جیمز ماریون سیمز
جیمز ماریون سیمز (زوکړه: د ۱۸۱۳ زکال د جنوري ۲۵مه – مړینه: د ۱۸۸۳ زکال د نومبر ۱۳مه) امریکايي ډاکټر او جراح و. د هغه تر ټولو پام وړ مشهوره چاره د ویسکوواژینال فیستولا (vesicovaginal fistula) د درملنې په موخه چې په زیږون کې د انسداد جدي ستونزه ده، د جراحۍ د تخنیک رامنځته کول و. نوموړی همدارنګه د سیمز سپکولوم (Sims speculum)، سیمز سیګموئید کتیتر (Sims sigmoid catheter) او د سیمز پوزیشن (Sims position) د اختراع له امله پېژندل کېږي. نوموړی د سرطان د ناروغانو پر درملنې باندې د ټینګار له امله له هغه روغتون څخه وویستل شو چې ده خپله تاسیس کړی و؛ هغه په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې د لومړني روغتون په تاسیس کې چې د ده له مړینې وروسته پرانیستل شو، ډېره لږ ونډه لرله. [۱][۲]
سیمز په امریکا کې درناوي وړ مشهور ډاکټر و. نوموړی په ۱۸۷۶ زکال کې د امریکا د طبي ټولنې مشر وټاکل شو. هغه یو له هغو لومړنیو ډاکټرانو څخه و چې په اروپا کې یې شهرت وموند. ده په ښکاره ډول په ځان باندې له دې امله ویاړ کاوه چې په ټول هېواد کې دویم بډایه ډاکټر و. [۳][۴]
ورته مهال، هماغه ډول چې د طبي اخلاقو متخصص بارون اچ. لرنر څرګندوي، «په سختۍ سره کېدای شي د طبابت په تاریخ کې د ده په څېر بل بحث پارونکی شخصیت وموندل شي». د ده په ویاړ مجسمه په متحده ایالاتو کې د یو ډاکټر په ویاړ لومړنۍ مجسمه وه چې په ۱۸۹۴ زکال کې د نیویارک ښار په برایانټ پارک کې جوړه شوه، خو دغه مجسمه په ۲۰۱۸ زکال کې له دغه پارک څخه لرې کړای شوه. [۵][۶]
د هغه له خوا د جراحۍ د تخنیکونو د پراختیا د څرنګوالي په برخه کې ګڼ شمېر اخلاقي پوښتنې شتون لري. نوموړي به له بېهوښه کوله پرته د غلامو تورپوستو ښځو او ایرلنډي کډوالو ښځو د جراحۍ عملیات ترسره کول (هغوی د بندیانو په څېر نشو کولای خپل رضایت وښيي یا یې نه شو کولای له هغو څخه انکار وکړي). د هغه دغه چارې په شلمه پېړۍ کې له تجربي موضوعاتو څخه د ناوړه ګټنې په توګه وغندل شوې او په دې سره سیمز «په طبابت کې هغه مخکښه څېره وبلل شوه چې د زیان منونکو وګړو د ژوندانه په قیمت یې یو لړ پرمختګونه رامنځته کړل». هغه «قصاب» وبلل شو او د نازي ډاکټر یوزف منګله سره پرتله کړای شو. د هغه د مهال ډاکټر او انټروپولوژېست ال. لوئیس وال او نورو طبي تاریخ لیکونکو د هغه له کړنلارو دفاع کوله. د سیمز په خبره غلامې تورپوستې ښځې دغې چارې ته راضي وې او له دغو پرته یې کومه بله غوره ټاکنه نه لرله. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
سیمز فعاله لیکوال و چې د طبي ازموینو اړوند یې خپاره شوي راپورنه د هغه له خپل ۴۷۱ پاڼیز ژوند لیک سره یوځای (چې د هغه له مړینې وروسته په سمه توګه را ټول شوی) د هغه د پوهې او مسلک اړوند اصلي منبع جوړوي. په مثبته توګه د هغه ځان ښوونه د شلمې پېړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې بیرته و ارزول شوه. [۱۲][۱۳]
