جوزف پرودن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکنه: عبدالمنان دانش

د جوزف پرودن جوزف پرودن یو انارشیسټ لیکوال دی .

۱۸۰۹ م کال کې په فرانسه کې د یو بېوزله او غریبه کورنۍ کې وزیږید او په کال ۱۸۶۵ م کال د ۵۶ کالو په عمر وفات سو. د اقتصادی مشکلاتو او ستونزو له امله یی تحصیلات پشپړ نشو کړای. په یوه مطبعه کې د مصح (ایډیټور) په توګه کار پیل کړه مګر له مطالعې سره یی زیاته مینه وه او ډیر کتابونه یی ولوستل. د دندي په جریان کې یوه اندازه پیسې وسپمولې چې وروسته یی د ځان لپاره یوه مستقله مطبعه جوړه کړه.

        جوزف پرودن نظریات

۱:- حکومتي سیستم: جوزف پرودن د خپل عصر ټولو حکومتونو، دولتونو او سیاسی نظامونو څخه متنفر ؤ او ټول ډولونه یی رد کړي وه که پاچاهی وه او که ديکتاتوري او یا هم جمهوریتونه وه ټول یی په ټولنه کې د بشر دښمنان بلل. او جوزف پرودن عقیدوي سیاسی مسلک انارشییزم دی او د ۱۹پیړۍ‍ د انارشییزم د مسلک لارښوونکې کڼل کېږي.

۲:- نارشییزم او ټولنه: انارشییزم د حکومت په نه موجودیت یو باروی مسلک دی چې په ټولنه کې خلک په ازاد ډول خپلو منځو کې ټولني جوړوي او سره یوزای کېږي په یوناني ژبي په لغت او اصطلاح کې (ارش) د حکومت په منعی اخیستل شوې ده که دغه ( ارش) د کلمې سره د (ان) کلمه یوزای شي هغه منفي کوي یعني په دې وخت کي به د انارش کلمه ور څخه جوړه شي چې منعی ده بې حکومتي ټولنه یا هغه ټولنه چې حکومت ونه لري.

۳:- حکومتي نظام، ملکېت او سوسیالیزم: جوزف پرودن وایي چې حکومتونه د شخصي ملکېتونو څخه ساتنه کوي. د شر او فساد اساس دی باید له منځه یوړل شي او شخصي ملکېتونه غندي او ددې تر څنګ سوسیالیزم په اصولو او نظریاتو هم انتقادونه کوي او رد وي یی خصوصاٌ هغه سوسیالیزم چې په انقلاب متکي وي او زیاتوي چې دا ډول انقلابونه ټولنه، ټولنیزي ګټي، حالات او شیان له منځه وړي او وایی چې زه له سوسیالیزم څخه کرکه لرم او همداسی وایي چې سوسیالیزم هیڅ کله به بریالی نشی، سوسیالیزم د ټولني په نوم افراد خپل تر خپل اغیزي لاندي راولی او ازادي یی ور څخه سلب وي.

لیکنه: عبدالمنان دانش