جورج کننګ
جورج کننګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۱ اپريل ۱۷۷۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] لندن [۱۱] |
مړینه | 8 اگست 1827 (57 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | ![]()
|
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۱۲]، ډیپلوماټ ، قانونپوه ، ليکوال [۱۳] |
کاروونکي ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
سمول ![]() |
جورج کننګ FRS [د فدرالي ساتلو نظام] (۱۸۲۷ اګسټ ۸ – ۱۷۷۰ ز کال د اپرېل ۱۱) د انګليستان د محافظه کار ګوند د توري (Tory) ډلې يو چارواکی و. نوموړي د باندنيو چارو وزير په توګه د دوو مهمو دورو په ګډون د يو شمېر لومړيو وزيرانو تر مشرۍ لاندې د کابينې بېلابېلې لوړ پوړې دندې درلودې، چې په پای کې د ۱۹۲۷ ز کال له اپرېل څخه تر اګسټ پورې د خپل ژوند د وروستيو ۱۱۸ ورځو لپاره د انګليستان لومړی وزير شو.
کېننګ چې د يوې ممثلې يا اداکارې او ناکام شوي سوداګر او وکيل زوی و، د “Stratford Canning” په نوم کاکا يې مالي ملاتړ وکړ او کېننګ ته يې په “Eton College” او د اکسفورډ په حضرت عيسی عليه السلام کليسا “Christ Church” کې د ګډون اجازه ورکړه. نوموړی په ۱۷۹۳ ز کال کې سياست ته ننوت او په چټکۍ سره يې پرمختګ وکړ. له ۱۸۰۰ ز کال څخه تر ۱۸۰۱ز کال پورې يې ځواکونو ته د اداينې دنده درلوده او له ۱۸۰۴ ز کال څخه تر ۱۸۰۶ پورې د ځوان ويليم پېټ (William Pitt the Younger) تر مشرۍ لاندې د خزانې وزير و. د پورټلېنډ د ديوک (Duke of Portland) تر مشرۍ لاندې يې له ۱۸۰۷ ز کال څخه تر ۱۸۰۹ ز کال پورې د باندنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کړه. نوموړی په کابينه کې د واک څښتن يا حاکمه څېره وه او پر ناپيليون باندې د بریتانيې د سمندري لوړوالي د ډاډمنولو په موخه يې په ۱۸۰۷ ز کال کې د ډنمارک د ناڅاپي بريد لارښوونه وکړه. کېننګ په ۱۸۰۹ ز کال کې له خپل سيال لارډ کاسټلرييګ (Lord Castlereagh) سره دوه په دوه جګړه کې ټپي شو او ورڅخه لږه موده وروسته د “Spencer Perceval” په ګټه د ديوک د ځايناستي د يو ځايناستي په توګه وټاکل شو. د باندنيو چارو د وزير په توګه د بيا ځلي خدمت کولو وړانديزونه يې د Perceval په کابينه کې د “Castlereagh” د شتون له امله ونه منل او په ۱۸۱۲ ز کال کې د Perceval تر وژل کېدلو پورې له لوړپوړې دندې څخه لرې پاتې شو.
کېننګ په پای کې له ۱۸۱۴ څخه تر ۱۸۱۶ ز کال پورې د نوي لومړي وزير د ليورپول پرټ [له مارکيس څخه ټيټه اشرافي رتبه) (Earl of Liverpool) تر مشرۍ لاندې پرتګال لپاره د بریتانيې د سفير، (۱۸۲۱-۱۸۱۶ز کال) د ادارې د منصفه پلاوي د رئيس (President of the Board of Control) او (۱۸۲۷-۱۸۲۲ز کلونه) د عوامو د مجلس د مشر په توګه او د باندنيو چارو وزير په توګه خدمت وکړ. د پاچا څلورم جورج (King George IV) کېننګ نه خوښېده او د نوموړي د باندنيو سياستونو يا تګلارو د بې اغېزې کولو په موخه هڅې وې. کېننګ که څه هم په برياليتوب سره د خپلو تګلارو په اړه پراخه عمومي ملاتړ تر لاسه کړ. تاريخپوه پاول هايس (Paul Hayes) استدلال کوي، چې نوموړي په سياسي اړيکو کې هسپانيې او پرتګال ته په پام سره، د پرتګال او هسپانيې د امريکايي مستعمرو د خپلواکۍ ډاډمنولو په موخه د مرستې په واسطه سترې لاسته راوړنې خپلې کړې. د نوموړي سياستونو بریتانوي سوداګرو ته د سوداګرۍ يوه ستره ګټه ډاډمنه (تضمين) کړه او د امريکا د مونرو اصولو (Monroe Doctrine) ملاتړ يې وکړ. تاريخپوه جي ام ټريويلين (G. M Trevelyan) څرګنده کړه:
د کېننګ د پياوړي ذهنيت يا هوښيارۍ له مخې د پينځو کلونو لپاره د انګليستان لارښوونه شوې وه او د دې ډول خوښو پايلو د تر لاسه کولو په موخه په ندرت سره په خورا ځيرکتيا کې زياته هوښياري لري. د اساسي قانون منځنۍ چې په واسطه يې ياد پياوړي ذهن کار وکړ، د لومړي وزير “Lord Liverpool” سره د نوموړي ژمن او رښتينې ملګرتيا وه. [۱۴]
کله چې د ۱۸۲۷ ز کال په اپرېل کې لارډ ليورپول له دندې څخه لاس واخيست، کېننګ يې د ځايناستي په توګه د “Wellington” د ديوک او ښاغلي روبرت پييل (Sir Robert Peel) پر مخ غوره شو. يادو دواړو تنو د کېننګ په مشرۍ دنده کول ونه منل او د توري ډلې غړي د “Peel” او د “Wellington” د خورا توريانو (Ultra-Tories) او “Canningites” يانې د کېننګ پلويو تر منځ ووېشل شول. که څه هم د کېننګ روغتيا خرابه شوه او د ۱۸۲۷ ز کال په اګسټ کې يوازې له ۱۱۹ ورځو دندې کولو څخه وروسته وفات شو، چې د بریتانيې د بل هر لومړي وزير په پرتله د خدمت تر ټولو لنډه موده ده.
