جين ګوډل
ډيم جين مورس ګوډل ډي بي اي (له زېږېدو وروسته په ويليری جين مورس ګوډل نومول شوې وه؛ 3 اپريل 1934)، پخوانی نوم يې «بيرونس جين وين لاوک-ګوډل» و، يوه انګلستانۍ پريميټولوژسته او انسان پېژندونکې ده. نوموړې تر شپېتو کلونو پورې د ځنګلي چمپانزي د ټولنيزو او کورنيو تعاملاتو له مطالعې وروسته، د چمپانزي د نړۍ تر ټولو ستره پوهانده بلل کېږي. ګوډل لومړی په 1960ز کال کې د تنزانيې د ګومبي سټريم ملي پارک ته تللې وه، تر څو په دې پارک کې د چمپانزي مشاهدات تر سره کړي.[۱][۲][۳]
نوموړې د «Jane Goodall» او «Roots & Shoots» پروګرام بنسټګره ده، او هغې د ژويو د خونديتوب او ښېګڼې پر چارو په پراخه کچه کار کړی. تر 2022ز کال پورې، نوموړې د غېر بشر حقوقو د پروژې په پلاوي کې شامله وه. د 2022ز کال د اپريل په مياشت کې، هغه د ملګرو ملتونو د سولې سفيره ونومول شوه. ګوډل د نړۍ راتلونکی شورا افتخاري غړې ده. [۴]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ويليري جين مورس-ګوډال د 1934ز کال د اپريل په مياشت کې د لندن په «هيمپسټډ» کې زېږېدلې، پلار يې يو سوداګر «مورټيمر هربرټ مورس-ګوډال» (1907-2001) او مور يې مارګريټ مايفنوي جوزف (1906-2000) نومېده، چې د «پيمبروک شاير» د «ميلفورډ هاوين» اوسېدونکې یوه ناول ليکونکې وه، نوموړې د «وين مورس-ګډال» په نوم ليکنې کړې وې.[۵][۶][۷][۸]
دا کورنۍ وروسته «بورن ماوت» ته وکوچېده، او ګوډل د «اپلينډز» په ښوونځي کې زده کړې وکړې، کوم چې د «پول سره نږدې يو خپلواک ښوونځی و.[۹]
په ماشوموالي کې، د ګوډل پلار هغې ته د لوبو د نانځکې پر ځای چې د يږ شکل يې درلود، د لوبو يو بل شی ورکړ چې د چمپانزي څېره يې درلوده، او «جوبلي» نوم يې درلود. ګوډال ويلي دي چې له هغې سره تړاو له ژويو سره د هغې ابتدايي مينه وپنځوله، او تبصره يې کړې چې، "زما د مور ملګرې د لوبو په دې شي حېرانې شوې وې، هغوی ګومان کاوه چې دا به ما ووېروي او ماته به وېرونکي خوبونه راکړي". جوبلي تر اوسه په لندن کې د ګوډال په مېز ايښی دی.[۱۰]
افريقا
[سمول]ګوډل د تل لپاره د ژويو او افريقا لور ته ميلان درلود، کومې ليوالتيا چې نوموړې په 1957ز کال کې د کينيا په غره ييزو سيمو کې د يو ملګري فارم ته ورسوله. له همدې ځايه نوموړې د سکرترې په توګه کار کول تر لاسه کړل، او د خپل ملګري په مشوره عمل کولو سره، نوموړې کينيايي لرغون پوه او ژوپوه «لويس ليکي» ته تيليفون وکړ، چې د ژویو په اړه د بحث کولو لپاره د ليدنې د يو وخت ټاکلو څخه پرته يې بل هېڅ موخه نه وه. «ليکي» باور درلود چې د موجودو غټو شاديانو په اړوند مطالعه کول د «هومينيډ» د چلند اشارې چمتو کولای