جېزپي مزېني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
جېزپي مزېني
(اطالوی: Giuseppe Mazzini د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېزپي مزېني

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ جون ۱۸۰۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 10 مارچ 1872 (67 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د ایټالیا سلطنت (پاچهي)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۹]
فیلسوف
ليکوال[۹][۱۰]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه[۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خبريال  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جېزپي مزېني

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېزپي مزیني (بریتانوي تلفظ یې: مېت‌زیني /mætˈsiːni/ امریکايي تلفظ یې: مت-مډزیني /mɑːtˈ-, mɑːdˈziːni/؛ او ايټالوي تلفظ یې [dʒuˈzɛppe matˈtsiːni]، د ۱۸۰۵ ز کال د جون په ۲۲ زېږېدلی او د ۱۸۷۲ ز کال د مارچ په ۱۰ مړ شوی) یو ايټالوي سیاستوال، ژورنالېست او د ايټالیا د اتحاد فعال او د ايټاليا د انقلابي غورځنګ مشر و. د نوموړي هڅو د ايټالیا د بېلابېلو ایالتونو پرځای چې تر ۱۹ پېړۍ پورې شته وو او تر ډېره د بهرنیو ځواکونو په ولکه کې وو، د یوې متحدې ايټالیا په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. مزېني په تاريخي رادیکال دود کې یو ايټالوي ملت‌پال او د سوسیال ديموکرات د جمهوریت غوښتنې پلوی و د مدرن اروپايي غورځنګ د تعریف له مخې یې په یو جمهوري غوښتونکي دولت کې د ولسي ديموکراسۍ لپاره مرسته وکړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د مېزنې افکارو په ايټالیا او اروپا کې د ايټالیا په اساسي قانون، د اروپايي پالنې په اړه د جمهوریت غوښتونې پر غورځنګونو د پام‌وړ اغېز وکړ او تر ډېره یې د بلې دورې پر ډېری سیاستمندارانو لکه: د امریکا ولسمشر وودرو ويلسون د بریتانیا لومړي وزیر ډيويډ لويډ جورج او همدارنګه تر استعمار وروسته مشرانو، لکه: مهاتما ګاندي، ویرسوارکار، ګلدامایر، دیوید بن ګوریون، کوامه نکروماه، جواهر لعل نهرو او سان یات سېن هم لږ لږ اغېز درلود.   [۱۸]

ژوندلیک[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

مزېني په جینوا کې چې هغه مهال د ليګوریا د جمهوریت برخه وه، نړۍ ته راغی. پلار یې جاکو مزېنې چې اصالتاً د چيواري و او د پوهنتون استاد و، د ژاکوبین پر اېډیالوژۍ ولاړ و، حال دا چې مور یې ماریادراګو په خپله ښکلا او د مذهبي جانسیزم (په کاتولیزم کې لومړني عصري الهیات) له لېوالتیا سره مشهوره وه. مزېنې له ماشومتوب څخه د زده‌کړې ښې ځانګړتیاوې لرلې او له سیاست او ادبیاتو سره یې هم ډېر زر خپله لېوالتیا څرګنده کړه. هغه په ۱۴ کلنۍ کې په پوهنتون کې ومنل شو او په ۱۸۲۶ زکال کې له حقوقو پوهنځۍ څخه فارغ شو او په لومړیو کې يې «د بې وزله سړي د وکیل» په توګه خپل کار پيل کړ. مزېني همداراز هيله‌من و چې یو تاریخي ناول لیکونکی یا ډرامه لیکونکی شي او په هم‌هغه لومړیو کلونو کې یې د Dell'amor patrio di Dante (د ډانټا د هېوادنۍ مينې په اړه) په نوم خپله مقاله ولیکله، چې په ۱۸۲۷ کال کې خپره شوه. په ۱۸۲۸ – ۱۸۲۹ ز کال کې هغه د L'Indicatore Genovese  له جېنوايي ورځپاڼې سره همکاري وکړه چې ډېر زر د پېډومېنټي چارواکو له خوا وتړل شوه. هغه وروسته په لیورنو کې د لېنډېکټور لیورني (L'Indicatore Livornese) په وتلي لیکوال بدل شو چې د فرانسچکو دومنیکو ګوئرازي له خوا خپرېده تر هغه چې مقاله د چارواکو له خوا وتړل شوه.

