جیمس هټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هټون ( ۳ جون ۱۷۲۶- ۲۶ مارچ ۱۷۷۹) یو سکاتلندی ځمکه پېژندونکی، کرهنه پوه، کیمیایي  توکوتولیدوونکی، طبیعیت پوه او فزیک پوه و. هغه ډېری وخت د معاصر فزیک پلار بلل کېږي او د اوسنې ساینس په توګه د ځمکې پېژندنې د علم په پېژندلو کې عمده رول ولوباوه. [۱][۲][۳]

هټون دې مفکورې ته چې د فزیکي نړۍ وړاندې تاریخ له هغو شواهدو معلومیدای شی چې د اوس وخت په ډبرو کې شته. هغه د خپل تحقیق په پایله کې چې هغه د ځمکې د نما، د خپل پلرنې وطن د ټيټو ځمکو لکه سکاتلندې ټيټې ځمکې، د سالیسبري کرګ، سیکار پاینت  ځانګړنو په برخو کې تر سره کړې دا تیوري را منځ ته کړه چې جیولیجیکي ځانګړنې ثابتې پاتې کېدای نه شي بلکه د هغوی په تل کې په نامحدوده توګه ډیر وخت کې تحولات را منځ ته کېږي. له همدې تحقیق څخه او له نورو ډېرو پخوانیو جیولوجیستانو سره یو ځای په دې سلا دی چې ځمکه ځوانه نه ده. هغه په کال ۱۸۳۰ کې د هغې مفکورې له لومړیوملاتړو و چې د یونیفورمیتاریانیزم په نامه یادېده او دا هغه علم دی چې د ځمکې د پوړونو د ځانګړتیاوو په باره کې چې اوږد مهاله جیولوجیکي زمانه کې  د طبیعي پروسو په لړ کې دوام مومي تشرېح کوي. هټون همدارنګه یو تېزس د (( دژوند کولووړ ځمکې سیستم په نامه)) وړاندې کړ او د خدای پرستۍ په بنسټ يې داسې میکانیزم وړاندیز کړ چې له مخې یې نړی د تل لپاره د بشر داوسېدو وړ وي، دا هغه پخوانۍ هڅه وه چې داسې څه یې فورمولبندي کړل چې ښایي اوس ورته د ژوند پېژندنې اصل نوم ورکړل شي. [۴]

د هټون فکرونو ته ورته مفکورې کېدای شي د هغه د همعصره کسانو لکه فرانسوي طبیعیت پوه جورج لیوس دې بفون په خپرونو کې پېدا شي خو دا په عمده توګه د هټون مخکښتوب و چې د علم دا برخه یې کشف کړه.[۵][۶][۷].

د ژوند لومړي وختونه او مسلک[سمول]

هغه د کال ۱۷۲۶ د جون په دریمه د میرمن بالفور او ویلیم هټون له پنځو ماشومانو د یوه ماشوم په توګه وزېږید. د هغه بلار ویلیم هټون یو سوداګر او د ایدینبرګ د ښار خرانه دار و. د هټون پلار په کار ۱۷۲۹ کې چې هټون لا د درې کلونو و مړ شو.

هغه د ایدینبرګ په لیسه کې زده کړه کوله چې هلته یې ریاضیاتو او کیمیا  سره خاصه علاقه درلوده. کله چې هغه ۱۴ کلن شو هغه د ایدینبرګ پوهنتون ته لاړ او د بشر پېژندنې د کلاسیکې برخې په زده کړه یې پیل وکړ. هغه په ۱۷ کلنۍ کې قانونپوه جورج چارلمر شاګرد شو خود  حقوقي چارو په پرتله  یې له کیمیا سره دېره علاقه درلوده. په اته لس کلنۍ کې هغه د یوه فزیکپوه مرستیال شو او دایدینبرګ په پوهنتون کې یې په طبی لکچرونوکې حضور درلود.

