Jump to content

جان کيج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«جان ملټن کيج جونير» (5 سپتمبر 1912 – 12 اګست، 1992) يو امریکايي موسيقار او د موسيقۍ انديال و. په موسيقۍ، اليکټروکوسټک موسيقۍ (د لوېدېځې موسيقۍ يو ژانر دی) او د موسيقۍ د الاتو غېر معياري استعمال کې د عدم استحکام مخکښ و، «کيج» له جګړې وروسته په هنر کې د نوښتونو راوستونکو شخصيتونو څخه يوه مخکښه څېره وه. کره کتونکو هغه د شلمې پېړۍ د تر ټولو اغېزناکو موسيقارانو څخه د يو په توګه ستاينه کړې ده. نوموړي همدا راز د عصري نڅا په پرمختګ کې مهمه ونډه درلودلې، تر ډېره بريده د نڅا د لارښود «مرس کننګم» سره د هغه د تړاو په مټ، څوک چې همدا راز د دوی دواړو د ژوند په ډېره برخه کې د «کيج» رمانوي شريک هم و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هنري کوول (1933) او ارنلډ شوينبرګ (1933-35) د کيج په ښوونکو کې شامل وو، چې دواړه په موسيقۍ کې د خپلو سختو اختراعاتو له امله شهرت لري، خو د «کيج» ډېرې اغېزې د ختيځې او سويلي اسیا مختلفو کلتورونو پرېوتی دی. د 1940ز لسيزې په اوږدو کې د هندوستاني فلسفې او «زين بوداییزم» د مطالعې په مټ، «کيج» د aleatoric يا د فرصت د مديريت کونکې موسيقۍ فکر ته ورسېد، چې هغه يې په 1951ز کال کې په جوړولو پيل وکړ. «I Ching»، کوم چې لرغونی چينايي کلاسيکي متن او د پرېکړه کولو وسيله ده، د «کيج» د ټول ژوند لپاره د موسيقۍ ترتيب کولو معياري وسيله وګرځېده. د تجربوي موسیقۍ په نوم، د1957ز کال په يو درس کې «کيج» موسيقي د بې موخې لوبې په توګه تشریح کړه، کوم چې د ژوند تاييد دی – نه دا چې له ګډوډۍ څخه د نظم د راوړلو کوښښ، او نه په پنځولو کې د ښه والي مشوره ورکول، بلکې په ساده ډول د هغه ژوند لپاره د راوېښېدو يوه لاره ده، چې موږ يې کوو.[۷][۸][۹]

د کيج تر ټولو مشهور اثر د 1952ز کال د «4′33″» موسيقاري ده، کوم چې په قصدي ډول د اواز په نه شتون کې ويل شوې قطعه ده؛ هغه سازنده چې دا موسيقي وړاندې کوي، له دې پرته بل هېڅ نه کوي چې د دې عنوان له خوا ورکړل شوې مودې پر مهال موجود و اوسي. د دې انشاء د موادو موخه د وړاندې کولو پر مهال د اورېدونکو له خوا د چاپېريال اورېدو وړ اوازونه دي. د سازنده کېدو او موسيقۍ د تجربې په اړه فرضي تعريفونو، د دې اثر ننګونې، دا اثر په موسيقۍ پوهنه او د هنر په پراخه جمالياتو او وړاندې کولو دواړو کې یوه مشهوره او لانجمنه موضع وګرځوله. «کيج» همدا راز د چمتو شوې پیانو مخکښ هم و (یوه داسې پيانو چې اواز يې د هغې د مزو يا د څټکونو په منځ يا د هغې دپاسه اېښودل شويو شيانو سره بدلېدو)، د کوم لپاره چې هغه د نڅا اړوند ګڼ اثار او د کانسرټ يو څو ادبي ټوټې وليکلې. په دې کې «سوناټاس» او «انټرليوډس» (1946-1948) شامل دي.[۱۰][۱۱][۱۲]

ژوند[سمول]

1912-1931: د ژوند لومړي کلونه[سمول]

