جان واکر لېنډ
جان فیلیپ واکر لېنډ (زیږون: د ۱۹۸۱ زکال د فبروري ۹مه) د طالبانو د جنګیالیو په کتار کې امریکايي وګړی و چې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید پر مهال د ۲۰۰۱ زکال په نومبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو. نوموړی په قلعه جنګي قلا کې چې د بند په توګه ترې ګټنه کېدله بندي و. هغه د قلعه جنګي په جګړه کې د ونډې لرلو څخه انکار وکړ چې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک پاڅون ګڼل کېږي او څرګنده یې کړه چې په پښه ټپي شوی و او د دغې قلا په سویلي برخه کې په یوه تکهوي کې پټ شوی و. نوموړی په یاد پاڅون کې چې د سي آی اې افسر جاني «مایک» سپن په کې ووژل شو له ۴۰۰ بندي کسانو څخه د ژوندیو پاتې شوو ۸۶ کسانو په ډله کې و. لېنډ د ۲۰۰۲ زکال په فبروري میاشت کې د متحده ایالاتو په فدرال محکمه کې محاکمه شو او د اعدام له جزا څخه د خلاصون په شرط یې په خپلو دوه جرمونو اعتراف وکړ؛ چې له امله یې په ۲۰ کاله بند محکوم شو. نوموړی د ۲۰۱۹ زکال د مۍ په ۲۳مه د یوې درې کلنې دورې لپاره په تر څار لاندې حالت کې خوشی شو. [۱][۲][۳]
لېنډ د ۱۶ کلنۍ په عمر په کلیفورنیا کې اسلام ته اوښتی و، همدا و چې په ۱۹۹۸ زکال کې یې د عربي ژبې د زده کړې په موخه یمن ته سفر وکړ او ۱۰ میاشتې هلته پاتې شو. نوموړی په ۲۰۰۰ زکال کې بېرته امریکا ته راوګرځېد او له دغه ځایه افغانستان ته ولاړ څو له شمالي ټلوالې سره په جګړه کې د طالبانو په ګټه برخه واخلي. نوموړي د القاعدې شبکې په الفاروق روزنیز مرکز کې پوځي زده کړې وکړې، هغه شبکه چې د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي. هغه مهال چې دلته یې زده کړې کولې د اسامه بن لادن په ویناوو کې به یې ګډون کاوه. د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته په داسې حال کې چې پوهېده متحده ایالات له شمالي ټلوالې سره مرسته کوي د طالبانو په لیکو کې پاتې شو. لېنډ له دې وړاندې هم په پاکستان کې د حرکت المجاهدین په نامه نړیوالې ترهګریزې ډلې له خوا روزل شوی و. [۴][۵][۶][۷]
لېنډ په افغانستان کې د خپلې استوګنې پر مهال د سلیمان الفارس په نامه پېژندل کېده، خو اوس مهال د ځان لپاره د ابو سلیمان الایرلنډي نوم کاروي. د هغه له نیونې وروسته هغه مهال چې د خبریالانو دې ته پام شو چې هغه د متحده ایالاتو وګړی دی په معمول ډول ټولو رسنیو ورته د «جان واکر» نوم کاروه. [۸][۹]
ځواني، اسلام ته اوښتل او سفرونه
[سمول]لېنډ په واشنګټن ډي سي کې د مرلین واکر او فرانک آر. لېنډ په کورنۍ کې وزیږېد. نوموړی د دوی د دریو ماشومانو منځنی و. په هغه باندې د جان نوم د جان لېنون په یاد کېښودل شو چې د ده له زیږون دوه میاشتې وړاندې وژل شوی و. هغه ته د یو کاتولیک عیسوي په توګه د تعمید غسل ورکړل شو او د مریلنډ په سېلور سپرېنګ کې را لوی شو. هغه مهال چې نوموړی ۱۰ کلن و، کورنۍ یې د کالیفورنیا سن آنسلمو ته کډه شوه. دغه مهال لېنډ د کولمو له ناروغۍ رنځېده. د ۱۴ کلنۍ په عمر د نوموړي روغتیايي حالت ښه شو. هغه په رېډووډ عالي لیسه کې د لومړي کال د زده کوونکي په توګه شامل کړای شو، له دې وروسته د تامپلیس اتحادیې د عالي ښوونځیو سیمې ته ولاړ او د تامسیکال په عالي ښوونځي کې یې زده کړې پیل کړ، هغه ښوونځی چې هر زده کوونکي ته د هغه د خوښې وړ فردي روزنیز پروګرام وړاندې کوي. په دغه ځای کې نوموړي د سني اسلام او د منځني ختیځ د کلتور په ګډون د نړیوال کلتور مطالعې ته مخه کړه. لېنډ ښوونځی خوشی کړ او د کلیفورنیا د عالي لیسو د لیاقت په ازموینه کې یې ګډون وکړ، همدا و چې په دغه ازموینه کې یې د بریالي کېدو له امله د ۱۶ کلنۍ په عمر له ښوونځي څخه د فراغت معادل سند ترلاسه کړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
