Jump to content

جیو مورفولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیو مورفولوژي د توپوګرافیکو (topographic) او بېتیمېټریکو (bathymetric) ځانګړنو د سرچینې او تکامل علمي څېړنه ده چې د فزیکي، کیمیاوي یا بیولوژيکي پروسو له لارې د ځمکې په سطحه کې یا د ځمکې سطحې ته نږدې رامنځته کېږي. د جیو مورفولوژۍ پوهان هڅه کوي پوه شي چې ولې منظرې هغسې ښکاري، لکه دي چې. د دې تر څنګ هڅه کوي، د ځمکې پر بڼه، دینامیک او تاریخ پوه شي او د ساحوي څېړنو، فزیکي تجربو او احصایوي بېلګو له لارې د بدلونونو اټکل وکړي. د جیو مورفولوژۍ پوهان د فزیکي جغرافيې، ځمک‌پوهنې، ځمک‌سنجنۍ، انجنیري جیولوجۍ، لرغون پېژندنې، اقلیم پوهنې او جیوتخنیکي انجنیرۍ په برخو کې کار کوي. د لېوالتیاوو دا پراخ بنسټ په دې برخه کې له ډېرو څېړنیزو ډولونو او لېوالتیاوو سره مرسته کوي.

تاریخچه

[سمول]

په لرغوني دوران کې له ځینو استثناوو پرته جیومورفولوژي یو نسبتاً ځوان علم دی چې د ځمکنیو علومو د نورو برخو تر څنګ یې د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې وده وکړه. په دې برخه کې د ځینو هغو مهمو څېرو او پېښو لنډیز وړاندې کېږي چې د دغه علم په پراختیا کې یې ونډه لرلې ده.

لرغونې جیو مورفولوژي

[سمول]