«کيج» د 1912ز کال د سپتمبر په پنځمه نېټه،د لاس انجلس په مرکز د «ګوډ سماريټن» په روغتون کې زېږېدلی دی. پلار يې «جان ميلټن کيج سينر» (1886-1964) يو مخترع و، مور يې «لوکريټيا ("کريټ") هاروي» (1881-1968) وخت په وخت د لاس انجلس ټايمز لپاره د ژورنالستې په توګه کار کړی و. دې کورنۍ ژورې امریکايي رېښې درلودې: د 1976ز کال  په یوه مرکه کې، «کيج» وويل چې د «جان کيج» په نوم د هغه يو نیکه د ويرجينيا مستعمرې د سروی په دنده کې د «جارج واشنګټن» سره مرسته کړې وه. «کيج» خپله مور د ټولنې احساس لرونکې ښځې په توګه تعريف کړې ده، څوک چې کله هم خوشاله نه وه، په داسې حال کې چې پلار يې د هغه د اختراعاتو له امله ښه تشریح شوی دی: کله کله د يو بېلګه ييز شخص په توګه، لکه د ډيزلو په سون توکو چلېدونکی يو اوبتل، کوم چې د اخراج بلبونه ورکول، مشر کيج په نه پېژندل کېدو وړ اوبتلونو؛ نور انقلابي او د ساينسي اصولو مخالفت کې لېوالتيا نه  درلوده، لکه د کايناتو د اليکټروسټاټيک ميدان نظريه. مشر «جان کيج» خپل زوی ته وښودل چې که يو څوک ووايي چې دا نه شي کېدای، نو دا تاته دا ښيي چې بايد څه وکړې. په 1944-45ز کال کې، «کيج» د دوه کوچنيو کردارونو ادبي ټوټې وليکلې چې مور او پلار ته يې ډالۍ کړې وې او د Crete  او  Dad په نوم وې. وروستۍ يې يوه لنډه ژوندۍ ادبي ټوټه ده، چې په ناڅاپي ډول پای ته رسېږي، په داسې حال کې چې د Crete   ټوټه يې يو څه اوږده ده، او تر ډېره بريده د خوږې نغمې څو غږيز اثر دی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له موسيقۍ سره د «کيج» لومړۍ تجربې د «ګريټر لاس انجلس» په سيمه کې د پیانو د خصوصي ښوونکو او ګڼو خپلوانو سره وې، په ځانګړي ډول د هغې ترور (د مور خور) «فوبي هاروي جيمز»، چا چې هغه د نولسمې پېړۍ د پيانو له موسيقۍ سره بلد کړ. هغه د پیانو د غږولو لومړي درسونه هغه مهال تر لاسه کړل، کله چې د ښوونځي په څلورم ټولګي و، خو سره له دې چې موسيقي يې خوښه وه، د ښه پیانو غږولو د تخنيک د پرمختګ پر ځای يې د ليدلو او لوستلو وړاندې کولو (د موسيقۍ هغه اجاره چې سازنده ليکلې موسيقي ويني، لولي او وړاندې کوي) کې ډېره لېوالتيا ښکاره کړه، او په څرګند ډول يې د موسيقارۍ په اړه فکر نه کاوه. د عالي ليسې پر مهال، د هغه موسيقۍ يو ښوونکی «فيني چارلس ډلن» و. تر 1928ز کال پورې، «کيج» په دې قانع شوی و چې غواړي ليکوال شي. همدا کال د لاس اجنلس د عالي ليسې څخه په عالي درجه فارغ شو، هغه د پسرلي په موسم کې په «هاليوډ باول» کې د جايزې ګټونکی يوه وينا هم وکړه، او ټولو امريکايانو ته يې د چوپتيا يوه ورځ وړانديز کړه. په چوپ او خاموشه اوسېدو سره، هغه وويل "موږ بايد د هغه څه د اورېدلو فرصت ولرو چې نور يې په اړه فکر کوي"، او له دېرشو کلونو څخه زيات وخت مخکې يې د «4′33″» اټکل وکړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

«کيج» په 1928ز کال کې د «کليرمونډ» د «پومونا» کالج کې د الاهياتو د تخصص په برخه کې داخل شو. په هر حال، هغه به له يوې څانګې ته بلې ته تګ راتګ کاوه، چې په «پومونا» کې د پروفيسر «José Pijoan» له لارې د هنرمند «مارسل ډوشيمپ»، او د «ډان سيمپل» په مټ د «جيمز جوايس» او د «فيلسوف» «انندا کومار سوامي» او د «هنري کول» له اثارو سره مخ شو. په 1930ز کال کې، له دې باور وروسته چې کالج يو لیکوال ته ګټور نه دی، هغه يې پرېښود، دا پرېکړه يې له يوې پېښې وروسته وکړه چې د 1991ز کال د ژوند لیک په يو بيان کې په دې ډول تشريح شوې ده:[۲۲][۲۳]