د ژوند لومړي وختونه
[سمول]کېننګ د لندن د ماريلبون په “Queen Anne Street” کې په خپل پلرني کور کې په يوه انګليسي الاصله ايرلېنډي کورنۍ کې وزېږېد. نوموړي خپل ځان د «په لندن کې د زېږېدلي ايرلېنډي» په توګه څرګند کړ. پلار يې جورج کېننګ د ايرلېنډ د County Londonderry له Garvagh څخه و، د ټاکلو توکو يو ښاغلی، د شرابو يو پاتې يا ناکام سوداګر او وکيل و، چې د خپلو پرېمانه پورونو د اداينې په بدل کې د کورني ملکيت د ميراث وړلو حق له لاسه ورکړ. مشر جورج په پای کې کورنۍ پرېښوده او د ۱۷۷۱ ز کال د اپرېل پر ۱۱ په لندن کې د خپل زوی د کاليزې په ورځ د غربت په حال کې مړ شو. د کېننګ مور ماري ان کوسټيلو “Mary Ann Costello” د دريځ د سر ممثلې په توګه دنده تر لاسه کړه، چې په هغه وخت کې د درنښت وړ مسلک نه ګڼل کېده. په حقيقت کې کله يې په ۱۸۲۷ ز کال کې وکتل چې کېننګ لومړی وزير کېږي، نو لارډ ګري (Lord Grey) يادونه وکړه چې: «د يوې ممثلې زوی په حقيقت کې د لومړي وزير کېدلو لپاره وړ نه دی». [۱۵][۱۶]
دا چې کېننګ په لږ عمر کې ناعادي هوښياري او ژمنه يا ډاډ څرګند کړ، د کورنيو ملګرو يې کاکا وهڅوه، چې د خپل وراره پالونکی شي. د کېننګ کاکا (Stratford Canning) د ديپلومات “Stratford Canning” پلار و او د لندن سوداګر و. جورج کېننګ د خپل کاکا په کور کې د هغه له ماشومانو سره لوی شو، چې عايد او زده کړې يې ورته برابرې کړې. د سټراټفورډ کېننګ ملاتړ ځوان کېننګ ته په “Hyde Abbey School”، “Eton College” او د اکسفورډ په “Christ Church” کې د زده کړو کولو لاره هواره کړه. نوموړی په Eton کې د ښوونځي غوره زده کوونکی شو او د ۱۷ کلنۍ په عمر يې پرېښود. په Eton کې تېر کړی وخت يې د «نږدې له موازي يا سيال پرته په توګه بيان شوی دی. نوموړی د لرغوني ادب يو نامتو يا ځلاند پوه، د ښوونځي غوره زده کوونکی او په عامه ويناوو کې تر ټولو لوړ ثابت شو». [۱۷]
نوموړي له راتلونکي “Lord Liverpool” [روبرت جنکينسن، د ليورپول دويم هغه اشرافي چې له مارکيس څخه ښکته واک لري] او همدرانګه (Granville Leveson-Gower) او (John Hookham Frere) سره ملګرتياوې ټينګې کړې. په ۱۷۸۹ ز کال کې يې د «د مکې حج» په نوم لاتيني شعر له امله انعام وګا ټه، چې په اکسفورډ نندارځي کې يې ولوست. کېننګ د ۱۷۹۱ ز کال په اوړي کې له اکسفورډ څخه د خپل لېسانس له تر لاسه کولو څخه وروسته د قانون تمرين [لوستل] پيل کړ، مګر سياست ته د ننوتلو هيله يې درلوده.