د ځمکې د شکلونو او د ځمکې د سطحې د تکامل په برخه کې د څېړنو تاریخ د لرغوني یونان پوهانو ته ور ګرځي. تر میلاد وړاندې په پنځمه پېړۍ کې یوناني تاریخ لیکوال «هېروډوټ» د خاورو د مشاهداتو پر بنسټ استدلال وکړ چې د «نیل ډېلټا» په فعال ډول په مدیترانه سمندرګي کې وده کوي او د هغې د عمر اټکل یې وکړ. تر میلاد وړاندې په څلورمه پېړۍ کې یوناني فیلسوف «ارسطو» په دې باور و چې سمندر ته د رسوب د لېږد په پایله کې سمندرونه ډکېږي، په داسې حال کې چې ځمکه ښکته ځي. ده ادعا وکړه چې ځمکه او اوبه به بالاخره خپل ځایونه سره بدل کړي او بیا به دا پروسه بیاځلي په یوه ناپایه دوره کې پیل شي. د «اخوان الصفا دایرة‌المعارف» چې په لسمه پېړۍ کې په بصره کې په عربي ژبه خپور شوی دی، د ځمکې او سمندر د دوره‌يي موقعیتونو د بدلون په اړه یې بحث کړی او وايي چې ډبرې ماتېږي، په سمندر کې وینځل کېږي او په پای کې یې رسوب نوې لویې وچې جوړوي. د منځنیو پېړیو مسلمان عالم ابو ریحان البېروني (۹۷۳-۱۰۴۸ز کلونه) د سیندونو په خولو کې د ډبرینو جوړښتونو تر کتنې وروسته دا فرضیه مطر کړه چې یو مهال د هند سمندر ټول هند پوښلی و. جرمني کان‌پوه او فلزپوه «جورجیوس اګریکولا» (۱۴۹۴-۱۵۵۵ز کلونه) په ۱۵۴۶ ز کال کې په خپل کتاب «د فوسیلونو ماهیت» کې د ویجاړۍ او  طبیعي هوا له امله د ډبرو د سولېدو په اړه لیکل کړي دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د جیو مورفولوژۍ د لومړنیو تیوریو په ډله کې یوه بله تیوري د «سونګ کورنۍ» چینايي ساینس‌پوه او سیاستوال «شین کوو» وړاندې کړې ده. دغه چینايي ساینس‌پوه دا تیوري له ارام سمندر څخه سلګونه مایله لرې په یوه غرنۍ جیولوژيکي طبقه کې د سمندري فوسیلي پوښونو د مشاهدې پر بنسټ وړاندې کړه. ده هغو دوه پټیزو قشرونو ته په کتو سره چې د یوه ګړنګ د غوڅې شوې برخې په افقي خوله کې پراته دي، دا تیوري مطرح کړه چې دا ګړنګ یو مهال د سمندري ساحل ماقبل‌التاریخي ځای و چې د پېړیو په اوږدو کې یې سلګونه مایله خپل ځای بدل کړی دی. دی «وېنژو» ته نږدې د «تای‌هانګ» غرونو او «یانډانګ» غره د طبیعي خرابۍ تر مشاهدې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې ځمکه د غرونو د خاورې د خرابۍ او د خټو د رسوب له امله بیاځلي جوړه شوې او شکل یې بدل کړی دی. پر دې سربېره، ده هغه مهال د پېړیو په جریان کې د تدریجي اقلیمي بدلون تیوري پراخه کړه چې پر ډبرو بدل شوي لرغوني باڼسوڼه د یانژو په وچه شمالي اقلیمي سیمه کې تر ځمکه لاندې ساتل کېدل چې اوس هلته د «شان سي» ولایت «یان‌‌ان» ښار دی. پخوانیو چینايي لیکوالانو هم د ځمکې د بڼې د بدلون په اړه نظریات وړاندې کړي وو. د لوېدیځې جین سلطنتي لړۍ رسمي څېړونکي «ډو یو» (۲۲۲-۲۸۵ز کلونه) وړاندوېینه وکړه چې دوه یادګاري نښانونه چې د هغه لاسته راوړنې ثبتوي، یو د غره په څنډه کې ښخ شوی او بل د غره پر سر اېښودل شوی، په پای کې به د وخت په تېرېدو سره د غونډیو او درو په څېر خپل نسبي موقفونه بدل کړي. چینايي کیمیاپوه «جي هانګ» (۲۸۴-۳۶۴ز کلونه) یو تخیلي ډیالوګ جوړ کړ او په کې ویې ویل چې: د ختیځ چین د سمندر سیمه یو وخت د توتانو له ونو ډکه وه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لومړۍ معاصره جیو مورفولوژي

[سمول]

داسې ښکاري چې د جیو مورفولوژۍ اصطلاح په لومړی ځل په ۱۸۵۸ ز کال کې «لاومن» په خپل هغه اثر کې کارولې ده چې په جرمني ژبه یې کښلی دی. کېټ ټينکلر وايي، کله چې «جان ویسلي پاول» او «ډبلیو جي مک‌ګي» په ۱۸۹۱ کال کې د ځمک‌پوهنې په نړیوال کنفرانس کې دا کلمه وکاروله، تر هغه وروسته په انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو کې هم عامه شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اقلیمي جیو مورفولوژي

