جفرسوني دیموکراسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جفرسوني دیموکراسي چې د هغو د ملاتړي توماس جفرسون په نوم نومول شوې، له ۱۷۹۰ مې ز لسیزې څخه تر ۱۸۲۰ مې ز لسیزې پورې په متحده ایالاتو کې یو له دوو مخکښو لیدلورو او خوځښتونو څخه وه. جفرسونیان په کلکه سره د امریکايي جمهوریت غوښتنې ملاتړي و چې د هغوی پر باور جمهوریت له مصنوعي ارستوکراسي او فساد سره د مخالفت او په اخلاقي باورونو باندې د ټینګار په معنا و چې په کې «یومن کروندګرو»، «د کروندو مالکینو» او «عامو وګړو» لومړیتوب درلود. دوی د سوداګرو، پانکوالو او تولید کوونکو د غوره بللو او اشرافیت او د کارخونو په کارکوونکو باندې د بې باورۍ مخالف و. همدارنګه یې د ویسټ مینسټر سیسټم په ملاتړو پام درلود.[۱]

په معمول ډول دغې اصطلاح، دیموکراتیک – جمهوري غوښتونکي ګوند (په رسمي ډول «جمهوري غوښتونکی ګوند») ته چې جفرسون د الکساندر هیملټون د فدرالیستي ګوند په مخالفت جوړ کړی و، اشاره کوله. جفرسون د خپلې دورې په لومړیو کې یوازې په دووایالتونو (ورمونټ او کنټاکي) کې د مالکیت لرلو د شرط په لغوه کولو سره ټولو سپین پوستو نارینه وو ته د عمومي رایې ورکولو حق ورکړ. د دغې دورې تر پایه پورې د متحده ایالاتو له نیمایي زیاتو ایالتونو چې نږدې ټول لرغوني شمال لویدیځ ایالتونه په کې شاملېدل، د هغه له دغې کړنلارې پیروي وکړه. وروسته له هغو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د سپین پوستو نارینه وو د عمومي رایې ورکولو اجازه ورکړه او په ډېره معاصره توګه یې رایه ورکوونکي جذب کړل. د جفرسون ګوند نن ورځ د دیموکراتیک – جمهوري غوښتونکي ګوند په توګه پېژندل کېږي، چې هغه مهال یې له ایالتي قانون جوړوونکې جرګې او ښاروالیو نیولو تر سپینې ماڼۍ پورې په ټول دولتي سیسټم واک درلود.

جفرسوني دیموکراسي، د دیموکراتیک ګوند د یوه عنصر په توګه د ۲۰ مې پېړۍ تر لومړیو دوام وکړ، چې بېلګې یې د جکسوني دیموکراسۍ څرګندېدل او د ویلیام جیننګ برایان د درېیو ولسمشریزو نوماندانو ډول و.

ځایګي[سمول]

جفرسون، «د متحده ایالاتو د بنسټ اېښودونکو پلرونو له ډلې د هغوی تر ټولو دیموکرات» ګڼل کېږي. جفرسونیانو فدرال حکومت ته د خوندي شوو واکونو اړوند د اساسي قانون د لومړۍ مادې د ګټو له محدود تفسیر نه ګټنه وکړه. هغوی په کلکه سره د مالیې وزیر الکساندر همیلټون تر مشرۍ لاندې له فدرالیست ګوند سره مخالفت وکړ. ولسمشر جورج واشنګټن په ټولیز ډول له اقتصادي پلوه د پیاوړي ملي دولت اړوند د همیلټون له طرحې ملاتړ وکړ. د ۱۸۰۰ ز کال کې په ټاکنو جفرسون بریالی شو او هغه خپله دغه ټاکنې د «۱۸۰۰ ز کال انقلاب وباله»، واک ته له رسېدو وروسته، نوموړي ان د سترې محکمې په ګډون یې په ټولو برخو کې د تل لپاره د فدرالستانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.[۲][۳]

جفرسوني دیموکراسي چې یوه ټولیزه او چترۍ ډوله اصطلاح ده، چې یو شمېر ډلې یې د نورو په پرتله له ځانګړو ځایګیو ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې جفرسونیان اصول پلویان او په خپلو باورونو کلک ولاړ وو، خو داسې ډلې یې هم لرلې چې ځینې مهال یې آن د هغو د اصلي موخې د معنا اړوند له یو بل سره بحث کاوه. د بېلګې په توګه: د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې دا څرګنده شوه چې خپلواکې دولتي ملیشه ډلې له یوه لوی هېواد سره د سختې جګړې کولو وړتیا نه لري. د جګړې نوي جفرسوني وزیر جان سي کالهون وړاندیز وکړ چې باید پوځ جوړ کړي. په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو په ملاتړ هغه وتوانېد. ، په داسې حال کې چې، «پخوانیو جمهوري غوښتونکو» چې ادعا یې کوله، د ۱۷۹۸ زکال جفرسوني اصولو ته ژمن دي، وروسته له هغه چې فلوریډا د هسپانیې له واکه ووته او متحده ایالاتو ته اړونده شوه، د یادو اصولو لپاره یې مبارزه وکړه او د پوځ شمېر یې راکم کړ.[۴][۵]

