جمال عبدالناصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جمال عبدالناصر حسین (زوکړه: د ۱۹۱۸ زکال د جنوري ۱۵ مه – مړینه: د ۱۹۷۰ زکال د سپټمبر ۲۸ مه) مصری سیاستوال و چې له ۱۹۵۴ زکال څخه یې په ۱۹۷۰ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د مصر د دویم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. ناصر په ۱۹۵۲ زکال کې د پاچاهۍ د راپرځونکي انقلاب مشري وکړه او راتلونکی کال یې پراخ ځمکني اصلاحات عملي کړل. په ۱۹۵۴ زکال کې وروسته له هغه چې د اخوان المسلمین ګوند یو غړي د نوموړي د ترور هڅه وکړه دغه ګوند یې وځاپه، ولسمشر محمد نجیب یې په کور کې نظر بند کړ او خپله یې اجرایوي واګې پر غاړه واخیستې. نوموړی د ۱۹۵۶ زکال په جون میاشت کې په رسمي ډول د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د سوئز کانال له ملي کولو او د سوئز په کړکېچ کې چې په مصر کې د درې اړخیزه تېري په نوم پېژندل کېږي د هغه له سیاسي بریا وروسته په مصر او نوره عربي نړۍ کې د هغه محبوبیت په پام وړ توګه زیاتوالی وموند. د هغه تر رهبرۍ لاندې د عربي نړۍ د یو موټي کېدو لپاره غوښتنې زیاتې شوې چې له امله یې له ۱۹۵۸ زکال څخه تر ۱۹۶۱ زکال پورې د مصر او سوریې متحد عربي جمهوریت رامنځته کړ. په ۱۹۶۲ زکال کې ناصر په مصر کې پام وړ سوسیالیستي اقدامات او د معاصر سازۍ چارې پیل کړې. له هغو ناکامیو سربېره چې ناصر د پان عربي هیلو په برخه کې لرلې، د هغه ملاتړي په څو عربي هېوادونو کې واک ته ورسېدل، خو هغه د شمالي یمن په کورنۍ جګړه او بالاخره په پراخه عربي سړه جګړه کې ښکېل شو. هغه د ۱۹۶۵ زکال په مارچ میاشت کې خپله دویمه د ولسمشرۍ دوره وروسته له هغه پیل کړه چې خپل سیاسي مخالفین یې ولسمشرۍ ته له نوماندۍ منع کړل. په ۱۹۶۷ زکال کې د اسرائیلو او مصر په شپږ ورځنۍ جګړه کې د مصر له ماتې خوړولو وروسته ناصر استعفا ورکړه خو پراخو وګړیزو لاریونو واک ته بېرته د نوموړي د راتلو غوښتنه وکړه او بېرته د واک ګدۍ ته راستون شو. په ۱۹۶۸ زکال کې ناصر ځان لومړی وزیر اعلان کړ او د اسرائیلو تر اشغال لاندې سینا ټاپو وزمې د بېرته نیولو جګړه یې پیل کړه، هغه د پوځ غیرسیاسي کول پیل کړ او د پراخو سیاسي اصلاحاتو ټولګه یې وړاندې کړه. په ۱۹۷۰ زکال کې د عربي اتحادیې د مشرانو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته ناصر د زړه سکته وکړه او مړ شو. په قاهره کې د هغه د جنازې په مراسمو کې له ۶ میلیونو زیاتو ویرجنو کسانو ګډون وکړ او مړینه یې په ټوله عربي نړۍ کې د ویر لامل وګرځېده. [۱]

ناصر د ټولنیز عدالت او د عربو د یو موټي کولوپه برخه کې د خپلو اقداماتو، د معاصر سازۍ د پالیسیو او د امپریالېزم ضد هڅو له امله په ټوله عربي نړۍ کې د یو سمبولیک شخصیت په توګه پاتې شو. د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې مصر کلتوري پرمختګ درلود او همدارنګه یې د اسوان بند او حلوان ښار د پروژو په ګډون ګڼ شمېر لویې صنعتي پروژې پیل کړې. د ناصر منتقدین په هغه باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې او په مدني بنسټونو باندې د پوځ د واک لرلو له امله چې د نوموړي د واکمنۍ ځانګړنه وه، نیوکې کوي او زیاتوي چې هغه په مصر کې د پوځي او دیکتاتوري حکومت ډول رامنځته کړ چې تر نن ورځې پورې له وقفې پرته دوام لري.

