Jump to content

جان هالډین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جان برتون ساندرسون هالډین (زوکړه: د ۱۸۹۲ زکال د نومبر ۵مه – مړینه: د ۱۹۶۴ زکال د ډسمبر لومړۍ نېټه) چې د «جک» یا «جي بي اس» په مستعارو نومونو پېژندل کېږي د فزیولوژي، ژنېټیک، تکاملي ژوند پوهنې او ریاضي په برخو کې بریتانوي الاصله هندي عالم و. هغه د آماري ژوند پوهنې په برخه کې له نوښتونو څخه په ګټنې د نیو داروینېزم یو له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. نوموړي په لومړۍ نړیواله جګړه کې خدمت وکړ او د تورنۍ رتبه یې ترلاسه کړه. په داسې حال کې چې د ژوند پوهنې (بیولوژي) په برخه کې یې کوم علمي سند نه درلود خو په کمبرېج پوهنتون، سلطنتي انستیتیوت او د لندن په یونیورسیټي کالج کې یې د دغې څانګې تدریس کاوه. نوموړي په ۱۹۶۱ زکال کې بریتانوي تابعیت له لاسه ورکړ او هندي تابعیت یې واخیست په دې سره یې د خپل ژوند تر پایه د هند په ستاتیکي انستیتیوت کې کار وکړ. [۱][۲][۳][۴][۵]

نوموړي په ۱۹۲۹ زکال کې د ابیوژنېزس اړوند مقاله کې د بنسټیز سوپ (primordial soup) نظریه وړاندې کړه، چې د ژوندانه د کیمیاوي ریښې د مفهوم بنسټ یې رامنځته کړ. هغه په ایکس کروموزومونو (X chromosome) کې د هموفیلیا (haemophilia) او رنګي ړونډوالي (colour blindness) د ژنېټیکي ناروغیو اړوند ژنېټیکي نقشه رامنځته کړه، سربېره پر دې یې د نوعو په هایبرډي (hybrids) هټروګاماټیکي جنسیت (heterogametic sex) کې د عقامت (sterility) اړوند د هالډین قاعده (Haldane's rule) رامنځته کړه. هغه په سمه توګه څرګنده کړه چې د لور (داس) ډوله کم خونۍ (sickle-cell disease) ناروغي د ملاریا د وایرس د خوندیتوب لپاره زمینه برابروي. نوموړی لومړنی کس و چې د مصنوعي القاح (in vitro fertilisation) مرکزي نظریه یې وړاندې کړه او همدارنګه یې د هایدروجني اقتصاد، د سیس او د ناهمسو تنظیماتو قاعده (cis and trans-acting)، د جفت کېدو کیمیاوي غبرګون(coupling reaction)، مالیکولي دفع (molecular repulsion)، د تکامل د دارویني واحد او د ارګانېزمونو د ورته والی په څېر نور مفاهیم مطرح کړل. [۶][۷][۸]

هالډین په ۱۹۵۷ زکال کې د هالډین معما یعنې د ګټمن تکامل په چټکتیا کې د محدودیت نظریه تشرېح کړه؛ هغه نظریه چې نن ورځ هم د بحثونو موضوع جوړوي. هغه خپل وجود د طبي څېړنو په موخه وقف کړ ځکه چې غوښتل یې له مړینې وروسته یې هم خلکو ته ګټه ورسېږي. ورته مهال نوموړی په انساني ژوند پوهنه کې «د انساني ورته والي»، «د ورته والي د رامنځته کولو» او په«مصنوعي چاپېریال کې د ارګانېزمونو د ودې» (ectogenesis) د اختراع له امله پېژندل کېږي. نوموړي له خپلې خور نائومي میچیسون سره په ګډه د لومړي ځل لپاره په تي لرونکو حیواناتو کې ژنېټیکي اړیکه وښووله. وروسته یې بیا د طبیعي انتخاب پر بنسټ د مندلي ژنېټیک او دارویني تکامل ترمنځ یووالی رامنځته کړ؛ ورته مهال یې د معاصر سنتز لپاره زمینه برابره کړه او مرسته یې وکړه څو د ډلو د ژنېټیک څانګه (population genetics) رامنځته کړي. [۹]

