جوزف کمبل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوزف جان کمبل (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د مارچ ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۸۷ زکال د اکتوبر ۳۰مه) امریکايي لیکوال و. نوموړی په سارالارنس کالج کې د ادبیاتو ښوونکی و چې د تطبیقي افسانه پوهنې او تطبیقي مذهب په برخه کې یې کار کاوه. د هغه آثار د انساني تجاربو ګڼ شمېر اړخونه رانغاړي. د کمبل تر ټولو مشهور اثر د زرو څېرو لرونکي اتل (The Hero with a Thousand Faces؛ ۱۹۴۹ زکال) په نامه دی چې په هغه کې نوموړي د نړیوالو اساطیرو د مشترک لرغوني اتل د سفر اړوند خپله نظریه وړاندې کړې او دغې نظریې ته یې د سفر د اتل (monomyth) اصطلاح کارولې ده.

د زرو څېرو لرونکي اتل له خپرېدو راهیسې د کمبل نظریې د ګڼ شمېر معاصرو لیکوالانو او هنرمندانو له خوا کارول کېږي. د هغه فلسفه د هغه د خپل تکراري عبارت پر بنسټ په لنډه بڼه دغه پیغام لري: «د خپلې بریا پر لور ګام واخلۍ». نوموړي هغه مهال په هالیووډ کې شهرت وموند چې جورج لوکاس د کمبل چارې د ستورو د جګړې په نامه د فیلمونو په لړۍ اغېزمنې وګڼلې. [۱][۲]

په فولکلوریکو موضوعاتو کې د کمبل ونډه لکه څه ډول چې د افسانو او عامه کلتور په برخه کې ده د منتقدینو په ځانګړې توګه د علمي فلکلور پوهانو د نقد موضوع ګرځېدلې. [۳][۴][۵]

ژوند[سمول]

مخینه[سمول]

جوزف کمبل د ۱۹۰۴ زکال د مارچ په ۲۶مه د نیویارک په وایټ پلینز کې وزېږېد. کمبل د منځنۍ کچې په یوه بډایه کاتولیک ایرلنډي کورنۍ کې را لوی شو؛ هغه څرګنده کړې چې پلرنی نیکه یې، چارلز بزګر و او د ایرلنډ له مایو ښار څخه بوسټون ته را کډه شوی و چې بیا په والتهام کې د لیمن استوګن ځایونو باغوان او ساتونکی وټاکل شو، همدلته یې زوی چارلز ویلیام کمبل (د کمبل پلار) را لوی شو او وړاندې له دې چې د جورابو د اوبدنې سوداګري پیل کړي یو بریالی هټیوال و. کمبل د ماشومتوب پر مهال له خپلې کورنۍ سره د نیویارک نیوراشل ته کډه وکړه. په ۱۹۱۹ زکال کې د اورلګېدنې د یوې پېښې له امله په نیوراشل کې د هغوی کور وسوزېد؛ د دغې پېښې له امله د هغه مورنۍ نیا مړه شوه او پلار یې د هغې د ژغورلو په موخه د هڅې له امله ټپي شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۲۱ زکال کې کمبل د کانټیکات د نیو میلفورډ له کانټربري ښوونځي فارغ شو. هغه مهال چې د دارتموث په کالج کې و بیولوژي او ریاضیات یې ولوستل، خو پرېکړه یې وکړه چې انساني علومو ته مخه کړي. نوموړی له دې ځایه د کلمبیا پوهنتون ته تبدیل شو چې په ۱۹۲۵ زکال کې یې د انګریزي ادبیاتو لیسانس او په ۱۹۲۷ زکال کې یې د منځنیو پېړیو د ادبیاتو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. په دارتموث کې له دلتا تاو دلتا کالج سره یوځای شو. نوموړي د یو تکړه ورزشکار په توګه د میداني مڼدو په سیالیو کې جوایز ترلاسه کړل او د یوې مودې لپاره د نیم مایل فاصلې په منډه کې د نړۍ تر ټولو چټک منډه وهونکی و. [۱۴]

په ۱۹۲۴ زکال کې کمبل له خپلې کورنۍ سره اروپا ته سفر وکړ. په بېړۍ کې د بېرته راستنېدو پر مهال هغه د تئوسوفي ټولنې له منتخب مسیحا، جیدو کریشنامورتي سره مخ شو؛ دوی د هندي فلسفې اړوند بحث وکړ او په دې سره کمبل له هندي تفکر او هندو فلسفې سره لیوالتیا ومونده. نوموړي په ۱۹۲۷ زکال کې د کلمبیا پوهنتون څخه په اروپا کې د زده کړو بورس ترلاسه کړ. کمبل د پاریس په پوهنتون او د مونیخ په پوهنتون کې لرغونې فرانسوي ژبه یا پرونسي او سانسکریت ژبه زده کړه. ورته مهال هغه د فرانسوي او جرمني ژبو لیک لوست هم زده کړ. [۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۹۲۹ زکال کې کلمبیا پوهنتون ته له بېرته راګرځېدو وروسته، کمبل لیوالتیا وښوده چې د منځنیو پېړیو له ادبیاتو سربېره سانسکریت او معاصر هنر هم ولولي. کمبل د پوهنتون د علمي پلاوي له تائید پرته خپلې تکمیلي زده کړې پرېښودې. هغه وروسته بیا په ټوکو کې وویل چې د هغه مسلک ته اړوند په لیبرال هنرونو کې د دوکتورا سند لرل د بې کفایتۍ نښه ده. [۱۸]