لومړنی ژوند[سمول]

جمال عبدالناصر حسین د ۱۹۱۸ زکال د جنوري په ۱۵ مه په ۱۹۱۹ زکال کې د مصر د انقلاب له جنجالي حوادثو یوکال وړاندې د اسکندریې ښار په باکوس کې وزېږېد. د ناصر پلار د پوست خونې کارکوونکې و چې د پورتني مصر په بني مور کې زېږېدلی و او په اسکندریه کې را لوی شوی و؛ د مور کورنۍ یې د المنیه له ملاوي سیمې څخه وه. پلار او مور یې په ۱۹۱۷ زکال کې واده وکړ. ناصر د عزالعرب او اللیثي په نوم دوه وروڼه لرل. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ناصر کورنۍ د هغه د پلار د دندې له امله تل سفرونه لرل. په ۱۹۲۱ زکال کې یې اسیوط او په ۱۹۲۳ زکال کې یې خطاطبه ته کډه وکړه، چېرې چې د ناصر پلار دلته پستي ادارې مخته وړې. ناصر تر ۱۹۲۴ زکال پورې د وسپنې د پټلۍ د کارکوونکو د زامنو په ښوونځي کې زده کړې او بیا په قاهره کې د خپل تره کور ته ولېږل شو او هلته یې په نهحاسین ابتدايي ښوونځي کې زده کړې وکړې. [۹]

ناصر به له خپلې مور سره لیکونه تبادله کول او د رخصتیو په ورځو کې به د هغې لیدو ته ورتله. د ۱۹۲۶ زکال په اپرېل میاشت کې د مور له لوري ورته د لیکونو رسېدل ودرېدل. خطاطبه ته له ګرځېدو وروسته هغه خبر شو چې مور یې د هغه د دریم ورور، شوقي، د زیږون پر مهال مړه شوې او کورنۍ یې د هغه د مړینې خبر ترې پټ ساتلی. ناصر وروسته څرګنده کړه چې «په دغه توګه د هغې له لاسه ورکولو دومره ژور اغېز پر ما وکړ چې آن د وخت تېرېدو هم ونشو کړای هغه جبران کړي». هغه به تل خپله مور یادوله او د هغې د مړینې درد وروسته له هغه لا پسې زیات شو چې پلار یې د هغې د مړینې له یو کال پوره کېدو وړاندې واده وکړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په سیاسي چارو کې د ناصر فعالیت په ښوونځي کې د هغه د وروستیو کلونو زده کړې پر مهال زیات شو؛ آن تر دې چې هغه د ښوونځي په وروستي کال کې یوازې ۴۵ ورځې حاضري لرله. په داسې حال کې چې ناصر د مصر د ټولو سیاسي اړخونو نږدې متفق القوله ملاتړ له ځانه سره درلود، خو په ۱۹۳۶ زکال کې یې د انګلیس او د مصر د هوکړې پر وړاندې چې په مصر کې یې د انګلیسي ځواکونو د شتون دوام ته اجازه ورکوله؛ شدید مخالفت وکړ. له دې سره په مصر کې سیاسي کړکېچونه په پام وړ ډول را کم شول او ناصر بیاځلي په النهضه کې خپلې زده کړې پیل کړې او د همدغه کال په وروستیو کې یې د خپلو زده کړو د پای سند ترلاسه کړ. [۱۵][۱۶]

مړینه او د جنازې مراسم[سمول]

