جېنېټیکه درملنه
جېنېټیکه درملنه (انګلیسي: Gene therapy) یوه طبي برخه ده چې د حجرو پر جېنېټیک بدلون تمرکز کوي، ترڅو معالجوي اغېزې رامنځته کړي؛ یا هم د معیوبو جېنېټیک موادو د ترمیم یا بیارغونې له لارې د ناروغۍ درملنه ده. د انسان د DNA د تعدیل لومړنۍ هڅه په ۱۹۸۰ کال کې د مارټین کلین له لوري شوې وه، مګر په انسانانو کې د هستوي جېن د لېږد لومړنۍ بریالۍ هڅه، چې د روغتیا ملي انسټیټوټ تایید کړې، د ۱۹۸۹ کال په مې میاشت کې ترسره شوه. د جېن د لېږد لومړني درملنیز کارول او همدارنګه په هستوي یا اټومي جینوم کې د انسان د DNA لومړی مستقیم داخلول د فرینچ انډرسن له لوري د ۱۹۹۰ کال په سپټمبر کې پیل شوې یوه ازموینه کې ترسره شوي دي. داسې انګیرل کېږي چې دا د ګڼو جېنېټیکي اختلالاتو درملنه کولی شي یا یې د وخت په تېرېدو سره درملنه کوي.[۱][۲][۳]
د ۱۹۸۹ کال او د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر منځ، له ۲۹۰۰ څخه ډېرې کلینیکي آزموینې ترسره شوې، چې له نیمایي څخه ډېرې یې په لومړي کلینیکي پړاو (phase I) کې وې. تر ۲۰۱۷ کال پورې، د سپارک معالجې لوکسټورنا (RPE65 د القاء شوي بدلون ړوندوالی) او د نوارټیس کیمریا (کیمیریک انټيجن ریسیپټر ټي سېل درملنه) د FDA له لوري لومړنۍ تایید شوې جېنېټیکي درملنې دي چې بازار ته وړاندې شوې دي. له هغه وخت راهیسې، د نورو شرکتونو د جېنېټیکي درملنې پر درملو سربېره، د نوارټیس زولجینسما او النیلم پټیسیران په څېر درملو هم د FDA تایید ترلاسه کړی دی. په ډېری دغو طریقو کې په ترتیب سره په ان-ویوو (in vivo) او اېکس ویوو (ex vivo) کې د جېن داخلولو لپاره په اډینو پورې تړلي ویروسونه (AAVs) او لینټي ویروسونه کارېږي. د AAVs ویروسونه د ویروس د کیپسیډ د ثبات، ټیټ معافیت، د وېشل کېدونکو او نه وېشل کېدونکو حجرو د بدلون وړتیا، په مشخص ډول د سایټ د یوځای کولو وړتیا او د ان-ویوو په درملنه کې د اوږدې مودې څرګندېدو د لاسته راوړلو ځانګړنې لري. (ګورېل او همکاران یې. ۲۰۱۴) اې اېس او/کوچنۍ مداخله کوونکې آر اېن اې ASO/siRNA طریقې لکه د الینیلم او آیونیس درمل جوړوونکو طریقې غیر ویروسي لېږدوونکو سیسټمونو ته اړتیا لري، او د GalNAc لېږدوونکو له لارې د جگر حجرو ته د لېږد لپاره بدیل میکانیزمونه کاروي.[۴]
د جېنېټیکي درملنې مفهوم په اصلي سرچینه کې د جېنېټیکي ستونزې حل کول دي. د مثال په توګه، په یوه میراثي ناروغۍ کې که په یوه ځانګړي جېن کې بدلون د غیر فعال پروټین د تولید لامل کېږي (معمولا په مغلوب ډول)، جېنېټیکي درملنه د همدغه جېن د یوې کاپۍ د وړاندې کولو لپاره کارېدای شي، کوم چې زیان رسوونکي تغیرات نه لري او په دې توګه یو فعال پروټین تولیدوي. دې ستراتیژۍ ته د جېن بدلولو درملنه ویل کېږي او د میراثي ریټینل یا د سترګې د شاتنۍ پردې اړوند ناروغیو د درملنې لپاره کارېږي.[۵][۶]
په داسې حال کې چې د جېن د بدلون د درملنې مفهوم اکثرا د مغلوبو ناروغیو لپاره مناسب دی، داسې نوې ستراتیژۍ هم وړاندیز شوې دي چې کولی شي د میراث له یوې غالبې نمونې سره تړلو حالاتو درملنه وکړي.
