جورج مېسن
| جورج مېسن | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۱ ډېسمبر ۱۷۲۵[۱][۲][۳][۴][۵] |
| مړینه | 7 اکتوبر 1792 (67 کاله)[۶][۱][۲][۳][۴] |
| هديره | ویرجینیا |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال [۷]، د کروندګرو ډله |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۸] |
| سمول |
|
څلورم جورج مېسن (د ۱۷۲۵ز کال ډسمبر۱۱ــ د ۱۷۲۵ کال نوامبر۳۰) یو امریکايي د ځمکو څښتن، سیاستوال او په ۱۷۸۷ ز کال کې د امریکا د اساسي قانون د کنوانسیون پلاوي غړی او له هغو درېو استازو څخه و چې د امریکا د اساسي قانون له لاسلیک څخه یې ډډه وکړه. د هغه لیکنو د امریکا په سیاسي فکر او پېښو د پام وړ اغېز درلود چې له هغې ډلې يې دغه یادولای شو: د ۱۷۷۴ ز کال فیرفاکس ریزولس (Fairfax Resolves)، د ۱۷۷۶ز کال د ویرجینیا د حقونو اعلامیه، د ۱۷۸۷ز کال د حکومت د اساسي قانون د تصویب مخالفت. د مېسن له خوا لیکل شوې د ویرجنیا د حقونو اعلامیه د امریکا متحده ایالاتو د حقونو د لایحې اساس جوړوي او هغه د دې سند بنسټ اېښودونکی بلل کېږي.
مېسن په ۱۷۲۵ز کال کې د ویرجنیا ایالت په اوسنۍ فییرفاکس کونټۍ سیمه کې زیږېدلی دی. په تنکۍ ځوانۍ کې يې پلار له لاسه ورکړ او مور یې د ده تر ځوانۍ د کور چارې سمبالولې. مېس په ۱۷۵۰ز کال کې واده وکړ. هغه د ګنسټون هال جوړ کړ او د ځمکو د څښتن په توګه يې ژوند کولو او خپله ځمکه، کورنۍ او غلامان يې کاله کول. هغه د لنډې مودې لپاره د ویرجینیا ایالت په جرګه کې د ولس استازی و د ټولنې په چارو کې ښکېل و او کله يې د خپل ګاونډي جورج واشنګټن سره په ګډه خدمت کولو. هغه مهال چې د لويې بریټانیا او شمالي امریکا مستعمرو تر منځ ترینګلتیا په ډېرېدو وه نو مېسن د مستعمرو پلوي وکړه او د خپلې پوهې او تجربې څخه په ګټنه يې د دې انقلابي داعیې مرسته وکړه، په دې توګه هغه په ۱۷۶۵ز کال کې په (Stamp Act) مصوبې په اړه کار کولو باندې د لارو چارو موندلو په لټه شو او په ۱۷۷۵ز کال کې يې د ویرجنیا په څلورم خپلواکي پلوي کنوانسیون او په ۱۷۷۶ ز کال کې يې د ویرجنیا په پینځم کنوانسیون کې خدمت وکړ.
مېسن په ۱۷۷۶ ز کال کې د ویرجنیا د حقونو اعلاميې لومړۍ مسوده چمتو کړه او هغه له همدې لیکنې څخه د ویرجنیا د انقلابي کنوانسیون په وروستي متن کې تر ډېره کار واخیستل شو. هغه همدا رنګه د دولت لپاره اساسي قانون ولیکلو؛ ټوماس جیفرسن او نورو غوښتل چې په کنوانسیون کې خپلې مفکورې ځای پرځای کړي خو ویې لیدل چې د مېسن لیکنې پر وړاندې مقاومت شونی نه دی. د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال، مېسن د ویرجنیا عمومي مجمعې د استازو د پیاوړې جرګې غړی و خو له واشنګټن او نورو څخه د خپګان له امله يې د فیلادلفیا په اقلیمي کانګرس کې له خدمت ډډه وکړه او روغتیا او کورنۍ ستونزې یې بهانه کړې.