د ۱۹۷۰ زکال د سپټمبر په ۲۸ مه د عربي اتحادیې د مشرانو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته ناصر د وروستي عربي مشر له ملتیا څو ساعته وروسته د زړه سکته وکړه. هغه له ځنډ پرته خپل کور ته ولېږدول شو او ډاکټرانو یې له هغه پالنه پیل کړه، خو څو ساعته وروسته د غرمې وروسته شپږ بجو په شاوخوا کې د ۵۲ کلنۍ په عمر ومړ. د هغه د ډاکټر الساوي حبیبي په خبره د ناصر ناڅاپي مړینه د شریانونو د بندښت، وریدي پړسوب او اوږد مهالې شکرې ناروغۍ له امله وه. ناصر همدارنګه ډېر سګرټ وهل او په کورنۍ کې یې د زړه د ناروغۍ مخینه لرله – دوه نور وروڼه یې په ۵۰ کلنۍ کې د همدغې ناروغۍ له امله مړه شوي و. د ناصر د روغتیايي وضعیت په اړه خلکو له وړاندې خبر نه درلود او دوه ځله وړاندې یې په ۱۹۶۶ زکال او د ۱۹۶۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د زړه سکته کړې وه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ناصر د مړینې له اعلان وروسته ډیری عرب وګړي ویرجن شول. د هغه د جنازې مراسم د اکتوبر په لومړۍ نېټه په قاهره کې د څه باندې ۵ میلیونه کسانو په ګډون ترسره شول. یوازې د سعودي له پاچا ملک فیصل پرته نورو ټولو عرب مشرانو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ملک حسین او عرفات د هغه د جنازې په مراسمو کې په چغو وژړل او د لیبیا معمر القذافي د ډېرې خواشینۍ له امله دوه ځله بېهوښه شو. ډېر لږ شمېر غیر عرب مشرانو له دې ډلې د شوروي لومړی وزیر الکسی کوسیګین او د فرانسې لومړي وزیر ژاک چابان دلماس هم د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه لرله. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

میراث[سمول]

ناصر په بشپړه توګه مصر د بریتانیا له نفوذ څخه خپلواک کړ او د ده تر واکمنۍ لاندې دغه هېواد د نړۍ په مخ پر ودې لوی ځواک واوښت. د نوموړي اصلي داخلي هڅه د ټولنیز عدالت رامنځته کول و او هغه یې د لیبرال دیموکراسۍ لپاره اړتیا بلله. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د مصر عادي وګړو په بې مخینې ډول مسکن، کار، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او همدارنګه د ټولنیزې هوساینې نورو ټولو اړتیاو ته لاسرسی وموند او همدارنګه یې فئوډالیستي نفوذ راکم کړ. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ملي اقتصاد د ځمکنیو اصلاحاتو، د معاصر سازۍ د نویو پروژو لکه د حلوان د فولادو د کارخونې او د اسوان بند د جوړولو، او د سوئز د کانال په څېر د ملي کولو د نورو طرحو پر بنسټ پام وړ پراختیا ومونده. د تاریخ لیکونکي جوئل ګورډون په خبره مصر د ناصر د ولسمشرۍ پر مهال په کلتوري برخه په ځانګړې توګه د فلم، تلویزیون، تیاتر، راډیو، ادبیاتو، ښکلو هنرونو، کمیډي، شاعرۍ او موسیقۍ په برخو کې «طلایي دوره» تجربه کړه.[۳۱]

لومړنی ژوند[سمول]

A boy wearing a jacket, a white shirt with a black tie and a fez on his head
ناصر په ۱۹۳۱ زیږدیزکال کي