تاریخ لیکونکي جفرسوني دیموکراسي د لاندې موخو له مخې توصیف کوي:

  • د امریکا اصلي سیاسي ارزښت جمهوريت غوښتنه ده – دا د وګړو ټولنیز مسئولیت دی چې له دولت سره مرسته وکړي،  د فساد، پاچهۍ غوښتنې او ارستوکراسي پر وړاندې ودرېږي. [۶]
  • جفرسوني ارزښتونه اواصول په ډېره غوره بڼه د یوه منظم سیاسي ګوند له خوا بیان کېدلای شي. جفرسوني ګوند په رسمي ډول «جمهوري غوښتونکی» ګوند و (سیاست پوهانو وروسته ورته د دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ګوند نوم وکاراوه، څو د لینکولن له جمهوري غوښتونکي ګوند سره یې توپیر وشي). [۷]
  • دا د خلکو دنده وه چې رایه ورکړي او جفرسونیانو د مبارزې ګڼ شمېر معاصر تخنیکونه اختراع کړل، چې د رایو ورکولو لپاره طراحي شوي وو. په ټول هېواد کې په ټاکنو کې ونډه اخیستو وده وکړه. په پنسلوانیا کې د جفرسون د استازي جان، جي. بېکلي کار په ۱۷۹۰ مه لسیزه کې نوي معیارونه رامنځته کړل. د ۱۷۹۶ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، هغه په دغه ایالت کې په زیاته کچه مامورین وګومارل چې هغه په لاس لیکل شوي ۳۰۰۰۰ بروشرونه (د چاپي بروشرونو وېش ممنوع و) چې د ۱۵ نوماندانو نومونه په کې لیکل شوي وو، وویشي. تاریخ پوهان بکلي د امریکا یو له لومړنیو حرفوي کمپاین کوونکو مدیرانو بولي، چې د هغه له دغه تخنیک څخه ډېر ژر په نورو ایالتونو کې هم کار واخیستل شو.[۸][۹]
  • فدارلیست ګوند، په ځانګړې توګه د هغه رهبر الکساندر همیلټون، د بریتانوي میتودونو او د اشرافیت منلو له امله د هغه اصلي دښمن و.
  • ملي دولت یو اړین ګواښ دی چې د خلکو د ګډو ګټو، خوندیتوب او امنیت په موخه په یوه ملت یا ټولنه کې جوړېږي – باید ترې شدیده څارنه وشي او د هغو واکونه راکم کړای شي. له ۱۷۸۷ ز کال څخه تر ۱۷۸۸ ز کال پورې ګڼ شمېر فدرال ضد وګړي له جفرسونیانو سره مل شول.[۱۰]
  • له کلیسا څخه د دولت جلا والی، له مذهبي کړکېچونو څخه د دولت او له دولتي فساد څخه د دین ساتلو تر ټولو غوره لار ده. [۱۱]
  • فدرال دولت نه باید د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي. د حقونو منشور یې اصلي موضوع وه. [۱۲]
  • فدرال دولت نه باید د ایالتونو حقونه تر پښو لاندې کړي. په ۱۷۹۸ زکال کې د کنټاکي او ویرجینیا پرېکړه لیکونو (چې د جفرسون او جیمز مډیسون له خوا په پټه لیکل شوي و) دغه اصول بیانول.[۱۳]
  • د بیان او مطبوعاتو آزادي په وګړو باندې د حکومتونو له ظلم څخه د مخنیوي غوره لار ده. په ۱۷۹۸ ز کال کې د فدرالیستاتو له خوا د بهرنیو او فتنې د قوانینو (Alien and Sedition Acts) له مخې د دغو آزادیو تر پښو لاندې کول په مهمه موضوع واوښته.[۱۴]
  • یومن کروندګر په ډېره ښه توګه د فاسد ښار د اغېزو له امله د مدني فضلیت او خپلواکۍ استازولي کولای شي – دولتي سیاستونه باید له هغوی پلویتوب وکړي. پانګوال، بانکوال او صنعت کاران ښارونه په «فاسدو سیمو» اړوي او باید مخه یې ونیول شي.[۱۵]
  • د متحده ایالاتو اساسي قانون د وګړو د آزادۍ د خوندیتوب په موخه لیکل شوی. په داسې حال کې چې لکه څه ډول چې جفرسون په ۱۷۸۹ ز کال کې مډیسون ته لیکلي و، «هیڅ یوه ټولنه نه شي کولای یو دایمي اساسي قانون یا حتی یو قانون رامنځته کړي. ځمکه تل ژوندي نسل ته اړونده ده».[۱۶]
  • ټول نارینه حق لري چې باخبره اوسي او همدارنګه د دولت اړوند نظر ورکړي. د انساني آزادیو څخه ساتنه او پراختیا د جفرسونیانو یو له اصلي موخو وه. هغوی خپل دولتي روزنیز سیسټم اصلاح کړ. دوی باور درلود چې ټول د هغوی د ژوندانه شرایطو او ځایګي ته له پام پرته د زده کړو کولو حق لري.[۱۷]
  • قضایه قوه باید د ټاکل شوې قوې تر واک لاندې وي او ستره محکمه نه باید د کانګرس له خوا د تصویب شوو قوانیو د لغو کولو واک ولري. جفرسونیانو دغه لانجه د فدرالیست قاضي القضات جان مارشال پر وړاندې وبایله، هغه چې له ۱۸۰۱ ز کال څخه یې تر ۱۸۳۵ ز کال پورې په سترې محکمې واک درلود. [۱۸]

