جوزف کوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوزف کوک (د ۱۸۶۰ز کال د ډسمبر له ۷مې- د ۱۹۴۷ز کال د جولای له ۳۰مې) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې له ۱۹۱۳ز کال نه تر ۱۹۱۴ز کال پورې یې د اسټرالیا د شپږم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۱۹۱۳ز کال نه تر ۱۹۱۷ز کال پورې د لیبرال ګوند مشر و او وروسته له ۱۹۰۸ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د سوسیالست ضد ګوند مشري هم وکړه. [۱]

کوک د انګلستان د سټافورډشایر په سیلورډیل کې زېږېدلی و او په نهه کلنۍ کې یې د سکرو په ځایي کانونو کې کار پیل کړ. هغه په ۱۸۸۵ز کال کې اسټرالیا ته کډوال شو او د نوي سویلي ویلز په لیتګو کې مېشت شو. هغه د کان کېندونکي په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او د کارګرانو په ځایي خوځښت کې د اتحادیې د چارواکي په توګه شامل شو. کوک په ۱۸۹۱ز کال کې د کارګر ګوند د استازي په توګه د نوي سویلي ویلز مقننه مجلس ته وټاکل شو او د پارلمان له لومړیو غړو نه یو شو. هغه په ۱۸۹۳ز کال کې د ګوند مشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته د ګوند د نظم په اړه د نظر اختلافات پیدا شول او کوک هم کارګر ګوند پرېښود. وروسته ترې وغوښتل شول، چې د جیورج ریډ په وخت کې د دولت وزیر شي او د ریډ د آزادې سوداګرۍ له ګوند سره یوځای شي.

کوک په ۱۹۰۱ز کال کې نوي فډرالي پارلمان ته وټاکل شو، چې د پارامتا د څانګې استازیتوب یې کاوه. هغه د جیورج ریډ په مشرۍ د ازادې فډرالي سوداګرۍ ګوند (وروسته د سوسیالست ګوند په نامه بدل شو) مرستیال شو او په ۱۹۰۸ز کال د ریډ پر ځای د ګوند مشر او د اپوزیسیون مشر وټاکل شو. کوک په ائتلاف کې موافقه وکړه، چې په ۱۹۰۹ز کال کې به خپل ګوند د الفریډ ډیکین له محافظه کار ګوند سره یوځای کړي، دوی د لومړي ځل لپاره د کارګر ګوند پر ضد یو متحد ګوند رامنځته کړ. هغه د نوي لیبرال ګوند مرستیال وټاکل شو او ډیکین ته یې اجازه ورکړه، چې د دویم ځل لپاره لومړی وزیر شي. کوک د ۱۹۱۰ز کال په ټاکنو کې د حکومت تر ماتې پورې د دفاع وزیر و.

کوک د ۱۹۱۳ز کال په جنورۍ کې د لیبرالانو د مشر په توګه د ډیکین ځایناستی شو او څو میاشتې وروسته یې د ۱۹۱۳ز کال په ټاکنو کې د اندرو فیشر د کارګر ګوند پر وړاندې د یوې چوکۍ اکثریت وګاټه. د هغه ګوند ونه شو کولای، چې په سنا کې اکثریت ترلاسه کړي، له دې سره یې حکومت ستونزمن کړ او په پایله کې یې لومړی دوه ګونی انحلال رامنځته کړ. د ۱۹۱۴ز کال په سپټمبر کې نوې ټاکنې وشوې، چې لیبرالانو خپل اکثریت له لاسه ورکړ او فیشر د لومړي وزیر په توګه بیا وټاکل شو. کوک ونه توانېد، چې په خپله دوره کې ډېر قوانین تصویب کړي، خو په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د اسټرالیا پر لومړیو مرحلو څارنه کوله. هغه وروسته د درېیم ځل لپاره د اپوزیسیون مشر شو.

کوک په ۱۹۱۷ز کال کې په دویم ګوند کې ښکېل شو، چې د بیلي هیوز د ملي کارګر ګوند له لیبرالانو سره یوځای شو، ترڅو ملتپال(Nationalist)  ګوند رامنځته کړي. کوک د هیوز په دوره کې د لومړي وزیر مرستیال شو او په (۱۹۱۷ز- ۱۹۲۰ز) کلونو کې د سمندري ځواکونو د وزیر او په (۱۹۲۰ز- ۱۹۲۱ز) کلونو کې یې د خزانه دار په توګه دنده ترسره کړه. هغه په ۱۹۱۹ز کال کې د پاریس د سولې د کنفرانس استازی و، کوک د هغې کمېټې غړی و، چې د چک سلواکیا پولې یې ټاکلې. کوک او هیوز هغه اسټرالیایان وو، چې د ورسیلز تړون یې لاسلیک کړ. له سیاسته وروسته، له ۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۲۷ز کال پورې یې د انګلستان د لوړپوړي کمیشنر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو، چې د لومړي نوي پارلمان وروستی غړی و.

کوک د ۱۸۶۰ز کال د ډسمبر په ۷مه د انګلستان د سټفورډشایر په سیلورډیل کې په یوې کوچنۍ جونګړه کې وزېږېد. هغه د مارګریت (کورنی نوم فلیچر) او ویلیم کوک له اووو ماشومانو نه دویم و. د هغه مشره خور سارا په ۱۹۶۵ز کال کې مړه شوه، خو درې کوچنۍ خویندې او دوه وروڼه یې تر زوړوالي ژوندي وو. د کوک پلار تر بټي سیسټم لاندې، په نږدې هالیووډ کنده کې د سکرو کان کیندونکی و. هغه د ۱۸۷۳ز کال په اپرېل کې د کان کیندنې په پېښه کې ووژل شو او مشر زوی یې اړ شو، چې د کورني عاید لپاره سرچینه شي.

