جنسي اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


جنسي اوښتون/انقلاب (په انګلیسي: Sexual Revolution)، چې د جنسي ازادۍ وخت په توګه هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز غورځنګ ؤ چې په متحده ایالاتو او پرمختللې نړۍ کې یې له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې د جنسي لېوالتیاوو او ذات‌البیني اړیکو اړوند چلندونو په تړاو دودیز قوانین له لویې ننګونې سره مخ کړل. جنسي ازادي، د مخالف جنسونو دودیزې یوځای کېدنې او یوازې له یوې مېرمنې یا نارینه سره (تر ډېره د واده له‌لارې) د اړیکو درلودلو پرته د جنسي معاشرت منل وو. نوموړي اوښتون یو لړ پایلې له ځان سره راوړې؛ لکه: د امېدوارۍ ضد درملو په څېر د حمل اخېستنې د مخنیوي طریقو، عمومي بربنډتوب، پورنوګرافي، مخکې تر واده جنسي اړیکې، همجنس‌پالنې، استمنا، د جنسي لېوالتیاوو نورو بڼو عادي کېدنه او د جنین سقط قانوني کېدنه.[۱][۲][۳][۴]

ريښې[سمول]

لومړی جنسي اوښتون[سمول]

د لوېدیځې نړۍ په هڅوب کې یوشمېر نورې دورې د «لومړي جنسي اوښتون» په نامه یادې شوې دي، چې د ۱۹۶۰ز لسیزې اوښتون دوه‌یم (یا وروستی) ګڼل کېږي. په دقیقه توګه د «جنسي اوښتون» ګړنه لږ تر لږه د ۱۹۲۰ز لسیزې له وروستیو راهیسې کارول کېږي. دغه ګړنه د ۱۹۲۹ز کال په لومړیو کې څرګنده شو؛ د «ایا جنسي اړیکه اړینه ده؟ یا، ولې خپله غوره شوې لاره ولې احساسوئ» کتاب، د جېمز توربر او الوین بروکس وایټ لیکنه، د «جنسي اوښتون: د واړې جنسي صحنې یوه کابو بشپړه پلټنه» تر سرلیک لاندې یو څپرکی لري. د کونستانتین دوشېنکو څرګندونې له‌مخې، دغه ګړنه په ۱۹۲۵ز کې په شوروي روسیه کې کارېدله.[۵][۶]

کله چې د جنسي اوښتون خبره منځ‌ته راځي، مورخان لومړی او دوه‌یم جنسي اوښتونونه سره جلا ګڼي. په لومړي جنسي اوښتون (۱۸۷۰ تر ۱۹۱۰ز) د وېکټوریا اخلاقو خپل نړیوال جذابیت او اغېزه له لاسه ورکړه. خو بیا هم، په‌دې سره «ټولنه بې‌دسپلینه او اختیاري نه‌شوه». له دغې دورې څخه د عبرت یوه بېلګه د جنسي لېوالتیاوو راولاړېدل او د هغو د بېلابېلو بڼو په تنظیمولو د توپیرونو رامنځ‌ته کېدل دي.[۷]

څرنګه چې د مسیحیت معیارونو په لرغوني روم کې د جنسي لېوالتیا اړوند معیارونو ځای نیولی ؤ او د روم ټولواکمنۍ کې هم منل شوی ؤ، د کلاسیکو مطالعاتو پروفیسور «کایل هارپر» د معیارونو دغې ځای په ځای کېدنې لپاره د «لومړي جنسي اوښتون» عبارت کاروي. رومیانو فحشا، دوه‌جنس‌پالنه او د هلکانو ساتل (بچه‌بازي) ومنل او هغه یې قانوني کړل. د نارینه‌توب تر پاتې کېدنې پورې، د نارینه‌وو عیاشي طبیعي او سالمه ګڼل کېده او په‌دې معنی ؤ چې جنسي شریک ځیرک او ښه دی. له بلې خوا، د پتمنو او درنو مېرمنو لپاره د ښځې عفت او سپېڅلتوب اړین ؤ، ترڅو د کورنۍ اصل او نسب استحکام تامین شوی وي. د همجنس‌پالنې کړنو او له واده پرته هر ډول جنسي اړیکو (له غلامانو او بدلمنو ښځو سره د اړیکو په شمول) په هکله د مسیحیت بندیزونو د تفکر نوموړو بڼو ځای ونیوه. [۸]

