر ولایتی مسؤلیة پوری دندی درلودلی

خو کله چی شوروی اتحاد ماتی اوخوړل او هیواد کی خپل منځی اختلافات او جنګونه او د قدرت په سر جګړی پیل شوی

نو ده دوی کورنی د افغانستان سخه د هجرت په نیت ګونډی هیواد پاکستان ته سفر وکړ

دی وخت کی نومړی حاجی جان محمد تقریبا د 13 کلنی په عمر وو

ابتدای زدکړی یی د قران شریف نه شرو بیا تر قدری او کنز پوری اویل او د مکتب دوره یی د پاکستان په میاواله کیمپ کی په یو ښونځی کی سو صنفه اویل

چی بیا له بده مرغه د کورنی مشکلاتو او د کورنی د روزنی له وجه ورنه درس نیمګړی پاتی شو

داچی نوموړی د یو مالداره او اقتصادی او خانی کورنی سخه وو خو د هجرت او د هیواده د کډوالی له وجه یی اقتصاد او هره شتمنی ختمه شوه

نو نوموړی په ډیر کم عمری کی د خپل ټول کور مصرف او خرچه ګټل او د خپل کور روزنه یی کول

ډیر سختی یی ګاللی او د لویو خلګو سره به یی په بټیو کی خښتی وهلی او چاته به یی د سوال لاس نه نیول بلکی خپل حلال رزق یی ګټی

او الله پاک دومره استقامت او غیرت ورکړی وو چی دی ډیر کم عمره وو خو په ډیر بهادری به یی د لویو خلقو سره په کار کولو کی مسابقې کولی او چا به ورنه ځان په کار کولو کی نشو مخته کولو

چی کله یی د ځوانی په درشل قدم کیښود نو د افغانستان غرونو او درو ته یی د ملګرو سره د بازانو نیولو یا ښکار په نیت سفرونه پیل کړ

چی د بدخشان په غرنیز ولایت کی ګړندی ښکارونه وکړل

په اتلس کلنی کی په یو دینداره کورنی کی واده وکړ او یو کال روسته 1994/11/24 باندی د حلال رزق ګټلو لپاره کویت دولة ته سفر وكړ

یو کال یی تیر کړ هغه نه روسته یی کور ته د خط لیکلو په ضریعه باندی چی نور اسباب نه وو احوال وکړ چی زه الحمدلله رک روغ یم

نومړی د سه مودی په تیرولو سره بیا خپل کور ته ستون شو

د هغه نه روسته یی بیا نو د کویت دولت اقامه درلوده سه وخت به په کور وو او سه وخت به یی د مسافری په درشل کی تیرولی

په ژوند کی الله پاک ترقی ورکړه او په کاروبار یی سر خلاس شو داچی نومړی د یو مالداری کورنی سخه وو خو د هجرت زهرجن غاښ یی د ټول قوم اقتصاد په ټپه درولی وو

نو ښاغلی حاجی صاحب د خپل قوم اکثر ځوانان د حلال رزق لپاره کویت دولت ته له ځان سره بوتله او د کار کولو زمینه یی ورته مساعده کړه هم دا دی نومړی وو چی د ډیرو دوستانو او مهاجرو د اقتصادی ترقی سبب وګرزید

2004 ده دوی قوم اکثر واپس خپل هیواد ته ستانه شو دی نه روسته یی ګڼ شمیر افغانان له ځان سره د خپل بل کشر ورور حاجی صاحب خیر محمد چی د ډیرو نیکو صفاتو او اخلاقو خاوند دی په شمول کویت دولت ته بوتله

د کلونو په تیریدلو سره نوموړی حاجی صاحب جان محمد د تجارت طرف ته مخه کړه او د کمپنیو او شرکتونو په جوړولو یی لاس پوری کړ

چی اوس محال د کویت په کچه ستر تجار او میلی شخصیت یادیږی

داچی حلال رزق او تجارت د پیغمبر صلی الله علیه والسلم سنت طریقه ده

ده دی طریقی په تګلاری سره الله پاک ورته ډیره شتمنی ورکړه چی د ډیرو بی وزلو او غریبو هیوادوالو د لاس نیولی او د ډیرو مدارسو او مساجدو د تقوی سبب الله پاک وګرزولو

نوموړی اوس محال 6 ځامن لری چی مشر زوی یی ملا رحمت الله مزمل نومیږی چی د امریکای اشغال په وړاندی ډیره مبارزه وکړه او په دی جهادی مسیر کی یوځل ډیر شدید زخمی هم شو

دویم ځوی مولوی صاحب حبیب الله جرس نومیږی چی عصری تعلیمات یی تر 12دولسم ټولګی پوری کړی او دینی تعلیمات یی تر موقوف علیه دوری پوری رسولی دی او په فارغ اوقاتو کی به یی د امریکای اشغال په وړاندی د جهاد په نیت د ملکرو سره خذمات هم کول

او دریم ځوی یی الحافظ نعمت الله نومیږی چی عصری زدکړی د مکتب نه په خصوصی شکل فراغت دی او دینی زدکړی یی د قران په حفظ سره اتمام ته رسولی دی او نور دری ځامن یی اوس محال واړه دی

د نومړی حاجی صاحب اوس خپل شخصی فامیل چی د بل کشر ورور حاجی صاحب خیر محمد په شمول ډیر لوی فامیل دی چی مشترکه د دیانت او اتحاد او اتفاق زندګی لری

د نوموړی په اړه یی دویم ځوی مولوی صاحب حبیب الله جرس داسی لیکی 👇

والدي المکرم المعزز في أفق العالم 🌾 الحاج جان محمد صاحب

داچي پلار د بشري نعمتونو څخه يو عظيم نعمت دي

هغه نعمت چي بديل او نظير نلري شايد اکثر نعمتونه داسي وي چي د هغي بديل وي

خو پلار بيا هغه نعمت دي چي هيس بدله نلري ځه هم نن د هغه د ثمراتو د ګلشن سخه د يوتن ولد په صفت ده دي لوي نعمت يادونه كوم ځکه چي