شي، او په همدې موخه د چمپانزي په اړوند د يو څېړونکي په لټه کې و، خو هغه دا نظریه د ځان لپاره ساتلې وه. د دې پر ځای، هغه ګوډال ته وړانديز وکړ چې د هغه د سکرترې په توګه کار وکړي. د خپل همکار څېړونکي او مېرمنې برتانوۍ حياتيات پېژندونکې «مېرې ليکي» څخه د تاييد له تر لاسه کولو وروسته، «ليکي» ګوډل په تانګانيکا (اوسنۍ تنزانيا) کې «اولډوايي ګوريج» ته واستوله، چېرته چې هغه خپلې طرحې وړاندې کړې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په 1958ز کال کې، «ليکي» «ګوډال» لندن ته واستوله، تر څو له «عثمان هيل» سره د پرايميټ د چلند په اړه او له «جان ناپير» سره د پرايميټ د اناتومي په اړه زده کړه وکړي. ليکلي بوديجه تر لاسه کړه، او د 1960ز کال د جولای په څوارلسمه نېټه ګوډال د ګومبي سټريم ملي پارک ته ولاړه، او لومړۍ هغه څوک شوه چې «The Trimates» بلل کېدل. له هغې سره يې مور هم ملګرې وه، د چا شتون چې د مشر ساتونکي «ډيويډ اينسټي» د اړتياوو د پوره کولو لپاره اړين و، چا چې د دوی د خونديتوب په اړه اندېښنه درلوده. ګوډل دا امتياز خپلې مور ته منسوبوي چې د پرايميټولوژي په برخه کې د خپل مسلک جوړولو ته يې هڅولې وه، کوم چې هغه مهال د نارينه وو اکثريت څانګه وه. ګوډل ويلي چې د 1950ز لسيزې په وروستيو کې کله چې هغې خپلې څېړنې پيل کړې، نو مېرمنې په دې برخه کې نه منل کېدې. تر 2019ز کال پورې، د پرايميټولوژي څانګه نږدې له نارینه او مېرمنو دواړو څخه جوړه وه، او په دې برخه کې امتياز تر يو بريده د ګوډل ثبات او په دې برخه کې کار کولو ته د ښځو هڅولو ته ورکول کېږي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
«ليکي» بوديجه چمتو کړه، او په 1962ز کال کې يې ګوډل د کامبريج پوهنتون ته واستوله، په داسې حال کې چې هغې سند نه درلود. نوموړې اتم شخص و چې په کمبريج کې د دوکتورا د زده کړې اجازه په داسې حال کې ورکړل شوه چې د لسانس سند يې نه و تر لاسه کړی. نوموړې د کامبريج «نيونهم کالج» ته ولاړه، چېرته چې هغې تر 1964ز کال پورې په طبيعي علومو کې لسانس سند تر لاسه کړ، دا هغه مهال و چې نوموړې د کامبريج په «ډاروين کالج» کې په اخلاقياتو کې د فلسفې د دوکتورا تر لاسه کولو لپاره ولاړه. د نوموړې رساله په 1966ز کال کې د «رابرټ هندي» تر څارنې لاندې د ازادو ژونديو چمپانزي د چلند په اړوند بشپړه شوه، په کومه کې چې د ګومبي په خوندي ځای کې د هغې د لومړيو پنځو کلونو د مطالعې تفصيلات ورکړل شوي و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د 2006ز کال د جون په نولسمه نېټه، د تنزانيې پرانيستي پوهنتون نوموړې ته د علومو افتخاري دوکتورا سند ورکړ.
