جورج کرزن، د کډلسټون لومړی مارکوېس کرزن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج کرزن، د کډلسټون لومړی مارکوېس کرزن (زوکړه: د ۱۸۵۹ زکال د جنوري ۱۱مه – مړینه: د ۱۹۲۵ زکال د مارچ ۲۰مه) چې له ۱۸۹۸ زکال څخه تر ۱۹۱۱ زکال پورې د کډلسټون د لارډ کرزن او له ۱۹۱۱ زکال څخه تر ۱۹۲۱ زکال پورې د کډلسټون د ارل کرزن په توګه پېژندل کېده، بریتانوي چارواکی، محافظه کار سیاستوال او لیکوال و چې له ۱۸۹۹ زکال څخه یې تر ۱۹۰۵ زکال پورې د هند د نایب السلطنت یا وایسرا په توګه خدمت کړ.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، کرزن د بریتانیا د سنا جرګې یا د لارډانو د جرګې مشر و او د ۱۹۱۶ زکال له ډسمبر میاشتې راوروسته یې د لومړي وزیر ډیویډ لویډ جورج تر مشرۍ لاندې د جګړې په کوچنۍ کابینه او د جګړې په پالیسۍ جوړونکې کمېټه کې خدمت وکړ. نوموړي له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۴ زکال پورې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ.

په ۱۹۲۳ زکال کې کرزن د لومړي وزارت یو له مدعیانو څخه و، خو د بونارلاو په ګډون یو شمېر مخکښو محافظه کارانو د ده پر ځای سټنلي بالډوین د دغې څوکۍ لپاره غوره وباله.

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

کرزن په ۱۸۸۵ زکال کې د سالیسبوري د دریم مارکیوس شخصي یاور وټاکل شو او په ۱۸۸۶ زکال کې یې د سویل لویدیځ لنکاشر د سوتفورټ د استازي په توګه پارلمان ته لار ومونده. هغه په خپله لومړنۍ وینا کې په کورني حاکمیت او ایرلنډي ملت پالنې نیوکې وکړې چې وینا یې په بشپړه توګه په اکسفورډ کې د ویناوو په ډول وه: شجاعانه او واضحه، خو متکبرانه بڼه یې لرله او له کچې زیاته په ډاډمنه بڼه وه. په عوامه جرګه کې یې د راتلونکو ویناوو پر مهال تر ډېره ایرلنډ او همدارنګه په سنا جرګه کې اصلاحاتو ته چې ده ورنه ملاتړ کاوه اشاره لرله او په هماغه ډول یې ویناوې کولې. نوموړی له ۱۸۹۱ زکال څخه تر ۱۸۹۲ زکال پورې د هند لپاره د وزیر مرستیال او له ۱۸۹۵ زکال څخه تر ۱۸۹۸ زکال پورې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال و. [۱][۲]

آسیایي سفرونه او لیکنې[سمول]

کرزن د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل چې په دغو کې روسیې او مرکزي آسیا (۱۸۸۸ – ۱۸۸۹ زکال)، فارس (د ۱۸۸۹ زکال له سپټمبر څخه د ۱۸۹۰ زکال څخه تر جنوري میاشتې پورې)، سیام، فرانسوي هندوچین او کوریا ته سفرونه (۱۸۹۲ زکال) او په ۱۸۹۴ زکال کې په افغانستان او پامیر باندې پیاوړي برید، شامل وو. هغه د مرکزي او ختیځې آسیا توضېح کوونکي او هغو ته د اړوندو پالیسیو د مسایلو په اړه څو کتابونه ولیکل. د یو شجاع او پیاوړي سیلاني په توګه چې د ختیځې جغرافیا او ژوند سره یې لیوالتیا لرله د آمو سیند د منابعو اړوند یې د څېړنو له امله د سلطنتي جغرافیايي ټولنې مډال ترلاسه کړ. د هغه سفرونو لار برابره کړه څو نوموړی د اسیایي مسایلو اړوند وپوهېږي او د بریتانوي هند پر وړاندې له هغو څخه را ولاړېدونکې ستونزې مطالعه کړي، ورته مهال دغو سفرونو په نوموړي کې د خپل وطن او سلطنتي ماموریت اړوند یو ډول غرور رامنځته کړ. [۲]

