جين اينګم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روز میری «جين» اينګم (15 اګست 1897 – 10 سپتمبر 1982) يوه انګريزه نباتات پېژندونکې (بوټپوهه/بوټې پېژندونکې) او ساينسي ژباړنه وه. نوموړې د ليډ پوهنتون د نباتات پېژندنې په څانګه کې د «جوزف هيوبرټ پرسټلي» د څېړنې مرستياله ټاکل شوې وه، او دوی په شریکه لومړني هغه څوک وو چې د فاصوليا (پلن لوبيا يا فاصلې چې يو ډول سبزي ده) د ريښو (ولۍ/جرړې) له څوکو يې د حجرې ديوالونه جلا کړل. دوی د دې حجرو ديوالونه تحليل کړل او دې پايلې ته ورسېدل چې د پروټينو درلودونکي دي. نوموړې د ونو پر کارک (خولپوټې/د لرګي د پوستي او ډډ تر منځ نرمه ماده) تجربې وکړې، تر څو دا مطالعه کړي چې حجرې د لوري د بدلولو لاندې څه ډول کار کوي، او د بوټو په په تر ټولو لومړي پوړ کې يې د حجرې د وېش او اوږدوالي تر منځ ژور توپير وموند.

په ليډز کې، انګم د ويټ ووډ هال فرعي ساندونيه (مرستياله ساتونکې يا څارونکې)، او د برتانوي-ايټالوي ټولنې افتخاري منشۍ وټاکل شوه. په 1930ز کال کې، نوموړې د انګلستان په کامبريج کې د کرنې په ښوونځي کې د بوټو او فصلونو د جينيټيک له شاهي ادارې سره د ساينسي افسرې او ژباړنې په توګه يوځای شوه. دې ادارې د فصلونو د روزنې (پيوند يا بوټو اصلاح کولو) او جنيټيک په بېلابېلو اړخونو د تجريدي ژورنالونو د يوې لړۍ د خپرولو مسئولیت درلود. په 1932ز کال کې، نوموړې له «البرټ انګم» سره واده وکړ، څوک چې هغه مهال د کيمبريج د کنګز کالج همکار او د مطالعاتو رئيس و. انګم د جګړې کلونه له خپلو دوه زامنو سره د نيو جرسي په پرنسټن کې تېر کړل، چې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل کېدو لږ مخکې متحده ايالاتو ته تر سفر وروسته يې بېرته انګلستان ته د تګ هيله نه درلوده. د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې، هغې او مېړه يې زيات سفرونه وکړل، او په 1982ز کال کې، په کمبريج کې مړه شوه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

انګم د 1897ز کال د اګست په پنځلسمه نېټه د ليډز د کرومر ټيرس په کرومر هاوس کې زېږېدلې وه، او د 1897ز کال د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د ولټ شاير «Donhead St Andrew»، کې د يو انجليکي له خوا د انګلستان په کليسا کې تعميدي غسل ورکړل شوی و. نوموړې د « Helen Mary Tupper‑Carey Chapman » او « Albert Darell» تر ټولو کشره لور وه. دوی د 1890ز کال د مۍ په شپاړسمه نېټه په «Donhead St Andrew» کې واده کړی و. هيلي ميري د «Donhead St Andrew» د پخواني رئيس د ريورنډ هوريس ايډورډ چيپ مين، او د ايډيليډ ماريا لور وه.

د انګم پلار د «ريورنډ ټوپر کيري» او «هيلن جين» زوی و. نوموړي د اکسفورډ په ايټن او کرايسټ کليسا کې زده کړې کړې وې، او د « Cuddesdon» د الاهياتو په کالج کې يې روزنه لېدلې وه. د لووسټافټ د سينټ مارګريټ کليسا د مشر تر ټاکل کېدو مخکې، هغه د ليډز سرپرست و. په 1910ز کال کې، نوموړی د يارک د استوګن مسيحي مذهبي مشر په توګه وټاکل شو، او وروسته د «هډرزفيلډ» نائب وټاکل شو. له 1938ز کال راهيسې، هغه د پاچا او په «مونټي کارلو» کې کشيش و. سره له دې چې د هغه اصلي نوم «البرټ ډيرل» و، نوموړی د خپلو ملګرو په منځ کې د «ټپر» په نوم پېزندل کېدو، او «جان ګلبرټ لاک هارټ» د «Cosmo Gordon Lang» په ژوندليک کې د دې تشریح  په دې ډول کړې ده:

هغه د ليډز او لووسټافټ د شرابيانو څخه نيولې د مونټي کارلو تر ميليونرانو پورې د هر ډول خلکو سره په يو وخت کې په اسانه شرايطو کې مخ کېدای شو...مهربانه، له لوړو روحونو څخه ډک، نه مهارېدونکی، هغه د هر چا ملګری و، او د خپلې سيمې په کوڅو کې د هر تېرېدونکي لپاره د يوې موسکا او يو ټکي لرونکی و.

