Jump to content

جې اي بي سټوارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جې اي بي سټوارت
جې اي بي سټوارت
جې اي بي سټوارت

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه سپاره عسکر / سمبال پوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام تورن جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جې اي بي سټوارت
جې اي بي سټوارت

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېمز ایول براون «جیب» سټوارت ( ۶ د فبروري ۱۸۳۳ ز کال زېږېدنه ـ  ۱۲ د مې ۱۸۶۴ ز کال مړینه) د متحده ایالاتو له ویرجینیا ایالت نه د پوځ یو سرتیری و، چې د امریکا د کورنۍ جګړې په اوږدو کې د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ جنرال شو. هغه د خپلو ملګرو ترمنځ د خپل نوم د لومړیو حروفو نه په اقتباس سره د «جیب» په نامه پېژندل کېده. سټوارت د سمبال پوځ (سواره نظام) یو قومندان و، په استخباراتي او جاسوسي برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود هغه د یرغلیزو عملیاتو په برخه کې د سمبال پوځ پېژندنې او کارولو په پار ډېر مشهور و. کله به یې چې د سمبال پوځ یوه بېلګه ترتیبوله نو داسې به وه (سور خط لرونکی خړ پوز، د سمبال پوځ د یو سرتیري ژېړ کمربند، یو اړخ ته کږه شوې خولۍ د شتر مرغ له بڼکې سره، په چپه یخن کې یې سور ګل، ډېری وخت سپورتي خوشبويي)، ډېر په جدیت سره کار کولو یې هغه د رابرت اي لي د پوځ او جنوبي مورال هڅونې په باوري سترګو او غوږونو بدل کړ.  [۱]

سټوارت په ۱۸۵۴ ز کال کې له ویست پونیت نه فارغ شو او په تګزاس او کانزاس کې یې د متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړ. سټوارت له امریکایي بومیانو سره په مرزي جګړو او د کانزاس په خونړیو تاوتریخوالو کې یو پخوانی سرتیری و، او په هارپرز فري کې د جان براون په نیولو کې ګډون وکړ. کله چې د هغه اصلي ټاټوبی ویرجینا ایالت جلا شو، هغه له خپل کمیسیون نه استعفا وکړه، تر څو د کنفدراسیون په پوځ کې د ستونوال جکسون تر مشرۍ لاندې لومړی په شناندوا درې کې او وروسته د شمالي ویرجینیا سمبال پوځ په مشري کولو سره خدمت وکړي. هغه د مرګ تر وخته پورې په پوځ کې په همدې برخې کې مبارزه وکړه.

هغه د سمبال پوځ د یو زړور سرتیري په توګه ډېر شهرت پیدا کړ او دوه ځله (د شبه جزیرې د کمپاین او د مریلند د مبارزاتو په لړ کې) د پوتوماک اتحادیې په پوځ کې بریالی شو، چې د ځان لپاره یې شهرت او د شمال لپاره یې شرم رامنځته کړ. د Chancellorsville په جګړه کې، هغه ځان د ستون وال جکسون د پیاده پوځ د لنډمهاله قومندان په توګه معرفي کړ.

د سټوارت تر ټولو مشهوره مبارزه د ګتیسبرګ مبارزه وه، د لي له پوځ نه د هغه اوږدمهاله جلاوالی د دې لامل شو، چې لي د دې اتحادیې اړوند پوځونو له فعالیتونو نه بې خبره پاتې شي، تر دې چې لي د ګتیزبورګ په جګړه کې ډېر حیران شو او په دام کې ولوېد. سټوارت له جګړې وروسته د سویلي مطبوعاتو او دغه راز د ورک شوي لامل اړوند غورځنګ له لوري تر سختو نیوکو لاندې راغی. په ۱۸۶۴ ز کال کې د ځمکنیو مبارزاتو په لړ کې د فیلیپ شریدان اتحادیې د سمبال یا سواره پوځ سرلاري د سټوارت ماتولو لپاره برید وکړ، چې د ژېړې میخانې په جګړه کې ډېر سخت ژوبل شوی و.

سټوارت په ۱۸۵۵ ز کال کې له فلورا کوک سه واده وکړ. خسر یې فیلیپ سنت جورج کوک «د متحده ایالاتو د سمبال یا سواره پوځ پلار» و. د سټوارت کونډې د عمر تر پایه پورې د خپل وفات شوي خاوند په یاد تورې جامې واغوستلې.