مزېني په ۱۸۲۷ ز کال کې توسکاني ته سفر وکړ او هلته یې د کاربوناري (Carbonari) ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، چې پټې سیاسي موخې یې لرلې. د هم‌هغه کال د اکتوبر په ۳۱مه په جينوا کې ونیول او په ساوونا کې زنداني شو. د ۱۸۳۱ ز کال په لومړیو کې له بند څخه خوشي شو، خو په کوچني کلي کې زنداني شو. نوموړي تر دې تبعید/جلاوطني ښه وباله او د سویس جینوا ته لاړ. [۱۹]

ناکام پاڅونونه[سمول]

مزېنې په ۱۸۳۱ ز کال کې مارسیلي ته لاړ او هلته د ايټاليايي تبعیدیانو تر منځ په خورا پېژندل شوې څېره بدل شو. هغه په مکرر ډول د جوډیتا بلریو سېډولي له اپارتمان څخه ليدنه کوله، هغه یوه ښکلې موډېنسه کونډه وه چې د هغه معشوقه شوه. جوډیتا بلریو سېډولي د ۱۸۳۲ ز کال په اګست کې زوی نړۍ ته راوړ چې ترډېره په قطعي ډول د مېزني زوی و او په هغه یې جوزف ډموسټن ادولپ ارسټېډ نوم چې د ډموسټن اولیویه د کورنۍ د یو غړي نوم و او مزېنې ورسره مېشت و کېښود. د ۱۸۳۳ز کال په جون کې چې کله جوډیا او مزېنې سویس ته لاړل اولیویریانو د دغه ماشوم پالنه کوله. یاد ماشوم د ۱۸۳۵ زکال په فېبرورۍ کې مړ شو.  [۲۰][۲۱]

مزېني د ځوانې ايټالیا په نوم نوې سیاسي ټولنه تنظیم کړه. دا یوه پټه ټولنه وه، چې د ايټالیا د اتحاد د ودې په موخه جوړه شوه:«یو واحد، خپلواک، آزاد او جمهوري غوښتونکی ملت.» مزېني باوري و چې یو مشهور پاڅون به یوه متحده ايټالیا رامنځته کړي او د اروپا په کچه به د انقلابي غورځنګ مخنیوی وکړي. د دغه ډلې شعار خدای او خلک وو او سیاسي اصل يې د ايټالیا د حقیقي آزادۍ د یوازینۍ پايې په توګه په یو واحد جمهوریت کې د څو ټاپووزمو، ايالتونو او پاچاهیو اتحاد و. نوی ملت باید: «یو واحد، خپلواک او آزاد جمهوریت وي.»[۲۲][۲۳][۲۴]

په توسکاني، ابروزي، سیسیل، پيمونټ او د هغه په اصلي ټاټوبي لیګوریا کې په ځانګړي ډول د پوځ د څو افسرانو تر منځ د مزېني سیاسي فعالیتونه له بریا سره مل وو. ځوانې ايټالیا په ۱۸۳۳ ز کال کې شاوخوا ۶۰۰۰۰ پلویان لرل چې په جینوا او ګڼو نورو ښارونو کې يې څانګې لرلې. مزېنې په هغه کال کې له کمبېري (هغه مهال د ساردینا د پاچهۍ برخه و)، الساندریا، ټورین او جینوا څخه د لومړي ځل لپاره پاڅون وکړ. په دې توګه د ساوي دولت دا توطیه تر پيل کېدو مخکې کشف او شنډه کړه چې د وینچنز جوبرټي په ګډون ډېری انقلابیان ونیول شول. دا څپه له بې رحمۍ سره مل وه: ۱۲ ګډونوال اعدام شول، حال دا چې د مزېنې ډېر نږدې ملګري او د جنوايي څانګې مدیر جیوين ايتالیا (Giovine Italia)، جکوپو روفیني (Jacopo Ruffini) ځان وژنه وکړه. مزېني په غیابي محکمه کې په اعدام محکوم شو.   

له دغې شاتګ سره سره، د یادې پېښې قربانیانو وروسته مزېنې له بېلابېلو اندېښنو او ګومانونو او رواني ښکېلتیاوو سره مخامخ کړ. هغه په بل کال کې بل پاڅون تنظیم کړ. له سویس څخه د ايټالوي تبعیدیانو یوه ډله پېمونت ته د ننه شوه او هلته یې پاڅون ته پراختیا ورکړه. حال دا چې جېزپي ګاریبالډي چې په وروستیو کې له ځوانې ايټالیا سره یوځای شوی و، له جينوا څخه ورته کړنه تر سره کړه. که څه هم د پېډيمونتېز (Piedmontese) ځواکونو د نوي پاڅون هڅه په اسانۍ  سره له منځه یووړه. ډېنېس مک سمېټ لیکي:

