Jump to content

جوزفين بټلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزفين بټلر
Josephine Elizabeth Butler (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Glendale (en) ژباړل[۱]Milfield (en) ژباړل[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۳ اپرېل ۱۸۲۸[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۳۰ ډيسمبر ۱۹۰۶[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
د ښخولو ځای
Kirknewton (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
  لړۍ...
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین

جوزفين الزبت بټلر (3 اپريل 1828 – 30 ډيسمبر 1906) په ويټوریايي پړاو کې يوه انګريزه ښځمنپاله او ټولنيزه سمونپاله وه. نوموړې د ښځو د رايې ورکولو حق، د ښه تعليم تر لاسه کولو په موخه د ښځو حق، په برتانوي قانون کې د مېړه د ملکيت په توګه د ښځې حيثيت ته پای اېښودلو، د ماشومانو د تن پلورنې د پای ته رسولو، او اروپايي تن پلورنه کې د انساني قاچاق د پای ته رسولو لپاره مبارزې وکړې.

«ګري» په يوه شتمنه او له سياسي پلوه پرمختګ خوښې کورنۍ کې ستر شوې وه، کوم څه چې په نوموړې کې د یو پیاوي ټولنيز شعور پیدا کولو او پياوړو مذهبي اندونو ساتلو کې مرسته وکړه. نوموړې له «جارج بټلر» سره واده وکړ، چې يو انجليکي الاهي او د ښوونځي استاد و، او دواړو څلور بچيان درلودل، چې کشری يې «ايوا» وه، څوک چې له يوې زېنې څخه راوغورځېده اومړه شوه. دا مړينه د بټلر لپاره د عطف يوه نقطه وه، او نوموړې له نورو سره په مرسته خپل احساسات متمرکز کړل، پيل يې د يو سيمه ييز کار ځای له استوګنو څخه وکړ. نوموړې د برتانيې په قانون کې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزې پيل کړې. په 1869ز کال کې، نوموړې د ساري ناروغيو د قانون د لغوه کولو په مبارزه کې شامله شوه، دا هغه قانون و چې د تن پلورونکو جبري طبي معاينې له لارې يې د جنسي ناروغيو د خپرېدو د کنترول هڅه کوله – په ځانګړي ډول په برتانوي پوځ او شاهي سمندري ځواک کې – دا هغه پروسه وه چې نوموړې جراحي يا د وسپنې په مټ جنسي تجاوز باله. دې مبارزې په 1886ز کال کې خپله وروستۍ بريا تر لاسه کړه او دا قانون لغوه شو. بټلر همدا راز د لغوه کولو نړيوال فدراسيون هم جوړ کړ، کوم چې په ټوله اروپا کې خپور يو سازمان و، تر څو په ټوله لويه وچه کې د ورته سيستمونو سره مقابله وکړي.

د دې قوانينو د اغېزو د څېړنو پر مهال، بټلر حېرانه شوه چې يو شمېر تن پلورونکې دولس کلنې وې، او دا چې د تن پلورنې په موخه له انګلستان څخه په ټوله لويه وچه کې د ځوانو ښځو او ماشومانو مريانو سوداګري کېږي. د قاچاق سره د مقابلې لپاره د يو کمپين په پايله کې د بلجيم د پوليسو des Mœurs, مشر له دندې لېرې کړای شو، او د هغه مرستيال او دولسو فاحشه خانو مالکان محاکمه شول، کوم چې په دې سوداګرۍ کې ښکېل وو. بټلر د «The Pall Mall Gazette» د ورځپاڼې د مسئول مدير «وليام تاماس سډيډ» په مرسته، چې دې مبارزو کې شامل و، د ماشومانو د تن پلورنې پر ضد مبارزه وکړه، د يادې ورځپاڼې مدير يوه ديارلس  کلنه نجلۍ له خپلې مور څخه په پنځه پاونډه وپيرله. له دې وروسته اعتراضاتو په پايله کې د جزا قانون د تعديل 1885 لايحه جوړه شوه، کوم قانون چې د خوښې عمر له  ديارلس څخه تر شپاړس کلنۍ پورې لوړ کړ او د ماشومانو د تن پلورنې د مخنیوي لپاره يې اقدامات وکړل. د نوموړې وروستی کمپين د 1890ز لسيزې په وروستيو کې و، دا کمپين د ساري ناروغيو د قانون پر ضد و، کوم چې په برټش راج (هندوستان کې د انګريزانو واکمني) کې نافذ و.