لېنډ د نوې ځوانۍ پر مهال د مجاهد په مستعار نامه په ډله ییزو چټ خونو کې ګډون کاوه. نوموړی د هیپ هاپ موسیقۍ یو له فداکاره ملاتړو څخه و او د یوزنېټ د خبري ګروپونو په بحثونو کې به یې تر ډېره ونډه اخیسته، ځینې مهالونه به یې ځان افریقايي الاصله امریکايي رپ ویونکی معرفی کاوه چې په نورو باندې یې د «تور پوستو د اکټېنګ» له امله نیوکې کولې. د مالکوم اېکس په نامه د سپایک لي فلم په هغه شدید اغېز وکړ او له اسلام سره یې د نوموړي علاقه رامنځته کړه. [۱۴][۱۵][۱۶]
په داسې حال کې چې والدین یې تر ۱۹۹۹ زکال پورې له یو بل څخه نه و جلا شوي، خو د لېنډ د نوې ځوانۍ پر مهال د هغوی په ګډ ژوند کې شدیدو ستونزو شتون درلود. د هغه پلار به تر ډېره پورې له کوره بهر و او ډیر وخت به یې په سانفرانسېکو کې له خپل نارینه معشوق سره تېراوه. فرانک لېنډ ویلي چې هغه او مرلین په ۱۹۹۷ زکال کې سره جلا شوي و. [۱۷][۱۸][۱۹]
لینډ په ۱۹۹۷ زکال کې د ۱۶ کلنۍ په عمر د اسلام مبارک دین ومانه. له دې وروسته نوموړی په منظمه توګه په میل دره کې جومات او وروسته هم سانفرانسېسکو ته څېرمه جومات ته د عبادت په موخه تله. لېنډ په ۱۹۹۸ زکال کې د عربي ژبې د زده کولو په موخه یمن ته ولاړ څو وکولای شي قرآن کریم د هغو په اصلي ژبه ولولي. نوموړی په ۱۹۹۹ زکال کې بېرته متحده ایالاتو ته راوګرځېد او نږدې اته میاشتې له خپلې کورنۍ سره و اوسېد.[۲۰]
لېنډ د ۲۰۰۰ زکال په فبروري میاشت کې بیاځلي یمن ته ولاړ او له هغه ځایه پاکستان ته ولېږل شو څو په یوه مدرسه کې زده کړې وکړي. هغه مهال چې لېنډ له هېواده بهر و له خپلې کورنۍ سره یې پرېمانه برېښنالیکونه تبادله کړي و. په یوه برېښنالیک کې د هغه پلار ورته په یو اس اس کول بېړۍ د برید وویل چې لینډ یې په ځواب کې دغه چاره موجه وبلله او څرګنده یې کړه چې د یمن بندرونو ته د متحده ایالاتو د جنګي بېړیو تګ جنګي اقدام و. د هغه پلار نیوزویک ته وویل چې «دغې خبرې یې زما اندېښنه راوپاروله، خو اوس دا وخت تېر و چې زه دې په هغه کې تغیر راوړی شم». [۲۱]
لېنډ د شل کلنۍ په عمر پرېکړه وکړه چې افغانستان ته ولاړ شي او د طالبانو دولت ته د اړوندو جنګیالیو په لیکو کې د شمالي ټلوالې له جنګیالیو سره جګړه وکړي. د هغه والدینو ویلي چې هغه د هغو جنایاتو د کیسو تر اغېز لاندې راغلی و چې د شمالي ټلوالې جنګیالیو د افغان ملکي وګړو پر وړاندې ترسره کړي و. همدا و چې نوموړی د ۲۰۰۱ زکال په مۍ میاشت کې افغانستان ته ولاړ. د هغه وکیل ټوني وېست دغه موضوع داسې تشرېح کړې: «لومړني هغه موارد چې نوموړي د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۳مه پوځي څارنوالانو ته ویلي و، دا وو چې ده غوښتل د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د جګړې لومړۍ کرښه پرېږدي، خو ژوندانه ته یې د ګواښ له امله دغه کار وه نه شو کولی. جان هېڅکله نه غوښتل په داسې موقعیت کې واوسي چې له متحده ایالاتو سره په مخالفت کې وي (هېڅکله یې داسې فکر هم نه کاوه چې په دغسې حالت کې دې وي)، په واقعیت کې هغه له هېڅ امریکايي پوځي سره جګړه نه ده کړې».[۲۲][۲۳][۲۴]
نیونه او څېړنې
