جیمز برېډ (جراح)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیمز برېډ (زوکړه: د ۱۷۹۵ زکال د جون ۱۹مه – مړینه: د ۱۸۶۰ زکال د مارچ ۲۵مه) سکاټلنډي جراح، د طبیعي فلسفې فیلسوف او خپلواک څېړونکی و.

نوموړي د پښو د کوږوالي، د ملا د تیر د کوږوالي، د ګونډو د کوږوالي، بیرون طرف ته د پښو د زیات خلاصوالي او د سترګو د کوږوالي د درملنې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې. همدارنګه نوموړی د هېپنوتېزم (مقناطیسي خوب) او د هېپنوتېزم پر مټ د درملنې یو له مخکښانو څخه و او سربېره پر دې د هېپنوتېزمي بېهوښۍ او کیمیاوی بېهوښۍ په تطبیق کې اغېزمن مخکښ کس و. له همدې امله نوموړی د کروګر په څېر نورو طبیبانو له خوا «د معاصر هېپنوتېزم پلار بلل کېږي». [۱][۲][۳][۴]

لومړنی ژوند[سمول]

برېډ د جیمز برېډ (زوکړه: شاوخوا ۱۷۶۱ زکال – مړینه: ۱۸۴۰مه لسیزه) او د آن سوتي دریم زوی او د هغوی د اوو ماشومانو تر ټولو کوچنی و. نوموړی د ۱۷۹۵ زکال د جون په ۱۹مه د سکاټلنډ د کېنروس ښارګوټي په پورتمواک سیمه کې وزیږېد. [۵]

برېډ د اتلس کلنۍ په عمر د ۱۸۱۳ زکال د نومبر په ۱۷مه له یوویشت کلنې مارګاریت ماسون  (۱۷۹۲- ۱۸۶۹ زکال) سره واده وکړ چې د رابرټ ماسون (زوکړه: ؟ - مړینه: ۱۸۱۳ زکال) او هېلن ماسون سمېت لور وه. دوی د آن ډانیال برېډ (۱۸۲۰- ۱۸۸۱ زکال) او جیمز برېډ (۱۸۲۲- ۱۸۸۲ زکال) په نومونو دوه ماشومان لرل؛ دوی دواړه د لانارکشایر په لیډ هېلز سیمه کې و زیږېدل.  [۶]

زده کړې[سمول]

برېډ د جراح توماس او چارلز اندرسون شاګردي وکړه (یعنې د پلار او زوی دواړو شاګرد و). د دغې شاګردۍ د برخې په توګه، برېډ له ۱۸۱۲ زکال څخه تر ۱۸۱۴ زکال پورې اډینبورګ پوهنتون ته ولاړ، هلته د طب د ډاکټر توماس براون (۱۷۷۸ – ۱۸۲۰ زکال) تر اغېز لاندې راغی چې له ۱۸۰۸ زکال څخه تر ۱۸۲۰ زکال پورې یې په ایډنبورګ کې د اخلاقو د فلسفې څوکۍ په واک کې لرله. [۷][۸][۹]

برېډ په ۱۸۱۵ زکال کې د ایډنبورګ ښار د جراحانو له سلطنتي کالج څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ، چې له امله یې ده وکولای شول ځان د دغه کالج د همکار پر ځای د دغه کالج غړی وبولي.

برېډ په ۱۸۱۶ زکال کې د لانارکشایر په لیډهېلز سیمه کې د لارډ هوپټون په املاکو کې جراح وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۲۵ زکال کې د سکاټلنډ په ډامفریس کې په شخصي بڼه چارې پیل کړې، چېرې چې نوموړی له مخکښ او بې ساري جراح ویلیام ماکسوېل (۱۷۶۰- ۱۸۳۴ زکال) سره بلد شو. [۱۰][۱۱]