اقتصاد[سمول]

جفرسوني کروندګرو باور درلود چې د متحده ایالاتو اقتصاد باید د صنعت پر ځای د کرنې په ستراتیژیکو توکو تکیه ولري. جفرسون خپله باور درلود: «هغه کسان چې په ځمکه کې زحمت ګالي، د خدای پر وړاندې غوره کسان دي.». په ورته مهال جفرسوني اصولو له هېڅ ډول تولیداتو سره مخالفت نه درلود او باور یې دا و چې ټول وګړي حق لري، د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو په موخه کار وکړي، خو هغه اقتصادي سیسټمونه چې دغه حق کمزوري کوي، د منلو وړ نه دي. [۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. Wood, The American Revolution, p. 100
  2. Michael Kazin, et al. eds. The Concise Princeton Encyclopedia of American Political History (2011) p. 149
  3. James J. Horn, Jan Ellen Lewis and Peter S. Onuf, eds. The Revolution of 1800: Democracy, Race, and the New Republic (2002)
  4. Leonard D. White, The Jeffersonians: A study in administrative history 1801–1829 (1951) pp. 214, 248–49
  5. Fitzgerald, Michael S. (1996). "Rejecting Calhoun's Expansible Army Plan: the Army Reduction Act of 1821". War in History. 3 (2): 161–85. doi:10.1177/096834459600300202. S2CID 111159741. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lance Banning, Jeffersonian Persuasion: Evolution of a Party Ideology (1978) pp. 79–90
  7. Noble E. Cunningham, The Jeffersonian party to 1801: a study of the formation of a party organization (1952)
  8. Sean Wilentz, The Rise of American democracy (2006) pp. 138–39
  9. Jeffrey L. Pasley, "'A Journeyman, Either in Law or Politics': John Beckley and the Social Origins of Political Campaigning," Journal of the Early Republic Vol. 16, No. 4 (Winter, 1996), pp. 531–69 in JSTOR
  10. Banning (1978) pp. 105–15
  11. Philip Hamburger, Separation of church and state (2002)
  12. Robert Allen Rutland; The Birth of the Bill of Rights, 1776–1791 (1955)
  13. Banning (1978) pp. 264–66
  14. Banning (1978) pp. 255–66
  15. Elkins and McKitrick. (1995) ch 5; Wallace Hettle, The Peculiar Democracy: Southern Democrats in Peace and Civil War (2001) p. 15
  16. Jefferson letter to James Madison, September 6, 1789 | http://odur.let.rug.nl/~usa/P/tj3/writings/brf/jefl81.htm Archived 2010-03-28 at the Wayback Machine.
  17. Roy J. Honeywell, "A Note on the Educational Work of Thomas Jefferson," History of Education Quarterly, Winter 1969, Vol. 9 Issue 1, pp. 64–72 in JSTOR
  18. R. Kent Newmyer, John Marshall and the Heroic Age of the Supreme Court (2001)
  19. Thomas Jefferson (1900). John P. Foley (المحرر). The Jeffersonian Cyclopedia: A Comprehensive Collection Of The Views Of Thomas Jefferson Classified And Arranged In Alphabetical Order Under Nine Thousand Titles Relating To Government, Politics, Law, Education, Political Economy, Finance, Science, Art, Literature, Religious Freedom, Morals, Etc. Funk & Wagnalls company. د کتاب پاڼې 323. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jenkinson, Becoming Jefferson's People, p. 27