[سمول]لېنډ د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۲۴مه وروسته له هغه چې دوی ته اړوند د القاعدې د بهرنیو جنګیالیو واحد له تخار څخه د شاتګ پر مهال په کندز کې شمالي ټلوالې ته تسلیم شو، ده هم ورسره ځان تسلیم کړ. پرېکړه دا وشوه چې د القاعدې له دغو تسلیم شوو جنګیالیو څخه به مزارشریف ته څېرمه د جنرال دوستم په جنګي قلا، قلعه جنګي کې د سي آی اې د دوه افسرانو، جاني «مایک» سپن او ډېوېډ ټایسون له خوا څېړنې وشي. د لومړنیو څېړنو پر مهال هغه ته خپل لومړني حقونه ورنکړل شول او همدارنګه یې د وکیل لرلو غوښتنه هم رد شوه. [۲۵][۲۶]
لېنډ له دې امله چې یوه انۍ یې ډانیګول ښارګوټي ته اړونده وه، نورو ټولو بندیانو ته یې ویلي و چې دی ایرلنډي دی. هغه مهال چې د سي آی اې افسرانو ترې پوښتنې کولې د دې اړوند یې هېڅ هم وه نه ویل چې امریکايي دی. سپن له لېنډ څخه وپوښتل: «آیا ته د ایرلنډ د جمهوري غوښتونکي پوځ غړی یې؟». سپن دغه پوښتنه ځکه له ده وکړه چې په دغه ډله کې یو عراقي ویلي و چې لېنډ په انګریزي ژبه خبرې کوي. لېنډ ته ویل شوي و چې ووايي «ایرلنډي» دی څو ورته له نورو جوړېدونکو ستونزو مخه ونیول شي. څو شیبې وروسته چې شاوخوا د سهار ۱۱ بجې وې، دغه لنډ مهالی بند د شدید پاڅون شاهد شو چې د قلعه جنګي په جګړه شهرت لري. سپن او په سلګونو تنه بندي بهرني جنګیالي ووژل شول؛ یوازې ۸۶ تنه بندیان ژوندي پاتې شول. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د پاڅون په پیل کې لېنډ په پښه کې په مرمۍ ولګېد او له همدې امله له نورو بندیانو سره یوځای په یوه تکهوي کې پټ شو. په دویمه ورځ هغه مهال چې د سره صلیب کارکوونکي د وژل شوو کسانو د راغونډولو په موخه هلته ولاړل، ژوندیو پاتې شوو بندیانو پر هغوی ډزی وکړې او د هغوی یو کس یې وواژه. د شمالي ټلوالې ځواکونو دغه قلا بیاځلي په آر پي جي راکټونو او لاسي بمونو وویشته او د سون تیل یې ورخوشي کړل. بلاخره د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۲ مه د شمالي ټلوالې جنګیالیو قلا ته اوبه ور خوشې کړې څو پټ بندیان له تکهویو راووزي او په همدې ډول یې ګڼ شمېر نور په اوبو کې غرق کړل. د لېنډ په ګډون له ۳۰۰ تر ۵۰۰ بندیانو څخه پاتې ژوندی ۸۶ کسان اړ شول له خپلو پټن ځایونو راووزي. په دې سره نوموړی یو ځل بیا د شمالي ټلوالې لاس ته ورغی او لاسونه یې تر شا ور وتړل شول. [۳۴][۳۵][۳۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Myre, Greg (May 23, 2019). "John Walker Lindh, The 'American Taliban', Set To Be Released". NPR.org (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په May 23, 2019. بياځلي په 2019-05-23.
- ↑ Harnden, Toby, First Casualty: The Untold Story of the CIA Mission to Avenge 9/11. Little, Brown, 2021. p. 193 کينډۍ:ISBN?
- ↑ Barakat, Matthew (May 23, 2019). "'American Taliban' Lindh freed after 17 years in prison". Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په May 23, 2019. بياځلي په May 23, 2019.
- ↑ Original Indictment Archived December 22, 2017, at the Wayback Machine. John Walker Lindh Indictment
- ↑ Statement of Facts Archived June 6, 2009, at the Wayback Machine. U.S. Department of Justice
- ↑ Lindh, Frank. "Truth About John Lindh (speech) Archived April 19, 2012, at the Wayback Machine."
- ↑ Mayer, Jane (2008). The Dark Side: The Inside Story of How the War on Terror Turned into a War on American Ideals. New York: Doubleday. p. 73. ISBN 978-0-385-52639-5.
- ↑ "Cageprisoners: The Ballad of the Fleas". pub. September 24, 2010. خوندي شوی له the original on October 2, 2010. بياځلي په September 25, 2010.