- د CRISPR جېن ترمیم معرفي کول په جېنېټیکي درملنه کې د هغه د کارولو او ګټه اخیستلو لپاره نوې دروازې پرانیستې، ځکه دا د جېن د سوچه ځای په ځای کولو پر ځای، د ځانګړې جېنېټیکې نیمګړتیا د اصلاح یا سمون شونتیا رامنځته کوي. د طبي خنډونو لپاره حللارې، لکه د پټ انساني معافیتي نیمګړتیا ویروس (HIV) د ذخیرې له بېخه ایستل او د وراثتي بدلون (mutation) اصلاح چې د لور شکله حجرې (sickle cell) ناروغۍ لامل کېږي، ممکن په راتلونکي کې د درملنې د یوه انتخاب په توګه مطرح وي.[۷][۸][۹][۱۰]
- د مصنوعي غړو د جېنېټیکي درملنې موخه دا ده چې د بدن حجرو ته دا وړتیا ورکړي چې هغه دندې ترسره کړي چې دوی یې په فزیولوژیکي توګه نه ترسره کوي. یوه بېلګه یې د لید د بیارغونې جېنېټیک درملنه ده، چې موخه یې په هغو ناروغانو کې د لید بیارغونه ده چې د وروستۍ مرحلې په ریټینل یا د سترګې د شاتنۍ پردې پر ناروغیو اخته وي. د وروستۍ مرحلې په ریټینا یا د سترګې د شبکیې په ناروغیو کې د نور ترلاسه کوونکي یا فوتو ریسیپټرونه، له رڼا سره د ریټینا د لومړنیو حساسو حجرو په توګه په نه بدلېدونکي توګه له لاسه ورکوي. د مصنوعي جېن درملنې په واسطه د رڼا حساس پروټینونه د ریټینا پاتې حجرو ته لېږدول کېږي، ترڅو دوی له رڼا سره حساس کړي او په دې توګه وکړای شي چې د دماغ په لور بصري معلومات ولېږدوي. په دې اړه لا هم کلینیکي ازموینې روانې دي. (NCT02556736، NCT03326336 په clinicaltrials.gov کې)[۱۱][۱۲]
ټول هغه طبي پروسیجرونه، چې د ناروغ په جېنېټیک جوړښت کې بدلونونه وړاندې کوي، جېنېټیکي درملنه نه ګڼل کېږي. د هډوکي د مغز پیوند (Bone marrow transplantation) او په ټوله کې د غړو پیوند ناروغانو ته بهرنۍ DNA داخلوي.[۱۳]
شالید
[سمول]جېنېټیکه درملنه په ۱۹۷۲ کې د هغو لیکوالانو لخوا تصور شوې وه، چې د انسان د جېن درملنې د څېړنو تر پیل وړاندې یې د احتیاط غوښتنه وکړه.
لومړنۍ هڅه، چې ناکامه هم وه، د جېن درملنې په برخه کې (همدارنګه انسانانو ته د بهرنیو جینونو د طبي لېږد لومړنۍ قضیه چې د غړو پیوند نه شمېرل کېږي) د مارټین کلین له لوري د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۱۰مه وشوه. کلین ادعا وکړه چې د هغه په ناروغانو کې یو جېن شپږ میاشتې وروسته هم فعال و، که څه هم هغه دا معلومات نه خپاره کړي او نه تایید کړي او حتی که هغه په سمه هم وي، شونې نه ده چې د بیټا تلسیمیا په درملنه کې کومې پام وړ ګټورې اغېزې ولري.[۱۴][۱۵][۱۶]
د ۱۹۸۰مې لسیزې په اوږدو کې د څارویو په اړه له پراخو څېړنو او په ۱۹۸۹ کال کې پر انسانانو د باکتریايي جېن لګولو له ازموینو وروسته، لومړنۍ جېنېټیکي درملنه، چې په پراخه کچه د بریالۍ درملنې په توګه ومنل شوه، په هغه ازموینه کې وښودل شوه چې د ۱۹۹۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه پیل شوه او د ADA-SCID لپاره د اشانتي ډي سېلوا درملنه وشوه.[۱۷]
لومړنۍ سوماتیک یا بدني درملنه چې دایمي جېنېټیک بدلون رامنځته کوي، په ۱۹۹۳ کال کې پیل شوه. هدف یې د بیا جوړوونکې DNA په کارولو سره د دماغي تومورونو درملنه وه، ترڅو یو داسې جېن انتقال کړي چې د تومور حجرې له هغو درملو سره حساسې کړي چې په پایله کې یې د تومور حجرې مړې شي.[۱۸][۱۹]
پولیمرونه، چې د پروټینونو په توګه هم ژباړل شوي، د موخه جېن له بیان سره تداخل کوي، یا ممکن جېنېټیک بدلون اصلاح کوي. تر ټولو عام شکل یې DNA کاروي، چې د بدل شوي جېن پر ځای د ځای پر ځای کولو لپاره فعال او معالج جېن ځای پر ځای کوي. پولیمر مالیکول په "ویکټور" کې بسته کېږي، چې مالیکول د حجرو داخل ته لېږدوي.
د انسان جېنېټیکه انجنیري
[سمول]جېنېټیکه انجینري په ټوله کې د ناروغیو د درملنې لپاره کارېدای شي، مګر د فزیکي ظاهري بڼې د بدلون، مېتابولېزم او حتی د فزیکي وړتیاوو او ذهني ځواکونو لکه حافظې او هوښیارۍ د ودې او ښه کولو لپاره هم کارېدای شي. د وراثتي یا جنسي حجرو د انجینرۍ (germline engineering) په اړه په اخلاقي ادعاګانو کې هغه باورونه شامل دي، چې هر جنین حق لري چې له جېنېټیکي پلوه نه بدلېدونکی پاتې شي، او دا چې مور او پلار حق لري خپل اولادونه له جېنېټیکي پلوه بدل کړي، او دا چې هر ماشوم حق لري چې د مخنیوي وړ ناروغیو څخه پاک وزیږېږي. د والدینو لپاره، جېنېټیکي انجنیرۍ ته د ماشوم د ودې او تقویې د یوه بل داسې تخنیک په سترګه کتل کېدای شي چې غذایي رژیم، ورزش، تعلیم، روزنه، ظاهري بڼه جوړول، او پلاستيکي جراحۍ په کې ورزیاتولی شي. یو بل تیوریست ادعا کوي، چې اخلاقي اندېښنې د وراثتي یا جنسي کرښې انجینري (germline engineering) محدودوي مګر بشپړ مخنیوی یې نه کوي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Gene Therapy Clinical Trials Worldwide Database Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.. The Journal of Gene Medicine. Wiley (June 2016)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Patent: US7824869B2