جمال عبدالناصر حسین [۳۲] د ۱۹۱۸ کال د جنورۍ په ۱۵ مه د مصر د اسکندریې په باکوس ښار کې د ۱۹۱۹ کال د مصر د انقلاب له کړکېچنو پیښو یو کال مخکې وزېږېدی . د ناصر پلار د پوستې کارکوونکی و چي د پورتنۍ مصر په بني مور کې زیږیدلی، [۳۳] [۳۴] او په اسکندریه کې لوی سوی دی، [۳۵] او د مور کورنۍ یې د مالوي ، المینیا سیمي څخه راغلې وه. مور او پلار یې په ۱۹۱۷ کې واده وکړ. [۳۶] ناصر دوه وروڼه عز العرب او اللیثي درلودل. [۳۵] د ناصر ژوندلیک لیکونکي رابرټ سټیفنز او سید ابوریش لیکي چې د ناصر کورنۍ د "عربو د عظمت" په مفهوم باندې ټینګ باور درلود اوله همدې کبله یې خپل دیوه زوی نوم هم عزالعرب ايښی وو .

د ناصر کورنۍ دنوموړي دپلار ددندي له امله په مکرر ډول تګ راتګ کاوه. په 1921 کې، دوی اسیوت ته لاړل او په 1923 کي، خطاطه ته لاړل، چیرته چي د ناصر پلار د پوسته خانې دفتر چلاوه. ناصر تر ۱۹۲۴ کال پورې د اورګاډي د کارکوونکو د ماشومانو په لومړني ښوونځي کې شامل سو اوداوخت نوموړي له خپل اکا سره په دمصرپه پلازمینه قاهره کي ژوندکاوه .

ناصر په دغه موده کي له خپلې مور سره لیکونه هم تبادله کول او په رخصتیو کې به یې ورسره هروخت لیدنه کوله. په ۱۹۲۶زکال کي دناصر اومور له لوري یوبل ته لیکونه لېږل بندسوه اوترهغه څه عمر وروسته دناصر مورله نړۍ څخه سترګي پټي کړې چي دې چاري ناصر سخت ودرداوه اوترټولو هغه وخت زیات غمجن سوکله چي یې پلار سمدستي دویم واده وکړ .

په 1928 کې، ناصر اسکندریه ښار ته ولاړی ترڅوهلته د خپل نیکه سره ژوند وکړي او د ښار د عطارین په لمړنی ښوونځۍ کي هم برخه واخلي. ناصر په 1929کال کي په هیلوان سیمه کې دشخصي بورډینګ ښوونځي ته لاړ اوترهغه وروسته بیرته اسکندریه ته راستون سو ترڅو د راس التین ثانوي ښوونځي ته داخل او د خپل پلار سره یوځای سي کوم چې د ښار د پوستي خدماتو لپاره یې کار کاوه. [۳۷] [۳۸] ناصرپه اسکندریه کي په لمړي ځل سیاسي ژوندته داخل سو [۳۷] اویوځل یې د منشیا په څلورلاري کي دمظاهره چیانو او پولیسو تر منځ د نښتو له لیدلو وروسته، [۳۸] پرته له دې چې د دې هدف څخه خبر وي په لاریون کې ګډون وکړ. لاريون چې د مصر د الټرانيشنلستي ځواني ټولنې لخوا تنظيم سوى و، د لومړي وزير اسماعيل صديقي لخوا د 1923 کال د مصر اساسي قانون لغوه کولو وروسته په مصر کې د استعمار د پای ته رسولو غوښتنه کول . [۳۸] ناصر تردې وروسته په بېلابیلو سیاسي فعالیتونوکي برخه واخیستل اوله نوموړي څخه یوسخت ملتپال عرب جوړسو .

لومړنۍ اغیزې[سمول]

ناصر دخپل ژوند لمړني وختونه ترډېره پوري دمصرپه ملي کتابتون کي تېرول اوپه دې ترځ کي یې دحضرت محمد(ص) دژوند ترڅنګ داصحابو او وروسته دهغه ملتپالو ژوند هم مطالعه کړ چي خپلي اغیزي یې په اسلامي نړۍ کي پري ایښي وې .

