جوزف لیسټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوزف لیسټر، د لیسټر لومړی بارون (زوکړه: د ۱۸۲۷ زکال د اپرېل ۵مه – مړینه: د ۱۹۱۲ زکال د فبروري ۱۰مه) بریتانوي جراح، ډاکټر، تجربوي پتالوژیست او همدارنګه د مکروبي کېدو څخه د مخه نیونکې جراحي او وقایوي طبابت یو له مخکښانو څخه و. جوزف لیسټر د جراحۍ صنعت په هماغه ډول متحول کړ څه ډول چې جان هنټر د جراحۍ په علم کې اساسي بدلونونه راوړي و. [۱][۱][۲][۳]

له تخنیکي پلوه، لیسټر کوم استثنايي جراح نه و، خو د باکتریا پوهنې او د زخمونو د مکروبي کېدو په برخه کې د هغه د څېړنو مشاهداتو، پایلو او اقداماتو د هغه عملیاتي لارې چارې داسې یوې نوې کچې ته ورسولې چې په ټوله نړۍ کې یې د جراحۍ چارو ته تحول ورکړ. [۲][۴]

د فیزیولوژي، پتالوژي او جراحي په برخه کې د لیسټر ونډه د نورو په پرتله څلور چنده وه. نوموړي د ګلاسکو په سلطنتي روغتون کې د جراح په توګه د کارکولو پر مهال په بریالۍ توګه د جراحۍ د وسایلو، د ناروغ د پوستکي، د ګنډونکي تار، د جراح د لاسونو او نورو کارېدونکو وسایلو د ضد عفوني کولو په موخه فنول (د کاربولیک اسید په نوم هم پېژندل کېږي) معرفي او له هغو څخه یې ګټنه ترویج کړه. په دویم ګام کې نوموړي د ټپ په ښه کېدو کې د التهاب او د نسجي پرفیوژن د رول اړوند څېړنه وکړه. دریم ګام یې دا و چې د تشخیص علم ته یې د میکروسکوپي تحلیل او تجزیې پر مټ پراختیا ورکړه او په څلورم ګام کې یې د جراحۍ له عمل وروسته د ژوندي پاتې کېدو د چانس د زیاتوالي په موخه یو لړ ځانګړې ستراتیژۍ ابداع کړې. ورته مهال د هغه تر ټولو مهمه چاره چې د جراحۍ په عمل کې یې د بدلون لپاره زمینه برابره کړه د یوې ناڅاپي مشاهدې پر مټ د لویي پاستور له خوا د وړاندیز شوو علمي اصولو څخه د هغو معنی لرونکې ګټنه وه. هغه د ټپ د جوش کولو په برخه کې د پاستور له خوا وړاندې شوې د میکروبونو نظریه د ټپ د پړسوب له ریښې سره اړونده کړه. [۵][۶]

د لیسټر هڅې له جراحۍ وروسته د ټپ له میکروبي کېدو څخه د مخنیوي لامل وګرځېدې او دغه چاره یې لا خوندي کړه، له همدې امله هغه د «معاصرې جراحۍ پلار» ګڼل کېږي. [۷]

زده کړې[سمول]

ښوونځی[سمول]