حيران شوم چې د کالج په کتابتون کې مې خپل ټول سل تنه ټولګیوال د يو کتاب د نسخې په لوستلو وليدل. د دې پر ځای چې د دوی په څېر عمل وکړم، زه د کتابونو المارۍ ته ولاړم او د هغه لیکوال لومړی ليکل شوی کتاب مې ولوست چې نوم يې په Z سره پيل کېدو. ما په ټولګي تر ټولو لوړې نومرې تر لاسه کړې. دې زه قانع کړم چې دا داره په سم دول نه اداره کېږي. او ما خوشې کړه.[۲۴]

«کيج» خپل مور او پلار راضي کړل چې د راتلونکي ليکوال لپاره د کالج تر زده کړې د اروپا سفر ډېر ګټور دی. له دې وروسته نوموړی په وړيا ډول «ګالويسټن» ته ولاړ، او «Le Havre» ته په بېړۍ کې ورسېد، او له هغه ځايه بيا په اورګاډي کې پاريس ته ورسېد. «کیج» په اروپا کې د شا اوخوا اتلسو مياشتو لپاره پاتې شو، او په ډول ډول هنرونو کې يې خپل ځان وازمايه. لومړی هغه «ګوتيک» او يوناني د معمارۍ فن ولوست، خو پرېکړه يې وکړه په معمارۍ کې يې دومره لېوالتيا نه درلوده چې ټول عمر ورته وقف کړي. بيا يې د انځورګرۍ، شاعرۍ او موسيقۍ لاره ونيوله. په اروپا کې د خپل ښوونکي «Lazare Lévy» له خوا وهڅول شو، او په لومړي ځل يې د معاصرو موسيقارانو (لکه ايګور سټراونسکي او پار هنډمت) موسيقي واوريد، او بالاخره د «جوهان سيبسټين باخ» په موسيقۍ پوه شو، چې مخکې يې دا نه وه تجربه کړې.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Pritchett, Kuhn & Garrett 2012 "He has had a greater impact on music in the 20th century than any other American composer."
  2. (په August 13, 1992 باندې). John Cage, 79, a Minimalist Enchanted With Sound, Dies. The New York Times.
  3. Leonard, George J. (1995). Into the Light of Things: The Art of the Commonplace from Wordsworth to John Cage. University of Chicago Press. مخونه 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-47253-9. ... when Harvard University Press called him, in a 1990 book advertisement, 'without a doubt the most influential composer of the last half-century', amazingly, that was too modest. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Greene, David Mason (2007). Greene's Biographical Encyclopedia of Composers. Reproducing Piano Roll Fnd. مخونه 1407. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-14278-6. ... John Cage is probably the most influential ... of all American composers to date. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Perloff او Junkerman 1994، 93.
  6. Bernstein او Hatch 2001، 43–45.
  7. John Cage – Music of Changes. By David Ryan, taniachen.com
  8. Cage 1973، 12.
  9. Lejeunne 2012، 185–189.
  10. Nicholls 2002, 80: "Most critics agree that Sonatas and Interludes (1946–48) is the finest composition of Cage's early period."
  11. Kostelanetz 2003، 69–70.
  12. Reviews cited in Fetterman 1996, 69
  13. Mark Swed (August 31, 2012), John Cage's genius an L.A. story Los Angeles Times.
  14. Nicholls 2002, 4
  15. Cage quoted in Kostelanetz 2003, 1. For details on Cage's ancestry, see, for example, Nicholls 2002, 4–6.
  16. Cage, John (1991). "An Autobiographical Statement". Southwest Review. د اصلي آرشيف څخه پر فېبروري 26, 2007 باندې. لاسرسي‌نېټه مارچ 14, 2007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Recording and notes: John Cage – Complete Piano Music Vol. 7: Pieces 1933–1950. Steffen Schleiermacher (piano). MDG 613 0789-2.
  18. Swed, Mark, "John Cage's genius an L.A. story", Los Angeles Times, August 31, 2012. Retrieved September 2, 2012.
  19. Ross, Alex (September 27, 2010). "Searching for Silence: John Cage's art of noise". The New Yorker. لاسرسي‌نېټه July 21, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Nicholls 2002، 21.
  21. Kostelanetz 2003، 2.
  22. Kostelanetz 2003, 4
  23. Swed, Mark, "John Cage's genius an L.A. story", Los Angeles Times, August 31, 2012. Retrieved September 2, 2012.
  24. John Cage, National Inter-Collegiate Arts Conference, Vassar College, Poughkeepsie (New York), February 28, 1948.
  25. Kostelanetz 2003, 4
  26. John Cage, National Inter-Collegiate Arts Conference, Vassar College, Poughkeepsie (New York), February 28, 1948.
  27. Nicholls 2002، 8.
  28. Perloff او Junkerman 1994، 79.