په پاریس کې له دوه کلونو هستوګنې وروسته، هغه په کال ۱۷۴۹ کې لیدېن ته راغی او هلته یې د لېدین په پوهنتون کې د کال۱۷۴۹ د اګست په ۱۴ د طب په برخه کې ځان شامل کړ ترڅو په طب کې دوکتورا لاس ته راوړي،  او هلته د پوهنتون د رئیس جوآچیم سچوارتز په کور کې چې اوسنۍ پته یې لنجربرګ ۱۰۱ لېدېن دی اوسیده. دهغه سوپروایزر پروفیسور فریدریک وینتر نومېده چې هغه په لېدېن پوهنتون کې نه یواځې یو پروفېسور و بلکه هغه د ستاد هولدر د محکمې داکتر هم و. د هټون خطی لاتیني دیزرتشن ۹۲ تېزېسونه درلودل چې جیمز هټون له دوو هغو څخه یې د کال ۱۷۴۹ د سپتمبر په دریمه نېټه  په عام محضر کې په بریالیتوب سره دفاع وکړه. جیمس هټون د کال ۱۷۴۹ د سپتمبر په ۱۲ له لېدېڼ پوهنتون څخه د طب په برخه کې خپله دوکتورا لاس ته راوړه او تیزیس یې د فزیکي طب په برخه کې د سنګوین اېت سرکولیشن میکرو کوزمي تر سر لیک لاندې ولیکه. دا تیزس په لېدېن کې د ویلهی مس بوت کتاب چاپ خونې له خوا چاپ شو. باور دا دی چې جیمز هټون له خپلې ارتقا څخه وروسته ژر برتانیا ته راستون شو.[۸][۹]

د دوکتورا د درجې تر لاسه کولو وروسته، هټون لندن ته ستون شو، له هغه وروسته د کال ۱۷۵۰ په نیمایي کې ایدینبرګ ته ستون شو او له خپل نژدې ملګري جیمز دیوي سره یې په کيمیایي تجربو بیا پیل وکړ. له سوت ( ناخالصه کاربن چې د هایدروکاربن له نیمه سوزېدنې لاس ته راځي) څخه د سال امونیا جوړول یوه ګټه کوونکي کاروبارکې د هغوی د شراکت لامل شو.همدارنګه د کریستالي مالګی جوړول چې په رنګمالۍ، فلز کارۍ او بوی ورکوونکې مالګې کې په کاریږې اوپه طبیعي سرچنیو کې پیدا کېږي او یا باید له مصر څخه وارده شي هم د هغوی د صنعت یوه برخه وه.هټون په ادینبرګ کې ملکیتونه واخیستل او اجاره کړل او یو عامل شخص یې وګماره چې د هغه کار وبار مدیریت کړي. [۱۰]

دفارم کارونه او جیولوجي[سمول]

هټون ته له خپل پلار څخه  په سلایهوسیس  کې د برویک سایر ، د ټيټې ځمکې او دغونډۍ په سر د نېتر مونی نت فارم  له کال ۱۷۱۳ را هیسې پاتې و. د کال ۱۷۵۰ په لومړیو کې سلایهوسیس ته لاړ او هلته یې د برتانیا له نورو برخو څخه د فارمونو د ښه کولو، نباتاتو او حیواناتو روزلو لپاره نوې تجربې معرفي  کړې. هغه  د کرهنې د عناصرو په برخه کې  خپلې مفکورې او نوښتونه په یوه ناچاپ شوي مقاله کې ثبت کړل. [۱۱]

دې حالت په هوا پېژندنې او جیولوژۍ کې د هغه علاقه ډېره کړه. په کال ۱۷۵۳ کې هغه یوه لیک کې ولیکل چې (( هغه د ځمکې د سطحې مطالعې ته ډېره لېوالتیا لرې، اوهغه په خپله لار کې د سیند هر یوې ژورې او څنډې ته په پوره کنجکاوی ګورې)). د خپل فارم وچولو او پاکولو هغه ته ډېر فرصت برابر کړ. ریاضي دان جان پلېفېر هټون ته تشریح کړه چې هغه ليدلي د ي چې (( د اوسنیو ډبرو پراخه برخه  له هغو موادوجوړه شوې چې د حیواناتو ، نباتاتو او منرالونو د تخریب له پخواني جوړښت څخه لاس ته راغلې ده. د هغه نظري مفکورې په کال ۱۷۶۰ کې را ټولې شوي. په داسې حال کې چې دهغه د فارمونو کار دوام درلوده، هغه په کال ۱۷۶۴ کې له جورج مکس وېل کلارک سره  چې د مشهور فزیک دان جیمز کلارک مکس وېل نیکه و شمالي سکاتلند ته د جیولوجۍ په برخه کې دتحقیق لپاره په سفر لاړ.[۱۲][۱۳]

ایدینبرګ او د کانالونو جوړول[سمول]

