جعفر قبیله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جعفر نسلاً مياڼي پښتانه دي او د سليمان غره د «درګ» په شنه او زرغونه ناوه کې ژوند کوي. ويل کېږي چې وروسته يو شمېر نور پښتانه په ځانګړي توګه شېراڼي او ترين هم دلته راغلي او له دغې قبيلې سره يو ځای شوي دي.

نسب[سمول]

د کال ۱۹۰۱م د سر شمېرنې په يوه رپورټ کې ددغې قبيلې د نسل او نسبي ناغ په اړه داسې ليکل شوي دي: جعفر يوه کوچنۍ قبيله او د ږوب ضلعې د موسی خېلو په تحصيل کې ژوند کوي. د علم اللانساب د پوهانو د وينا مطابق جعفر د مياڼي چې د ترين، شېراڼي او بړيڅ ورور دی اولاد دی، مياڼي اوس هم يوه لويه قبيله ده او له کندهار تر کوهاټ پورې خوره وره پرته ده، بهرحال داسې نخښې شته چې دغو خلګو يو شمېر نور خلګ هم جذب کړي وي. جعفر له لوڼي قبیلې سره هم نږدې نسلي تړون لري.

څانګې[سمول]

دغه کوچنۍ قبيله وروسته په دريو نورو څانګو یا خېلونو خرزڼي، اومراڼي او اسپاڼي تقسيم شوې ده.

ژبه[سمول]

د جعفرو ژبه ”جعغرکي“ ده چي د څو ژبو له ګډ امتزاج څخه جوړه ده البته له کورونو دباندې زیاتره وخت جعفران په پښتو ژبه خبرې کوي۔