کار
[سمول]په ګومبي سټريم ملي پارک کې څېړنه
[سمول]ګوډل د چمپانزي ټولنيز او کورني ژوند مطالعه کړل، په 1960ز کال کې يې د تنزانيا د ګومبي ستريم په ملي پارک کې د «کاساکيلا» چمپانزي ټولنې څخه پيل کړی و. نوموړې وموندله چې "دا يوازې انسان نه دی چې شخصيت لري، څوک چې د عقلي فکر [او] خوشالۍ او غم په څېر جذباتو وړتيا لري". نوموړې همدا راز په غېږ کې د نيولو، ښکل کولو، په شا ټپولو او ان د تخڼولو په څېر چلندونه هم وليدل، کوم څه چې موږ د انسان کړنې بولو. ګوډل په ټينګار سره وايي چې دا اشارې د "نږدې، مرستندويه، له مينې ډکو اړيکو ثبوت دی چې د کورنۍ د غړيو او د ټولنې د نورو افرادو تر منځ پيدا کېږي، چې شونې ده له پنځوسو څخه د زياتو کلونو ژوند په اوږدو کې پر ځای پاتې شي".[۲۹][۳۰]
په ګومبي سټريم کې د ګوډال څېړنې د هغه مهال دوه پخواني باورونه وننګول او هغه دا چې: یوازې انسانان کولای شي وسايل جوړ او وکاروي، او دا چې چمپانزي يوازې شنه واښه خوړي. کله چې هغې يو چمپانزي وليد چې د بزو (بزه يو ډول خځنده دی) په يوه غونډۍ خوراک کوي، نوموړې وليدل چې چمپانزي بیا بيا د وښو ډنډر د بزو په سوريو کې ښکته کوي، او بيا يې له سوري په داسې حال کې راباسي چې ټول له بزو ډک وي، او دا په اغېزناک ډول د بزو ښکار کول و. چمپانزي به همدا راز له ونو څخه څانګې را اخيستلې، پاڼې به يې ځينې توږلې، تر څو ښه کار وکړي، دا د وسايلو جوړولو يوه بڼه وه، چې د وسايلو د جوړولو ابتدايي پيل دی. انسانانو له اوږدې مودې راهيسې خپل ځانونه د نورو ژويو له پاچاهيو څخه د "انسان د وسيلې جوړونکي" په توګه جلا کړی دی. د ګوډل انقلابي موندنو په غبرګون کې، «لويس ليکي» ولیکل، "اوس موږ بايد انسان او وسيله، يو ځل بيا تعريف کړو، او يا چمپانزي د انسان په توګه ومنو".[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
د دې د سوله يیزې او له مينې ډک چلند په خلاف، ګوډل په ګومبي سټريم کې د چمپانزي د طبيعيت يو تيری کونکی اړخ هم وليد. نوموړې وليدل چې چمپانزي په منظم ډول د «کولوبوس» شاديانو په څېر دوی ته ورته کوچني پرايميټ ښکار کوي او خوري يې. ګوډل يوه ښکاري ډله وليدله چې يو کولبوس شادي يې په ونه لوړ ځای کې ګوښه کړ، او د هغه د تېښتې ټولې ممکنه لارې يې بندې کړې؛ له دې وروسته يو چمپانزي وروخوت او کولبوس يې ونيو او بيا يې وواژه. نورو بيا د دې د جسد يو څخه برخې واخيستې، او د هغوی د غوښتنې په ځواب کې يې د دې ډلې په نورو غړيو ووېشلې. چمپانزي په ګوبي کې هر کال د دې پارک د کولبوس د نفوس يو په درېیمه برخه وژني او خوري يې. دا يوازينۍ يوه ستره علمي موندنه وه، کوم څه چې د چمپانزي د خوراک او چلند پخواني تصورات ننګولي وو.[۳۷][۳۸][۳۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". Archived from the original on 10 August 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Holloway, M. (1997) Profile: Jane Goodall – Gombe's Famous Primate, Scientific American 277(4), 42–44.
- ↑ "Jane in the Forest Again". National Geographic. April 2003. Archived from the original on 10 December 2007. نه اخيستل شوی 17 November 2014.
- ↑ "Jane Goodall, Board Member". Nonhuman Rights Project. نه اخيستل شوی 13 November 2022.