کرزن باوري و چې روسیه د ۱۹مې پېړۍ وروسته د ۲۰مې پېړۍ تر لومړیو پورې د بریتانیا تر ټولو ارزښتمنې شتمنۍ یا بریتانوي هند ته پام وړ ګواښ و. په ۱۸۷۹ زکال کې روسیې د وریښمو د لارې په اوږدو کې د مرکزي آسیا د اوسپنې پټلۍ په جوړولو پیل وکړ چې په رسمي بڼه یوازې د سیمه ییز کنټرول په موخه وه. دغه د اوسپنې پټلۍ خزر (کسپین) سیند ته څېرمه له کیزل – سو ښار څخه چې پخوا کراسنودوسک نومېده (اوس مهال ترکمنباشي بلل کېږي) پیل کېده او سویل ختیځ لوري ته له قره قوم دښتې څخه په تېرېدو یې د عشق آباد له لارې د کپت داغ په غرونو کې دوام موند څو تجن ته ورسېږي. له همدې امله کرزن په مرکزي آسیا کې د روسیې تر عنوان لاندې خپل کتاب کې یو بشپړ فصل په هند باندې د بریتانیا د کنټرول پر وړاندې ګواښونو ته ځانګړی کړ. دغې د اوسپنې پټلۍ روسیه د هغه مهال د مرکزي اسیا له بډایه او اغېزمنو ښارونو له دې ډلې له خراسان سره نښلوله او دا وړتیا یې وربخښله څو په سیمه کې په چټکۍ ځواکونه ځای پر ځای او هغو ته تدارکات ورسوي. کرزن باوري و چې د روسیې او مرکزي آسیا ترمنځ متقابله اقتصادي اړوندتیا به په سیمه کې د بریتانیا ګټې وګواښي. [۳][۴][۵][۶]

د هند نایب السلطنتي (۱۸۹۹ – ۱۹۰۵ زکال)[سمول]

کرزن په ۱۹۰۱ زکال کې خپله مشهوره خبره وکړه، « تر هغه مهاله چې موږ په هند حکومت کوو، د نړۍ تر ټولو لوی ځواک به یو. خو که هغه مو له لاسه ورکړ له ځنډ پرته به دریمه درجه ځواک ته را ښکته شو». [۷]

نوموړی د ۱۸۹۹ زکال په جنوري کې د هند نایب السلطنت یا وایسرا وټاکل شو. نوموړی چې د ۱۸۹۷ – ۱۸۹۸ زکال د پاڅون له ځپلو لږ وروسته هند ته ورسېد د شمال لویدیځ خپلواکو قبایلو ته یې ځانګړی پام وکړ، هغه د شمال لویدیځ ایالت په نامه نوی ایالت جوړ کړ او د ځپونکي کنټرول سیاست ته یې مخه کړه. د هغو چارو په غبرګون کې چې ده «د انګریزي او اروپايي وګړو پر وړاندې وژونکي بریدونه» ګڼل، په کویټه دربار کې یې له سختو مجازاتو دفاع وکړه ځکه چې باوري و، دغه ډول مجازات به جنایات ختم کړي. [۸][۲]

کرزن په خپلو خصوصي مکتاباتو کې دغې موضوع ته فکر کاوه چې «آیا د قانون له مخې دا شونې ده چې دغه بدجنسه وحشتناکه کسان له اعدام وړاندې په قمچینو ووهل شي؟ که چېرې هغوی د اعدام په موخه یو لرې پراته بند ته یووړل شي، ایا کېدلای شي د هغو له لرې کولو وړاندې هغه په لومړني بند کې ووهل شي؟ زه باور لرم چې که چېرې موږ اعدامونه د څو اونیو لپاره وځنډوو او مجرم په عامه محضر کې په سمه توګه په قمچینو ووهو – حتی یوه قمچینه هم شونې نه ده – دا به د یو واقعي مخه نیونکي په توګه عمل وکړي. خو زه شک لرم چې د بریتانیا قوانین د هېڅ یو عملي اقدام پر وړاندې موسکا نه کوي». د هغه د حکومتولۍ پر مهال په دغه سرحدي سیمه کې پام وړ وسله واله مبارزه په ۱۹۰۱ زکال کې د مسیدو – وزیرو مبارزه وه. [۹]