له ډامفریس څخه د هغه یو ناروغ، سکاټلنډي الکساندر پیټي (۱۷۷۸- ۱۸۶۴ زکال) چې د سکار، پیټي او سواین په نامه د مانچستر د درزیانو د سفرونو د مسئول په توګه استخدام شوی و، برېډ ته یې بلنه ورکړه څو د انګلستان منچسټر ته کډه شي. همدا و چې برېډ په ۱۸۲۸ زکال کې مانچسټر ته کډه شو او هلته یې بیا د مړینې تر مهاله خپلې چارې مخته یووړې. [۱۲]

برېډ ډیر درناوي وړ، ماهر او بریالی جراح و، «په داسې حال کې چې نوموړی تر ډېره په طبي نړۍ کې د هېپنوتېزم اړوند د خپلې نظریې او چارو له امله پېژندل شوی و، خو د پښو د کږوالي په جراحۍ کې د هغه حیرانونکې بریالۍ پایلې لامل وګرځېدې چې د پاچاهۍ له هرې برخې ورته ناروغان مراجعه وکړي. نوموړي تر ۱۸۴۱ زکال پورې [یعنې هغه مهال چې هغه د لومړي ځل لپاره له هېپنوتېزم سره مخ شو] د پښو د کږوالي د ۲۶۲، د سترګو د کږوالي د ۷۰۰ او د ملا د تیر د کږوالي د ۲۳ مواردو د جراحۍ عملیات ترسره کړي و».[۱۳][۱۴][۱۵]

اړوندې ښوونیزې ټولنې او تخنیکي انستیتیوتونه[سمول]

برېډ د یو شمېر معتبرو ښوونیزو ټولنو او تخنیکي/ښوونیزو انستیتیوتونو غړی و. نوموړی د اډینبورګ د جراحانو د سلطنتي کالج او د طبابت او جراحۍ د سیمه ئیزې ټولنې غړی و؛ همدارنګه د اډینبورګ د طبیعي تاریخ د ورنرین ټولنې او د اډینبورګ د سلطنتي طبي ټولنې (په ۱۸۵۴ زکال کې) مسئولیت لرونکی غړی و؛ سربېره پر دې د مانچستر د ادبي ټولنې غړی او د مانچستر د طبیعي تاریخ د موزیم افتخاري مشر و. [۱۶][۱۷]

مړینه[سمول]

برېډ د ۱۸۶۰ زکال د مارچ په ۲۵مه له څو ساعته ناروغۍ وروسته په مانچسټر کې ومړ. د یو شمېر معاصرو روایاتو په خبره نوموړی د «آپوپلکسي» او د یو شمېر نورو راپورونو پر بنسټ د «زړه د سکتې» له امله ومړ. له هغه څه یې میرمن، زوی یې جیمز (جراح نه و خو د داخلې ډاکټر و) او یوه لور پاتې شول. [۱۸][۱۹][۲۰]

اغېز[سمول]

د برېډ چارو په یو شمېر مخکښو فرانسوي ډاکټرانو په ځانګړې توګه له بوردو څخه په اتیان یوجین عزام (۱۸۲۲- ۱۸۹۹ زکال) چې د برېډ اصلی فرانسوي شاګرد و، په اناتومېست پیر پل بروکا (۱۸۲۴- ۱۸۸۰ زکال)، فزیولوژېست جوزف پیر ډرونډ دو ګروس (۱۸۲۶- ۱۹۰۱ زکال) او په هېپنوتېزم باندې د مخکښ درملنه کوونکي او د نانسي مکتب په بنسټګر امبروازاوجست لیبولت پام وړ اغېز درلود. [۲۱]

