Jump to content

جرمني رنسانس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرمني رنسانس د شمالي رنسانس یوه برخه وه چې د ۱۵ او ۱۶ پېړيو تر منځ له ايټالیايي رنسانس څخه په الهام اخیستلو د یوه فرهنګي او هنري غورځنګ په توګه د جرمني متفکرانو تر منځ خپور شو. د جرمني په بېلابېلو حکومتونو او ایالتونو کې د علم او هنر ډېری حوزې د انسان دوستۍ د رنسانس د خپراوي تر اغېز لاندې راغلې. د خټګرۍ، هنر او علم په برخه کې ډېر پرمختګونه وشول. جرمني دوه بدلونونه رامنځته کړل چې نږدې وو په ۱۶ پېړۍ کې پر ټوله اروپا تسلط ومومي: د پروتستان اصلاحات(سموونې) او چاپ.  

د جرمني له تر ټولو مهمو انسان‌پالو څخه یو کنراد سلتیس (۱۴۵۹-۱۵۰۸ز کلونه) و. سلتیس په کلن او هایدلبرګ کې زده‌کړې وکړې او ورسته يې ټولې ايټالیا ته سفر وکړ چې لاتینې او یوناني لاس‌لیکونه يې راټول کړل. هغه چې په شدیده توګه د تاستوس تر اغېز لاندې راغلی و د جرمني د معرفي کولو لپاره يې له جرمینیا (د تاریخي کتاب نوم) څخه کار واخیست. په پای کې يې خپل وخت شعر ته وقف کړ او په هغه کې يې په لاتیني ژبه د جرمني ستاینه وکړه.  بل مهم شخصیت یوهان روچلین (۱۴۵۵- ز کلونه) و چې د ايټالیا په بېلابېلو سیمو کې يې زده‌کړې وکړې او وروسته يې د یوناني تدریس وکړ. هغه د عیسویت د پاکولو په موخه عبراني ژبه مطالعه کړه خو د کلیسا له مقاومت سره مخ شو.

د جرمني د رنسانس تر ټولو مهم هنرمند البرشت دورر دی چې په ځانګړي ډول د لرګي پر مخ د چاپ او حکاکۍ لپاره او د نقاشۍ د طرحو او شېوو له امله چې په ټوله اروپا کې خپرې شوې دي خورا شهرت لري. د دغې دورې تر ټولو مهمې خټګرۍ د ندشوت استوګنځی، د هایدلبرګ کلا، د ګسبورګ ښار تالار او همدارنګه د مونيخ د رزيدنز لرغونی کواریوم او د الپ غرونو په شمال کې د رنسانس ترټولو لوی تالار شامل دی. [۱]

مخینه[سمول]

رنسانس تر ډېره له کلاسیکو زده‌کړو سره بیاځلي علاقه وه او همدارنګه د چټکې اقتصادي پراختیا پایله وه. جرمني د ۱۶مې پېړۍ په پیل کې (د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې شته قلمرونو ته اشاره کوي) د ښارمېشتۍ له ټیټې کچې سره سره د ايټالیا یا هالنډ په پرتله د اروپا له تر ټولو هوسا(ښاد) سیمو څخه و. د ځانګړو برخو لکه د کان اېستلو کمال، معدن، بانک او نساجۍ له پانګې څخه يې ګټه پورته کوله. تر ټولو مهم دا چې په جرمني کې د کتاب چاپ پراختیا ومونده او جرمني چاپګرانو د نویو کتابونو د سوداګرۍ په برخه کې تر ۱۶مې پېړۍ پورې پرډېری نورو هېوادونو تسلط درلود.   [۲]

هنر[سمول]

د جرمني رنسانس یا د شمالي رنسانس مفهوم تر یوې کچې ان په هغه اثارو کې چې له شک پرته د انسان له شخصیت او د رنسانس له نورو اړخونو سره په ټکر کې دي د ګوتیک د استادانه تزیئناتو د دوامداره کارونې له امله تر ۱۶مې پېړۍ پورې ګنګ دی. لرغونو سینګار توکو په جرمني کې چندان تاريخي انګازه نه لرله، خو جرمني له نورو اړخونو په چټکۍ سره پرمختګونه وڅارل، په ځانګړي ډول د متحرکو تورو له کارولو سره چاپ، یوه جرمنۍ اختراع وه چې نږدې څو لسیزې د جرمني په انحصار کې پاتې شوه او د لومړي ځل لپاره د جرمني له خوا د اروپا ډېرو برخو لکه فرانسې او ايټالیا ته ورسېده.    