په مرکزي آسیا باندې د کنټرول لرلو په موخه د بریتانیا او روسیې د سترواکیو ترمنځ د لویې لوبې په اډانه کې هغه د روسیې پر نیتونو بې باوره و. دغه چاره لامل وګرځېده نوموړی ایران ته د بریتانیا د سوداګرۍ د پیل لپاره کار وکړي او په ۱۹۰۳ زکال کې یې له فارس خلیج څخه هم لیدنه وکړه. کرزن په فارس خلیج کې د بریتانیا د انحصاري حضور اړوند بحث وکړ، دا هغه پالیسي وه چې په اصل کې یې جان مالکوم وړاندیز کړی و. د بریتانیا دولت له وړاندې څخه د فارس خلیج په سواحلو کې د سیمه ییزو قبیلو له مشرانو یا شیخانو سره هوکړې کړې وې. کرزن خپل دولت اړ کړ چې بریتانیا په ۱۸۹۹ زکال کې له کویټ سره د کړې هوکړې له مخې ځان د کویت غیررسمي ساتونکې معرفي کړي. په ۱۹۰۳ زکال کې د لنزډاون اعلامیې بیا څرګنده کړه چې بریتانیا به په فارس خلیج کې د بل هر اروپايي ځواک د پوځي حضور د رامنځته کېدو پر وړاندې مبارزه وکړي. یوازې څلور کاله وروسته دغه موضوع له منځه ولاړه او په ۱۹۰۷ زکال کې د روسیې او بریتانیا ترمنځ هوکړې د فارس خلیج د یوې بې پلوې سیمې په توګه اعلان کړ چې د دغې هوکړې یوه برخه هم د روسیې له پرمختګ څخه د هند د دفاع د پریمانه لګښتونو له امله وه. [۱۰][۱۱]

د ۱۹۰۳ زکال په وروستیو کې کرزن د فرانسېس یانګ هزبنډ په مشرۍ یو بریتانوي لښکر تبت ته ولېږه څو د روسیې د ښکاره مخکې تګ مخه ونیسي. له کمزورو تبتي مدافعینو سره له خونړیو جګړو وروسته د نوموړي ماموریت لهاسا ته هم نفوذ وکړ چېرې چې د ۱۹۰۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د لهاسا هوکړه لاسلیک شوه. [۱۲]

د بهرنیو چارو وزارت (۱۹۱۹ – ۱۹۲۴ زکال)[سمول]

له لویډ جورج سره اړیکې[سمول]

کرزن د ډیوېډ لویډ جورج ملاتړ له ځانه سره نه درلود. کرزن او لوید جورج په ۱۹۱۱ زکال کې د پارلماني کړکېچ له مهاله له یو بل څخه کرکه لرله. لومړي وزیر نوموړی تر ډېره په ځان مین او ځان خپله مهم ګڼونکی باله او ویل کېږي چې لومړي وزیر له ده څخه داسې ګټنه کوله چې ګویا په یو رول رایز موټر باندې یو پست کوم ځای ته لېږدوي؛ لویډ جورج بیا ډېر وروسته وویل چې چرچل له خپلو وزیرانو سره داسې چلند کاوه چې لویډ جورج هېڅکله هم له خپلو وزیرانو سره هسې چلند نه و کړی: «دوی ټول با ارزښته او مهم کسان و – خو یوازې له کرزن پرته». د کرزن له مړینې وروسته د هغه له خوا لیکل شوي پریمانه استعفا لیکونه وموندل شول. د دوی ترمنځ د مخالفت سربېره دواړو تر ډېره د دولتي پالیسیو اړوند هوکړه لرله. لویډ جورج د پوهې یوې خزانې ته اړتیا لرله چې کرزن هغه لرله، له همدې امله نوموړی د هغه لوی منتقد او هم مهاله د هغه پیاوړی ملاتړی و. ورته مهال کرزن له دې امله له لویډ جورج منندوی و چې د منځني ختیځ په چارو کې یې ورته په بشپړه توګه کاري خپلواکي ورکړې وه. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Mosley, Leonard (1961). Curzon: The End of an Epoch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Chisholm 1911.
  3. Curzon, Russia in Central Asia (1967), p. 314.
  4. Curzon, Russia in Central Asia (1967), p. 272.
  5. Denis Wright, "Curzon and Persia," The Geographical Journal 153#3 (November 1987): 343.
  6. Curzon, Russia in Central Asia p. 277.
  7. . (Catalogue ref: COPY 1/59 f.371). National Archives
  8. کينډۍ:London Gazette
  9. Kolsky, Elizabeth (October 2015). "The Colonial Rule of Law and the Legal Regime of Exception: Frontier "Fanaticism" and State Violence in British India". The American Historical Review. 120 (4): 1218–1246. doi:10.1093/ahr/120.4.1218. JSTOR 43696899. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Yapp, pp 655, 664.
  11. M. E. Yapp, "British Perceptions of the Russian Threat to India," Modern Asian Studies 21#4 (1987): 655.
  12. کينډۍ:Cite ODNB
  13. Michael Foot: Aneurin Bevan
  14. Johnson, Gaynor "Preparing for Office: Lord Curzon as Acting Foreign Secretary, January- October 1919." Contemporary British History 18.3 (2004): 56.
  15. G.H. Bennett, "Lloyd George, Curzon and the Control of British Foreign Policy 1919–22," Australian Journal of Politics & History 45#4 (1999): 479.