جيورج ايډېن
ښکارېدونکې بڼه
دا ليکنه د خپلې موضوع اړونده د يوه کارپوه لخوا د کره کتنې او پرمختلنې لارې څاري. د نورو مالوماتو لپاره د خبرو اترو مخ وگورئ. همداراز په نورو ويکي پروژو کې هم د دې سکالو په اړه د شوې غوښتنې پلي کول په پام کې ونيسي. |
جارج ايډين (لارډ اکلېنډ) (د ۱۷۸۴ ز کال د اگسټ ۲۵ - د ۱۸۴۹ ز کال د جنوري ۱) د برتانيا يو سياستوال او د ويگانو له گوند څخه وو، پر ۱۸۳۶-۱۸۴۲ ز کلونو د هند مرستيال واکمن وو .
مخينه
جارج ايډن د انگلستان د بيکېنهیم په کينټ سیمه کې زېږېدلی دی . دی د ويليام ايډن دويم زوی وو . د ده خور يوه سيلاني او ليکواله وه، چې ايميلي اېډین نومېده . جارج ايډین لومړی په ايټون کالج او ورپسې د اکسفورډ په کرایسټ چرچ کالج کې زده کړې وکړې . پر ۱۸۰۹ ز کال يې د مدافع وکالت په څانگه کې هم پر زده کړو پيل وکړ . کله چې پر ۱۸۱۰ ز کال د ده مشر ورور ويليام ایډين په تېمزا سيند کې ډوب شو، نو د بارون لقب د ده په برخه شو .