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

د کوک یوازینۍ زده کړې په هغه ښوونځي کې وې، چې د ځایي انګلیکن کلیسا له سینټ لوک سره تړلې وې. هغه ښوونځي پرېښود او د سکرو په کان کې یې کار پیل کړ. په یوه ورځ کې یې له لسو ساعتونو تر دولسو ساعتونو پورې یو شیلینګ ترلاسه کاوه. د سهار له څلورو بجو یې دنده، د آسونو سمبالول او د کانونو د وسایلو پاکول او غوړول وو.  د ۱۸۷۰ز کال د ابتدایي زده کړو د قانون له تصویبېدو وروسته، کوک ته اجازه ورکړل شوه، چې ښوونځي ته راستون شي. هغه د پلار تر مړینې وروسته بیا ښوونځی پرېښود او بېرته یې د کان کیندونکي په توګه خپل کار ته دوام ورکړ. په هر حال، د هغه د ښوونکي د پاملرنې په پایله کې، په کوک کې د موقف د ښه کېدو لوړه هیله رامنځته شوه. دا هیله د هغه پر یوې مهمې ځانګړتیا بدله شوه، چې لومړی یې په خپل پرمختګ کې او بیا یې د سیاسي بریاوو په هوډ کې راڅرګنده شوه. د ۱۸۸۵ز کال د اګسټ په ۸مه یې د سټفورډشایر په ولسټانټون کې له ماري ټورنر سره واده وکړ، چې د پینځو زامنو او درېیو لوڼو څښتنان شول. [۲][۳]

لومړی وزیر[سمول]

د کوک په مشرۍ د ۱۹۱۳ز کال په ټاکنو کې د مشترک المنافع لیبرال ګوند د کارګر ګوند پر وړاندې، چې مشري یې اندریو فیشر کوله، د استازو په مجلس کې د یوې چوکۍ اکثریت وګاټه او کوک د اسټرالیا شپږم لومړی وزیر شو. په هر حال، کارګر ګوند لا هم په سنا کې اکثریت درلود. له سنا سره د مخالفت له امله کوک نه شو کولای، چې ښه حکومتوالي وکړي، نو پرېکړه یې وکړه، چې د اسټرالیا د اساسي قانون د ۵۷مې برخې پربنسټ دوه ګونی انحلال رامنځته کړي. دا اول ځل و، چې له دې مادې نه کار اخیستل کېده. هغه یوه لایحه معرفي کړه، چې په عامه خدمتونو کې د سوداګرۍ اتحادیې د غړو لپاره غوره دندې لغوه کړي. سنا دغه لایحه رد کړه او کوک ته یې د یوې پلمې په ډول اجازه ورکړه، چې دوه ګونی انحلال تعقیب کړي. لومړۍ نړیواله جګړه د ۱۹۱۴ز کال د سپټمبر د ټاکنو په کمپاین کې پیل شوه. اندریو فیشر وکولای شو، چې رایې ورکوونکو ته یادونه وکړي، چې دا کارګر ګوند و، چې د اسټرالیا د خپلواک دفاعي ځواک ملاتړ یې کاوه، خو محافظه کارانو یې مخالفت وکړ. کوک تر پینځو چوکیو وروسته ماته ومنله او د فیشر کارګر ګوند بېرته خپل فعالیت له سره کړ.[۴]

وروستي کلونه او مړینه[سمول]

کوک د ریډ او فیشر برعکس د لوړپوړي کمیشنر په توګه د خپلې دورې له پای ته رسېدو وروسته په لندن کې د تل لپاره مېشت نه شو. هغه د ۱۹۲۷ز کال په سپټمبر کې سیډني ته راغی او په بیلیور هیل کې یې لوی کور واخیست. په ۱۹۳۰ز کال کې یې هغه کور ړنګ کړ او د سلچسټر په نامه یې لوکس اپارتماني بلاک جوړ کړ، چې نقشه یې لیزلي ولکنس جوړه کړې وه. هغه او مېرمن یې په کور کې تقاعد شول او له نورو عوایدو یې خپل ژوند کاوه. کوک په ۱۹۲۸ز کال کې د فدراسیون تر اغېزې لاندې د سویلي اسټرالیا په مالیاتو کې د شاهي کمیسیون مشر وټاکل شو.

کوک د ۱۹۴۷ز کال د جولای په ۳۰مه په خپل کور کې له شاوخوا درې پرله پسې اونیو وروسته د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو. هغه ته د کاسلریګ سړک په ویسلي چپل کې د جنازې دولتي مراسم ونیول شول. کوک په ۸۶ کلنۍ کې مړ شو، چې له جیورج ریډ نه د لومړي وزیر په توګه د اوږدې دورې له امله مخکې شو. د هغه ریکارډ، څو کاله وروسته هیوز مات کړ. کوک په ۱۹۲۰ز کال کې له اډمونډ بارټن وروسته د ۲۷ کلونو لپاره زوړ ژوندی لومړی وزیر و.[۵][۶][۷]

سرچینې[سمول]

  1. "Prime Facts 19" (PDF). Old Parliament House. The Australian Prime Ministers Centre. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite AuDB
  3. "Joseph Cook". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Joseph Cook". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 12 December 1936 باندې). What's become of Sir Joseph Cook?. Smith's Weekly
  6. (په 24 May 1938 باندې). Czechoslovakia: How Boundaries Were Decided.
  7. (په 4 September 1939 باندې). Helped in Peace Treaty. Daily News (Sydney)