ناصر دخپلو مطالعاتوپه پایله کي د مصري ملتپالنې څخه ډیر اغیزمن سوی و اوپه په ځانګړې توګه د مصري لیکوال توفیق الحکیم د ناول روح بیرته راستنیدو څخه زیات اغیزمن وو، په کوم کې چې لیکلي یې وه چې د مصر خلک یوازې یو داسې سړي ته اړتیا لري چې د دوی ټول احساسات او غوښتنې په کې استازیتوب وکړي، او څوک به وي چي ددوی لپاره به د دوی د هدف سمبول وګرځي ." ناصر وروسته دا ناول د کودتا د پیلولو لپاره دخپل الهام په توګه اعتبار کړ کوم چې په 1952 کال کي په مصرکي راپیل سوه .[۳۹]

پوځي دنده[سمول]

A man wearing a tweed, pinstriped jacket and a tie. His hair is raised and black and he has a thin mustache.
په 1937 کې د حقوقو په ښوونځي کې د ناصر انځور

په ۱۹۳۷ کال کې ناصر د پوځ د افسرانو د روزنې لپاره شاهي پوځي اکاډمۍ ته عریضه وکړه، خو دپولیسو د حکومت ضد اعتراضونو په پیل کې د هغه د ننوتلو مخه ونیوله. اوپه دې سره ناصر مایوسه سو . وروسته نوموړی د پاچا فواد پوهنتون د حقوقو په ښوونځي کې شامل سو، [۴۰] خو له یو سمستر وروسته یې پوځي اکاډمۍ ته د بیا درخواست کولو لپاره دغه پوهنتون پریښود. ناصر دخپلو لوستلو څخه چې په ځوانۍ کي یې په مکرر ډول د "عزت، وقار او آزادۍ" لپاره کولې، د ملي آزادۍ او اتلو فاتحینو دکیسو سره اشنا سو اوپوځي دنده یې اصلي لومړیتوب وګرځېدی .

په پوځي پوهنتون کي دشاملېدو لپاره ناصر په اخرکي په دې وتوانیدی چې د جګړې د سکرتریت ابراهیم خیري پاشا [۴۱] سره چې د اکاډمۍ د انتخاب د بورډ مسؤول کس وو یوه غونډه جوړه کړه اوله هغه څخه یې دمرستي هيله وکړه . خيري پاشا د ناصر غوښتنه ومنله اوبالاخره نصار په پوځي پوهنتون کي ومنل سو .ناصر له هغه وخت راهیسې خپل نظامي مسلک ته ډېرپام وکړ او له خپلې کورنۍ سره یې بیخي لږ تماس درلود. په اکاډمۍ کې یې له عبدالحکیم عامر او انور سادات سره ولیدل، چې وروسته دواړه د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې مهم همکاران سول. د ۱۹۳۸ کال د جولای په میاشت کې له اکاډمۍ څخه ترفراغت وروسته، ناصر په پیاده پوځ کې د دوهم لیفټیننټ په توګه وټاکل سو، او منک آباد سمي ته یې ولېږه . دا هغه ځای و چې ناصر او د هغه نږدې ملګرو، د سادات او عامر په ګډون په لمړي ځل په هیواد کې د پراخ فساد په اړه د خپلي نارضایتۍ او د پاچاهۍ د نسکوریدو په اړه خبرې وکړې. سادات وروسته لیکي چې دناصر د "انرژی، روښانه فکر، او متوازن قضاوت" له امله، نوموړی د ډلې طبیعي مشر په توګه راڅرګند شو.

Two seated men in military uniform and wearing fez hats
ناصر (منځ کې) د احمد مظهر (کیڼ اړخ) سره په اردو کې، 1940

1948 - د عرب - اسراییل جګړه[سمول]

Eight men in dressed in military fatigues standing before an organized assembly of weapons, mostly rifles and mortar. The first man from the left is not wearing a hat, while the remaining seven are wearing hats.
ناصر (لومړی له کیڼ اړخ څخه) د فلوجه په جیب کې د خپل واحد سره، د 1948 کال د جګړې په جریان کې د اسراییلي پوځ څخه نیول شوي وسلې ښیې.