د سرطان د درملنې لومړنی روغتون[سمول]
په ۱۸۷۱ زکال کې سیمز نیویارک ته راغی او په وومنز روغتون (Woman's Hospital) کې یې بیاځلي کار پیل کړ، چېرې چې هغه د سرطان په ناروغۍ د اخته مېرمنو په درملنه لاس پورې کړ. دغه مهال د سرطان ناروغي له اقتصادي پلوه د بېوزله ټولنیزو طبقاتو لپاره ځانګړې ناروغي ګڼل کېده او آن یو شمېر کسان تر دې کچې ترې وېریدل چې دغه ناروغي یې ساري بلله او باوري و چې له جنسي لارې لېږدی. د سیمز د هڅو په غبرګون کې د دغه روغتون د اغېزمنو مېرمنو پلاوي د سرطاني ناروغانو له درملنې سره شدید مخالفت وښود او د سرطاني ناروغانو منل یې منع کړل. په ۱۸۷۴ زکال کې د روغتون د پلاوي په ناسته کې سیمز وینا وکړه او آن د سرطان په لومړنیو پړاوونو کې یې د ناروغانو له منلو څخه د ډډې کولو له امله پر هغو نیوکې وکړې. نوموړي همدارنګه د جراحي د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال د دغه پلاوي له خوا پنځلسو تنو ته د عملیاتو د لیدونکو د شمېر په راکمولو نیوکه وکړه. له دې وړاندې ۶۰ تنو کولای شول د جراحۍ له هر عملیات څخه لیدنه وکړي، خو د ښځو پلاوي دغه شمېر له دې امله را کم کړی و چې د دومره زیاتو کسانو پر وړاندې د درملنې لاندې یوې ښځینه ناروغې د جنسي اندامونو لوڅوالی یې د ښځو کرامت ته سپکاوی باله. سیمز استدلال کاوه چې دغه محدودیت د هغو جراحانو د پوهې د زیاتوالي په برخه کې خنډونه رامنځته کوي چې نیویارک ته د ښځینه ناروغیو په برخه کې د زده کړو په موخه راغلي دي. [۱۴]
د سیمز د دغې انتقادي وینا بحث پارونکی ماهیت لامل وګرځېد چې د دغه روغتون مدیره پلاوی یوه میاشت وروسته په خپله غونډه کې د هغه د استعفا منلو رایه ورکړي. نوموړی د روغتون د مشرتابه پلاوي د یوه غړي له خوا په «بې احتیاطۍ» او «وژونکو اقداماتو» تورن شو؛ هغه باوري و چې باید هغه د خپلو نافرمانیو له امله منفک شي. دغې وړاندوینې نوموړی د وومنز روغتون له یو شمېر هغو ډاکټرانو سره مخالفت ته وهڅاوه چې سیمز د خپرېدونکو رسالو څخه په کار اخیستنې د هغو پر وړاندې بحثونه کول.[۱۵][۱۶][۱۷]
د وومنز روغتون له مدیره پلاوي سره د سرطاني ناروغانو پر سر له جنجال وروسته سیمز په امریکا کې د سرطاني ناروغیو د لومړني انستیتیوت یا د نیویارک د سرطاني ناروغیو د روغتون په تاسیس کې مهم رول درلود. [۱۸]
سیمز په وومنز روغتون کې د ترسره کړو درملنو په بدل کې د رایو په اکثریت د امریکا د طبي ټولنې مشر وټاکل شو، هغه څوکۍ چې له ۱۸۷۶ زکال څخه یې تر ۱۸۷۷ زکال پورې مسئولیت ور تر غاړې و. [۱۹][۲۰]
سرچينې[سمول]
- ↑ (په 18 May 1884 باندې). The New Cancer Hospital. Laying the corner-stone yesterday. An address by John E. Parsons—Its patrons and its purposes.
- ↑ کينډۍ:Cite AMB1920
- ↑ (په Feb 3, 2006 باندې). Modern gynecology's cruel founder.