لومړنی ژوند او مخینه[سمول]

سټوارت د ویرجینیا د پاتریک کاونتي سیمې په لورل هېل کروندې کې د شمالي کارولینا پولې ته څېرمه سیمه کې زېږیدلی دی. هغه د خپلې کورنۍ د یوولسو اولادونو له ډلې اتم اولاد او د پنځه زامنو له ډلې تر ټولو کوچنی زوی و. د هغه پلار ارچیبالد سټوارت نومېده، چې غلام لرونکی مخکنی سرتیری، وکیل او په ۱۸۱۲ ز کال ډیموکرات سیاستوال و، چې د ویرجینیا ایالت عمومي مجمعې په دواړو دورو کې د پاتریک سیمې استازی و. همدارنه هغه یوه دوره د امریکې د متحده ایالتونو په ولسي جرګه یا پارلمان کې هم خدمت وکړ. د سټوارت مور الیزابت لچر پانیل سټوارت نومېده، چې خپله کورنۍ کرونده یې مدیریت کوله او د سوداګرۍ لپاره یې ښه نیت او احساس درلوده، چې په ټولنه کې د یوې سختې مذهبي میرمنې په توګه پېژندل کېده. [۲][۳][۴]

هغه له سکاټلندي توکم نه (لکه د ځینې سکاتلندي – ایرلندي خلکو له ډلې) و. نیکه یې تورن الکساندر سټوارت نومېده، چې د انقلاب د جګړې پر مهال یې د ګیلفورد د سترې محکمې په جګړه کې د یوې قطعې مشري او قومنداني یې په غاړه وه. د سټوارت پلار ارچیبالد د وکیل الکساندر هیو هلمز سټوارت د تره زوی و. [۴][۵] 

زده کړې[سمول]

سټوارت تر دولس کلنۍ پورې په کور کې د خپلې مور او مربیانو په وسیله وروزل شو، تر دې چې لورل هېل سیمه یې پرېښوده، ترڅو چې د ویرجینیا په وایتویل کې د خپلې عمه (د ارچیبالد خور) او د هغې خاوند قاضي جېمز ایول په کور کې زده‌کړې وکړي. براون (د سټوارت بل نوم) په پنځه لس کلنۍ کې د داین ویل په Emory and Henry College پوهنځي کې شامل شو، چې له ۱۸۴۸ ز نه تر ۱۸۵۰ ز کاله پورې هلته و.[۶][۷]

سټوارت د ۱۸۴۸ ز کال په دوبي موسم کې هڅه وکړه، ترڅو د متحده ایالاتو په پوځ کې نوم لیکنه وکړي؛ خو د کم عمر له امله رد شو. هغه په ۱۸۵۰ ز کال کې د نیویارک په وست پوینت کې د متحده ایالاتو په نظامي اکادمۍ کې د توماس هملت اورت له استازي نه د ملاقات وخت ترلاسه کړ، توماس هملت اورت هغه څوک و، چې په ۱۸۴۸ ز کال کې یې د سټوارت پلار ته په ټاکنو کې ماته ورکړې وه. سټوارت یو مشهور او محبوب زده‌کړیال او په دې نظامي اکادمۍ کې ډېر خوښ و. که څه هم هغه د ځوانۍ په دوره کې ډېر ښکلی نه و؛ خو ټولګیوالو یې هغه د «ښکلي» په لقب سره یادوه، ځکه چې دوی هغه «د شخصيتي ښکلا په توګه په معکوس تناسب سره کاروه» ستایه. [۸][۹]