سياست ته ننوتل
[سمول]سټراټفورډ کېننګ د محافظه کار ګوند د وېګ ډلې غړی و او د همدې له امله يې په ۱۷۸۰ ز لسيزه کې خپل وراره د ډلې نامتو غړو، لکه: چارلس جېمز فوکس (Charles James Fox)، ايډمنډ برک (Edmund Burke) او ريچارد برېنسلي شيريډان (Richard Brinsley Sheridan) ته وروپېژاند. له شيريډان سره د جورج کېننګ ملګرتيا د شيريډان تر مړينې پورې دوام وکړ.
د جورج کېننګ تش لاسی شاليد او ټاکلو مالي سرچينو که څه هم په وېګ ډله کې روښانه سياسي راتلونکی ناشونی کړ. د وېګ ډلې سياسي ډلبندۍ [دندې] زياتره د نويو شتمنو صنعتي ټولګيو سره په يووالي د بډايه ځمکوالو اشرافو له لورې اداره کېدې. د وېګ ډلې له غړيو لکه برک “Burk” سره يو ځای اوسېدلو څخه پرته، کېننګ په خپله د ۱۷۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې وروسته له هغې د پام وړ خورا محافظه کار شو، چې د فرانسوي اوښتون پراخه راډيکاليزم يې په خپلو سترګو وليد. «سياسي غبرګون چې وروسته پېښ شو او ځوان (کېننګ) مخالفې پای ته ورساوه او د پاچهۍ او توريانو لپاره د هغه سخت دريځ د وېګ طنز ته اشاره وکړه، چې سړيانو زياتره خپلې کورتۍ بدلې کړې وې، مګر دا لومړی ځل دی چې يو هلک خپله کرتۍ بدله کړې وه». [۱۸]
کله چې کېننګ سياست ته د ننوتلو پرېکړه وکړه، نو د توري ډلې د مشر ځوان ويليم پېټ (William Pitt the Younger) ملاتړ يې وغوښت او تر لاسه يې کړ. کېننګ په ۱۷۹۳ ز کال کې له پېټ څخه په مننې د “Wight” پر ټاپو باندې د “Newtwon” لپاره د پارلمان غړی شو، چې ياده سيمه يوه ناوړه يا چټله ناحيه وه. په ۱۷۹۶ ز کال يې د خپل پارلماني مسلکي ژوند پر مهال د بېلابېلو ټاکنيزو حوزو د استازي په توګه وټاکل شو. [۱۹]
کېننګ په چټکۍ سره په بریتانوي سياست کې د يوه اغېزناک وياند او ليکوال په توګه راپورته شو. په پارلمان کې د نوموړي ويناوو او همدرانګه مقالو د پېټ پېروانو ته د وينا ځواک ورکړ، چې پخوا يې نه درلود. د هغه مهارتونو نوموړي ته په “Pittite” ډله کې د ګټې تر لاسه کول وروښودل، چې په کابينه کې د پرله پسې (تکراري) پرمختګونو تر څنګ يې خپلو سياستونو يا تګلارو باندې د نفوذ تر لاسه کولو لاره ورته هواره کړه. نوموړی د وخت په تېرېدلو سره يو نامتو عمومي ويناوال شو او له لومړنيو سياستپوهانو څخه و، چې په هېواد کې يې پراخه ټاکنيزه مبارزه وکړه.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118668234 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12233717s — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، платформа отвореног података، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).، Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). او Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — منښتلیک: Open License Invalid
<ref>
tag; name "b97eee7aef362661f5f0db1ac1b2ee3df96c42ce" defined multiple times with different content - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Canning — subject named as: George Canning — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c82vx6 — subject named as: George Canning — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9556 — subject named as: George Canning — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1484.htm#i14840 — subject named as: Rt. Hon. George Canning — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/canning-george — subject named as: George Canning
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=canningg — subject named as: George Canning
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14422 — subject named as: George Canning — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). او Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10661 — subject named as: George Canning — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — نسخهدريم — موضوع: Каннинг Джордж — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-george-canning — خپرېدونېټه: ۲۲ اپريل ۲۰۲۲
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Lua error in Module:Unicode_data at line 297: attempt to index local 'data_module' (a boolean value).
- ↑ Trevelyan, British History in the 19th Century: 1782–1901 (1922) p. 214
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ E. A. Smith, Lord Grey. 1764–1845 (Alan Sutton Publishing Limited, 1996), p. 242.
- ↑ Dixon (1976), pp. 4, 7.
- ↑ Adams, Henry, History of the United States of America during the Administrations of Thomas Jefferson, ISBN 0-940450-34-8, p. 968.
- ↑ Officially, the Tory name was not used. They were called Friends of Mr. Pitt.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1827ز مړينې
- 8 اگست مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای