جیولوژیکي انجینري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیولوژیکي انجینري د انجینرۍ هغه څانګه ده چې د ساختماني انجینري، کانونو، چاپېریالي انجینري، ځنګولونو او نورو برخو کې د ځمک پوهنې او د انجینرۍ اصولو ته اړوندېږي. د جیولوژیکي انجینرانو چارې د جیولوژیکي، جیومحیطي او جیوفزیکي مطالعاتو له مخې د انجینرۍ د نورو برخو لکه د ساختماني انجینري لپاره د موقعیت د برابروالي، چاپېریالي انجینري، کانونو ویستنې او همدارنګه د ګازو او نفتو د استخراج سره مستقیمه مرسته کوي او یا هم د هغو ملاتړ کوي. دوی د هغو تاسیساتو او عملیاتو پر اغېز څېړنې کوي چې په سطحي او له سطحې لاندې چاپېریالانو اغېز لري. د جیولوژیکي انجینرانو له خوا د پروژو په طراحي او نورو چارو کې وړاندې کېدوني وړاندیزونه په رغنیزو چارو او عملیاتو پام وړ اغېز لري. جیولوژیکي انجینران د جیوتخنیکي، جیولوژیکي، جیوفزیکي، هایدرولوژیکي او محیطي معلوماتو راغونډولو ته پلان جوړوي هغه طراحي کوي او عمل پرې کوي. په دغو لارو چارو کې له لاسي لارو چارو څخه نیولې تر ژورې کنستنې، جیوکیمیاوي نمونه اخیستنه، د جیوفزیک پرمختللي تخنیکونه او د سپوږمکیو په واسطه نقشه اخیستنه شاملېږي. جیولوژیکي انجینران همدارنګه د ځانګړو انجینري اړتیاو په موخه د ځمکې د پخواني او راتلونکي چلن سره، په ټولو مقیاسونو کې د هغو له نقشو او د ځمکې له ځانګړې کوونکو چارو سره سروکار لري. دغه تحلیلونه جیولوژیکي انجینران د داسې لارښوونو او راپورونو وړاندې کولو ته سوق کوي چې کولای شي په ساختماني، کاني او همدارنګه د ساختماني انجینرۍ د پروژو په بنسټونو پام وړ اغېز ولري. د دوی د پروژو په یو شمېر ډولونو کې د ډبرو کنستنه، د ودانیو د بنسټ پیاوړي کول، د فشار تزریق، د هایدرولیکي کانال د توږل کېدو کنټرول، د ځمکې د مایل توب موندل او د هغو ډکول، د ځمک ښوویدنې د ګواښ ارزونه، د ځمکې لاندې اوبو او چټلتیا ارزونه او اصلاح شاملېږي. له دې سربېره جیولوژیکي انجینران په هغو طراحي کوونکو ډلو کې ونډه لري چې د سطحي ګواښونو، ځمکې لاندې اوبو د اصلاح، د سطحي او ځمکې لاندې کنستنې او د منابعو د مدیریت په برخه کې کار کوي. د کانونو د انجینرانو په څېر، جیولوژیکي انجینران د منابعو اکتشافي چارې، د کانونو او د هغو د کنستنې د امکان ارزونه ترسره کوي او د فعالو کاني پروژو د اغېز، ثبات او خوندیتوب په برخه کې مرسته کوي. [۱][۲][۳][۴]

زده کړه[سمول]