لوی اقتصادي ناورین[سمول]

کمبل د لوی اقتصادي ناورین پر مهال پنځه راتلونکي کالونه (۱۹۲۹- ۱۹۳۴ زکال) د نیویارک په ووډسټاک سیمه کې په یوه کرايي کور کې تېر کړل. په دغه ځای کې هغه په خپلواکو، لنډو او کره څېړنو بوخت و او دغه مهال یې د خپل ژوند د راتلونکي اړوند فکر وکړ. هغه وروسته وویل «چې ورځ مې په څلورو درې ساعته دوره ویشلې وه، په دریو دغه درې ساعته دورو کې مې مطالعه کوله او یوازې یوه برخه مې یې آزاده پرېښې وه. ما د ورځې په پرله پسې توګه ۹ ساعته مطالعه کوله او دغه پنځه کاله ټول په همدې توګه تېر شول». [۱۹][۲۰][۲۱]

کمبل د یو کال لپاره (۱۹۳۱- ۱۹۳۲ زکال) کالیفورنیا ته سفر وکړ، هغه دلته هم خپلواکو مطالعاتو ته دوام ورکړ او د مخکښ لیکوال جان شټاین بک او د هغه د مېرمنې کارول نږدې ملګری شو. کمبل د کارول له خور، آیډل سره هونولولو ته په سمندري سفر کې لیدلي و او هغې بیا شټاین بک کورنۍ ته ور معرفي کړ. کمبل له کارول سره جنسي اړیکه هم لرله. د مونتري په ټاپووزمه کې کمبل هم د جان شټاین بک په څېر د سمندري ژوند پوه اد ریکتس تر اغېز لاندې راغی (چې د شټاین بک په کنري رو نومي ناول کې د «ډاکټر» رول ورکړل شوی او همدارنګه د هغه د څو نورو ناولونو اصلي شخصیت جوړوي). کمبل د یوې مودې لپاره د ریکتس ګاونډی و، هغه د خپل دغه ګاونډي په مسلکي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیسته او په ۱۹۳۲ زکال کې یې د الاسکا، جونو ښار ته له هغه سره د سفر ملتیا وکړه چې کسینیا او ساشا کشواروف هم ورسره وې. کمبل د یو ناول په لیکلو پیل وکړ چې ریکتس یې اتل و، خو د شټاین بک پر خلاف هغه خپل دغه کتاب بشپړ نه کړ. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

کمبل په ۱۹۳۳ زکال کې د یوه کال لپاره د کانټیکاټ په کانټربري ښوونځي کې خپلواکو مطالعاتو ته دوام ورکړ او دغه مهال یې هڅه وکړه داستاني آثار خپاره کړي. په داسې حال کې چې په یاد ښوونځي کې یې درس ورکاوه د بشپړ افلاطوني (Strictly Platonic) تر عنوان لاندې خپله لومړنۍ لنډه کیسه یې په لیبرټي مجلې وپلورله. [۲۶][۲۷][۲۸]

سارالارنس کالج[سمول]

کمبل په ۱۹۳۴ زکال کې په سارالارنس کالج کې د ادبیاتو د ښوونکي په توګه د کار وړاندیز ومانه. نوموړي په ۱۹۳۸ زکال کې له خپلې یوې پخوانۍ شاګردې، جین اردمن سره واده وکړه چې د نڅا طراحه وه. هغوی د خپل ګډ ژوند څه باندې ۴۹ کلونه د نیویارک د ګرینوېچ کلي په یوه دوه خونې لرونکي کور کې تېر کړل. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغوی په هونولولو کې یو اپارتمان وپېره او خپل وخت یې د دغه دوه ښارونو ترمنځ ووېشه. دوی اولاد نه درلود.

د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو کې کمبل د هند پوه هاینریش زیمر په غونډو کې ګډون کاوه. دوی دواړه ډېر خواږه ملګري شول. د زیمر له مړیني وروسته کمبل د زیمر د مقالو د تصحېح او خپرولو مسئولیت پر غاړه واخیست، هغه چاره چې نوموړي په راتلونکې لسیزه کې ترسره کړه.

