جیمز فارمر
| جیمز فارمر | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۲۰[۱][۲][۳][۴] |
| مړینه | 9 جولای 1999 (79 کاله)[۱][۲][۳][۴] |
| د مړینې لامل | ډايبېټېز مېلېټوز |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، د بشري حقونو فعال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| د کړنې څانګه | وګړنيز حقوق [۵] |
| سمول |
|
جیمز لیونارډ فارمر جونیر (۱۹۲۰ ز، د جنوري ۱۲مه – ۱۹۹۹ ز ، د جولای ۹مه) یو امریکایی مدني فعال او د مدني حقونو د غورځنګ مشر و "چې د توکمیز تبعیض او بېلتون له منځه وړلو لپاره یې غیر تاوتریخجن لاریونونه هڅولي او له مارټین لوتر کینګ جونیر سره یې ګډ خدمت کړی دی." نوموړی په ۱۹۶۱ ز کال کې د آزادۍ سپرلۍ تر نامه لاندې خوځښت پیلوونکی او تنظیموونکی و، کوم چې په پای کې په متحده ایالاتو کې په ایالتي ټرانسپورټ کې د تبعیض او بېلوالي د له منځته تللو لامل شو.[۶][۷]
په ۱۹۴۲ ز کال کې ښاغلي فارمر له جورج هاوسر، جیمز آر رابینسون، سامویل اي ریلي، برنیس فیشر، هومر جک او جو ګین سره یوځای په شیکاګو کې د نژادي مساواتو کمېټه جوړه کړه. دا کمېټه، وروسته د نژادي یا توکمیزو مساواتو د کانګرس (CORE) په نامه یاده شوه. نوموړي په متحده ایالاتو کې د عدم تشدد له لارې د نژادي توپیرپالنې د پای ته رسولو لپاره ځان وقف کړی و. فارمر له ۱۹۴۲ ز کال نه تر ۱۹۴۴ ز کال پورې د توکمیزو مساواتو د کانګریس د رئیس په توګه دنده ترسره کړې.
په ۱۹۶۰مو ز کلونو کې فارمر د "د کینګ، د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د مشر روی ویلکینز او د ښاري اتحادیې د مشر ویټني یانګ ترڅنګ، د ۱۹۶۰مې ز لسیزې د مدني حقونو د څلورو سترو رهبرانو له ډلې نه و." [۸][۹][۱۰]
ژوندلیک
[سمول]د ژوند لومړني پړاوونه
[سمول]جیمز اېل فارمر جونیر د ټګزاس ایالت په مارشال ښار کې د جیمز اېل فارمر سینیر او پیرل هوسټون په کورنۍ کې زېږېدلی، چې دواړه ښوونکي وو. د هغه پلار د تورپوستانو په تاریخي وایلي کالج کې پروفیسور و، یو مېتودېست پادري و او له بوسټن پوهنتون نه یې په الهیاتو کې دوکتورا کړې وه. د هغه مور د کور مېرمن وه او د فلوریډا له بیتون - کوکمن انستېتیوت نه فارغه شوې وه او هم پخوانۍ ښوونکې وه.[۱۱]
یو وخت چې فارمر د درېیو یا څلورو کلونو په عمر کوچنی هلک و او له خپلې مور سره ښار ته وتلی و، کوکاکولا یې وغوښته. د هغه مور په کلکه ورته وویل چې: نه، چې کور ته نه وي رسېدلی، صبر به کوي. فارمر غوښتل چې سملاسي به یوه ورته واخلي او په حسد سره یې بل ځوان هلک ته وکتل چې، دننه ولاړ او کوک یې واخیست. مور یې ورته وویل چې: بل هلک کولای شي، په دغه پلورنځي کې کوک واخلي، ځکه هغه سپین پوستی دی، خو فارمر یو رنګین پوستی و او هلته یې د تګ اجازه نه لرله. دا ټاکونکې او غیر عادلانه شېبه لومړۍ هغه وه، مګر وروستۍ نه وه، هغه تجربه چې فارمر د نژادي یا توکمیز تبعیض او بېلوالې په اړه د خاطرې په توګه په یاد لرله.[۱۲]