لیسټر په ماشومتوب کې د ژبې د بندښت ستونزه لرله او په ډېر احتمال سره له همدې امله یې تر یوولس کلنۍ پورې په کور کې زده کړې وکړې. له دې وروسته د بنجامین ابوټ ایزاک بروان اکاډمۍ ته ولاړ، چې د هارتفورډ شر په هیتچین کې یو خصوصي کواکر ښوونځی و. هغه مهال چې لیسټر دیارلس کلن و په تاتنهام کې د ګرو هاوس په نامه بل کواکر خصوصي ښوونځي ته ولاړ څو هلته ریاضیات، طبیعي علوم او ژبې ولولي. د هغه پلار هڅه کوله چې هغه په جرمني او فرانسوي ژبو کې تکړه شي او لاتین خو په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال هم زده کوي. له ماشومتوب راهیسې هغه د خپل پلار له خوا زده کړو ته هڅول کېده. لیسټر همدارنګه په خپل راتلونکي ژوند باندې د خپل نیکه اغېز ته اشاره کړې په ځانګړې توګه هغه مهال چې د طبیعي علومو مطالعې ته یې هڅاوه. له طبیعي تاریخ سره د لیسټر علاقه لامل وګرځېده څو کوچني حیوانات او کبان راغونډ او د هغوی بدن وڅېري؛ هغه له هډوکو پوهنې سره لیوالتیا ومونده او د خپل پلار له مایکروسکوپ څخه په ګټنې به یې هغه څېړل؛ له دې وروسته یې د لوسیدا کمرې (روښانه خونې) د طراحۍ پر بنسټ چې پلار یې د هغو چل ورښوولی و، ټول موارد به یې ترسیم کول. د میکروسکوپي څېړونو په برخه کې د هغه د پلار لیوالتیا لامل وګرځېده په لیسټر کې د جراح کېدو هوډ رامنځته شي او نوموړی یې یوه څېړنیز ژوند ته چمتو کړ. د لیسټر له کورنۍ څخه هېچا هم د طبابت مسلک نه درلود. د ګاډلي په خبره د نوموړي د ډاکټر کېدو پرېکړه په بشپړه توګه یوه خپله راپارېدلي چاره ښکاري. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۸۴۳ زکال کې د لیسټر پلار پرېکړه وکړه چې هغه پوهنتون ته ولېږي. له دې امله چې لیسټر نه شو کولای په اکسفورډ پوهنتون یا کمبرېج پوهنتون کې د زده کړو په موخه مذهبي ازموینې ورکړي، پرېکړه یې وکړه څو د لندن د پوهنتون په طب پوهنځي کې زده کړې وکړي، دا یو غیرفرقه یي پوهنتون و او دغه مهال یاد پوهنتون په لویه بریتانیا کې یو له هغه محدود شمېر پوهنتونونو څخه و چې کواکران یې منل. لیسټر د بوتاني په ټولګي کې د شمولیت په موخه په عمومي ازموینه کې ګډون وکړ؛ دا هغه اړینه دوره وه چې له بشپړولو وروسته یې نوموړي بیا کولای شو د طبابت په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. لیسټر د ۱۸۴۴ زکال په پسرلي کې هغه مهال چې اوولس کلن و دغه پوهنتون یې پرېښود. [۱۴][۱۲][۱۶][۱۷]

پوهنتون[سمول]

په ۱۸۴۴ زکال کې، هغه مهال چې د لیسټر اوولس کلنۍ ته څو ورځې پاتې وې د لندن د ۲۸م سړک په یوه اپارتمان کې استوګن شو چې ورسره بل کواکر اډوارډ پالمر هم اوسېد. له ۱۸۴۴ زکال څخه تر ۱۸۴۵ زکال پورې لیستر د یوناني، لاتین او طبیعي فلسفې په برخو کې مطالعاتو ته دوام ورکړ. د لاتین او یوناني په ټولګیو کې هغه د عالي درجې سند ترلاسه کړ. د طبیعي تجربي فلسفې په ټولګي کې لیسټر اول نمره شو او هغه ته د ریاضیاتو او طبیعي فلسفې په برخه کې د ابداعاتو (Recreations in Mathematics and Natural Philosophy) تر عنوان لاندې د چارلز هاتون د کتاب یوه نسخه په جایزه کې ورکړل شوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۱۸]