په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو پوهنتونونو له خوا د جیولوژیکي انجینرۍ په برخه کې لوړې زده کړې وړاندې کېږي خو ډېر پام ورته په شمالي امریکا کې شوی. جیولوژیکي انجینران داسې اسناد ترلاسه کوي چې د ځمک پوهنې یا ځمکې او انجینرۍ په برخه کې روزنیزو دورو ته اړوندېږي. د ځمک پوهنې د یو انجینر په توګه د کار کولو په موخه له یوه معتبر بنسټ څخه په اړونده برخه کې د لیسانس سند لرلو ته اړتیا ده. د ځانګړو ځایګیو لپاره کېدای شي د انجینرۍ په دغه اړونده برخه کې د ماسټرۍ او یا هم دوکتورا سند ته اړتیا پېښه شي. د دغو اسنادو له ترلاسه کولو وروسته هغه کسان چې غواړي د یو مسلکي جیولوژیکي انجینر په توګه دنده ترسره کړي اړ دي څو په خپله قضايي حوزه کې له یوې مسلکي ټولنې یا نظارتي بنسټ څخه جواز ترلاسه کړي.[۵]

کاناډايي انستیتیوتونه[سمول]

په کاناډا کې، ۸ پوهنتونونه د کاناډايي حرفوي انجینرانو د شورا له خوا د جیولوژیکي انجینرۍ په برخه کې د لیسانس په کچه د معتبرو اسنادو ورکوونکي بلل شوي. ډیری له دغو هم د جیولوژیکي انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي: [۶]

  • کوین پوهنتون (د ځمک پوهنې او جیولوژیکي انجینرۍ پوهنځی) (۱۹۷۵- تر اوسه)،
  • اکول پولي تخنیک (۱۹۶۵- تر اوسه)،
  • لاوال پوهنتون (۱۹۶۵- تر اوسه)،
  • په چیکوتیمي کې د کیوبیک پوهنتون (۱۹۸۳- تر اوسه)،
  • د بریتش کلمبیا پوهنتون (۱۹۶۵- تر اوسه)،
  • د نیوبرانشوایک پوهنتون (د ځمک پوهنې او ساختماني انجینرۍ د پوهنځیو له خوا یې په ګډه درس ورکول کېږي) (۱۹۸۴- تر اوسه)،
  • د ساسکاچوان پوهنتون (۱۹۶۵- تر اوسه) او
  • د واټرلو پوهنتون (۱۹۸۶- تر اوسه).

امریکايي انستیتیوتونه[سمول]

په متحده ایالاتو کې ۱۳ انستیتیوتونه د جیولوژیکي انجینرۍ زده کړې وړاندې کوي چې د انجینرۍ د اعتبار ورکونې د کمیسیون (EAC) او د انجینرۍ او تکنالوژۍ د اعتبار ورکونکي پلاوي (ABET) له خوا په رسمیت پېژندل شوي او په لاندې ډول دي:[۷]

  • د کلراډو د کانونو ښوونځي (۱۹۳۶- تر اوسه)،
  • د مشیګان تکنالوژیکي پوهنتون (۱۹۵۱- تر اوسه)،
  • د میسوري د ساینس او تکنالوژۍ پوهنتون (۱۹۷۳- تر اوسه)،
  • د مونتانا تکنالوژیکي پوهنتون (۱۹۷۲- تر اوسه)،
  • د سویلي ډاکوټا د کانونو او تکنالوژۍ ښوونځی (۱۹۵۰- تر اوسه)،
  • د یوتا پوهنتون (۱۹۵۲- تراوسه)،
  • د الاسکا – فربنکس پوهنتون (۱۹۴۱- تر اوسه)،
  • د مینه سوتا پوهنتون (۱۹۵۰- تر اوسه)،
  • د می سي سي پي پوهنتون (۱۹۸۷ – تر اوسه)،
  • د نوېډا، رنو پوهنتون (۱۹۵۸- تر اوسه)،
  • د شمالي ډاکوټا پوهنتون (۱۹۸۴، تر اوسه)،
  • په اسټین کې د تکزاس پوهنتون (۱۹۹۸ – تر اوسه) او
  • د ویسکانسین – مډیسون پوهنتون (۱۹۹۳ – تر اوسه).