کله چې فارمر ۱۰ کلن و، د هغه تره فریډ، ترور یې هیلین او د تره زوی یې موریل له نیویارک نه د هغوی لیدو ته راغلل. دوی له هغه لوري په اورګاډي کې د خوب کوټې په ترلاسه کولو کې له ستونزې سره نه وو مخامخ شوي، خو د بېرته ستنېدو پر مهال یې ترلاسه کولو ته اندېښمن وو. فارمر له خپل پلار سره د اورګاډي تمځای ته ولاړ. د هغه پلار د تمځای مدیر قانع کړ چې د هغه تره ته په اورګاډي کې د خوب یوه کوټه ورکړي، فارمر متوجه شو، چې پلار یې دروغ وایي. فارمر یې د پلار د دروغو په اورېدو سره ډېر حیران شو، ځکه پلار یې یو پادري و. په لاره کې يې پلار ورته وويل: زه بايد ستا د تره فريډ په اړه دا دروغ ووايم، دا يوازېنۍ لار وه چې موږ د خوب د کوټې دا رزرويشن ترلاسه کولای شو. خدای (ج) به ما وبښي. فارمر بیا هم پر دې ډېر خپه او نهیلی و چې پلار یې په اورګاډي کې د خوب خونې ترلاسه کولو لپاره باید دروغ ویلي وای. همدا هغه شېبه وه چې له امله یې فارمر خپل ژوند د نژادي تبعیض د پای ته رسولو لپاره وقف کړ.[۱۳][۱۴]
فارمر یو پوه او هوښیار ماشوم و. په ۱۹۳۴ ز کال کې د ۱۴ کلنۍ په عمر کې د نوي ځوان په توګه، هغه په وایلي کالج کې نوم لیکنه وکړه، د ټګزاس په مارشال ښار کې د تور پوستانو هغه تاریخي کالج چې د هغه پلار په کې تدریس کاوه. هغه د مناظرې او بحثونو د ټیم د یوه غړي په توګه وټاکل شو. د انګلیسي یو پروفیسور میلوین بي تولسن د هغه لارښود وټاکل شو.[۱۵]
د ځوانۍ ژوند
[سمول]په ۲۱ کلنۍ کې فارمر له ولسمشر فرانکلین ډي روزولټ سره د کتنې او خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته ور وبلل شو. لومړۍ مېرمنې ایلنور روزولټ د هغه پر بلنلیک لاسلیک کړی و. له ولسمشر سره تر خبرو مخکې مېرمن روزولټ له ملاقات کوونکې ډلې سره خبرې وکړې. فارمر سملاسي د هغې خوښ شو او دوی دواړو دا مجلس انحصار کړ. کله چې دا ډله له ولسمشر روزولټ سره ملاقات ته ورغله، مېرمن روزولټ څارله او شاته یې ناسته وه. د رسمیاتو له ترسره کېدو وروسته، ځوانانو ته اجازه ورکړل شوه چې پوښتنې وکړي. فارمر وويل: "تاسو په خپله پرانېستونکې وينا کې بریتانیا او فرانسه د آزادۍ اتلان وبلل. په افريقا کې د هغوی استعماري سياستونو ته په کتلو، چې دغه اصل دروغ ثابتوي، څه ډول به يې مدافعین وګڼل شي؟" ولسمشر په تاکتیک سره د پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه. هغې په لوړ غږ وویل: "یوه دقیقه، تاسو پوښتنې ته ځواب ورنه کړ!" که څه هم ولسمشر بیا هم د هغه پوښتنې ته هغسې ځواب ورنه کړ، لکه څنګه چې فارمر مطرح کړې وه، خو دا چې فارمر پوهېده چې پوښتنه یې هلته مطرح کړې وه، آرام و. [۱۶][۱۷][۱۸]