- ↑ Tyrangiel, Josh (December 8, 2001). "The Taliban Next Door". Time. خوندي شوی له the original on December 9, 2001. بياځلي په August 1, 2009.
- ↑ "The Real Story of John Philip Walker Lindh – 'The American Taliban' – as Told by His Father, Frank Lindh". The Peter Collins Show. June 26, 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په December 10, 2017. بياځلي په December 10, 2017.
- ↑ Alonso-Zalvidar, Ricardo; Glionna, John M. (December 4, 2001). "American Taliban Took Odd Route". Los Angeles Times. خوندي شوی له اصلي څخه په December 10, 2017. بياځلي په December 10, 2017.
- ↑ Frank Lindh (July 10, 2011). "America's 'Detainee 001'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2019. بياځلي په July 11, 2011.
- ↑ Tyrangiel, Josh (December 8, 2001). "The Taliban Next Door". Time. خوندي شوی له the original on December 9, 2001. بياځلي په August 1, 2009.
- ↑ Best, James (September 3, 2003). "Black Like Me: John Walker Lindh's hip-hop daze". East Bay Express. خوندي شوی له اصلي څخه په December 17, 2019. بياځلي په October 26, 2010.
- ↑ John Lindh Usenet Postings Archived November 8, 2012, at the Wayback Machine. John Lindh
- ↑ Frank Lindh (July 10, 2011). "America's 'Detainee 001'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2019. بياځلي په July 11, 2011.
- ↑ Rico, John (April 2009). "Can John Walker Lindh Go Home Now?". GQ Magazine. p. 2. خوندي شوی له اصلي څخه په June 14, 2010. بياځلي په November 15, 2009.
- ↑ Backer, Larry (2005). "Emasuclated Men, Effeminate Law in the United States, Zimbabwe and Malaysia". Yale Journal of Law and Feminism. 17 (1). Yale: 8–9. SSRN 618863.
- ↑ "Liberal Parents, Lost Children". American Enterprise Institute. March 1, 2002. p. 7.
- ↑ Josh Tyrangiel (December 9, 2001). "The Taliban Next Door". Time. خوندي شوی له the original on December 9, 2001. بياځلي په May 26, 2008.
- ↑ Thomas, Evan (December 16, 2001), "A Long, Strange Trip to the Taliban", Newsweek, خوندي شوی له the original on May 7, 2012, بياځلي په May 7, 2012
- ↑ "John Walker Lindh's Parents Discuss Their Son's Story". Democracy Now!. July 31, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په May 17, 2019. بياځلي په March 22, 2010.
- ↑ West, Tony (July 18, 2002). "John Walker Lindh's plea with Tony West, Defense Attorney and Co-counsel". The Washington Post. خوندي شوی له the original on March 5, 2016.
- ↑ Junod, Tom (July 1, 2006). "Innocent". Esquire. خوندي شوی له اصلي څخه په July 10, 2014. بياځلي په January 30, 2010.
- ↑ Frank Lindh (July 10, 2011). "America's 'Detainee 001'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2019. بياځلي په July 11, 2011.
- ↑ Buncombe, Andrew; Penketh, Anne (June 10, 2004). "Rumsfeld 'told officers to take gloves off with Lindh'". The Independent. خوندي شوی له the original on September 25, 2015. بياځلي په August 27, 2014.
- ↑ Harnden, "First Casualty," p. 276
- ↑ Frank Lindh (July 10, 2011). "America's 'Detainee 001'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2019. بياځلي په July 11, 2011.
- ↑ "John Walker Lindh's Parents Discuss Their Son's Story". Democracy Now!. July 31, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په May 17, 2019. بياځلي په March 22, 2010.
- ↑ Pelton, Robert Young. "The Truth about John Walker Lindh" (PDF). Honor Mike Spann. خوندي شوی له the original (PDF) on March 25, 2006.
- ↑ Pelton, Robert Young. "The Truth about John Walker Lindh" (PDF). Honor Mike Spann. خوندي شوی له the original (PDF) on March 25, 2006.
- ↑ Pelton, Robert Young. "The Truth about John Walker Lindh" (PDF). Honor Mike Spann. خوندي شوی له the original (PDF) on March 25, 2006.
- ↑ "FindLaw – United States of America v. John Philip Walker Lindh – Grand Jury Indictment". findlaw.com. خوندي شوی له the original on December 22, 2017.
- ↑ "3 Relief Workers Shot in Riot Aftermath". Los Angeles Times. خوندي شوی له the original on December 25, 2013. بياځلي په December 6, 2012.
- ↑ Frank Lindh (July 10, 2011). "America's 'Detainee 001'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2019. بياځلي په July 11, 2011.
- ↑ Taliban Uprising Archived December 23, 2008, at the Wayback Machine. National Geographic Documentary