جينکگو بيلوبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گینگو ونه
Ginkgo biloba
مملکه نباتات
څانگه Tracheobionta
طایفه د لغړي تخم بوټي (Gymnospermae)
کورنۍ Ginkgoaceae
جېنس گینگو (Ginkgo)

جينکگو بيلوبا (په لاتین: Ginkgo biloba په چینایي: 銀杏 yín xìng) یوه لویه ونه ده چې د Ginkgoaceae په کورنۍ، د Ginkgo په جېنس پورې اړه لري او په چین، جاپان کې راشنه کېږي. جينکگو بيلوبا د چين د خلکو جمهوريت ملي ونه هم ده.

ځانگړتیا[سمول]

جينکگو بيلوبا توييدونكې لويه ونه ده چې اوږدوالی یې د ۳۰ مترو څخه تر ۴۰ مترو پورې وی. عمر یې ۱۰۰۰ کالو ته رسېدلای شي. په اوس وخت کې په جاپان کې د گینگو یوه ونه شته چې ۱۲۰۰ کاله عمر لري. نوموړې ونه د لغړي تخم بوټو څخه دي چې هېڅ گلونه او مېوې نه لري. جينکگو بيلوبا په دوو جېنسو تقسیمېږي د مونث بوټي یو شمېر تخمدانونه لري چی پر ساقې باندې نصب شوي دښ او د مذکر بوټي غوټۍ لري.