په کال ۱۷۶۸ کې، هټون ایدینبرګ ته ستون شو، خپل فارمونه یې په اجاره ورکړل خو د فارمونوله ښه کولو او له تحقیق څخه یې ګټه پورته کوله چې هغه تجربې پکې شامله وې چې ده په سلایهوسېس کې تر سره کړې. هغه د مدر ( روناس) په نامه د یوه نبات له ریښې سور رنګ جوړ کړ. هغه په کال ۱۷۷۰ کې د سینت جان په غونډۍ یو کور جوړ کړ چې چې د سیلسبری کرګ ورڅخه ښکارېدل. چې دا کور وروسته د بالفور( یو برتانوی سیاست پوه چې له ۱۹۰۲ تر ۱۹۰۵ د برتانیا صدر اعظم او له ۱۹۱۶ تر ۱۹۱۹ پورې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر و) کور او د اروا پوه جیمس کریکتون براون  د زوکړې ځای و. هټون د سکاتلندې روڼ آندۍ یو خورا اغېزمن برخه وال و او د ریاضي پوه جان پلېفېر، فیلسوف دیوید هوم او اقتصاد پوه آدم سمیت په ګډون د لومړۍ درجې مغزونو په ډله کې و. هټون د ايدینبرګ په پوهنتون کې کوم موقف نه درلود او خپلې ساینسی اوعلمې موندنې به یې د ایدینبرګ د شاهي ټولنې له لارې خلکو ته رسولې. هغه له فزیک پوه او کیمیا پوه جوزف بلک سره ځانګړې دوستې درلوده او او له آدم سمیت سره یو ځای يې د اونیزو ليدنو لپاره د اویستر د کلب بنست کېښود. [۱۴]

هټون د ۱۷۶۷ او ۱۷۷۴ کلونو تر منځ د فورت او کلاید د کانالونو په جوړولو کې له نژدې ښکېل و او هلته یې د شریک او د مدیرییتي کمېټې د غړې په توګه خپله جیالوجیکي پوهه کاروله او په  ساحه کې د ټولو کارونو د څارنې په ګډون به یې اړونده ناستو کې ګډون کاوه. په دې وخت کې هغه د لیت دسیمې د برنارد په سرک کې هستوګنه درلوده.  [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Waterston, Charles D; Macmillan Shearer, A (2006). Former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002: Biographical Index (PDF). I. Edinburgh: The Royal Society of Edinburgh. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-902198-84-5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. University of Edinburgh. "Millennial Plaques: James Hutton". Hutton's Millennial Plaque, which reads, "In honour of James Hutton 1726–1797 Geologist, chemist, naturalist, father of modern geology, alumnus of the University," is located at the main entrance of the Grant Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. David Denby (11 October 2004). "Northern Lights: How modern life emerged from eighteenth-century Edinburgh". The New Yorker. In 1770, James Hutton, an experimental farmer and the owner of a sal ammoniac works, began poking into the peculiar shapes and textures of the Salisbury Crags, the looming, irregular rock formations in Edinburgh. Hutton noticed something astonishing—fossilized fish remains embedded in the rock. The remains suggested that volcanic activity had lifted the mass from some depth in the sea. In 1785, he delivered a lecture to the Royal Society of Edinburgh, which included the remarkable statement that "with respect to human observation, this world has neither a beginning nor an end." The book that he eventually published, Theory of the Earth, helped to establish modern geology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. M. J. S. Rudwick (15 October 2014). Earth's Deep History: How It Was Discovered and Why It Matters. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 68–70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-20393-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. American Museum of Natural History (2000). "James Hutton: The Founder of Modern Geology". Earth: Inside and Out. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. "The result, therefore, of this physical enquiry", Hutton concluded, "is that we find no vestige of a beginning, no prospect of an end". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kenneth L. Taylor (په September 2006 باندې). Ages in Chaos: James Hutton and the Discovery of Deep Time. The Historian (abstract). Book review of Stephen Baxter
  7. M. J. S. Rudwick (15 October 2014). Earth's Deep History: How It Was Discovered and Why It Matters. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 68–70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-20393-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Schuchmann, J.B. (2023). James Hutton's stay in Leiden (1749) (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1st). Leiden, The Netherlands: Leidse Geologische Vereniging. د کتاب پاڼي 1–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789090365442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dean 1992
  10. "Business and Related Interests". James Hutton.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dean 1992
  12. Campbell, Lewis; Garnett, William (1882). The Life of James Clerk Maxwell. London: Macmillan and Company. د کتاب پاڼې 18. hutton George Clerk Maxwell. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Farming and Hutton the Geologist". James Hutton.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Playfair
  14. "Return to Edinburgh". James Hutton.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Hutton's Contemporaries and The Scottish Enlightenment". James Hutton.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)