- ↑ Alexander, J. Wesley (June 2009). "History of the medical use of silver". Surgical Infections. 10 (3): 289–292. doi:10.1089/sur.2008.9941. PMID 19566416. مؤرشف من الأصل في July 1, 2022. د لاسرسينېټه June 5, 2022 – عبر Gale Academic Onefile. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lerner, Barron (October 28, 2003). "Scholars Argue Over Legacy of Surgeon Who Was Lionized, Then Vilified". The New York Times. مؤرشف من الأصل في February 22, 2015. د لاسرسينېټه February 17, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Here I am again in my beloved Dublin". A Dr. J. Marion Sims Dossier. University of Illinois. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر October 13, 2018 باندې. د لاسرسينېټه March 14, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Spettel, Sarah; White, Mark Donald (June 2011). "The Portrayal of J. Marion Sims' Controversial Surgical Legacy" (PDF). The Journal of Urology. 185 (6): 2424–2427. doi:10.1016/j.juro.2011.01.077. PMID 21511295. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه November 4, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); الوسيط|archiveurl=
و|archive-url=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط|archivedate=
و|archive-date=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة) - ↑ Lynch, Sarah (19 June 2020), "Fact check: Father of modern gynecology performed experiments on enslaved Black women", USA Today, کينډۍ:ProQuest, مؤرشف من الأصل في May 29, 2022, د لاسرسينېټه May 16, 2022 – عبر ProQuest Central الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wall, L. L. (June 2006). "The medical ethics of Dr J Marion Sims: a fresh look at the historical record". Journal of Medical Ethics. 32 (6): 346–350. doi:10.1136/jme.2005.012559. ISSN 0306-6800. PMC 2563360. PMID 16731734. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Spettel, Sarah; White, Mark Donald (June 2011). "The Portrayal of J. Marion Sims' Controversial Surgical Legacy" (PDF). The Journal of Urology. 185 (6): 2424–2427. doi:10.1016/j.juro.2011.01.077. PMID 21511295. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه November 4, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); الوسيط|archiveurl=
و|archive-url=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط|archivedate=
و|archive-date=
تكرر أكثر من مرة (مساعدة) - ↑ Lerner, Barron (October 28, 2003). "Scholars Argue Over Legacy of Surgeon Who Was Lionized, Then Vilified". The New York Times. مؤرشف من الأصل في February 22, 2015. د لاسرسينېټه February 17, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Sims, J. Marion (1885), Marion-Sims, H. (المحرر), The Story of My Life, New York: D. Appleton & Company الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wylie, W. Gill (1884). Memorial Sketch of the Life of J. Marion Sims. New York: D. Appleton and Company. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) "Reprinted from The New York Medical Journal for April 12 and 19, 1884." "Read before the Medical Society of the County of New York, January 28, 1884." - ↑ Martin, Hayes; Ehrlich, Harry; Butler, Francelia (March 1950). "J. Marion Sims—Pioneer cancer protagonist". Cancer. 3 (2): 189–204. doi:10.1002/1097-0142(1950)3:2<189::AID-CNCR2820030202>3.0.CO;2-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Peaslee, E R; Emmet, Thomas Addis; Thomas, T Gaillard (1877). To the medical profession: statements respecting the separation of Dr. J. Marion Sims from the Woman's Hospital, New York. New York. مؤرشف من الأصل في October 29, 2018. د لاسرسينېټه October 29, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Sims, J. Marion (1877). The Woman's Hospital in 1874. A Reply to the Printed Circular of Drs. E. R. Peaslee, T. A. Emmet, and T. Gailliard Thomas. New York. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Peaslee, E. R.; Emmet, T. A.; Thomas, T. G. (1877). Reply to Dr. J. Marion Sims' Pamphlet, entitled 'The Woman's Hospital in 1874'. New York. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "J. Marion Sims". Innovative Healthcare: MUSC's Legacy of Progress. Waring Historical Library. د اصلي آرشيف څخه پر January 22, 2017 باندې. د لاسرسينېټه March 15, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Baldwin, W. O. (1884). Tribute to the late James Marion Sims. Montgomery, Alabama: Montgomery, Ala. مؤرشف من الأصل في July 11, 2021. د لاسرسينېټه October 28, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Brinker, Wendy (2000). "J. Marion Sims: One Among Many Monumental Mistakes". A Dr. J. Marion Sims Dossier. University of Illinois. د اصلي آرشيف څخه پر October 13, 2018 باندې. د لاسرسينېټه March 14, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)