انګم څلور خوېندې وروڼه درلودل. د هغې تر ټولو مشره خور، «جيکولين مارجوري» له «ريورنډ ايډګر جيمز مچل» سره واده کړی و، او د هغوی له واده وروسته، دوی په لېرې ختيځ کې د مذهبي تبليغ کار پيل کړ. د انګم مشرې خور، څوک چې د خپلو ملګرو او کورنۍ په منځ کې په «بيټي» مشهوره وه، له ليکوال «مايکل سيډلير» سره واده وکړ. «سيډلير» د «سر مايکل ارنسټ سيډلر» يوازينی زوی و، څوک چې د ليډ پوهنتون پخوانی مرستيال رئيس و. د هغې مشر ورو، «همفري ډيرل»، د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل کېدو مخکې په برتانوي ختيځه افريقا کې د چای کروندګر و. نوموړی د کنګز افريقايي وسله والو ځواکونو کې د ضابط په دنده ټاکل شوی و، خو د ختيځې افريقا په جګړه کې په ښي ورانه سخت ټپ خوړلی و. نوموړي د «چارلس هنري ډريکس» له کونډې «مارجوري ګرټروډ ډريکس» سره واده کړی و. په وورسته ژوند کې، نوموړي په نايجريا کې د استعماري خدمت لپاره کار وکړ، او په 1959ز کال کې د ملکې د زېږېدو د کليزې د ورځې په وياړونو کې د شاهي خدماتو د تنظيم همکار وټاکل شو. د هغې کشر ورور «پيټر چارلس سنډيمين» په شاهي سمندري ځواک کې جګړن و. نوموړي له «اين ايتل وايليټ مونټاګو ډانډاس» سره واده وکړ، څوک چې د «رابرټ نيويل ډنډاس» او «سيسل ميري»، تر ټولو مشره لور وه.

زده کړه[سمول]

انګم په کلير هاوس ښوونځي کې زده کړې وکړې، کوم چې د لووسټافټ په نارت پريډ کې د انجونو ښوونځی و، او هغې په فرانسوي ژبه کې تخصص وکړ. په لس کلنۍ کې، نوموړې ابتدايي فرانسوي ازموينو کې جايزه تر لاسه کړه، کومې ازموينې چې په انګلستان کې د فرانسوي پروفيسرانو د ملي ټولنې له خوا تنظيم شوې وې. نوموړې په انګلستان کې د انجونو د تر ټولو غوره ښوونځيو له نوماندانو سره سيالي وکړه، چې په هغې کې ژباړه او تاليف (نثر او شاعري)، مقاله، او له اولسمې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د فرانسوي ادب په اړه پوښتنې لرونکي تحريري ازموينې شاملې وې. په همدې کال، نوموړې د ښوونځي په يوه ننداريزه ډرامه کې چې د « Molière» د « Les Femmes Savantes» په نوم وه، په درې صحنو کې د « Philaminte » په توګه کار وکړ.

انګم په بوټو کې ابتدايي لېوالتيا څرګنده کړه. په ځوانۍ کې به هغې د سيمې په نمايشاتو کې د ښودنې لپاره ځنګلي ګلان راټولول. د نوموړې نيا «هيلن جين کيري»، يوه شوقي نباتات پېژندونکې او د نمونو راټولونکې وه، کوم چې د انګلستان په ويکټوريايي پړاو کې يو د خوښې وړ دوديزه ساعتتيري وه. په 1916ز کال کې، انګم د ليډز په پوهنتون کې د نباتاتو د زده کړې تر لاسه کولو لپاره داخله شوه، او په درې کلونو کې، د ليډز د نباتاتو په څانګه کې د څېړنې محصله وه، چې د بوټو د ريښو په وده کونکي نقطه کې يې د اوبو د جذب کېدو په اړوند مطالعه کوله. په 1919ز کال کې، انګم، د «پلای ماوت» د ميرين بيالوژيکي ټولنې په «سيټاډيل هل» لابراتوار کې عمومي ژووپېژندنه مطالعه کړه. ايني ريډمين کنګ، څوک چې د ليډ د ويټ ووډ هال څخه د هغې ملګرې وه، په دې لابراتوار کې د «Ray Lankester» محققه وه.

مسلک[سمول]

د 1922ز کال د جنورۍ په مياشت کې، انګم د نباتات پېژندنې په څانګه کې د څېړنې د مرستيالې په توګه وټاکل شوه، چېرته چې «جوزف هيوبرټ پريسلي» د ساينس د پوهنځي رئيس و. هغه او «پريسټلي» لومړي هغه څوک و چې د «Vicia faba» (فاصوليا سبزي، يا پلن لوبيا) د «مرستماتي» نسجونو څخه يې د حجرو ديوالونه جلا کړل. دوی دا ديوالونه د پروټين، سلولونو او پيکټين لپاره تحليل کړل، او دا پايله يې تر لاسه کړه، چې په ديوالونو کې يې پروټين شته. دوی همدا راز دا چې سيلولوز په لومړي ځل کله د بوټو له خوا چمتو کېږي، د تنکيو څانګو او رېښو په وده کې توپيرونه، او د کارک ژونديو انساجو دنده هم مطالعه کړل. د بوټو د فزيالوژۍ له دې مطالعې وروسته د علم نباتات دوه نوې مقالې خپرې شوې. نوموړې وروسته برتانوي نباتات پېژندونکي «وليام پيرسال» ته د فاصلو په اړوند د دې تجربو ناخپرې شوې پايلې وړاندې کړې. نوموړې ته، چې د يوې ځيرکې عالمې په توګه ښودل شوې وه، د « Geotropism or Gravity and Growth» په عنوان رسالې او تحقيقاتي کار له امله، د 1928ز کال د جون د مياشتې په اته ويشتمه نېټه د ماسترۍ سند ورکړل شو.

سرچينې[سمول]