جيمز کلارک ميکسويل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیمز کلارک ميکسويل (13 جون 1831 – 5 نومبر 1879) د پراخو لېوالتياوو لرونکی يو سکاټلينډی فيزيک پوه، ساينسپوه او برېښنايي مقناطيسيت تشعشع د کلاسيکي تيورۍ مسئول دی، دا لومړۍ تيوري وه چې برېښنا، مقناطيسيت (د راښکون قوه) او رڼا يې د يوې ښکارندې د مختلفو ښودنو په توګه تشریح کړل. د برېښنايي مقناطيسيت لپاره د ميکسويل معادلې «په فيزيک کې دويم ستر يوځایتوب» بلل کېږي، په داسې حال کې چې لومړۍ يې د ايزک نيوټن له خوا پېژندل شوې وه.[۱][۲][۳]

په 1865ز کال کې د "اليکټرو مقناطيسي ډګر یوې غښتلې "فعالې/متحرکې" تيورۍ" په خپرېدو سره، ميکسويل روښانه کړه چې برېښنايي او مقناطيسي ډګر د رڼا د چټکتيا د څپو په توګه په خلا کې سفر کوي. نوموړي وړانديز وکړ چې رڼا په هماغه چاپېريال کې يوه څپه ده، کوم چې د برېښنايي او مقناطيسي ښکارندې لامل دی. د رڼا او برېښنا ښکارندې يووالي د راډیو د څپو د شتون په اړه د هغه د وړاندوينې لامل وګرځېد. ميکسويل د برېښنايي انجنيرۍ د نوې څانګې بنسټګر هم بلل کېږي. [۴][۵]

ميکس ويل د Maxwell–Boltzmann د وېش په چمتو کولو کې مرسته وکړه، کوم چې د ګازونو د خوځنده تيورۍ د اړخونو تشریح کولو يوه شميريزه وسيله ده. نوموړي همدا راز په 1861ز کال کې د لومړي دوامدار رنګه انځور وړاندې کولو، او د سيخ-او-بند (ميله او مفصل) چوکاټونو (trusses په ودانيو کې یو مثلثي جوړښت) د سختۍ د تجربې کولو په اړوند د خپل بنسټيز کار له امله هم پېژندل کېږی، کوم جوړښت چې په ډېرو پلونو کې موندل ليدل کېدای شي.

د نوموړي موندنو د نوي فيزيک د پړاو په پيل کولو کې مرسته وکړه، د ځانګړي نسبيت او کوانټم ميکانکس په څېر څانګو بنسټ يې کېښود. ډيری فيزيک پوهان ميکسويل د نولسمې پېړۍ ساينسپوه بولي، چې د شلمې پېړۍ په فيزيک تر ټولو زيات اغېز لري. په ساينس کې د هغه ونډه ډېرو د «ايزک نيوټن» او «البرټ اينشټاين» سره برابره بولی. د زريزې په شمېرنه کې – کوم چې د سلو تر ټولو نومياليو فيزيک پوهانو يوه سروی ده – ميکسويل يوازې له نيوټن او اينشټاين وروسته درېيم درجه تر ټولو ستر فيزيک غوره شوی و. د ميکسويل د زېږېدو په سلمه کليزه، اينشټاين د ميکسويل کارونه "تر ټولو ژور او تر ټولو زيات پايله لرونکی کار وباله، چې د نيوټن له وخت څخه تر اوسه فيزيک تجربه کړي دي". کله چې اينشټاين په 1922ز کال کې د کامبريج پوهنتون ته ولاړ، خپل کوربه ورته وويل له دې امله چې هغه د نیوټن په اوږو ولاړ دی، نو هغه ډېر ستر کارونه کړي دي، اينشټاين ځواب ورکړ: "نه، ما داسې نه دي کړي، زه د ميکسويل په اوږو ولاړ يم".[۶][۷][۸][۹]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه، 1831-1839[سمول]