بټلر د خپل مسلک په اوږدو کې له نوي څخه زیات کتابونه او رسالې وليکلې، چې ډېری يې د هغې د مبارزاتو په ملاتړ کې وې، د دې تر څنګ نوموړې د خپل پلار، خپل مېړه او د سيانا د کترين ژوند لیکولنه هم وليکل. د بټلر مسيحي ښځمنپالنه د انګلستان د کليسا له خوا په «ليسر» جشن کې، او د لندن په ښار کې د ليورپول د انجليکي کتيدرل او سينټ اوليو کليسا د رنګينو هندارو کې د نوموړې د استازولۍ له لارې ولمانځل شوه. د نوموړې نوم د لندن په کينسل ګرين هديره کې د سمونپالو په يادګار کې ليدل کېږي، او د «ډرهم» پوهنتون خپل یو کالج د نوموړې په نوم نومولی دی. د نوموړې د مبارزو ستراتيژيو د ښځمنپالانو او ښځو د رايې د حقوقو د پلويانو د راتلونکو هلو ځلو طريقې بدلې کړې، او د هغې کار د داسې خلکو ډلې سياسي چاپېريال ته راوستلې، چې مخکې کله هم فعال نه وو. په 1906ز کال کې د نوموړې له مړينې وروسته، د ښځمنپالانو رهبرې «مليسنټ فاوسټ» نوموړې د شلمې پېړۍ تر ټولو نوميالۍ انګرېزه ښځه وبلله.[۹]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه؛ 1828-1850[سمول]

جوزفين ګري د 1828ز کال د اپريل په درېیمه  نېټه د «نارتهمبرلينډ» په «ملفيلډ» کې زېږېدلې وه. نوموړې د هانا (انيټ) او جان ګيري څلورمه لور او اوم بچی و، پلار يې د ځمکو يو سوداګر او د کرنې ماهر و، نوموړی د برتانيې د لومړي وزير سمونپال لارډ ګري تربور و. په 1833ز کال کې، جان د نارتهمبرلينډ له کوربريج سره نږدې په ډلسټن کې د Greenwich Hospital Estates مدير وټاکل شو، او دا کورنۍ هلته وکوچېده، چې «جان» په نارتهمبرلينډ کې د «لارډ ګري» د مشر سياسي استازي په توګه کار وکړ. په دې دنده کې «جان» په سیمه ييزه کچه د خپل تربور سياسي نظريات ترويج کړل، چې په هغې کې د کاتوليک ازادۍ ملاتړ، د مريتوب لغوه کول، د کارن قوانينو منسوخول او د کمزورو قوانينو سمون شامل وو. جوزفين د Newcastle upon Tyne د ليلې په يو ښوونځي کې د خپلو زده کړو له بشپړولو مخکې په کور کې زده کړې وکړې، په ياد ښوونځي کې نوموړې تر دوه کلونو زده کړه کړې وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

«جان» په کور کې له خپلو بچيانو سره مساوي چلند کاوه. نوموړي دوی ته په سياست او ټولنيزو موضوعاتو کې زده کړه ورکړه او د ګڼو بېلا بېلو سياسي مهمو ميلمونو سره يې هغوی اشنا کړل. د «جان» سياسي کار او ايډيالوژۍ د هغه پر لور پیاوړی اغېز درلود، په ورته توګه له مور څخه تر لاسه کړو ديني زده کړو هم پر نوموړې اغېز پرېښود؛ د کورنۍ شاليد او هغه کړۍ په کومو کې چې نوموړې موجوده وه، په هغې کې يوه پياوړې ټولنيز شعور او راسخه مذهبي عقيده پیدا کړه.[۱۵][۱۶]