په ۱۷۸۷ز کال کې مېسن د اساسي قانون په کنوانسیون کې د خپل ایالت د پلاوي غړی ونومول شو او فلادلفیا ته يې سفر وکړ دا له ویرجنیا څخه بهر د هغه یوازینی اوږد سفر و. د اساسي قانون په ډېرو مادو کې د هغه اندونو ته ځای ورکړل شوی او مخکې له دې چې د اساسي قانون له لاسلیک کولو یې ډډه وکړي د میاشتو میاشتو لپاره يې په دغه اساسي قانون کار وکړ. د خپل مخالفت تر ټولو وتلی لامل يې د حقونو د لایحې نشتوالی یاد کړ. هغه همدا ډول غوښتل چې د غلامۍ سوداګرۍ ته دې سملاسي د پای ټکی کېښودل شي او د کښتیو چلولو مصوبو ته دې د اکثریت رای ورکړل شي، ځکه هغه وېره لرله چې پر بېړیو (چلولو) محدودیتونه به ویرجنیا ته ضربه ورسوي. هغه خپلې موخې ترلاسه نکړای شوې او یوځل بیا يې په ۱۷۸۸ ز کال کې د ویرجنیا تصویبوونکي کنوانسیون کې خپل د حقونو لایحې لپاره مبارزه وکړه. ویرجنیايي جېمز ماډېسن د ۱۷۸۹ز کال د لومړي کانګرس پر مهال د حقونو لایحه معرفي کړه. او په ۱۷۹۱ ز کال کې د مېسن له مړینې یو کال مخکې د هغه د حقونو لایحه له تعدیلاتو سره تصویب شوه. مېسن له مړینې وروسته دومره یاد نشو، خو بیا په ۲۰ او ۲۱مه پېړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو او ویرجنیا ایالت کې د هغه د خدمتونو درناوی وشو.
اصل او نسب، ماشومتوب او د ځوانۍ ژوند
[سمول]
د جورج مېسن غورنیکه لومړی جورج مېسن یو Cavalier ؤ چې د ۱۶۴۰ او ۱۶۵۰مو کلونو کې یو شمېر هغو Cavaliers امریکايي مستعمرو ته کډه وکړه چې د انګلستان په کورنۍ جګړه کې يې پوځي ماته خوړلې وه. هغه په ۱۶۲۹ز کال کې د انګلستان د ورسټرشایر په پېرشور سیمه کې زېږېدلی و. جورج مېسن د ویرجنیا ایالت په اوسنۍ سټافورډ سیمه کې مېشت شو او دې مستعمرې ته يې د خپلې کورنۍ او خدمتکارانو د راوستلو په بدل کې ځمکه ترلاسه کړه. هغه مهال قانون داسې و چې د ویرجنیا مستعمرې ته د راوستلي هر سړي پر سر یې ۵۰ جریبه ځمکه ورکوله. د هغه زوی، دویم جورج مېسن (۱۶۶۰-۱۷۱۶) لومړی سړی و چې هغه سیمې ته وکوچېد چې په ۱۷۴۲ ز کال کې فییرفاکس وبلل شوه او وروسته د انګلستان او ځايي امریکاييانو د کنټرول سیمو په پوله واوښته. درېیم جورج مېسن (۱۶۹۰-۱۷۳۵) د خپل پلار او نیکه په څېر د ویرجنیا ایالت په جرګه کې او همدې توګه د خپلې سیمې د بریدمن په توګه خدمت وکړ. د څلورم جورج مېسن مور، ان ټامسن مېسن، د ویرجنیا ایالت د پخواني لوی څارنوال لور وه چې د لندن څخه کوچېدلي وو او د یورک شایر کورنۍ څخه و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
هغه مهال استعماري ویرجنیا لږ سړکونه درلودل او ډېری سوداګری د کښتیو په مرسته د چېساپیک خلیج او د پوټوماک او راپاهاننوک سیندونو له لارې ترسره کېده. ډېری وګړي د سیندونو سره نږدې سیمو کې مېشت کېدل او په دې توګه د ځمکو څښتنانو کولای شول چې له نړۍ سره سوداګري وکړي. همدا وو چې په استعماري ویرجنیا کې یو څو ښارګوټي جوړ شول، ځکه خلکو تر ډېره خپلې چارې په خپله سمبالولې او څه ته یې چې اړتیا وه له پېرودلو پرته یې ترلاسه کړي. په پلازمېنه ویلیامسبرګ کې به هم د ولسي جرګې د رخصتیو پر مهال لږ فعالیت لیدل کېده. ځايي سیاستونه د ځمکو د سترو څښتنانو لکه مېسن خېلو په قبضه کې وو. د ویرجنیا اقتصاد د دې ایالت له اصلي محصول، تمباکو، سره هم پورته لاړ او هم راولوېد او بريټانیې ته د صادراتو له امله وغوړېد. [۱۴][۱۵]