رابرټ اي لي په ۱۸۵۲ ز کال کې د دې نظامي اکادمۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو او سټوارت د هغه له کورنۍ سره ملګری شو، او په ځینو اجتماعي موقعیتونو کې به یې سره لیدل. فیتژو لي د رابرت لي وراره هم په ۱۸۵۲ ز کال کې په دې اکادمۍ کې شامل شو. په وروستي کال کې سټوارت د قول اردو د دویم کپتان رتبې د ترلاسه کولو ترڅنګ، یو له هغو اته تنو زده‌کړیالانو څخه و، چې د خپلو مهارتونو له امله د افتخاري «سمبال پوځ یا سواره نظام افسر» په توګه ټاکل شوي وو. سټوارت د سوارکارۍ یا نظامي سمبالښت په برخه کې په ۱۸۵۴ ز کال کې له خپل ۴۶ کسیره ټولګي نه ۱۳مه رتبه ترلاسه کړه. هغه د سواره نظام په تخنیکي برخه کې د خپل ټولګي په کچه لسمه رتبه ترلاسه کړه. که څه هم هغه په اکاډمۍ کې د ملکي انجینرۍ درسونو نه خوند اخیسته او په ریاضیاتو کې ډېر لایق و؛ خو د ډیزاین او نقاشۍ په برخه کې د هغه کمزورتیا د دې لامل شوه، چې د ساختماني انجینیرۍ په څانګه کې د هغه د زده‌کړو خنډ شي، او دا برخه یې د ۲۹مې رتبې په ترلاسه کولو سره پای ته ورسوله. [۱۰]

واده[سمول]

په ۱۸۵۵ ز کال کې سټوارت له فلورا کوک، د متحده ایالاتو د سواره نظام د دویمې قطعې ستر قومندان دویم فلیپ سنت جورج کوک له لور سره اشنا شو. بورک دیویس، فلورا «د یوې تکړه اس چلوونکې په توګه معرفي کړه، که څه هم ډېره ښکلې نه وه؛ خو اغېزمنه او زړه راښکونکې وه»، چې «سټوارت په سختې د هغې پر وړاندې تسلیم شو». هغوی په سپتمبر میاشت کې، یعنې له معرفي کېدو نه څه کم دوه میاشتې وروسته یو بل سره کوژده وکړه. سټوارت په ټوکو او شوخي سره په لاتیني ژبه د خپلې ناڅاپي کوژدې په هکله ولیکل «Veni, Vidi, Victus sum، راغلم، ومې لیده، او زړه مې پرې بایلود». که څه هم د کانزاس په فورت رایلي کې د واده لپاره یو لوی جشن او ښه مراسم په پام کې نیول شوي و، خو د سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د سټوارت د پلار مړینه د دې لامل شوه، چې ټول پلانونه بدل شي او د دوی واده بیا د نوامبر میاشت په ۱۴مه نېټه په یو ډول کوچنيو مراسمو او د کورنۍ غړو پورې اړوند جشن کې ترسره شو. د هغوی لومړی اولاد، چې یوه نجلۍ وه په ۱۸۵۶ ز کال کې نړۍ ته سترګې وغړولې، خو په همغه ورځ مړه شوه. د ۱۸۵۷ ز کال د نوامبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د فلورا یوه بله لور پیدا شوه، چې کورنۍ یې هغه د فلورا یعنې خپلې مور په نامه ونوموله. دې کورنۍ د ۱۸۵۸ ز کال په پیل کې فورت رایلي ته کډه وکړه او درې کاله هلته پاتې شول. دې جوړې تر ۱۸۵۹ ز کاله پورې دوه غلامان درلودل، چې یو یې د پلار له جایداد نه په میراث ورپاتې و او بل یې اخیستی و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Donald R. Jermann, Civil War Battlefield Orders Gone Awry: The Written Word and Its Consequences in 13 Engagements (McFarland, 2012) p. 129.
  2. Wert, pp. 5–6, lists the children as Nancy Anne Dabney, born in 1818, Bethenia Pannill in 1819, Mary Tucker in 1821, David Pannill in 1823, William Alexander in 1826, John Dabney in 1828, Columbia Lafayette in 1830, James in 1833, an unnamed son who died at the age of three months in 1834, Virginia Josephine in 1836, and Victoria Augusta in 1838. Thomas, p. 7, claims that James was the youngest son of ten [unnamed] children.
  3. Wert, p. 5.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Thomas, p. 5.
  5. Life of Jeb Stuart by Mary Williamson. Christian Liberty Press, Jan 1, 1997 page 1
  6. Thomas, pp. 11–12; Wert, p. 8.
  7. Wert, p. 10.
  8. Thomas, p. 18.
  9. Wert, p. 11; Davis, p. 19.
  10. Wert, p. 18.
  11. Wert, pp. 30–31.
  12. Wert, p. 35.
  13. Thomas, pp. 41–43; Davis, p. 37; Wert, pp. 26–29.
  14. Davis, p. 36.