د شا او خوا اولس کلنۍ په عمر کې، «ګري» له يو مذهبي بحران څخه تېره شوه، چې غالباً د يوې داسې پېښې څخه منځ ته راغلی وه، په کومه کې چې نوموړې دباندې وتلې وه يو جسد  يې وموند چې ځان يې وژلی و. نوموړې هره اونۍ کليسا ته له تګ څخه ناهيلي شوه، او سيمه يیز پادري يې د داسې يو شخص په توګه تعريف کړ چې "هغه په منبر ولاړ يو مخلص سړی دی...، چا چې موږ ته په وفادارۍ سره ټول هغه وښودل چې احتمالاً هغه د خدای په اړه ترې خبر و، خو د هغه ټکو (الفاظو) زما د روح د سختې بې اطمينانۍ څنډه هم لمس نه کړه". د نوموړې له بحران وروسته، «ګري» د مسيحيت د کومې يوې طبقې سره هم پېژندګلو پیدا نه کړه، او په انجليکي کليسا يې نيوکې کولې. نوموړې وليکل چې هغه "له ماشومتوب څخه د مهم مسیحيت پراخه نظریات خپل کړي و، دا يوازې مسيحيت و. ما له کليسا سره ډېره خواخوږي نه درلوده". نوموړې په خپلو دعاوو له خپل خدای سره نېغ په نېغه خبرې پيل کړې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ما په یوازېوالي کې له هغه سره خبرې وکړې، د يو داسې شخص په توګه چې ځواب ورکولای شي...دا فکر مه کوئ چې په دې حالاتو کې ما خپل ځان په کوم هيجان کې اچولی دی؛ په دا ډول هڅه کې ډېر درد و، او د پخې ارادې اړتيا وه. او نه دا کوم عبادتي احساس و چې زه يې دې ته وهڅولم. دا يوه هيله وه تر څو خدای او له هغه سره خپله اړيکه وپېژنم.[۲۱]

د 1847ز کال په نيمايي کې «ګيري» د «ايرلينډ» په «کاونټي لاوس» کې له خپل ورور سره وليدل. دا د لوی قحط تر ټولو سخت وختونه و، او هغه په لومړي ځل د بې وزلو په منځ کې په پراخه کچه د مصيبتونو سره په اړيکه کې شوې وه؛ د هغې تجربو په نوموړې ژورې اغېزې وکړې، او وروسته يې د هغې يادونه وکړه چې "د ځوانې نجلۍ په توګه، ما په خپل شا اوخوا کې د ليدلي غم د بشپړې معنا هېڅ تصور نه و کړی، بيا هم دې زما په دماغ او يادښت کې ځای نيولی و".[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Stated in: The Feminist Companion to Literature in English. Page(s): 163. ليکوال: Virginia Blain. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۹۰.
  2. Stated in: WeChangEd.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: Who's Who. Who's Who UK ID: U184312. Publisher: A & C Black. اثر ژبه: British English. ISSN: 0083-937X.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "WeChangEd". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6jq26vg. Subject named as: Josephine Butler. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Stated in: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: butler-josephine-elizabeth. Subject named as: Josephine Elizabeth Butler. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Stated in: Oxford Dictionary of National Biography. Oxford Dictionary of National Biography ID: 32214. Publisher: Oxford University Press. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۴.
  9. Fawcett او Turner 1927، م. 1.
  10. Walkowitz 2004.
  11. Jordan 2001، م. 15.
  12. Thompson 2004.
  13. Jordan 2001، م. 13.
  14. Garner 2009، م. 1.
  15. Jordan 2001، مم. 14–15.
  16. Jordan 2001، م. 23.
  17. Jordan 2001، م. 16.
  18. Mathers 2014، م. 22.
  19. Butler 1909، م. 15.
  20. Petrie 1971، م. 27.
  21. Jordan 2001، م. 19.
  22. Jordan 2001، مم. 17–18.
  23. Butler 1887، م. 44.
  24. Mathers 2014، م. 20.