په داسې حال کې چې پلار یې له هغه غوښتل عمومي زده کړو ته دوام ورکړي، پوهنتون په ۱۸۳۷ زکال کې پر زده کړیالانو باندې دا لازمي کړه چې هر زده کوونکی باید د طبابت په برخه کې له زده کړو پیلولو وړاندې د لیسانس سند ولري. لیسټر د ۱۸۴۵ زکال په اګست میاشت کې د کلاسیک په برخه کې د لیسانس زده کړې پیل کړې. له ۱۸۴۵ زکال څخه تر ۱۸۴۶ زکال پورې لیسټر د طبیعي فلسفې، ریاضیاتو او یوناني په برخو کې زده کړې وکړې او په هره برخه کې یې عالي سند ترلاسه کړ. له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۴۷ زکال پورې لیسټر د اناتومي او اتمي تیوري (کیمیا) په برخه کې زده کړې وکړې او د خپلې مقالې له امله یې جایزه ترلاسه کړه. د ۱۸۴۶ زکال د ډسمبر په ۲۱مه لیسټر او پالمر د رابرټ لیسټون په مشهور هغه جراحي عمل کې ګډون وکړ چې د ویلیام سکوایر په نامه د لیسټر د یو ټولګیوال له خوا په کې د لومړي ځل لپاره د یوه ناروغ د بېهوښي په موخه ایتر وکارول شول. د ۱۸۴۷ زکال د ډسمبر په ۲۳مه لیسټر او پالمر بډفورډ ۲ ته کډه شول او دلته ورسره د هاجکین د لنفوم (د وینې د سرطان یو ډول دی) د کشف کوونکي توماس هاجکین وراره هم یوځای شو. لیسټر او هاجکین د ښوونځي له دورې څخه د یو بل ملګري و.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لیسټر د ۱۸۴۷ زکال په ډسمبر میاشت کې د بوتاني او کلاسیک په برخه کې د لیسانس لومړۍ درجه سند ترلاسه کړ. لیسټر په داسې حال کې چې په زده کړو بوخت و د چیچک ناروغۍ له امله د خپل مشر ورور له مړینې یو کال وروسته خپله د دغې نارغۍ له کمزورې حملې سره مخ شو. د ورور غم او همدارنګه د زده کړو فشار لامل وګرځېد د ۱۸۴۸ زکال په مارچ میاشت کې له ذهني ستونزې سره مخ شي. لیسټر پرېکړه وکړه چې د خپل وضعیت د ښه کېدو په موخه یوه اوږده رخصتي واخلي؛ همدغه چاره لامل وګرځېده چې زده کړې یې وځنډېږي. د ۱۸۴۸ زکال په اپرېل کې لیسټر له هاجکین سره د من جزیرې ته ولاړ او د ۱۸۴۸ زکال د جون میاشتې په ۷مه یې ایلفراکم ته سفر وکړ. د جون میاشتې په وروستیو کې یې د دوبلیني کواکر تومان پیم په کور کې د پاتې کېدو بلنه ومنله. له دغه ځایګي څخه په ګټنې هغه په ټول ایرلنډ کې وګرځېد. [۱۳][۱۳][۱۲][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Cartwright 2023.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Simmons 2002، صص. 94–99.
  3. Moynihan 1927.
  4. Ford 1928.
  5. Dronsfield او Ellis 2009.
  6. Gaw 1999، ص. 144.
  7. Pitt او Aubin 2012.
  8. Plarr's 2008.
  9. Clark 1920.
  10. Godlee 1924، ص. 14.
  11. Godlee 1924، ص. 2.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Cope 1967.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Godlee 1924، ص. 16.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Godlee 1924، صص. 12–15.
  15. Lawrence 2004.
  16. Bankston 2005، ص. 17.
  17. Lister 1859a، ص. 26.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Fisher 1977، ص. 34.
  19. Fitzharris 2018، ص. 29.
  20. Lister 1859a.
  21. Fitzharris 2018، ص. 40.
  22. Richardson او Rhodes 2013.
  23. Fisher 1977، ص. 38.
  24. Bonner 2000، ص. 194.
  25. Cameron 1949، ص. 24.
  26. Fisher 1977، ص. 43.
  27. Fitzharris 2018، ص. 44.
  28. Fisher 1977، صص. 44-45.
  29. Fisher 1977، ص. 46.