د لرګي پر مخ چاپ او حکاکي مخکې په جرمني او د اروپا له ګنو نورو برخو څخه په ټيټو هېوادونو کې پراختیا موندلې وه، او جرمنیان د کتابونو د انځورګرۍ په پراختیا کې چې معمولاً له ټيت هنري سټندرد څخه برخمند وو، مخکښ و، خو په ټوله اروپا کې د لرګي له بلوکونو سره ليدل کېدل، چې تر ډېره په نورو ښارونو یا نورو ژبو کې د ګڼو چاپګرانو ته په پور ورکول کېدل. د جرمني د رنسانس لوی هنرمند البرشت دورر په نورنبرګ کې په یوه وتلې کارخونه کې د شاګرد په توګه خپل کار پيل کړ، د مایکل وولګموت کارخونې د نویو رسنیو د ګټې اخیستنې لپاره تر ډېره خپلې نقاشۍ پريښې وې. دورر د هغې دورې د تر ټولو حیرانوونکي انځوریز کتاب پر مخ کار وکړ، دا کتاب د نورنبرګ د پېښو کښنې انځورونې په نوم د هغه د پلار بللي، سپانسر انتون کوبرګر له خوا چې هغه مهال د اروپا په کچه د چاپ د لویې خپروندیې ناشر و خپور شو.  [۳]   

وروسته له دې چې هغه په ۱۴۹۰ ز کال کې خپله د کار تحصیلي دوره بشپړه کړه، د څلورو میاشتو لپاره يې جرمني او څو میاشتې يې ايټالیا ته سفر وکړ او وروسته يې په نونبرګ کې خپله کارګاه جوړه کړه. هغه د خپلې ښې حکاکۍ او د لرګي پر مخ د غوره کښنې له امله په ټوله اروپا کې په چټکۍ سره شهرت تر لاسه کړ. د مشخص جرمني سبک له خوندی کولو سره سره د هغه آثار پياوړی ايټالوي نفوذ ښيي او تر ډېره په تجسمي هنرونو کې د جرمني د رنسانس په توګه په پام کې نیول کېږي. چې په راتلونکو ۴۰ کلونو کې د هغې سیمې په توګه چې د اروپا په شمال کې لوی نوښتونه رامنځته کړل د فرانسې او هالنډ ځای ناستې شوه. دورر له مارتین لوټر څخه ملاتړ وکړ، خو د مدونا (د بي بي مریم او عیسی (ع) مجسمه) او نورو کاتولیکو انځورونو د جوړولو او د وېش په دواړو غاړو کې يې د پروتستان د سموونو له موجودولو څخه لاس وانه‌خیست.        [۳]

مخکې له دې چې دا مشخصه شي، چې د سموونو وېش تلپاتې شوی، دورر په ۱۵۲۸ ز کال کې مړشو، خو د راتلونکي نسل زده‌کوونکو ونه شو کولی، چې له سمت‌پالنې څخه لرېوالی غوره کړي. د جرمني زیاتره وتلي هنرمندان پروتستان شول، خو دې چارې دوی له ډېرو مذهبي نقاشیو څخه چې مخکې د هنرمندانو د عاید تر ټولو اصلي سرچينه وه بې بر خې کړل. مارتین لوتر پر ډېری کاتولیکو انځورونو نیوکه کړې وه، خو په خپله په انځورګرۍ يې نيوکه نه لرله او د هغه نږدې ملګري لوی لوکاس کراناخ یو شمېر «لوتري محرابونه» نقاشي کړي وو چې تر ډېره يې د شپې وروستۍ ډوډۍ انځوروله، ځينې يې د دولسو حوارینو (د عیسی(ع) ۱۲ نږدې یاران) په توګه د پروتستانو د وتلو خدایانو له انځورونو سره مل وې. د لوتران هنر دا پړاو له ۱۵۵۰ ز کال څخه مخکې پای ته رسېدلی و. ښايي د کالوينیزم د تر ټولو سخت انیکونیک (سوچه طبعیت، د مادې نه‌شتون) نفوذ تر اغېز لاندې و او په پروتستاني سیمو کې د مذهبي اثارو د عامه نندارې او توليد مخنیوی وشو. تر ډېره ښايي نږدې په ۱۵۵۰ ز کال کې د جرمني د هنر پراختیا له همدې امله درېدلې وه، خو په تېرو لسیزو کې جرمني هنرمندان د بدیلو موضوعاتو د پراختیا په برخه کې خورا زوغون وو، تر څو دا موضوعات د خپلو کتابونو په منظومه خلا کې ځای پر ځای کړي. کرانچ د نریو پورټورېټ پرتو انځورونو سربېره د پاروونکو لوڅو عمودي انځورګریو یو فارمټ د کلاسیک یا سپېڅلي کتاب په نوم رامنځته کړ.   [۴]

ماتیاس ګرونوالډ له یادو پرمختګونو څخه لږ لرې پروت دی، چې ډېر لږ هنري اثار یې له ځانه پريښي،خو د هغه د ایزېنهيم/ Isenheim  د محراب شاهکار چې په ۱۵۱۵ کال کې بشپړ شوی، له هغه مهال راهیسې چې په ۱۹ مه پېړۍ کې يې د منتقدینو پام ځانته راواړوه، په پراخ ډول د جرمني د تر ټولو لويې رنسانس نقاشۍ په توګه په پام کې نيول شوی. یاد اثر په شدید ډول احساسي دی چې د جرمن ګوتیک د بې بندو باریو دود د رنسانس د ترکيب بندۍ اصولو له کارولو سره په انځور کې کښي او دوام ورکوي، خو دا ټول په هغه ډېرو درې وزر لرونکو او څو وزر لرونکو ګوتیکو بڼو کې.  [۵]

سرچينې[سمول]

  1. Munich Residenz
  2. German economic growth, 1500–1850, Ulrich Pfister
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bartrum (2002)
  4. Snyder, Part III, Ch. XIX on Cranach, Luther etc.
  5. Snyder, Ch. XVII