ښاغلی فارمر په ۱۹۳۸ ز کال کې له وایلي کالج نه د علومو لېسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۹۴۱ ز کال کې یې د هاروارډ پوهنتون د ادیانو له څانګې نه د الهیاتو د لېسانس سند ترلاسه کړ. په وایلي کې، فارمر د نژادي تبعیض له امله ډېر کړېده او د توکمپالنې د هغو مشخصو پېښو یادونه به یې کوله، چې نوموړي د ژوند په لومړیو کې لیدلې وې او یا یې ځورولی و. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال فارمر د یوه امین او باوجدانه اعتراض کوونکي په توګه رسمي حیثیت خپل کړی و.[۱۹]
ښاغلی فارمر په هاروارډ پوهنتون کې د الهیاتو د یوه پروفیسور هاروارډ تورمن تر اغېزې لاندې و او هم د ګاندي په بڼه له سولهییزوالي سره یې مینه پیدا شوه. مارتین لوتر کینګ جونیر هم وروسته په همدې اړه مطالعه وکړه او د دې تګلارې ډېری اصول یې خپل کړل. فارمر پر دې فکر کول پیل کړل، چې څه ډول په امریکا کې د توکمپالنې د دودونو او چلندونو مخه ونیسي او په ورته وخت کې یې د پخلاینې په فیلوشپ کې کار کاوه، چې هغه د کالج له بشپړولو وروسته ورغلی و.[۲۰][۲۱]
د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په اوږدو کې، فارمر د صنعتي ډیموکراسۍ د زده کوونکو د ټولنې (SLID) د سکرتر په توګه دنده ترسره کوله، چې د صنعتي ډیموکراسۍ د سوسیالستي ټولنې د ځوانانو څانګه وه. صنعتي ډیموکراسۍ د زده کوونکو ټولنه (SLID) وروسته بیا د ډیموکراتیکې ټولنې د زده کوونکو پر ټولنه بدله شوه.
فارمر په ۱۹۴۵ ز کال کې له ویني کریسټي سره واده وکړ. ویني له واده وروسته ډېر ژر امیندواره شوه. هغې بیا د فارمر د کوټ په جیب کې د یوې نجلۍ یو یادښت وموند، هغه پېښه چې د دوی د واده د پای ته رسېدو لامل شوه. وروسته هغې سقط جنین وکړ او ډېر ژر دواړو طلاق سره واخیست.[۲۲]
څو کاله وروسته، فارمر له لولا اې پیټرسن سره واده وکړ. نوموړې په هوجکین ناروغۍ اخته شوې وه او دواړو ته ویل شوي وو چې باید ماشومان ونه لري، ځکه په هغه وخت کې امیندواري د سرطان دزیاتېدو لامل کېده. کلونه وروسته، دوی د بیاکتنې غوښتنه وکړه. هغه مهال بیا لولا وهڅول شوه چې، د ماشومانو د لرلو هڅه وکړي. هغې یو سقط جنین وکړ، خو وروسته یې بیا یوه لور وشوه. لور یې ټامي لین فارمر نومېده او د ۱۹۵۹ ز کال د فبروري پر ۱۴مه زېږېدلې وه. دویمه لور یې هم ابي فارمر، بیا په ۱۹۶۲ کال وزېږېده.[۲۳]
میراث او ویاړونه
[سمول]- د ماري واشنګټن کالج په کمپس کې د فارمر یوه نیمتنهيي مجسمه نصب شوې ده.
- په ۱۹۸۷ز کال کې ماري واشنګټن کالج د جیمز فارمر د سکالرانو پروګرام رامنځته کړ، چې د لږه کیو زده کوونکي وهڅوي چې په کالج کې شامل شي.