د تاریخ پروفیسور فرامرز نوشير دبهويوالا، د روښانتیا پېر (کابو اتلسمه پېړۍ)، په بریتانیا کې د بدلون یوې سترې دورې په توګه یادوي. د دغه پېر په اوږدو کې، د لیبرالیزم فلسفې پراختیا ومونده او متداوله وګرځېده او ښارونو ته د کډې کولو له‌امله جنسي اړیکو لپاره زمینه لا برابره شوه او د کوچنیو کلیو په پرتله، په ښارونو کې د قوانینو نافذ کول لا ستونزمن شول. په کاتولیکې کلیسا کې جنسي ناوړو چلندونو د مذهبي چارواکو اعتبار کمزوری کړ او د ښاري پولیس ځواکونو په رامنځ‌ته کېدو سره زمینه برابره شوه ترڅو د جنایت او ګناه توپیر وشي. په ټولیز ډول، د فحشا، معشوقه ساتنې او مخکې تر واده جنسي اړیکې په شمول، له واده پرته د مخالف جنسونو جنسي اړیکو ورځ په ورځ عادي بڼه نیوله. که څه هم دغه کړنې، د عیاشۍ په توګه، د ګڼ‌شمېر کسانو له‌خوا لا تراوسه غندېږي، خیانت هغومره جنایي جرم او د اعدام سزا وړ نه‌ګڼل کېږي چې د یوې مدني مسألې بڼه یې غوره کړې ده. په ټولیزه توګه، استمنا، همجنس‌پالنې او جنسي تېري لا لږ حساسیتونه راوپارول. ښځې، چې د نارینه‌وو په څېر عیاشې ګڼل کېدې، منفعلو جنسي شریکانو حالت یې غوره کړ، چې د لمنۍ سپېڅلتوب یې د حیثیت او نېکنامۍ لپاره مهم ګڼل کېدل. [۹][۱۰]

د تاریخ پروفیسور کېوین ف. وایټ په څېر تبصره کوونکو، د زرینې شلمې پېړۍ یادولو په موخه د «لومړي جنسي اوښتون» عبارت کارولی دی. د وېکټوریا پېر فکري بڼو د لومړۍ نړیوالې جګړې او په متحده ایالاتو کې پر الکولو باندې له بندیز لګولو سره، تر یوه بریده خپل ثبات له‌لاسه ورکړ. په ورته مهال کې، «د ښځو د رایي کارولو حق غورځنګ» د رایې ورکولو حقونه ترلاسه کړل او د «فلاپرې انجلۍ» په فرعي هڅوب کې د واده دمخه جنسي اړیکې او «د معشوقو مېلمستیاوې» شاملې وې (فلاپره په امریکا کې، په ۱۹۲۰ز لسیزه کې هغې پېغلې انجلۍ ته ویل کېدل چې لنډې لمنې به یې اغوستې، وېښتان یې لنډول، سګرټ یې څکول او شراب به یې څښل).[۱۱]

رامنځ‌ته کېدنه[سمول]

د غیردودیزو جنسي چلندونو شاخصونه (لکه د سوزاک ناروغۍ خپرېدل، او له واده پرته ولادتونه، او د تنکیو پېغلو امېدوارۍ) په بې‌ساري ډول د ۱۹۵۰ز لسیزې له نیمایي څخه تر وروستیو پورې راولاړ شول. دغو پېښو د ښځو جنسي لېوالتیاوو، همجنس‌پالنې، تر واده مخکې جنسي اړیکو او د جنسي بیان ازادۍ په هکله لیدلوري په ژوره توګه بدل کړل. [۱۲]

