جمهوریت غوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جمهوريت غوښتنه یو سیاسي لیدلوری دی چې اساس یې د جمهوري نظام په بڼه دولت دی. له تاریخي اړخه، دا ډول نظام د اقلیت استازو یا اولیګارشي (د څو تنو حکومت) څخه تر ولسواکه حاکمیت پورې دی. دې نظام ډول ډول تعریفونه او تفسیرونه درلودل چې د تاریخي شرایطو او میتودولوژیک چلند سر سم پراخ توپیر لري.

جمهوریت غوښتنه ښایي د سیاست او حکومتوالۍ لپاره په غیر آیډیالوژیکي علمي چلند هم دلالت وکړي. لکه څنګه چې جمهوري غوښتونکي اندیال او د متحده ایالاتو دوهم ولسمشر جان آدمز، د متحده ایالاتو د متحده ایالاتو د حکومت د اساسي قانون دفاع تر سرلیک لاندې په مشهور اثر  کې وویل، "د سیاست پوهه د ټولنیزې خوښۍ پوهه ده" او جمهوریت د حکومت هغه بڼه ده چې په مناسب ډول سیاسي پوهه د منطقي طرح شوي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره پلې کوي. دا تګلاره چې آیدیالوژیکي تګلارې په پرتله، د حکومتوالۍ په برخه کې د تېرو تجربو او آزمایښتونو د سختې مطالعې او پلي کولو له لارې د حکومتوالۍ په ستونزو کې له عملي میتودولوژۍ څخه کار اخلي. دا هغه تګلاره ده چې کولای شو د جمهوري غوښتونکو اندیالانو لکه نیکولو مکیاویلی (لکه څنګه چې د لیوی په اړه د هغه بحثونه تر نوم لاندې د هغه په اثر کې څرګندېږي)، جان آډمز، او جیمز مډیسون په لیدلوري کې په غوره بڼه تشرېح کړو. [۱]

د "جمهوریت" کلمه د لاتیني اسمي عبارت څخه (res publica ) څخه چې د عامه شي په معنی ده، اخیستل شوې، چې د حکومت هغه سیستم ته اشاره کوي چې په شپږمه پېړۍ مخکې له میلاد نه، له هغه وخت وروسته را څرګند شو چې د لوسیوس جونیوس برتوس او کولاتینوس پاچاهان وشړل.  [۲]

د روم په دولت کې د حکومت دا بڼه، له میلاد نه مخکې د لومړۍ پېړۍ په وروستیو کې ړنګه شوه، او مطلقه شاهي ډوله نظام ته یې لاره ورکړه، که څخه هم دا نوم نه و ورکړل شوی. ورپسې جمهوریتونه بیا تکرار شول، د بېلګې په توګه، د رنسانس فلورانس یا د  اوسنۍ بریتانیا لومړي حکومتونه. د جمهوریت مفهوم د شمالي امریکا په بریتانوي مستعمېرو کې یو پیاوړی ځواک شو، چې په هغه ځای کې یې د امریکا له انقلاب سره مرسته وکړه. په اروپا کې، دې د فرانسې د انقلاب او د ۱۷۹۲ – ۱۸۰۴ کلونو د لومړي فرانسوي جمهوریت له لارې، دې لیدلوري ډېر ملاتړ ترلاسه کړ.

د جمهوریت غوښتنې د پراختیا تاریخچه[سمول]

کلاسیسک مقدمات[سمول]

لرغونی یونان[سمول]

په لرغوني یونان کې، څو فیلسوفانو او تاریخ پوهانو هغه عناصر تحلیل او تشرېح کړل چې موږ یې اوس د کلاسیک جمهوریت غوښتې په توګه پېژنو. له دودیز اړخه، د "politeia" یوناني مفهوم په لاتین کې د res publica په توګه ژباړل شوی. په پایله کې، تر وروستیو پورې سیاسي تیوري زیاتره وختونه د "رژیم" عمومي مفهوم ته جمهوریت کارو. له هغې دورې هېڅ کومه لیکل شوې جمله یا تعریف نشته چې د "جمهوریت" د اصطلاح د اوسني مفهوم سره سمون ولري خو د اوسني تعریف زیاتره اړینې ځانګړتیاوې د افلاطون، ارسطو او پولیبیوس په آثارو کې لیدل کېږي. پدې کې د مختلط حکومت او ټولنیزې تقوا نظریات شته. د بېلګې په توګه، په جمهوریت کې، د مطلوبو واکمنانو په اړه افلاطون د شخصي تقوا ('عادل سړی') سربېره د ټولنیزې تقوا (غوره موخې) په ارزښت ډېر ټینګار کوي. په حقیقت کې، په پنځم کتاب کې، افلاطون ټینګار کوي چې تر هغه وخته پورې چې حاکمان د فیلسوفانو (سقراط) فطرت و نه لري یا فیلسوفان واکمن نه وي، هېڅ ټولنیزه سوله او خوښي نشي راتلای.  [۳]