کاري مسئولیتونه[سمول]

جیولوژیکي انجینران د ځمک پوهنې، جیوتخنیکي، جیوفزیکي، جیومحیطي او هایدرو جیولوژیکي مطالعاتو لپاره د معلوماتو د راغونډولو د پلان جوړونې، د هغو د ودې او میداني څېړنو مسئولیت پر غاړه لري. دغه څېړنې په سنتي توګه د ساختماني انجینرۍ، کانونو ویستنې، نفتو، د خځلو د مدیریت او ساحوي ودې د پروژو په موخه ترسره کېږي، خو په مخ پر زیاتېدوني ډول یې تمرکز محیطي او ساحلي پروژو او همدارنګه د اوږد مهال لپاره له ځمکې لاندې د اټومي زبالې د ساتنې ځانګړې پروژې ته اوښتی. جیولوژیکي انجینران همدارنګه د ساختماني پروژو لکه د ډبرو او خاورې د کنستنې، د فشار د تزریق او همدارنګه د هیدرولیکي کانال د توږلو د ښه توب په موخه د لارښوونو او راپورونو د تحلیل او تجزیې مسئولیت پر غاړه لري. له دې سربېره جیولوژیکي انجینران له ساختماني او د ساختماني انجینرۍ له پروژو څخه د ملاتړ په موخه د ودانیو د استقرار، د مایلتوب او څنډو د دوام او د ځمک ښوویدنې او زلزلې د احتمالي اغېزو اړوند راپورونه برابروي او د ښه کېدو اړوند یې وړاندیزونه ورکوي. هغوی باید د خوندي کنستنې یا د ځمکې لاندې او سطحې پر سر د کنستنې په چاپېر کې د ډبرو یا خاورو د شتون د تثبیت سربېره په دغو کنستنو او له هغو بهر د اوبو د جریان مدیریت وکړي.  [۸][۹]

جیولوژیکي انجینران د تونل ویستنې، کانونو، هایدرو پاور پروژو، څاه ګانو، ژورو زېرمو او د انرژي لپاره د کنستنو، صنعتي فعالیتونو او بیاځلي رامنځته کولو په ګډون په ټولو ځمکې لاندې جوړښتونو کې اساسي رول لوبوي. له دې سربېره جیولوژیکي انجینران نظارتي سیسټمونه طراحي کوي، د ځمکې طبیعي او القايي غبرګونونه تجزیه او تحلیل کوي او همدارنګه د ساختماني پروژو لپاره د ودانیو د استقرار، د مایلتوب او څنډو د دوام او له دې سربېره د ځمک ښوویدنې او زلزلې د احتمالي اغېزو راپورونه جوړوي. په ځینو مواردو کې جیولوژیکي انجینران د ځمکې لاندې اوبو د جریان او چټلتیا اړوند نظري او عملي څېړنې ترسره کوي څو داسې حل لارې ومومي څو د محیط د چټلتیا څخه مخه نیونکې لارې چارې ومومي او د خوندي جوړښتونو لپاره لار برابره کړي. له دې سربېره دغه طراحي په دې معنی ده چې هغوی د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې په موخه لارې چارې او د چټلۍ په صورت کې اصلاحي حل لارې وړاندې کوي. که چېرې دوی په یوه کاني سایټ کې کار کوي هغوی د کانونو د صنعت د اکتشاف، ارزونې او امکان سنجونې اړوند د تیوریکي او تجربي څېړنو لپاره پلانونه جوړي، هغو ته پراختیا ورکوي او اړوندې چارې یې همغږې کوي. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. M. Diederichs, "Geological Engineering," Kingston, 2021
  2. "Engineering activities". Explore Engineering (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Environmental Engineer in Canada | Job description". www.jobbank.gc.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Undergraduate Geological Engineering | Geological Science and Engineering". www.queensu.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Engineering activities". Explore Engineering (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Accredited Engineering Programs in Canada". Engineers Canada (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "APS". amspub.abet.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Undergraduate Geological Engineering | Geological Science and Engineering". www.queensu.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Environmental Engineer in Canada | Job description". www.jobbank.gc.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Undergraduate Geological Engineering | Geological Science and Engineering". www.queensu.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)