Jump to content

جورج ډبلیو. ژولیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج واشنګټن ژولیان (زوکړه: د ۱۸۱۷ زکال د مۍ ۵مه – مړینه: د ۱۸۹۹ زکال د جولای ۷مه نېټه) له انډیانا څخه سیاستوال، وکیل او لیکوال و چې د ۱۹مې پېړۍ پر مهال یې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې خدمت وکړ. د غلامۍ د پیاوړي مخالف په توګه نوموړی د ۱۸۵۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د آزادې خاورې د ګوند (Free Soil Party) په استازیتوب د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند و او ورپسې د امریکا د کورنۍ جګړې او د بیارغونې د دورې پر مهال مخکښ راډیکال جمهوریت غوښتونکی و.

دی د انډیانا په وین ښارګوتي کې وزیږېد او وروسته یې د همدغه ایالت په سنټرویل سیمه کې د حقوقي چارو یو دفتر جوړ کړ. نوموړي د وېګ ګوند د غړي په توګه د انډیانا د استازو د جرګې لپاره ټاکنې وګټلې. ده د غلامۍ ضد د آزادې خاورې په نامه ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه او د متحده ایالاتو د استازو د جرګې په ټاکنو کې بریالی شو، خو دغې جرګې ته په بیاځلي لارموندنه کې پاتې راغی. په کانګرس کې د دندې پر مهال د هومسټېډ قوانینو پر څېر د ځمکنیو اصلاحاتو یو له پیاوړو ملاتړو څخه و. له کانګرس څخه له وتو وروسته نوموړي په ۱۸۵۲ زکال کې د آزادې خاورې د ګوند په استازولۍ د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان نوماند او ټاکنیز ټکټ یې د ټولو رایو ۴.۹٪ برخه رایې خپلې کړې.

ژولیان د کانزاس – نبراسکا د قانون له تصویب کېدو وروسته د انډیانا د نوي تاسیس شوي جمهوري غوښتونکي ګوند مشر شو او د ۱۸۶۰ زکال په ټاکنو کې یې بیاځلي د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده. ده د ۱۸۶۲ زکال پر مهال د هومسټېډ قانون په تصویب کې مرسته وکړه او ورته مهال یې د غلامۍ د له منځه وړو غږ اوچټ کړ. په داسې حال کې چې د ولمسشر ابراهام لینکلن بشپړ ملاتړ یې له ځانه سره درلود، خو بیا یې هم د جګړې پر مهال د ولسمشر په یو شمېر سیاستونو نیوکه کوله او د لینکولن د بیارغونې د ساده وړاندیزونو پر ځای یې د وېډ – ډیویس له لایحې ملاتړ وکړ. ده د اساسي قانون دیارلسمې اصلاحیې ته مثبته رایه ورکړه چې پر مټ یې په متحده ایالاتو غلامي لغو شوه؛ سربېره پر دې یې د ۱۸۶۵ زکال په ټاکنیزو سیالیو کې له هویزر وګړي او د اتحادیې په پوځ کې د اوسپنیزې قطعې له قومندان سولومون مردیت سره کلکه مبارزه وکړه.

له جګړې وروسته د ولسمشر اندرو جانسون یو له پیاوړو منتقدینو څخه شو او د هغه د استیضاح غوښتنه یې وکړه. ده په ۱۸۶۸ زکال کې ښځو ته د رایو د ورکولو د حق اصلاحیه وړاندې کړه. له دې ټولو سره نوموړي په ۱۸۷۰ زکال کې د بیاځلي نوماندۍ په موخه چانس له لاسه ورکړ او بېرته یې په انډینا کې خپلو حقوقي چارو ته مخه کړه. ده د ولسمشر اولیس اس. ګرانټ له دولت سره مخالفت وکړ او د لیبرال جمهوري غوښتونکو مشر شو. وروسته له هغه چې ګرانټ د ۱۸۷۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لیبرال جمهوري غوښتونکو نوماند هوراس ګریلي ته ماته ورکړه، ژولیان د دیموکرات ګوند غړی شو. نوموړی په ۱۸۵۵ زکال کې د ولمسشر ګروور کلیولنډ له خوا د نیومکسیکو د ټول قلمرو نقشه اخیستونکی وټاکل شو. ژولیان د اوهایو د سیاستوال جاشوا ریډ ګیډېنګ زوم او د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د فعالې ګریس ژولیان کلارک پلار و.