[سمول]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د نوي امپریالېزم د دورې په جریان کې اروپايي څېړونکو او ساینس‌پوهانو د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د ځمکې د منظرو او بڼو په اړه یې توضېحات را ټول کړل. د وخت په تېرېدو سره جغرافيایي پوهه ډېره شوه او دا مشاهدې د سیمه‌ییزو نمونو په لټون کې سیستماتیکې شوې. په دې توګه اقلیم په لویه کچه د ځمکې د بڼې د وېش د توضېح کولو لپاره د اصلي عامل په توګه را څرګند شو. د اقلیمي جیو مورفولوژۍ د راڅرګندېدو وړاندوېینه د ولادیمیر کوپن، واسیلي ډوکوچایف او انډریاس شمپر په څېړنو سره وشوه. له اقلیمي جیو مورفولوژۍ سره مینه هم د ډیویوس د جیو مورفولوژۍ پر وړاندې یو غبرګون و چې د شملې پېړۍ په منځ کې غیر نوښتي او شکمن ګڼل کېده. لومړنۍ اقليمي جیو مورفولوژۍ په لویه کچه په قاره‌يي اروپا کې وده وکړه، په داسې حال کې چې په انګلیسي‌ژبې نړۍ کې دا لېوالتیا په ۱۹۵۰ کال کې د «پلټير» د اثارو تر خپرېدو پورې څرګنده نه وه.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Bierman, Paul R., and David R. Montgomery. Key Concepts in Geomorphology. Macmillan Higher Education, 2014.
  2. Rafferty, John P. (2012). Geological Sciences; Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. New York: Britannica Educational Publishing, pp. 8–9. ISBN 9781615305445
  3. Rafferty, John P. (2012). Geological Sciences; Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. New York: Britannica Educational Publishing, p. 9. ISBN 9781615305445
  4. Needham, Joseph (1959). Science and Civilization in China: Volume 3, Mathematics and the Sciences of the Heavens and the Earth. Cambridge University Press, p. 604. ISBN 9780521058018
  5. Salam, Abdus (1987), "Islam and Science", Ideals and Realities — Selected Essays of Abdus Salam, pp. 179–213, doi:10.1142/9789814503204_0018, ISBN 978-9971-5-0315-4
  6. Sivin, Nathan (1995). Science in Ancient China: Researches and Reflections. Brookfield, Vermont: VARIORUM, Ashgate Publishing. III, p. 23
  7. Needham, Joseph. (1959). Science and Civilization in China: Volume 3, Mathematics and the Sciences of the Heavens and the Earth. Cambridge University Press. pp. 603–618.
  8. Rafferty, John P. (2012). Geological Sciences; Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. New York: Britannica Educational Publishing, pp. 6–8. ISBN 9781615305445
  9. Chan, Alan Kam-leung and Gregory K. Clancey, Hui-Chieh Loy (2002). Historical Perspectives on East Asian Science, Technology and Medicine. Singapore: Singapore University Press. p. 15. ISBN 9971-69-259-7.
  10. Rafferty, John P. (2012). Geological Sciences; Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. New York: Britannica Educational Publishing, p. 6. ISBN 9781615305445
  11. Schottenhammer, Angela. "The 'China Seas' in world history: A general outline of the role of Chinese and East Asian maritime space from its origins to c. 1800," Journal of Marine and Island Cultures, (Volume 1, Issue 2, 2012): 63-86. ISSN 2212-6821, p. 72. https://doi.org/10.1016/j.imic.2012.11.002.
  12. Rafferty, John P. (2012). Geological Sciences; Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. New York: Britannica Educational Publishing, p. 9. ISBN 9781615305445
  13. Tinkler, Keith J. (1985). A short history of geomorphology. Rowman & Littlefield Publishers. p. 4. ISBN 978-0389205449.
  14. Marr, J.E. (1900). The Scientific Study of Scenery. Methuen. p. v.
  15. Oldroyd, David R. & Grapes, Rodney H. Contributions to the history of geomorphology and Quaternary geology: an introduction. In: Grapes, R. H., Oldroyd, D. & GrigelisR, A. (eds) History of Geomorphology and Quaternary Geology. Geological Society, London, Special Publications, 301, 1–17.
  16. Ritter, Dale F., R. Craig Kochel, and Jerry R. Miller. Process geomorphology. Boston: McGraw-Hill, 1995.
  17. Simons, Martin (1962), "The morphological analysis of landforms: A new review of the work of Walther Penck (1888–1923)", Transactions and Papers (Institute of British Geographers) 31: 1–14.
  18. Twidale, C.R.; Lageat, Y. (1994). "Climatic geomorphology: a critique". Progress in Physical Geography. 18 (3): 319–334. doi:10.1177/030913339401800302. S2CID 129518705.
  19. Goudie, A.S. (2004). "Climatic geomorphology". Encyclopedia of Geomorphology. 162–164. 
  20. Flemal, Ronald C. (1971). "The Attack on the Davisian System Of Geomorphology: A Synopsis". Journal of Geological Education. 19 (1): 3–13. Bibcode:1971JGeoE..19....3F. doi:10.5408/0022-1368-XIX.1.3.