- ↑ "Morris-Goodall, Valerie J" in Register of Births for Hampstead Registration District, volume 1a (1934), p. 748.
- ↑ England & Wales, Civil Registration Death Index, 1916–2007.
- ↑ 1911 England Census
- ↑ The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". Archived from the original on 10 August 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". Archived from the original on 10 August 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Goodall, Jane; Phillip Berman (2000). Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books. p. 4. ISBN 978-0-446-67613-7.
- ↑ "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ "Jane Goodall Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement.
- ↑ Jane Goodall helps humans and animals live together. Arusha, Tanzania: TED. June 2007. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Richards, Peter (2000). "Profile: Mirror of Humankind". Cambridge Alumni Magazine (44): 10–13.
When I came up to Cambridge in 1962, I had no degree of any sort.
- ↑ Morell, Virginia (1995). Ancestral Passions: the Leakey family and the quest for humankind's beginnings. New York: Simon & Schuster. p. 242. ISBN 978-0-684-80192-6.
- ↑ Goodall, Jane; Peterson, Dale (25 September 2002). Beyond Innocence: An Autobiography in Letters: The Later Years. Houghton Mifflin Harcourt. p. 1. ISBN 978-0-618-25734-8. نه اخيستل شوی 13 July 2011.
- ↑ "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Morgen, B.(Director).(2017). Jane [Motion Picture]. United States: National Geographic Studios
- ↑ CBC/Radio Canada, She Walks with Apes, accessed 16 January 2022
- ↑ The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". Archived from the original on 10 August 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Latson, Jennifer (14 July 2015). "How Jane Goodall Made a Scientific Breakthrough Without a College Degree". Time Magazine. نه اخيستل شوی 27 June 2023.
Goodall (who eventually earned a PhD in ethology at Cambridge University, where she was one of the few to do so without first earning a bachelor’s degree, per PBS)
- ↑ Anon (3 March 1996). "Nature: Jane Goodall's Story". PBS. نه اخيستل شوی 27 June 2023.
Goodall’s discoveries were brought to the public’s attention by a 1965 NATIONAL GEOGRAPHIC television documentary, which vaulted her to international prominence and quieted her doubters. That same year, England’s Cambridge University awarded Goodall an honorary doctorate; she is one of only a handful of people to earn that distinction without having first completed four years of college.
- ↑ Richards, Peter (2000). "Profile: Mirror of Humankind". Cambridge Alumni Magazine (44): 10–13.
When I came up to Cambridge in 1962, I had no degree of any sort.
- ↑ "Newnham College Honorary Fellows – Jane Goodall (2019)". Newnham College, Cambridge.
Dame Jane Goodall DBE (BA Newnham College 1961, Natural Sciences; PhD Darwin College 1964).
- ↑ Goodall, Jane (1966). Behaviour of free-living chimpanzees. repository.cam.ac.uk (PhD thesis). OCLC 1063634333. کينډۍ:EThOS.
- ↑ "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ "Curriculum Vitae, Jane Goodall, PhD, DBE" (PDF). Jane Goodall Institute. Archived from the original (PDF) on 26 April 2012. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Dale Peterson (11 November 2014). Jane Goodall: The Woman Who Redefined Man. Houghton Mifflin Harcourt. p. 261. ISBN 978-0-547-52579-2.
- ↑ "Study Corner – Gombe Timeline". Jane Goodall Institute. 2010. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
- ↑ "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
- ↑ Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
- ↑ "Tool Use". www.janegoodall.org. Archived from the original on 8 January 2014. نه اخيستل شوی 21 September 2009.
- ↑ The Jane Goodall Institute: "Chimpanzee Central", 2008.
- ↑ "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. نه اخيستل شوی 28 July 2010.
- ↑ The Jane Goodall Institute: "Chimpanzee Central", 2008.
- ↑ Tresz, Hilda. "What chimpanzees do?" (PDF). www.chimpanzoo.org.