- په ۱۹۹۵ز کال کې د مارشال ښار د بارني سړک نوم د جیمز فارمر سړک ته بدل کړ، چېرې چې نوموړی رالوی شوی و.[۲۴]
- په ۱۹۹۸ ز کال کې ولسمشر بل کلنټن فارمر ته د آزادۍ په برخه کې د ولسمشرۍ مډال ورکړ.[۲۵]
– آزادي او برابري په متحده ایالاتو کې ارثي حقونه دي: له همدې امله زه ځوانان هڅوم چې له دغه حق نه د محرومو خلکو په استازیتوب ودرېږي او خبرې وکړي. موږ لا تر اوسه د خپل هېواد د جوړولو کار پای ته نه دی رسولی. هغه نقل قول چې د ویرجینیا ایالت په فریډریکزبرګ ښار کې په ماري واشنګټن پوهنتون کې د هغه په یادګار په ډبرو کې کښل شوی.
- په ۲۰۱۲ ز کال کې د ویرجینیا کتابتون، د افریقایي امریکایي مخکښو څېرو په "پیاوړې نارینه او ښځینه" ټولګه کې فارمر د لومړنیو ویاړلو څېرو په ډله کې یاد کړی.[۲۶]
- په ۲۰۲۰ ز کال کې د ماري واشنګټن پوهنتون د پخواني ټرینکل تالار نوم د جیمز فارمر تالار ته د دوکتور فارمر په درناوي بدل شو، چېرېچې هغه د خپل ژوند وروستي کلونه په دغه پوهنتون کې د تاریخ د پروفیسور په توګه تېر کړل.[۲۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12059349t — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Farmer — subject named as: James Farmer — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gx4q14 — subject named as: James L. Farmer, Jr. — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ پیوستون : 253544181 — خپرېدونېټه: ۱۴ جون ۲۰۲۴
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=kup19990000026307 — خپرېدونېټه: ۱۸ جنوري ۲۰۲۳
- ↑ Ogline Titus, Jill. "James Farmer (1920–1999)". Encyclopedia Virginia/Dictionary of Virginia Biography. خوندي شوی له the original on 2 April 2015. بياځلي په 11 March 2015.
- ↑ "Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press". Santa Cruz Sentinel [Santa Cruz, Calif.] July 10, 1999. p. 12. بياځلي په May 24, 2015 – via Newspapers.com. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
- ↑ "Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press". Santa Cruz Sentinel [Santa Cruz, Calif.] July 10, 1999. p. 12. بياځلي په May 24, 2015 – via Newspapers.com. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
- ↑ "Paid Notice: Deaths FARMER, JAMES". The New York Times. 13 July 1999.
- ↑ "NAACP celebrates 90th birthday, recommits to civil rights (NY: Associated Press)". The Index Journal [Greenwood, South Carolina]. 11 July 1999. p. 8. بياځلي په 24 May 2015 – via Newspapers.com.کينډۍ:Open access
- ↑ Arsenault, p. 29
- ↑ Farmer, p. 31
- ↑ Farmer, p. 65
- ↑ Farmer, p. 6
- ↑ Farmer, pp. 117–21
- ↑ Farmer, p. 69
- ↑ Farmer, p. 70
- ↑ Farmer, pp. 69–70
- ↑ "Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press". Santa Cruz Sentinel [Santa Cruz, Calif.] July 10, 1999. p. 12. بياځلي په May 24, 2015 – via Newspapers.com. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
- ↑ "Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press". Santa Cruz Sentinel [Santa Cruz, Calif.] July 10, 1999. p. 12. بياځلي په May 24, 2015 – via Newspapers.com. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
- ↑ Nishani, Frazier (2017). Harambee City : the Congress of Racial Equality in Cleveland and the rise of Black Power populism. Fayetteville: University of Arkansas Press. ISBN 9781610756013. OCLC 973832475.
- ↑ Beil, Gail K. (2012-07-11). "Farmer James Leonard Jr". Handbook of Texas Online. Texas State Historical Association. بياځلي په 24 October 2013.
- ↑ Farmer
- ↑ "James Farmer".
- ↑ "Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press". Santa Cruz Sentinel [Santa Cruz, Calif.] July 10, 1999. p. 12. بياځلي په May 24, 2015 – via Newspapers.com. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
- ↑ "Strong Men & Women · Virginia Changemakers".
- ↑ "UMW Chooses New Name for Building: James Farmer Hall". 24 July 2020.
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1999ز مړينې
- 9 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P535