لومړنی ژوند او زده کړې

[سمول]

جورج واشنګټن ژولیان د ۱۸۱۷ زکال د مۍ په ۵مه نېټه د انډیانا په وین ښارګوټي کې سنټروېل ته څېرمه وزیږېد. د هغه کواکر والدین، ایزاک او ربیکا ژولیان له شمالي کارولینا څخه انډیانا ته کډه شوي وو. ایزاک هغه مهال ومړ چې جورج شپږ کاله عمر درلود او په دې سره یې مور ته په یوازې ځان د شپږو ماشومانو د لویولو مسئولیت ور ترغاړې شو. [۱][۲][۳][۴][۵]

ژولیان په عامه ښوونځیو کې زده کړې وکړې او له مطالعې څخه یې ځانګړی خوند اخیست. هغه د اتلس کلنۍ په عمر د لنډ مهال لپاره د تدریس دنده ترلاسه کړه، خو په تدریس کې خوښ نه و او خپلې دندې ته یې تغیر ورکړ. په ۱۸۳۹ زکال کې یې یو ملګري ورته وویل چې وکیل شي، همدا و چې په سنټروېل کې یې د وکیل جان اس. نیومن په دفتر کې زده کړو ته مخه کړه. نوموړی د ۱۸۴۰ زکال پر مهال د انډیانا د وکیلانو په ډله کې ومنل شو او وړاندې له دې چې سنټروېل ته راوګرځي او له خپل مشر ورور جیکوب سره د وکالت په چارو کې شریک شي د انډیانا په ګرینفیلډ کې یې د حقوقي چارو دفتر پرانیست. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

واده او کورنۍ

[سمول]

ژولیان د ۱۸۴۵ زکال په مۍ میاشت کې له انا الیزابت فینچ سره واده وکړ، هغه کال چې نوموړي په کې د انډیانا عمومي اسمبلۍ ته لار ومونده. دوی دواړو درې ماشومان (اډوارډ، لوئیس او فردریک) لرل چې له دغو څخه دوه یې (اډوارډ او لوئیس) د ځوانۍ پر مهال مړه شول. انا د ۱۸۶۰ زکال د نومبر په ۱۵مه نېټه د ۳۴ کلونو په عمر د سل ناروغۍ له امله مړه شوه. فریدریک چې وروسته فلمي لوبغاړی شو په ۱۹۱۱ زکال کې ومړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ژولیان د ۱۸۶۳ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه له لورا ګیډېنګ سره واده وکړ چې د متحده ایالاتو په کانګرس کې د اوهایو د استازي جاشوا ریډ ګیډېنګ لور وه. ژولیان له خپلې دویمې مېرنې څخه د ګریس او پاول په نامه دوه ماشومان لرل. لورا په ۱۸۸۵ زکال کې مړه شوه. پاول ساختماني انجینر و او په ۱۹۲۹ زکال کې ومړ. ګریس ژولیان کلارک بیا په انډیانا پولیس کې د کلب غړې وه او همدارنګه د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په برخه کې فعاله وه. سربېره پر دې په انډیانا کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د ټولنې یو له بنسټګرو څخه وه. دې د نیومکسیکو د قلمرو څخه د نقشه اخیستو د چارو د مرستیال او همدارنګه د انډیانا د سنا جرګې له غړي چارلز بي. کلارک سره له واده کولو وروسته هم له خپل پلار سره نږدې اړیکې لرلې. دا یوه تکړه لیکواله وه چې څو کتابونه یې خپاره شوي و؛ سربېره پر دې یې له ۱۹۱۱ زکال څخه تر ۱۹۲۹ زکال پورې د انډیانا پولیس سټار اخبار د کالم لیکونکې په توګه کار کاوه. ګریس په ۱۹۳۸ زکال کې مړه شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سیاسي ژوند

[سمول]

ژولیان د خپل سیاسي ژوند پر مهال د مختلفو پنځو ګوندونو غړی و. ده د وېګ ګوند د غړي په توګه د انډیانا په عمومي اسمبلۍ کې خدمت وکړ او بیا یې د پڼځو دورو لپاره د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده؛ په دغه جرګه کې یې یوه دوره د آزادې خاورې د ګوند د استازي او څلور نورې دورې یې د یو جمهوري غوښتونکي په توګه تېرې کړې. سربېره پر دې نوموړی د ۱۸۵۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د آزادې خاورې د ګوند په استازولۍ د مرستیال ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند و، خو له یاد ګوند څخه ولسمشرۍ ته نوماند جان پي هېل او ژولیان د کومې الکټرال رایې له ترلاسه کولو پرته ماته وخوړه. په ۱۸۷۲ زکال کې له لیبرال جمهوري غوښتونکو سره مل شو او په ۱۸۷۷ زکال کې یې له دیموکراتانو ملاتړ وکړ. دی په ۱۸۸۴ زکال کې د دیموکرات ګوند غړی شو. نوموړی تر ډېره پورې له غلامۍ سره د شدید مخالفت او همدارنګه له ځمکنیو اصلاحاتو او د ښځو د رایو له حق څخه د ملاتړ له امله شهرت لري. ژولیان په دې استدلال سره د خپلو سیاسي اتحادونو د بدلون اړوند نیوکو ته ځواب وایه چې دغو ګوندونو د سیاسي مسایلو په ځانګړې توګه د غلامۍ اړوند خپل دریځونه بدل کړي وو په داسې حال کې چې په خپل دریځ کې یې هېڅ بدلون شتون نه درلود. [۲۱][۲۲]

مړینه او میراث

[سمول]