هالډین سوسیالېست، مارکسېست، آتئیست او سیکولر بشرپالونکی و چې سیاسي مخالفتونه یې لامل وګرځېدل په ۱۹۵۶ زکال کې انګلستان پرېږدي او په هند کې ژوند پیل کړي؛ هغه په ۱۹۶۱ زکال کې هندي تابعیت ترلاسه کړ. ارتور سي. کلارک نوموړی «په خپل پېر کې د ساینس تر ټولو مخکښ بیانونکی او وړاندې کوونکی» بللی دی. برازیلي الاصله بریتانوي ژوند پوه او د نوبل د جایزې ګټونکي پیټر مداوار، هالډین هغه «ځیرک کس باله چې پر باور یې تر اوسه بل هغسې نه دی لیدلی». د تئودوسیوس دوبژانسکي په خبره «هالډین تل د یو ځانګړي کس په توګه پېژندل کېده»؛ ارنست مایر هغه یو «نابغه» باله؛ مایکل جي. ډي. وایټ نوموړی «په خپل نسل او آن پېړۍ کې تر ټولو مخکښ ژوند پوه» توصیف کړی؛ جیمز واټسل بیا هغه «د انګلستان تر ټولو ځیرک او غیرعادي ژونده پوه» بللی؛ همدارنګه ساهوترا سرکار ویلي چې «نوموړی د [شلمې] پېړۍ تر ټولو مخکښ ژوند پوه و». د کمبرېج پوهنتون د زده کړیالانو په خبره «داسې ښکاري چې نوموړی وروستی کس و چې په ټولو هغو شیانو پوهېده چې باید نړۍ پرې پوهېدلې وای». [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سیاسي لیدلوري

[سمول]

هالډین د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال سوسیالېست شو او د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال یې د هسپانیا له دویم جمهوریت څخه ملاتړ وکړ، وروسته له دې د ۱۹۳۷ زکال پر مهال د لویې بریتانیا د کمونېست ګوند له ښکاره ملاتړو څخه شو. د یو عملګرا دیالکتیکي – ماتریالېستي مارکسېست په توګه هغه د ډایلي ورکر په نامه اخبار ته ګڼ شمېر مقالې ولیکلې. [۱۸]

په ۱۹۳۸ زکال کې هالډین په ډیرې لیوالتیا سره څرګنده کړه: «زه فکر کوم چې مارکسېزم صحیح دی». نوموړی په ۱۹۴۲ زکال کې د بریتانیا له کمونیست ګوند سره یوځای شو. [۱۹][۲۰]

جایزې او ویاړونه

[سمول]

هالډین په ۱۹۳۲ زکال کې د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو. د فرانسې دولت په ۱۹۳۷ زکال کې نوموړي ته د فرانسې تر ټولو عالي نښان، لژیون دونور ورکړ. په ۱۹۵۲ زکال کې یې له سلطنتي ټولنې څخه د داروین مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۵۶ زکال کې د بریتانیا انتروپولوژیکي انستیتیوت ورته د هاکسلي د یاد مډال ورکړ. په ۱۹۶۱ زکال کې د لینسیان ملي اکاډمۍ هغه ته د فلترینلي جایزه ورکړه. سربېره پر دې نوموړي د ساینس په برخه کې افتخاري دوکتورا، د اکسفورډ له نیوکالج څخه افتخاري فیلوشېپ او د متحده ایالاتو د علومو له ملي اکاډمۍ څخه د کیمبر جایزه ترلاسه کړه. په ۱۹۵۸ زکال کې د لندن لینه یي ټولنې ورته د داروین – والاس معتبره مډال ورکړ.  [۲۱][۲۲]

میراث

[سمول]

په جان اینس مرکز کې چېرې چې هالډین له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۳۷ زکال پورې کار کړی د هالډین د لکچر په نامه د هغه په ویاړ کلنۍ غونډه جوړېږي. ورته مهال هر کال د جی بي اس هالډین د لکچر په نامه بله غونډه په لندن کې د ژنېټیک ټولنه جوړوي. [۲۳][۲۴][۲۵]