د وېلهلم رایش او آلفرېد کینزي په څېر ساپوهانو او ساینس‌پوهانو پر دغو بدلونونو باندې اغېزناکه ونډه درلوده. همدا راز، بدلېدونکي آداب او دودونه د هغې دورې په ادبیاتو او فلمونو، او د ۱۹۶۰ز لسیزې ضد هڅوب، د مېرمنو غورځنګ او د همجنس‌پالو حقونو غورځنګ په شمول ټولنیزو غورځنګونو له‌خوا منعکس شول. [۱۳][۱۴][۱۵]

جنسي اوښتون د هغو کسانو له‌لورې پيل شو چې په ګډه یې د جنسي ځپنې پر ناوړې اغېزې باندې باور درلود او دا د وېلهلم رایش، د. ھ. لاورېنس، زیکموند فروید او سورریالیست غورځنګ له‌خوا وړاندې شوی لیدلوری ؤ.

ضد هڅوب غوښتل ترڅو ذهن او جسم راوسپړي او خپله شخص په بشپړه توګه د مُډرنې امریکا له اخلاقي او قانوني جنسي محدودیتونو او همدا راز د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ز لسیزو له اخلاقیاتو څخه ازاد کړي. د ۱۹۶۰ز لسیزې جنسي اوښتون له داسې یوه باور څخه رابهر شو چې جنسي شهوت باید د ژوند د یوې طبیعي برخې په توګه ومنل شي او د کورنۍ، صنعتي شوي جنسي اخلاق، مذهب او دولت له‌خوا ونه‌ځپل شي.[۱۶][۱۷]

په ۱۹۶۰ز کې د امېدوارۍ ضد درملو وده وکړه او په‌دې سره ښځې وتوانېدې ترڅو له حمل‌اخېستنې څخه په لا ډاډه او اسانه توګه مخنیوی وکړي. په نسایي او ولادې برخه کې ستر پرمختګ د احتمالي لاملونو له جملې څخه یو بل لامل ؤ، داسې چې د ماشوم زېږولو له‌امله د ښځینه‌وو د مړینې کچه خورا راټیټه شوه او په پایله کې د ښځو د ژوندي پاتې کېدنې تمې او هیلې لا لوړې شوې. درېیم غیرمستقیم لامل، په ۱۹۴۰ او د ۱۹۵۰ز لسیزې په لومړیو کې، په ټولې لوېدیځې نړۍ کې د زیات‌شمېر ماشومانو زېږېدنه وه – «د ماشومانو لوی نسل» – چې ډېري یې په هوساینه او خوندي شرایطو کې، د وګړو په منځنۍ ټولنیزې طبقه کې لویېدل او د پخوا هر وخت په پرتله د زده‌کړې او تفریحي پروګرامونو زمینه ورته لا زیاته برابره وه. هغو، د خپل ډېموګرافیک وزن (د نفوس ګڼ‌والی) او ټولنیز او تحصیلي مخینې له‌مخې، ټولنه د لا اختیاري او نامتداولو لیدلورو او فکري بڼو په لور ولېږدوله. [۱۸]

د پنسلین په کشف سره، د سفلیس ناروغۍ له‌امله د مړینو په کچه کې د پام وړ کموالی راغی، چې دا په خپل وار سره د ۱۹۵۰ز لسیزې له نیمایي څخه تر وروستیو پورې د غیردودیزو جنسي اړیکو د زیاتېدو لامل وګرځېده.[۱۹][۲۰]