څلورم جورج مېسن په همدې چاپېریال کې د ۱۷۲۵ز کال د ډېسمبر میاشتې په ۱۱نېټه وزېږېد. که څه هم د هغه کورنۍ په سټافورډ سیمه کې ځمکې لرلې (د هغه پلار او نیکه هم هلته زېږېدلي وو او د هغه پخوانیو نسلونو د ویرجنیا په ولسي جرګه کې د ولس استازولي کوله). خو مېسن په ډګ تنګي (وروسته مېسن تنګي) کې د خپل پلار په ځمکو کې وزېږېد. د هغه مور او پلار د مریلنډ ایالت د پوټوماک په ځمکو کې چې مور ته يې په مېراث پاتې شوې هم اوسېدلی و او کېدای شي دغه سیمه هم د هغه د زوکړې ځای وي. [۱۶][۱۷]
د ۱۷۳۵ز کال د مارچ په ۵ نېټه درېیم جورج مېسن له پوټوماک څخه د تېرېدو پر مهال د کښتۍ د چپه کېدو له امله ومړ. د هغه کونډې، ان، د دوی زوی جورج (چې هغه مهال لس کلن و) او دوه خور او ورور د ویرجنیا د مدافع وکیل جان مېرسر له خوا یې سرپرستي کېده ان- مېسن د خپل مېړه د میراث په ځمکه په چوپاوامسیک کریک (د ویرجنیا ایالت نننۍ پرېنس ویلیام سیمه) کې ژوند پيل کړ او هلته له خپلو ماشومانو سره اوسېده او تر ۲۱ کلن کېدو پورې يې د خپل مشر زوی د ځمکو چارې سمبالولې. مېسن ته په ۲۱ کلنۍ کې له پلار څخه ډېر جایدادونه په میراث پاتې شول چې په ویرجنیا او مریلنډ کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او په لوېدیځه برخه کې هم زرګونه جریبه شاړې ځمکه وه. مېسن ته د هغه د پلار غلامان هم په میراث پاتې شول چې شمېر یې شاوخوا درې سوه تنه وو. [۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tf004j — سکالو پېژند: George Mason — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/681 — سکالو پېژند: George Mason — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb145473169 — سکالو پېژند: George Mason — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=masong — سکالو پېژند: George Mason
- ↑ سکالو پېژند: George Mason — PLWABN ID: https://dbn.bn.org.pl/descriptor-details/9810559846305606
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Mason — سکالو پېژند: George Mason — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ https://history.house.virginia.gov/search
- ↑ idRef پېژند: https://www.idref.fr/128426292 — خپرېدونېټه: ۲۳ می ۲۰۲۰ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Copeland & MacMaster، مم. 54–55.
- ↑ Miller، م. 4.
- ↑ Pikcunas، م. 20.
- ↑ Copeland & MacMaster، م. 1.
- ↑ Miller، م. 3.
- ↑ Miller، مم. 3–7.
- ↑ Miller، مم. 11–12.
- ↑ Copeland & MacMaster، م. 65.
- ↑ Broadwater، مم. 1–3.
- ↑ Mahoney, Dennis (1986). "Mason, George". Encyclopedia of the American Constitution.
- ↑ Copeland & MacMaster، مم. 84–85.
- ↑ Copeland & MacMaster، مم. 65–67.
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1792ز مړينې
- 7 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P119
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