برېډ په سوئدبورګي انګلیسي لیکوال جې.جې.جي. ویلکنسون باندې د هیپنوتېزم عملیه ترسره کړه، هغه نوموړی څو ځله په نورو کسانو باندې د هېپنوتېزم د ترسره کولو پر مهال لیدلی و او له همدې امله یې خپله هم له هېپنوتېزم څخه ګټنې ته مخه کړه. ویلکنسون ډیر ژر د هغه د چارو پیاوړی ملاتړی شو او په خپلو لیکنو کې یې څو ځله په ډېرې لیوالتیا د برېډ له خوا د هېپنوتېزم د چارو د ترسره کولو یادونه کړې. له دې سره د برېډ میراث په بریتانیا کې تر ډېرې کچې د جان میلن برامول له خوا ژوندی وساتل شو؛ هغه د برېډ ډیری موجود آثار راغونډ کړل او د هغه د ژوند لیک، نظریې او کړنلارې اړوند یې اثر خپور کړ، ورته مهال هغه خپله هم د هېپنوتېزم اړوند یو شمېر کتابونه ولیکل.

سرچينې[سمول]

  1. Yeates, 2013; 2018a.
  2. Yeates, 2013; 2018b,c,d,e,f.
  3. Yestes, 2018e,f.
  4. Also see Robertson (2009), passim.
  5. As a consequence of the straightening and the re-routing of the course of the River Leven, Fife between 1826 and 1836کينډۍ:Spaced ndashthe River Leven having been, for many years, the designated boundary between Kinross and Fifeکينډۍ:Spaced ndashthe area known as "The Ryelaw" was officially transferred from the Parish of Portmoak, in the county of Kinross (into which Braid had been born), to the Parish of Kinglassie, in the county of Fife on 15 May 1891 (41 years after his death).
  6. Yeates (208a), p. 17.
  7. Thomas Anderson (1743–1813), M.D. (Edinburgh, 1773), F.R.C.S. (Edin.), surgeon, of Quality Street, Leith; also a Founding Member[مړه لينکونه] of the Royal Society of Edinburgh. One of his grandsons, also Thomas Anderson (1819–1874), was an eminent chemist.
  8. Charles Anderson (1772–1855), M.D. (Edinburgh 1793), F.R.C.S. (Edin.), surgeon, of Quality Street, Leith; also, a Founding Member of the Wernerian Natural History Society; the father of Thomas Anderson (chemist).
  9. The medical faculty of University of Edinburgh was also the alma mater of Thomas Brown (1778–1820), John Elliotson (1791–1868), James Esdaile (1808–1859), William Benjamin Carpenter (1813–1885), and John Milne Bramwell (1852–1925).
  10. Yeates (2013), pp. 36–48; Yeates (208a), p. 24.
  11. Yeates (2018a), pp. 21–22.
  12. Yeates (2018a), pp. 25–26.
  13. "Sudden Death of Mr. James Braid, Surgeon, of Manchester", The Lancet, Vol.75, No. 1909, (Saturday, 31 March 1860), p. 335.
  14. In Manchester he became friends with the English surgeon, Daniel Noble (1810–1885), who had trained at the University of St Andrews in Scotland, and who lived and conducted his practise in Manchester.
  15. Bramwell, James Braid: Surgeon and Hypnotist, p. 107.
  16. Fletcher, G., "James Braid of Manchester", British Medical Journal, Vol. 2, No. 3590, (26 October 1929), pp. 776–77.
  17. Hence the letters "C.M.W.S." in several of Braid's publications.
  18. Preyer, Die Entdeckung des Hypnotismus (1881), pp. 61–62; Bramwell, Hypnotism (1913), p. 29.
  19. Bramwell, Hypnotism (1913), p. 29.
  20. "Obituary: Mr. Braid, of Manchester", The Medical Times and Gazette, Vol. 1, No. 510, (7 April 1860), p. 355.
  21. According to a lengthy report (dated 16 December 1859), "Hypnotism – Important Medical Discovery" from the anonymous "Paris correspondent" of the New York Herald, in the Thursday, 5 January 1860 edition of the Herald (p. 5), Azam had introduced Braid's techniques to Broca; and Broca subsequently performed a number of operations using Braid's hypnotic techniques (i.e., rather than using mesmerism as Esdaile had done) for anaesthesia, and the eminent French surgeon, Velpeau (1795–1867) was so impressed that he read a paper on Broca's experiments to the French Academy of Sciences on Broca's behalf.