د ۱۸۳۴ ز کال په پسرلي کې هغه مهال چې په بېرن کې و، مزېني او لسګونه ایټالوي، پولنډي او الماني پناه‌غوښتونکو د ځوانې اروپا په نوم لویه ټولنه رامنځته کړه. تر ټولو ستره او اساسي نظریه يې دا وه، لکه څنګه چې په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې انقلاب د فردي آزادۍ مفهوم ته پراختیا ورکړې وه، اوس د ملي خپلواکۍ لپاره بل ورته پاڅون ته اړتیا ده او د هغه لیدلوری لا پراخ شو او هيله‌من و چې په لرې راتلونکې کې به ښايي خپلواک هېوادونه له شک پرته له یو بل سره یو ځای شي، تر څو کمزورې فېدرالي اروپا د فېدرالي ټولګې په توګه د خپلو ګډو ګټو لپاره رامنځته کړي. د هغه نیت د اروپا د نسکورولو تر پرېکړې لږ څه وو، چې په ۱۸۱۵ ز کال کې د وين په کنګره کې پرې پرېکړه وشوه، چې د څو لویو ځواکونو ظالمانه لوړتیا غوښتنه يې بیاځلي په پښو درولې وه او د کوچنیو هېوادونو د څرګندېدو مخه یې ډپ کړې وه. مزېني هيله‌من و چې د هغه په ژوند کې به له خپلواکو هېوادونو څخه د جوړ شوي لیګ او ټولنې په اړه د هغه خیال په ريښتیا بدل شي، خو له ډېر ډاډ پرته. ځوانه اروپا په عمل کې د پيسو له نشتوالي او له لنډې مودې پرته د خلکو د ملاتړ له نشتوالي سره مخامخ وه. سره له دې، هغه تل د متحدې قارې په اړه خپل ارمان ته وفادار پاتې شو چې د منفردو ملتونو رامنځته کول به یې د پیلامې لپاره اړین وي.[۲۵]

مزېني د ۱۸۳۴ ز کال د مې میاشتې په ۲۸ مه په سولوټورن کې ونیول شو او له سویس څخه تبعید شو. هغه پاریس ته لاړ او د مې مياشتې په ۵ هلته بیاځلي زنداني شو. هغه تر دغې ژمنې وروسته خوشي کړل شو، چې انګلستان ته به ځي. مزېني د ۱۸۳۷ ز کال په جنوري کې له خپلو څو تنو ايټالوي ملګرو سره لندن ته لاړ او په سختو اقتصادي شرایطو کې يې ژوند کاوه. 

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118579754  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120900996 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Dizionario Biografico degli Italiani — دوتنه: various authors
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w09h5r — subject named as: Giuseppe Mazzini — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11187607 — subject named as: Giuseppe Mazzini — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mazzini-giuseppe — subject named as: Giuseppe Mazzini — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0041597.xml — subject named as: Giuseppe Mazzini — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=39646 — subject named as: Giuseppe Mazzini — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1423/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120900996 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  13. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  14. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  15. Giuseppe Monsagrati (2008). "Mazzini, Giuseppe". 72. Rome: Treccani. 
  16. The Italian Unification
  17. (2013) Delphi Complete Works of Algernon Charles Swinburne.
  18. Stefano Recchia, and Nadia Urbinati. "Giuseppe Mazzini’s international political thought." in A Cosmopolitanism of Nations: Giuseppe Mazzini’s Writings on Democracy, Nation Building, and International Relations (2009): 39-52. online.
  19. Giuseppe Monsagrati (2008). "Mazzini, Giuseppe". 72. Rome: Treccani. 
  20. Sarti, Roland (1 January 1997). Mazzini: A Life for the Religion of Politics. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-95080-4. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hunt, Lynn; Martin, Thomas R.; and Rosenwein, Barbara H. Peoples and Cultures, Volume C ("Since 1740"): The Making of the West. Boston: Bedford/Saint Martin's, 2008.
  22. Though an adherent of the group, Mazzini was not Christian.
  23. "The Oath of Young Italy". www.mtholyoke.edu. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hunt, Lynn; Martin, Thomas R.; and Rosenwein, Barbara H. Peoples and Cultures, Volume C ("Since 1740"): The Making of the West. Boston: Bedford/Saint Martin's, 2008.
  25. Mack Smith, Denis (1994). Mazzini. Yale University Press. د کتاب پاڼي 11–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300058840. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)