ژولیان د ۱۸۹۹ زکال د جولای په اوومه نېټه په ایروینګتون کې ومړ او مړی یې د انډیانا پولیس په کراون هېل هدیره کې خښ کړای شو. [۲۳]

هغه مهال چې نوموړي د متحده ایالاتو په کانګرس کې د انډیانا د اوسېدونکو استازولي کوله د خپل پیاوړي شخصیت او همدارنګه یې د امریکا د کورنۍ جګړې او د بیارغونې د دورې پر مهال د غلامۍ ضد اقداماتو له امله شهرت وموند. د ځمکنیو اصلاحاتو او د ښځو د رایو ورکولو د حق په برخه کې یې بیا لیوالتیا د غلامۍ سره د مخالفت په کچه نه وه. د هغه د مړینې د خواشینۍ په پیغام کې نوموړی د یو دولتي چارواکي پر ځای د یو راډیکال پالیسي جوړونکي سیاستوال په توګه یاد شوی او هغه یې «غوره ویناوال»، «پیاوړی لیکوال» او د خپلو موخو په برخه کې «تکړه اتل» بللی. ژولیان تل د «بې زغمه»، «متکبر» او «ځان سم ګڼونکي» اصلاح غوښتونکي په توګه پېژندل کېده چې زیارکښ و او پر خپلو باورونو کلک ولاړ و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ده د ستاینې په موخه د انډیانا پولیس ۵۷ نمبر ښوونځی یې په نوم ونومول شو. [۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. David J. Bodenhamer and Robert G. Barrows, ed. (1994). The Encyclopedia of Indianapolis. Bloomington and Indianapolis: Indiana University Press. p. 855. ISBN 0-253-31222-1.
  2. Centreville was renamed Centerville in 1893. See Gray, Ralph D. (1977). Gentlemen from Indiana: National Party Candidates, 1836–1940. Indianapolis: Indiana Historical Bureau. p. 32, note 1. ISBN 1-885323-29-8.
  3. Bodenhamer and Barrows, eds., p. 856.
  4. Leslie H. Southwick (1998). Presidential Also-Rans and Running Mates, 1788 Through 1996 (2nd ed.). Jefferson, NC: McFarland and Company. p. 235. ISBN 9780786403103.
  5. "Julian, George Washington, (1817 – 1899)". Biographical Directory of the United States Congress. نه اخيستل شوی 2016-11-30.
  6. Bodenhamer and Barrows, eds., p. 856.
  7. Linda C. Gugin and James E. St. Clair, ed. (2015). Indiana's 200: The People Who Shaped the Hoosier State. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 194. ISBN 978-0-87195-387-2.
  8. Grace Julian Clarke (1931). George W. Julian. Indianapolis: Indiana Historical Commission. pp. 45–48.
  9. "Julian, George Washington, (1817 – 1899)". Biographical Directory of the United States Congress. نه اخيستل شوی 2016-11-30.
  10. Linda C. Gugin and James E. St. Clair, ed. (2015). Indiana's 200: The People Who Shaped the Hoosier State. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 194. ISBN 978-0-87195-387-2.
  11. Seldon, p. 32.
  12. Seldon, p. 44.
  13. Patrick W. Riddleberger (1966). George Washington Julian, Radical Republican. Indianapolis: Indiana Historical Bureau. p. 134.
  14. Riddleberger, p. 312, footnote 1.
  15. Leslie H. Southwick (1998). Presidential Also-Rans and Running Mates, 1788 Through 1996 (2nd ed.). Jefferson, NC: McFarland and Company. p. 235. ISBN 9780786403103.
  16. Seldon, pp. 44, 53.
  17. Edward T. James, Janet Wilson James, and Paul S. Boyer, eds. (1971). Notable American Women 1607–1950: A Biographical Dictionary. Vol. 3. Cambridge, MA: Belknap Press. pp. 341–42. ISBN 0-67462-731-8. {{cite book}}: |author= has generic name (help)سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  18. Riddleberger, p. 312, footnote 1.
  19. Blanche Foster Boruff, compiler (1941). Women of Indiana: A Work for Newspaper and Library Reference. Indianapolis: Indiana Women's Biography Association. pp. 134, 262.
  20. Gugin and St. Clair, eds., p. 62.
  21. Linda C. Gugin and James E. St. Clair, ed. (2015). Indiana's 200: The People Who Shaped the Hoosier State. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 194. ISBN 978-0-87195-387-2.
  22. Gugin and St. Clair, eds., pp. 194–95.
  23. Douglas A. Wissing; Marianne Tobias; Rebecca W. Dolan; Anne Ryder (2013). Crown Hill: History, Spirit, and Sanctuary. Indianapolis: Indiana Historical Society Press. p. 84. ISBN 9780871953018.
  24. Southwick, p. 236.
  25. Seldon, p. 54.
  26. Seldon, p. 54.
  27. Roark, p. 27.
  28. "W. H. Bass Photo Company Collection: Public School no. 57, George W. Julian (Bass #B900)". Indiana Historical Society. نه اخيستل شوی 2016-12-01.