د ناصر دلمړۍ جګړې تجربه په فلسطین کې د ۱۹۴۸ کال د عرب – اسرائیلو د جګړې پر مهال وه . هغه په پیل کې د محمد امین الحسیني په مشرۍ د عرب عالي کمیټې (AHC) سره په خپله خوښه خدمت وکړ. ناصرله الحسیني سره ترلیدو وروسته خپل کارته پوځي کارنامې ته ملاوتړل خودمصر حکومت دنامعلوم دلیل له کبله دعرب عالي کمېتې څخه سمدستي ځان جلاکړ .

د ۱۹۴۸ کال د می په میاشت کې، د برتانیې له وتلو وروسته، پاچا فاروق د مصر پوځ اسراییلو ته ولېږه، [۴۲] چې ناصر یې د شپږمې پیاده کنډک د افسر په توګه دنده ترسره کوله. د جګړې په جریان کې، ناصرد مصري پوځ د نه چمتووالي په اړه لیکلي وه ، چې "زموږ سرتیري دقلعه بندیانو په وړاندې مات سوي دي". [۴۲] ناصر داوخت دمصري ځواکونو مرستیال و چې د فلوجه جیب سیمه یې خوندي کړه و . ناصردجګړې په جریان کي دجولای په 12لږ ټپي شو اوداګست په میاشت کې، دهغه لوا د اسراییلو پوځ لخوا محاصره سوه. ناصرپه دې محاصره کي که څه هم چي دلوا دسپارلو څخه په کله ډډه وکړه خودمصر حکومت له اسراییلو سره په دې اړه پایلي ته ورسېد اوفلوجه سیمه داسراییوپه واک کي راغله .

  1. (په 11 October 1981 باندې). Quiet Rites Show Stark Contrast to Funeral for Nasser.
  2. حسام الدين الأمير, Gamal Abdel Nasser's Egyptian ID card, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۲۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Vatikiotis 1978, pp. 23–24
  4. Joesten 1974, p. 14
  5. Aburish, 2004, p.12.
  6. Stephens, 1972, p. 22.
  7. Stephens 1972, p. 23
  8. Aburish 2004, pp. 12–13
  9. Stephens 1972, p. 26
  10. Stephens 1972, pp. 28–32
  11. Alexander 2005, p. 14
  12. Abdel Nasser, Hoda. "A Historical Sketch of Gamal Abdel Nasser". Bibliotheca Alexandrina. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Aburish 2004, pp. 8–9
  14. Vatikiotis 1978, p. 24
  15. Alexander 2005, pp. 19–20
  16. Stephens 1972, p. 32
  17. Nutting 1972, p. 476
  18. Aburish 2004, p. 310
  19. Daigle 2012, p. 115
  20. "Claims that Sadat killed Nasser are unfounded". Al Arabiya. 26 September 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Aburish 2004, pp. 315–316
  22. (په 12 October 1970 باندې). Nasser's Legacy: Hope and Instability. Time.
  23. (په 12 October 1970 باندې). Nasser's Legacy: Hope and Instability. Time.
  24. Weston 2008, p. 203
  25. Aburish 2004, pp. 315–316
  26. Cook 2011, p. 111
  27. Reich 1990, p. 379
  28. Cook 2011, p. 111
  29. (په 4 November 2000 باندې). Liberating Nasser's Legacy. Al-Ahram Weekly. Al-Ahram
  30. Darling 2013, p. 192
  31. Gamal Abdel Nasser at Encyclopedia Britannica
  32. Gamal Abdel Nasser's Egyptian ID card الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Aburish, 2004, p.12.
  34. Stephens, 1972, p. 22.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱
  36. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱
  37. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ ۳۸٫۲
  38. ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ Aburish 2004, pp. 25–26