حاجي صیب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګریزي ښکیلاکګرو پر خلاف ستر ملي  مبارز دترنګزو حاجي صیب

دترنګزو حاجي صیب چې اصلي نوم یې سید فضل واحد او دپلار نوم یې فضل احد و په ۱۸۵۶ زیږدیز /میلادي کال د پښتونخوا دچار سدې په نوي کلي ترنګزو کې ژیږیدلی دي . دي په اصل کې دتاړن قبیلې ته منسوب دي چې په اصل کې غرغښتي پښتانه دي .نیکونه یې ددیارلسمې لیږدیزې /هجري پیړۍ په نیمایی کې دافغانستان دکندهاره پښتونخوا ته لاړل او دچارسدې په ترنګزو کې میشته شول نو ځکه ده هم دترنګزو په حاجي صیب سره شهرت وموند . [سمول]

حاجی صیب د هډی دابوبکر اخونزاده نه خپلې لومړنۍ دینې زده کړې تر سره کړې ،بیا دحج دفریضي داداکولولپاره بیت الله شریف ته لاړ او دبیرته راتلو سره یې سم دستر دیني لارښود او دانګریزانو دستر دښمن دهډې اخونزاده صیب ملا نجم الدین اندړ لاس نیو ی یې وکړ.

هغه وخت چې په کال ۱۸۹۷ زیږدیز کال کې انګریزانو پر ملکنډ برید وکړ نو حاجی صیب دسرتور فقیر چې اصلي نوم یې سعدالله جان و او هم دملی مبارز دهډی اخونزاده صیب په ملګرتیا دانګریزانو خلاف وجنګیدل چې ددوی سره د اشنغر ، ټوبۍ ، مامونزو او اتمانخیلو ملي مبارزین هم ملګري وو. همداراز ده دپیرنګیانو دبل ستر دښمن شیخ الهند مولانا محمودالحسن سره هم اړیکې ټینګې کړې او دبونیر او امبیلې په جګړو کې یې دانګریزانو پر خلاف ونډه واخیستله .حاجي صیب وروسته بیا دانګریزانو له خوا ونیول شو او درې کاله جیل یې تیر کړ.

همداراز ده دافغانستان دخپلواکۍ په دریمه جګړه (۱۹۱۹ زیږدیز کال )کې هم دافغانانو 

مرسته وکړه او په ډکه کې یې دانګریزانو خلاف دهغو سره اوږه په اوږه وجنګید .

کله چې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کې فخر افغان خان عبدالغفار خان دپیرنګیانو له خوا ونیول شو نو ده دخدایی خدمتګار دتحریک ملاتړ وکړ او په ملکنډ کې یې دانګریزانو پر خلاف ملي پاڅون پیل کړ چې په پای کې انګریزان سولې ته راضي شول .

دترنګزو حاجي صیب د ۱۹۳۷ کال ددسمبر دمیاشتې په ۱۴ نیټه وفات شو او دده دوصیت سره سم دمو مندو دغازي اباد دکلي دجومات په غولي کې ښخ شو . دترنګزو دحاجی صیب ددغه ستر ملي مبارز اروادې ښاده وي .