جرجی زیدان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرجي زيدان (ډسمبر 14، 1861 - جولای 21، 1914) یو مشهور لبنانی ناول لیکونکی، ژورنالیست، مدیر او ښوونکی و، چې د الهلال مجلې د جوړولو لپاره خورا مشهور وو اوداهغه مجله وه چي نوموړي دخپلو ۲۳ ناولونو دلړۍ لپاره کاروله .

لومړنی ژوند[سمول]

جرجی زیدان د ۱۸۶۱ کال د ډسمبر په ۱۴ نیټه چي د۱۲۷۸هجري سپوږمیز دجمادی الاخر له ۱۱ نیتې سره سمون خوري دلبنان په پلازمینه بیروت کې په یوه ارتودوکس عیسوی کورنۍ کې وزېږېدی . دزیدان پلار حبیب چي هغه وخت دبیروت په یوه خوراکه پلورنځي کي په کار باندي بوخت وو غوښتل یې له خپل زوی څخه هم دځان په ډول یوکارکوونکی جوړ اوپه راتلونکي کي له ده سره یوځای وظیفه سرته ورسوي خوجرجي دخپل پلار دفکرخلاف تریوولس کلنۍ پوري خپلي زدکړي په نحوه، صرف، خطاطي اوڅه اندازه فرانسوي ژبه کي سرته ورسولې اوترهغه وروسته یې دپلار دټینکار له امله دغه چاره بیرته پرېښودل . ترزدکړې پرېښودلو وروسته جرجی فقط یوکال له خپل پلارسره دنده سرته ورسول اوپه پنځلس کلنۍ کي یې یوځل بیادشپې لیسه راپیل کړه چي په دې لیسه کي نوموړي په انګلیسي ژبه باندي هم بری ترلاسه کړ اوله نړیوالو علوموسره یې په لمړي ځل اشنايي پیدا سوه . جرجی زیدان چي پرخپله انګلیسي سخت باوري وو غوښتل یې یوعربي-انګلیسي ژباړن جوړ کړي خوداکار یې هم نیمګړی پاته سو اوپه ځوانۍ کي يې دخپل پلار په څېر خوراکي توکو خرڅولوته مخه کړه .

علمي ژوند[سمول]

جرجی زیدان دخپل پلارپه څېر څوکاله دخوراکي توکو په پلورباندي تېرکړه اوترهغه وروسته په ۱۲۹۸ هجري سپوږمیزکال کي دطب پوهنځي ته داخل سو ترڅوخپل علوم په یاده برخه کي لاسته راوړي . دنوموړي یاده دوره دوه کاله وغځېدل اوپه ۱۳۰۰هجزي سپوږمیز کي یې له لبنان څخه مصرته سفر وکړ خونوموړی چي کله مصرته ورسېدی هلته یې دزدکړي پرځای کارته دوام ورکړ اوترهغه وروسته له انګلیسي ځواکونو سره په عربي نړۍ کي دیوژباړن په توګه پاته سو . دژباړي په دوران کي دنوموړي انګلیسي نوره هم قوي سوه اوپه ۱۳۰۲هجري سپوږمیزکال کي بیرته دلبنان پلازميني بیرته ته ولاړی ترڅوهلته عبراني اوسریاني ژبه هم زده کړي . په ۱۳۰۳هجري سپوږمیزکي کله چي نوموړی نورپه مکمله توګه دیو پوه په حیث راڅرګندسوی وو خپل لمړنی کتاب یې د (الالفاظ العربیة والفلسفة الغویة) په نامه چاپ کړ اوترهغه وروسته مخ دلندن په لوري ولاړی . په لندن کي جرجي دختیځ پوهانوله اثارو او افکاور سره اشنا سو اوله هغوی څخه یې په پوره توګه علمي معلومات لاسته راوړه .

شخصي ژوند اومړینه[سمول]

جرجي زیدان په ۱۳۰۸هجري سپوږمیزکال کي واده وکړ اوپه ۱۳۰۸هجري کي دمصرپه پلازمینه قاهره کي داستادپه حیث وټاکل سو خوڅرنګه چي نوموړی عیسايي وو نوځکه دهغه ځای مسلمانانو اعتراض ورباندي وکړ اوله همدې کبله یې دښوونکي دنده بیرته پرېښودل . جرجي زیدان دخپل ژوند په اوږدو کي استانبول، مصر، فلسطین اوبېلابیلو اروپايي هیوادونوته سفرونه وکړه اود ۱۹۱۴زیږدیزکال دجولای په میاشت کي دمصرپه پلازمینه قاهره کي له ډېري مطالعې اوڅېړني څخه له دماغي سکتې سره مخ سوچي په پایله کي یې خپل ژوند له لاسه ورکړ .