د بالغو مجردانو ترمنځ جنسي مخالفتونو زیاتوالی وموند. په دغه موده کې د طلاق کچه په بې‌ساري توګه لوړه شوه او د ودونو په شمېر کې د پام‌وړ کموالی راغی. په ۱۹۶۰ز کې د شلو او څلورویشتو کلنو ترمنځ مجردو امریکایی وګړو شمېر 4.3 میلیونو ته رسېده او په ۱۹۷۶ز کې دغه شمېر له دوه برابره څخه هم تېری وکړ او 9.7 میلیونو سره یې اړخ ولګوه. ښځو او نارینه‌وو ورو، ورو د خلاص واده (هغه واده چې د توافق له‌مخې، دواړه خواوې کولای شي له درېیم وګړي سره هم جنسي اړیکې ولري، پرته له‌دې چې دغه کړنه خیانت وګڼل شي)، د جنسي شریک بدلولو، نوساني جنسي اړیکو او ډله‌ییزو یا مشترکو جنسي اړیکو بنسټونه پرانېستل او په‌دې توګه د واده د بڼې بدلولو په لټه کې وو.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Allyn, David (2000). Make Love, Not War: The Sexual Revolution. Little, Brown and Company. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-316-03930-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Abc-Clio". Greenwood.com. مؤرشف من الأصل في July 9, 2011. د لاسرسي‌نېټه November 5, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Germaine Greer and The Female Eunuch
  4. Escoffier 2003، ص. 47.
  5. Thurber, James; White, E. B. (1929). Is sex necessary? or, why you feel the way you do. WorldCat. Blue Ribbon Books. OCLC 877647. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Solovyova, Julia (October 28, 1997). "Mustering Most Memorable Quips". The Moscow Times. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The First Sexual Revolution: The Emergence of Male Heterosexuality in Modern America. Kevin White (New York: New York University Press: 1992)
  8. Kyle Harper (January 2018). "The First Sexual Revolution / How Christianity transformed the ancient world". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Faramerz Dabhoiwala (2012). The Origins of Sex: A History of the First Sexual Revolution. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199892419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Origins of Sex: A History of the First Sexual Revolution". HistoryExtra. February 14, 2012. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kevin F. White (1992). The First Sexual Revolution: The Emergence of Male Heterosexuality in Modern America. New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814792582. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Francis, Andrew (2013). "The Wages of Sin: How the Discovery of Penicillin Reshaped Modern Sexuality". Archives of Sexual Behavior. 42 (1): 5–13. doi:10.1007/s10508-012-0018-4. PMID 23054260. S2CID 24253086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Turner, Christopher (July 8, 2011). "Wilhelm Reich: The Man Who Invented Free Love". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Brown, Theodore M.; Fee, Elizabeth (1948). "Sexual Behavior in the Human Male". American Journal of Public Health. 93 (6): 896–897. doi:10.2105/AJPH.93.6.896. PMC 1447862. PMID 12773347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Sexual Revolution, 1960 – 1980". د اصلي آرشيف څخه پر January 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kevin Slack, "Liberalism Radicalized: The Sexual Revolution, Multiculturalism, and the Rise of Identity Politics," "Liberalism Radicalized: The Sexual Revolution, Multiculturalism, and the Rise of Identity Politics". مؤرشف من الأصل في October 2, 2013. د لاسرسي‌نېټه October 10, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Isserman, Maurice (2012). America Divided. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 138–140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-976506-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "A Brief History of Birth Control in the U.S." Our Bodies Our Selves: Information Inspires Action. December 14, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Francis, Andrew (2013). "The Wages of Sin: How the Discovery of Penicillin Reshaped Modern Sexuality". Archives of Sexual Behavior. 42 (1): 5–13. doi:10.1007/s10508-012-0018-4. PMID 23054260. S2CID 24253086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Did Penicillin Kickstart the Sexual Revolution?". January 29, 2013. مؤرشف من الأصل في October 5, 2013. د لاسرسي‌نېټه October 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Brown, Callum G. "Sex, Religion, and the Single Woman c.1950–75: The Importance of a 'Short' Sexual Revolution to the English Religious Crisis of the 1960s." 20th-Century British History, 22, 2, 2010, pp. 189–215
  22. Kahn, Ashley (1998). Rolling Stone: The 1970s. Boston: Little, Brown and Co. د کتاب پاڼي 54–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780316759144. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Sexual Revolution, 1960 – 1980". د اصلي آرشيف څخه پر January 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)