ٓواما بنعمة ربك فحدث ٓ

الله پاک ﷻ داسي صفات حسنه ورکړي چي ځه يي له تعبير نه عاجز يم  

د تقوا او د احسان او اخلاص د صداقت او ريښتينولي او د اخلاقو د شجاعت دلاوري او استقامت لوي لمر دي

قسم ده چي د حضرت عمر بن عبدالعزيز د تفسير مطابق د تقوا يو روښانه مصداق دي چي هغه فرمائي

ليس تقوى الله بصيام النهار ولا بقيام الليل ولكن تقوى الله ترك ما حرم الله وأداء ما افترض الله

تقوا ديته نه واي چي د ورځي روژي نيسه او د شپي تهجد کوه بلکي تقوا عبارت ده له دي نه

چي يو څوک د حرامو نه ځان ساتي او ادا د فرائضو کوي

او لله الحمد چي الله پاک ﷻ د هرقسم محرماتو سخه داسي پاک ساتلي

سره له دينه چي په هر نوعه محرماتو باندي قادر دي په معنا د سلامة الاسباب والآلاة

اقتصادي لحاظ سره د کويت دولت په کچه الله پاک د يو لوي تجارت برخمند کړي او اکثر سفرونه يي هم داسي هيوادونو ته وي چي هغوي د عياشي او فحاشي په مضمون کي د عنوان او سر فهرست حيثيت لري

سره له دي هرسه چي بيا هم ځان له حرامو او شبهاتو سخه ساتي ښکاري داچي د تقوا لوي غر دي

او ځه به دا او وايم چي قسم په خداي دي چي په الله پاک ﷻ باندي هم ګران دي او مينه ورسره لري

دليل ورباندي د رسول اکرم ﷺ قول ګرامي دي ابن عمر (رض) قيصه کوي چي يو کس پوښتنه وکړه چي سوک به الله پاکﷻ ته ډير ګران وي

فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أحب الناس إلى الله تعالى أنفعهم للناس،

نو حضورﷺ جواب ورکړ چي هغه سوک به الله پاکﷻ ته ډير ګران وي چي خلقو ته يي نفعه او فائده زيات رسيږي

او  حاجي صيب جان محمد نه تنها داچي د کونډو يتيماتو مساکينو په لاس نيولو کي لويه ونډه لري او د هغوي کفالت کوي

بلکي د مساجدو او مدارسو او د ديني مراکزو په تأسيس کي لوي مرستندوي دي

او ده دي هرسه با وجود په کويت کي د سلګونو غريبو افغانانو کفالت په غاړه لري او د هغوي هر قسم مشکلاتو ته يي خپله سينه سپر کړي او هغوي ته يي د کاروبار او هوسايني زمينه مساعده کړي

او قسم په خداي دي چي مخلص هم دي

ځه ورسره يو ورځ چرته لاړم په لاره کي يو مدرسي ته ورتاوسو د مدرسي مشر ته يي بلا زياتي پيسي په صدقه کي ورکړي

هغه ډير خوشحاله سو واي حاجي صيب ستاسو نوم او تاسو د کم کلي ياست

دي ورته فرمائي چي مولوي صيب ما پرږده بس تاسو خپل کار مخته بوزي

او زه يي ورته ياد کړم چي دي همدلته دي که هر قسم ضرورت وي ده ته وايه ځه يي درته حل کوم

او د صداقت او ريښتينولي خو ورباندي ختمه ده

ما ورنه په ټول عمر کي د دروغو يو کليمه نده اوريدلي ټول عمر يي په صدق کي تير کړي هغه صدق چي هغه اساس د ايمان دي

او د دين سره انتهاي محبت کونکي دي هم دا وجه ده چي د خپلو ځامنو نه يي يا خو حافظان جوړ کړي او يا طالب علمان

او د اخلاقو لوي لمر دي هم دا علت دي چي په اطرافو د عالم کي دوستان او ملګري د ستورو په شان ډير دي

او د شجاعت او دلاوري زغم او حوصلي او د استقامت لوي غر دي

دچانه يي هم سترګه نه سوزي او د چانه هم نه متأثره کيږي هميشه يي هم دوستي په نره او غيرت پاللي او هم دوښمني سو ځلي د ملګرو په ځاي کي تر زندان رسيدلي خو بيايی هم ځان ازاد کړي او هم ملګري


او تواضع يي هم دومره ده چي د خپلو کارکونکو او د دفترونو منيجرانو سره د يو ښه ملګري په څير چلند کوي نه د يو مسؤل او مشر په حيث

ففضيلته بدلائل النصوصية

داچي هرچاسره احسان کونکي دي نو محبوب د الله پاک دي

وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ {البقرة:195

او په رحمت د الله ﷻ کي دي

إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ {الأعراف:56

او داچي هميشه ريښتيا ويونکي دي نو په درګاه اللهي کي ان شاءلله په صِدّيق باندي ملقب دي

وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَصْدُقُ وَيَتَحَرَّى الصِّدْقَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقًا رواه مسلم

داچي هم خفيه صدقات ورکونکي دي الله پاک به يي تر خپل سيوري لاندي وساتي په ورځ د قيامت

عن أبي هريرة ( رضي الله عنه ) أن النبي صلى الله عليه وسلّم ، قال : " سبعة يظلهم الله يوم القيامة في ظله يوم لا ظل إلا ظله " ، وذكر من هؤلاء السبعة : " ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما صنعت يمينه