د هغه ملګري آلدوس هاکسلي په خپل ناول انتیک هې (Antic Hay؛ ۱۹۲۳ زکال) کې هالډن د یو وسواسي تجربه کوونکي په توګه ښوولې او د داسې «یو ژوند پوه په توګه یې توصیف کړی چې په خپلو ازموینو کې دومره بوخت پاتې شوی چې دې ته یې پام کېږي چې د ده پر ځای یې ملګري له ښځې سره ویده کېږي». [۲۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Pirie, N. W. (1966). "John Burdon Sanderson Haldane. 1892–1964". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 12: 218–249. doi:10.1098/rsbm.1966.0010. S2CID 73216473.
  2. Rao, Veena (2015). "J. B. S. Haldane, an Indian scientist of British origin" (PDF). Current Science. 109 (3): 634–638. JSTOR 24906123.
  3. Dronamraju, Krishna R (2012). "Recollections of J.B.S. Haldane, with special reference to Human Genetics in India". Indian Journal of Human Genetics. 18 (1): 3–8. doi:10.4103/0971-6866.96634. PMC 3385175. PMID 22754215.
  4. کينډۍ:London Gazette
  5. Dronamraju, Krishna R. (1986). "Possible worlds: contributions of J. B. S. Haldane to genetics". Trends in Genetics (په انګليسي). 2: 322–324. doi:10.1016/0168-9525(86)90288-X.
  6. New research in this field began in 2018 in Canada nationalpost.com
  7. Turelli, M; Orr, HA (1995). "The dominance theory of Haldane's rule". Genetics. 140 (1): 389–402. doi:10.1093/genetics/140.1.389. PMC 1206564. PMID 7635302.
  8. Haldane, J. B. S. (1922). "Sex ratio and unisexual sterility in hybrid animals". Journal of Genetics. 12 (2): 101–109. doi:10.1007/BF02983075. S2CID 32459333.
  9. Barton, N.H.; Briggs, D.E.G.; Eisen, J.A.; Goldstein, D.B.; Patel, N.H. (2007). Evolution. Cold Spring Harbor, New York: Cold Spring Harbor Laboratory Press.
  10. Clarke, Arthur C. (2009). "Foreword". In John Burdon Sanderson Haldane (ed.). What I Require From Life: Writings on Science and Life from J.B.S. Haldane. Oxford: Oxford University Press. p. ix. ISBN 978-0-19-923770-8. Archived from the original on 8 March 2017.
  11. Dronamraju, KR (1992). "J.B.S. Haldane (1892–1964): centennial appreciation of a polymath". American Journal of Human Genetics. 51 (4): 885–9. PMC 1682816. PMID 1415229.
  12. Gould, Stephen Jay (2011). The Lying Stones of Marrakech : Penultimate Reflections in Natural History (1st Harvard University Press ed.). Cambridge, Mass.: Belknap Press of Harvard University Press. p. 305. ISBN 978-0-674-06167-5.
  13. Adams, Mark B. (2000). "Last judgment: the visionary biology of J.B.S. Haldane". Journal of the History of Biology. 33 (3): 457–491. doi:10.1023/A:1004891323595. JSTOR 4331611. PMID 13678078. S2CID 46244914.
  14. Crow, JF (1992). "Centennial: J. B. S. Haldane, 1892–1964". Genetics. 130 (1): 1–6. doi:10.1093/genetics/130.1.1. PMC 1204784. PMID 1732155.
  15. Watson, James D. (1968). The Double Helix: A Personal Account of the Discovery of the Structure of DNA. ISBN 0-689-70602-2. OCLC 6197022.
  16. Sarkar, Sahotra (1992). "A Centenary Reassessment of J. B. S. Haldane, 1892–1964". BioScience. 42 (10): 777–785. doi:10.2307/1311997. JSTOR 1311997.
  17. Adams, Mark B. (2000). "Last judgment: the visionary biology of J.B.S. Haldane". Journal of the History of Biology. 33 (3): 457–491. doi:10.1023/A:1004891323595. JSTOR 4331611. PMID 13678078. S2CID 46244914.
  18. Cochran, Gregory; Harpending, Henry (10 جنوري 2009). "J.B.S. Haldane". The 10,000 Year Explosion. Archived from the original on 9 June 2016. نه اخيستل شوی 5 مې 2016.
  19. Wright, Peter (1987). Spycatcher. Heinemann. p. 236. ISBN 978-0-85561-098-2.
  20. Pincher, Chapman (2011). Treachery: Betrayals, Blunders and Cover-Ups: Six Decades of Espionage. Mainstream. p. 52. ISBN 978-1-84596-811-3. Archived from the original on 11 November 2017.
  21. "Full view of record [of Haldane]". UCL Archives. University College London. Archived from the original on 2 March 2017. نه اخيستل شوی 3 فبروري 2017.
  22. Mahanti, Subodh. "John Burdon Sanderson Haldane: The Ideal of a Polymath". Vigyan Prasar Science Portal. Archived from the original on 14 اپرېل 2013. نه اخيستل شوی 19 فبروري 2014.
  23. Sponge, Creative. "The Haldane Lecture – John Innes Centre". www.jic.ac.uk.
  24. Wilmot, Sarah (2017). "J. B. S. Haldane: the John Innes years". Journal of Genetics. 96 (5): 815–826. doi:10.1007/s12041-017-0830-7. ISSN 0022-1333. PMID 29237891. S2CID 39998560.
  25. "JBS Haldane Lecture".
  26. Kevles, Daniel J. (1995). In the Name of Eugenics: Genetics and the Uses of Human Heredity (په انګليسي). University of California Press. p. 186. ISBN 978-0-520-05763-0.