جيمز کلارک ميکس ويل 13 جون 1831ز کال، د ايډنبرا په 14 انډيانا سټريټ کې، د ميډلبي د جان کلارک ميکسويل کره زېږېدلی و چې يو وکيل و، د مور نوم يې «فرانسس کي» و چې د «رابرټ هوډشون کي» لور او د جان کي خور وه. (د هغه د زېږېدو ځای کې اوس د جيمز کلارک ميکسويل بنسټ تر مديریت لاندې یو موزيم موجود دی). پلار يې د Penicuik د «کلرک» کورنۍ د مستريحو وسايلو لرونکی سړی و، چې د Penicuik د کلرک بارون د مرتبې لرونکی و. د پلار ورور يې (اکا) شپږم بارون و (بارون په برتانوي ميراثي سيستم کې يو لوړ مقام دی). د نوموړي پيدايښتي نوم جان کلرک و، چې په «ډمفريشایر» کې د ميکسويل د شتمنۍ، مډلبي شتمنۍ (1793ز کال کې د يو ماشوم په توګه) په ميراث تر لاسه کولو وروسته يې په خپله د ميکسويل نوم ورزيات کړ. جيمز د جمايما بليکبرن (د پلار د خور لور "خورزه") او ملکي انجنير وليام ډايس (د مور د ورور زوی ""وراره) دواړو تربور و.  «کي» او ميکسويل دواړه نږدې ملګري وو، او کله چې ميکسويل واده وکړ، نو هغه د واده د زلمي د ښه ملګري دنده تر سره کړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ميکسويل مور او پلار هغه وخت سره ولېدل او واده يې وکړ، کله چې دوی د خپل عمر په دېرشمو کلونو کې وو، د هغه د زېږون پر مهال يې مور نږدې څلوېښت کلنه وه. دوی يوه لور درلوده چې اليزابت نومېده او په ماشوموالي کې مړه شوه.[۱۷][۱۸]

د ميکسويل په ځوانۍ کې د هغوی کورنۍ په Kirkcudbrightshire کې «ګلينير» ته ولاړه، کومه چې د هغه مور او پلار په 1500 جريبه (610 هکتاره) ځمکه جوړه کړې وه. ټولې څرګندونې روښانه کوي چې ميکسويل په ابتدايي عمر کې يو نه سړېدونکی تجسس درلود. تر درې کلنۍ پورې، هر څه چې حرکت يې کاوه، ځلېدو، يا يې شور کاوه، دا پوښتنه يې راولاړوله: "دا څه دي؟"، په 1834ز کال کې د هغه د پلار له خوا خپلې ښېنې «جين کي» ته د لیکلي ليک په يوه برخه کې، د هغه مور د پلټنې دا ذاتي احساس بيان کړی دی: [۱۹][۲۰][۲۱]

هغه ډېر خوښ سړی دی، او د موسم له معتدل کېدو څخه وروسته يې ډېره وده کړې؛ هغه له دروازو، قلفونو، کيلي ګانو او داسې نورو سره ډېر سروکار لري، او د هغه له خولې کله هم دا نه وځي چې ووايي "ماته وښيه چې دا څنګه کار کوي". هغه د چينو او د زنګ د تارونو د پټو لارو لټون هم کوی، چې له ډنډ څخه اوبه څه ډول له ديواله تېرېږي...[۲۲]

زده کړه، 1839-1847[سمول]

د دې هلک د وړتيا په ليدلو سره، د ميکسويل مور «فرانسس» د هغه د ابتدايي زده کړې مسئوليت په غاړه واخيست، کوم چې په ويکټوريايي پړاو کې تر ډېره بريده د کور د مېرمنې مسئوليت و. په اته کلنۍ کې هغه کولای شول د «جان ميلټن» اوږده عبارتونه او 119م زبور (176 ايت) په بشپړ ډول تلاوت کړي. په حقيقت کې، د صحيفې په اړه د هغه پوهه له مخکې څخه تفصيلي و؛ هغه له زبور څخه نږدې د هر عبارت لپاره باب او ايت ورکولای شو. د هغه مور د خېټې په سرطان اخته او ناروغه شوه، او له يو ناکام جراحي عمليات وروسته، د 1839ز کال په ديسمبر کې هغه مهال مړه شوه، کله چې هغه اته کلن کشر هلک و. له دې وروسته يې پلار، او دپلار ښينې «جين» د زده کړې څارنه په غاړه واخيسته، چې دواړو د هغه په ژوند کې مهم کردار تر سره کړ. د هغه رسمي زده کړه د يو شپاړس کلن ګومارل شوي ښوونکي په لارښونه کې په ناکامۍ سره پيل شوه. د هغه ځوان سړي په اړه لږ معلومات شته چې د ميکسويل د ښوونې لپاره ګومارل شوی و، پرته له دې چې نوموړي له دې کشر هلک سره سخت چلند درلود، او هغه يې د سستۍ او خپلسرۍ له امله توبيخ کاوه. دا ښوونکی د 1841ز کال د نومبر په مياشت کې له دندې لېرې کړای شو. د «جيمز» پلار هغه د 1842ز کال د فبرورۍ په دولسمه نېټه د رابرټ ډيوډسن برېښنايي محرکه او مقناطيسي ځواک د ښودلو لپاره يوړ، کوم څه چې د دې هلک لپاره ژورې پايلې درلودې.[۲۳][۲۴]