له ۱۹۵۵ زکال څخه تر ۱۹۵۶ زکال پورې هغه مهال چې د زیمر له مړینې وروسته د زیمر وروستی کتاب (د هندي آسیا هنر، افسانه پوهنه او د هغو بدلونونه) د خپرېدو په حالت کې و، کمبل له سارالارنس کالج څخه رخصت واخیست او د لومړي ځل لپاره یې آسیا ته سفر وکړ. هغه شپږ میاشتې د آسیا په سوېل (تر ډېره په هند) او شپږ نورې میاشتې د آسیا په ختیځ (تر ډېره په جاپان) کې تېرې کړې. دغه کال د آسیايي دین او افسانو  په برخه کې د هغه په تفکر پام وړ اغېز درلود او دا یې اړینه وبلله چې لویانو او غیر اکاډمیکو مخاطبینو ته تطبیقي افسانه پوهنه تدریس کړي. [۲۹]

کمبل په سارالارنس کالج کې له ۳۸ کاله تدریس وروسته په ۱۹۷۲ زکال کې تقاعد شو.

مړینه[سمول]

کمبل د ۱۹۷۸ زکال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د هاوايي په هونولولو سیمه کې هغه مهال چې په خپل کور کې و، د مرۍ د سرطان له امله ومړ. نوموړی د هونولولو په اوآهو هدیره کې خښ کړای شو. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Campbell's biography Archived 2011-03-24 at the Wayback Machine. and Joseph Campbell: "Follow Your Bliss" Archived 2017-11-11 at the Wayback Machine. from the Joseph Campbell Foundation website.
  2. Larsen او Larsen 2002، ص. 541.
  3. Dundes 2016، صص. 16–18, 25.
  4. Toelken 1996، ص. 413.
  5. Scupin 2000، ص. 77.
  6. "Joseph Campbell Foundation". May 2, 2016. د اصلي آرشيف څخه پر March 24, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Encyclopaedia of World Biography (2nd ed.). Vol. 3. Brice- Ch'i Pai-Shih, Gale Research. 1998. p. 253.
  8. The Hero's Journey- Joseph Campbell on his life and works, Centennial Edition, ed. Phil Cousineau, Joseph Campbell Foundation/ New World Library, 2003, p. xxvi
  9. Garraty, John Arthur; Carnes, Mark Christopher; Societies, American Council of Learned (1999). American national biography. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195206357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Joseph Campbell: A Fire in the Mind- The Authorized Biography, Stephen and Robin Larsen, Doubleday, 1991, p. 23
  11. "Joseph Campbell Bio". essortment.com. د اصلي آرشيف څخه پر July 4, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Joseph Campbell: A Fire in the Mind- The Authorized Biography, Stephen and Robin Larsen, Doubleday, 1991, p. 7
  13. The Hero's Journey – Joseph Campbell on his life and works, Centennial Edition, ed. Phil Cousineau, Joseph Campbell Foundation/ New World Library, 2003, p. 3
  14. Campbell 2003، صص. 20–25.
  15. Campbell 2003، صص. 20, 29.
  16. Joseph Campbell (1904–1987). Joseph Campbell Bio. Retrieved on January 20, 2020
  17. Campbell 2003، صص. 29–35.
  18. Campbell 1990، صص. 54–55.
  19. Larsen and Larsen, 2002, p. 160
  20. Faulkner, Larry R. (May 2, 1999). "Excerpts of remarks made at a dinner honoring new Phi Beta Kappa members". Office of the President website. The University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه August 13, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Citing a conversation between Campbell and Bill Moyers. "There was a wonderful old man up in Woodstock, New York, who had a piece of property he would rent out for twenty dollars a year or so to any young person he thought might have a future in the arts. There was no running water, only here and there a well and a pump. ... That is where I did most of my basic reading and work."
  21. Campbell 2003، صص. 52–53.
  22. Tamm, Eric Enno (2005) Of Myths and Men in Monterey: "Ed Heads" See Doc Ricketts as a Cult Figure, seaaroundus.org; accessed August 27, 2016.
  23. کينډۍ:Cite conference
  24. Larsen and Larsen, 2002, chapters 8 and 9.
  25. Souder, William (2020). Mad at the World: A Life of John Steinbeck (الطبعة 1st). New York: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 120. OCLC 1137813905. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-29226-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Larsen and Larsen, 2002, p. 214; Pacifica Graduate Institute | Joseph Campbell & Marija Gimbutas Library | Joseph Campbell – Chronology Archived December 27, 2008, at the Wayback Machine.
  27. Robison, Bruce uwquieH. (2004). "Mavericks on Cannery Row". American Scientist. Vol. 92 no. 6. Sigma Xi. د کتاب پاڼي 568–569. ISSN 0003-0996. JSTOR 27858490. د اصلي آرشيف څخه پر August 10, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Campbell 2004، ص. 291.
  29. See Joseph Campbell, Baksheesh and Brahman: Asian Journals – India and Sake and Satori: Asian Journals – Japan, New World Library, 2002, 2003.
  30. Campbell, Joseph (2007). The Mythic Dimension: Selected Essays 1959–1987. New World Library. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60868-491-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Joseph Campbell, Writer Known For His Scholarship on Mythology ", The New York Times
  32. Joseph Campbell grave marker