د لرغوني یونان یو شمېر ښاري دولتونه لکه آتن او سپارتا، "کلاسیک جمهوریتونو" ګڼل شوي، ځکه دوی په تقنین او سیاسي پرېکړو کې د اتباعو پراخه مشراکت درلود. ارسطو کارتاج ښار هم جمهوریت ګڼه ځکه چې د یونان د ځینو ښارونو، په ځانګړې توګه سپارتا په څېر یې سیاسي سیستم درلود خو د ځینو نیمګړتیاوو څخه یې سترګې پټولې چې دوی یې اغېزمن کړل.

لرغونی روم[سمول]

لیوی، یو رومي تاریخ لیکونکي دواړو، او همدارنګه پلوتارک، چې د ژوندلیکونو او اخلاقي مقالو له امله شهرت لري، د روم د تقنیني بهیر څرنګوالی، په ځانګړې توګه له شاهی نظام څخه جمهوریت ته د لېږد په وخت کې، همدارنګه ورسپي د یونان بېلګې، تشرېح کړي دي. د دې تاریخ یوه برخه، چې له دې پېښو څخه نږدې ۵۰۰ کاله وروسته ترتیب شوې او لږو معتبرې لیکلې سرچینې لري، کېدای شي جعلي بیالیکنې وي.  

یوناني تاریخ لیکونکی پولیبیوس، چې له میلاد نه مخکې د دوهمې پېړۍ په نیمایي کې یې لیکنې کړې دي، په (۶ کتاب کې) د مدیترانې په سمندرګي د روم په پراخ تسلط کې د روم جمهوریت د اداري بڼې په وڼډه ټینګار کړی. د روم جمهوریت د اساسي قانون په اړه، پولیبیوس په خپله لیکنه کې دا نظام د "مختلط" حکومت په توګه تشرېح کړی. پولیبیوس په ځانګړې توګه د روم نظام د شاهي، اشرافي او ولسواکۍ ترکیب ګڼلی دی، چې د روم جمهوریت په داسې ډول رامنځ ته شوی چې د هر نظام له قوت څخه یې ګټه اخیستې تر څو د نورو کمزورتیاوې جبران کړي. د نوموړي په اند، د روم جمهوریت مختلط نظام رومیانو ته د کورنۍ سوکالۍ کچه د هر بل تجربه شوي حکومت په پرتله ډېره لوړه کړې وه. د دې ترڅنګ، پولیبیوس ادعا وکړه چې د کورنۍ سوکالی نسبي کچې چې رومیان ترې خوند اخیست دوی ته د مدیترانې د فتحې لاره هواره کړه. کله چې سیسرو له میلاد نه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې، سیاسي-فلسفي اثر تر کار لاندې درلود، د پولیبیوس تر خورا لوی نفوذ لاندې راغی. د دې آثارو په یوه کې چې د De re publica ترنوم لاندې دی، سیسیرو د res publica رومي مفهوم د یونان پولیټیا سره یوځای کړ. [۴]

عصري اصطلاح "جمهوریت"، د رومي res publica سره مترادف نده، سره له دې چې د هغې مشتق دی. د res publica اصطلاح د څو معناوو څخه، یوه زیاتره "جمهوریت" ژباړل کېږي، چې لاتینې اصطلاح د شاهانو د دورې او د سترواکانو د دورې ترمنځ د روم دولت او د هغه د حکومت بڼې ته اشاره کوي. د دې کلمې د عصري معنې پر بنسټ، د روم جمهوریت بیا هم د ریښتیني جمهوریت په توګه تعریف کېدای شي، که څه هم په بشپړ ډول سمون نه لري. په دې توګه، د روښانتیا دورې فیلسوفانو د روم جمهوریت د یو بېلګه نظام په توګه انګېري ځکه چې پدې کې د واکونو د منظم بېلوالي په څېر نورې ځانګړتیاوې ګډون لري.

روميانو د سترواکیو په لومړيو وختونو کې خپل دولت ته لا هم "Res Publica"  ويل ځکه چې ظاهراً، د دولت تشکیل د لومړیو سترواکانو له خوا په پراخه کچه له بدلون و نه موند. د جمهوريت د دورې څو ادارې چې د منفردو کسانو تر واک لاندې وې، د یو کس تر کنټرول لاندې مدغم شوې. دا بدلونونه دایمي شول او په تدریجي ډول یې حاکمیت سترواک ته ولېږدو.

