جېمز اېډمسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جېمز کرېگ اېډمسن (انگلیسي: James Craig Adamson) – (زوکړه: ۳-مارچ-۱۹۴۶) د ناسا پخوانی ستورمزلی او د امریکا د پوځ کورناستی (متقاعد) ډگروال دی. واده یې کړی او درې بچیان لري. جېمز اېډمسن د تشیال په دوو ماموریتونو ایس‌ټي‌ایس-۲۸ (STS-28) او ایس‌ټي‌ایس-۴۳ (STS-43) کې گډون کړی چې ټولټال ۲۶۳ واره پر ځمکې را څرخېدلی او په تشیال کې یې ۳۳۴ ساعته تېر کړي دي. له ناسا څخه تر تقاعد وروسته، نوموړي د الایډ سیگنل (Allied Signal) په نامه شرکت کې، چې وروسته له هني‌ویل (Honeywell) شرکت سره یو ځای شو، کار پیل کړ او په ۲۰۰۱ کې له هغه ځایه هم تقاعد شو. جېمز له ۳۰۰۰ ساعتونو څخه زیات تر ۳۰ زیاتې بېلابېلې چورلکې او الوتکې چلولي دي.

شخصي ژوند[سمول]

جېمز اېډمسن د ۱۹۴۶ د مارچ پر ۳مه د نیویارک په وارسا (Warsaw) کې زېږېدلی دی. نن سبا د ورجینیا په فیشرزویل (Fishersville) کې له خپلې مېرمنې او دوو بچیانو سره ژوند کوي.

زده‌کړې[سمول]

نور ولولئ[سمول]