ميکسويل يوې نوميالۍ ايډنبرا اکاډمۍ ته واستول شو. نوموړي د يو څه مودې لپاره د خپلې خاله «ايزابيلا» په کور کې ژوند وکړ. په دې موده کې د هغه مشرې ترلې «جمايما» د نوموړي د انځورګلۍ د شوق هڅونه وکړه. لس کلن ميکسويل، چې د خپل پلار په کليوالي سيمې جايداد کې په ګوښه والي کې روزل کېدو، په ښوونځي کې ښه نه و. لومړی کال يې بشبړ کړی و، له دې امله هغه اړ و چې له ځانه مخکې کال ټولګيوالو سره دويم کال پیل کړي. د هغه چلندونو او «ګاليوي» لهجې نور هلکان حيران کړل چې هغه ټول شډل بډل وو. د ښوونځي په لومړۍ ورځ په کور کې جوړو شويو بوټانو او کاليو په اغوستلو سره ښوونځي ته ولاړ، هغه د «Daftie» ناخوښه عرفي نوم خپل کړ (Daftie عجيب او غريب او اطرافي یا مسخره يي معنا لري). نوموړي د کلونو لپاره له کوم شکايت پرته دا نوم وزغملو، او کله يې هم د دې صفت له امله خفګان څرګند نه کړ. په اکاډمۍ کې ټولنيز ګوښه والی هغه وخت پای ته ورسېد، کله چې يې له «ليوس کيمبل» او «پيټر ګتری ټيټ» سره وليدل، دواړه هلکان د هغه همزولي وو، څوک چې په وروسته عمر کې د يادولو وړ پوهان شول. دوی د عمر تر پايه سره ملګري وو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. O'Connor, J.J.; Robertson, E.F. (November 1997). "James Clerk Maxwell". School of Mathematical and Computational Sciences University of St Andrews. مؤرشف من الأصل في ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Topology and Scottish mathematical physics". University of St Andrews. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Nahin, P.J. (1992). "Maxwell's grand unification". IEEE Spectrum. 29 (3): 45. doi:10.1109/6.123329. S2CID 28991366. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maxwell, James Clerk (1865). "A dynamical theory of the electromagnetic field" (PDF). Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 155: 459–512. Bibcode:1865RSPT..155..459C. doi:10.1098/rstl.1865.0008. S2CID 186207827. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (This article accompanied an 8 December 1864 presentation by Maxwell to the Royal Society. His statement that "light and magnetism are affections of the same substance" is at page 499.)
  5. Tapan K. Sakar, Magdalena Salazar-Palma, Dipak L. Sengupta; James Clerk Maxwell: The Founder of Electrical Engineering; 2010 Second Region 8 IEEE Conference on the History of Communications;IEEE
  6. Tolstoy, Ivan (1981). James Clerk Maxwell : a biography. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 2. OCLC 8688302. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-80785-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 29 November 1999 باندې). Einstein the greatest. BBC News. BBC
  8. McFall, Patrick (23 April 2006). "Brainy young James wasn't so daft after all". The Sunday Post. maxwellyear2006.org. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mary Shine Thompson, 2009, The Fire l' the Flint, p. 103; Four Courts
  10. "Early day motion 2048". UK Parliament. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harman 2004, p. 506
  12. Waterston & Macmillan Shearer 2006, p. 633
  13. Laidler, Keith James (2002). Energy and the Unexpected. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-852516-5. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Maxwell, James Clerk (2011). "Preface". The Scientific Papers of James Clerk Maxwell. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-01225-6. مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Jemima Blackburn". Gazetteer for Scotland. مؤرشف من الأصل في ۱۲ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "William Dyce Cay". scottisharchitects.org.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Tolstoy, Ivan (1981). James Clerk Maxwell : a biography. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 11. OCLC 8688302. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-80785-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Campbell 1882, p. 1
  19. Mahon 2003, pp. 186–187
  20. Tolstoy, Ivan (1981). James Clerk Maxwell : a biography. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 13. OCLC 8688302. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-80785-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Mahon 2003, p. 3
  22. Campbell 1882, p. 27
  23. Tolstoy, Ivan (1981). James Clerk Maxwell : a biography. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 15–16. OCLC 8688302. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-80785-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Anthony F. Anderson (11 June 1981) Forces of Inspiration Archived 2 December 2021 at the Wayback Machine., The New Scientist, pages 712,3 via Google Books
  25. Campbell 1882, pp. 19–21
  26. Mahon 2003, pp. 12–14
  27. Mahon 2003, p. 10
  28. Mahon 2003, p. 4
  29. Campbell 1882, pp. 23–24
  30. Harman 2004, p. 506