په De re Publica  د مطلوب دولت په اړه د سیسیرو تشرېح، د اوسني "جمهوریت" سره سمون نه لري؛ بلکه دا د روښانتیا دورې مطلقه حکومت ته ورته دی. د نوموړي فلسفي اثار هغه وخت اغېزمن وو چې د روښانتیا دورې فیلسوفانو لکه والټیر د خپل سیاسي اند د پراختیا په لټه کې وو.  

جمهوریت په خپل کلاسیک مفهوم کې هر باثباته غور-حکومت شوې سیاسي ټولنه ګڼل کېده. افلاطون او ارسطو دواړه د حکومت درې ډولونه وړاندې کړي دي، چې ولسواکي یا ډیموکراسي، اشرافي حکومت یا ارستوکراسي او مطلقه شاهي یا مونارکي دي. لومړی افلاطون او ارسطو، او بیا پولیبیوس او سیسیرو په دې نظر وو چې مطلوب جمهوریت د دې دریو حکومتونو مختلط دی. د رنسانس لیکوالانو هم دا مفکوره ومنله.

د سیسرو د جمهوري حکومت په اړه شکونه څرګند کړل. پداسې حال کې چې نوموړي په ​​خپل نظري (theoretical) آثارو له شاهي نظام یا یا لږترلږه د مختلط سلطنت/ اولیګارشي نه دفاع کوله، نوموړي په خپل سیاسي ژوند کې په ​​عمومي د هغو کسانو، لکه جولیوس سیزاز، مارک انتوني، او اوکتویان، چې هڅه یې کوله داسې مطلوب نظامونه په حقیقت بدل کړي، په ضد و. په پایله کې، دا مخالفت د هغه د مړینې لامل شو او سیسیرو د خپل جمهوري غوښتونکي مطلوب نظام د قرباني په توګه انګېرل کېدای شي.

تاسیتوس چې د پلوتارک هم عصر و، په دې اړه اندیښنه نه درلوده چې د حکومت بڼه "جمهوریت" یا "دشاهي" تحلیل کېدای شي. هغه تحلیل وکړ چې د جولیو - کلاډین کورنۍ څنګه واکونه را ټول کړل او دا واکونه د یو داسې دولت له خوا ورکړل شوي وو چې په ولسي کچه جمهوريت و. همدارنګه د روم جمهوریت هم "اړ" شوی نه و چې دا واکونه خوشي کړي: روم په خپله خوښه او معقول ډول دا کار وکړ، په ځانګړې توګه د اګستوس په قضیه کې، چې هغه زیات خدمات د دولت په غاړه واچول او هغه یې له کورنیو جګړو او ګډوډي څخه خلاص کړ. [۵]

تاسیتوس له لومړیو کسانو و چې ویې پوښتل چې آیا دا ډول واکونه باید د دولت مشر ته ورکړل شي او که نه، ځکه چې یا اتباعو دا کار غوښت، یا آیا د نورو لاملونو (د بېلګې په توګه، ښایي یو چا معبود نیکه درلود)، له امله ورکړل شوي دي. دوهمه قضیه په اسانۍ سره د واک څخه ناوړه ګټې ته لاره هواروي. د تاسیتوس په اند، د ریښتیني جمهوریت څخه د لرې کېدو لېوالتیا یوازې هغه وخت نه بدلیدونکی وه چې تیبیریوس د اګستوس له مړینې لږ وروسته په ۱۴ کال کې واک رامنځ ته کړ (دا نېټه د ډېرو تاریخپوهانو له هغو نېټو زیاته وروسته ده چې په روم کې د سترواکۍ پیل په ګوته کوي). په دې وخت کې زیات اصول پلي شول چې ځیني واکونه یې د ډېر داسې اصول پلي شوي وو چې ځینې واکونه یې "نه لمس کېدونکي" تعریف کړل.  [۶]

سرچينې[سمول]

  1. "The Works of John Adams, 10 vols". oll.libertyfund.org – Online Library of Liberty. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mortimer N. S. Sellers. American Republicanism: Roman Ideology in the United States Constitution. (New York University Press, 1994. p. 71.)
  3. Paul A. Rahe, Republics ancient and modern: Classical Republicanism and the American Revolution (1992).
  4. Polybius; Shuckburgh, Evelyn S. (2009). The Histories of Polybius. Cambridge: Cambridge University Press. doi:10.1017/cbo9781139333740. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1139333740. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. see for example Ann. IV, 32–33
  6. Ann. I–VI