جان نیوټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان نیوټن
(انګلیسي: John Newton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان نیوټن
جان نیوټن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ جولای ۱۷۲۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 ډيسمبر 1807 (82 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۱][۱۲]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان نیوټن ( /ˈnjuːtən/؛ ۴ د اګست ۱۷۲۵ - ۲۱ ډسمبر ۱۸۰۷) د انګلیسي کلیسا عالم یا ملا، د غلامانو د کښتیو کپتان و چې وروسته د غلامانو د سوداګرۍ په برخه کې پانګه اچوونکی خو وروسته یې د لغو کولو غوښتونکی شو. هغه له جبري استخدامه وروسته د یوې مودې لپاره په شاهي سمندري ځواک کې د کښتۍ چلوونکي په توګه دنده ترسره کړه.

نیوټن په ځوانۍ کې سمندر ته لاړ او څو کاله یې د غلامانو په سوداګرۍ کې او د غلامانو په کښتیو کې کار وکړ. په ۱۷۴۵ کې، هغه پخپله د شهزادګۍ پیي چې د شیربرو د خلکو له قوم څخه وه غلام شو. هغه وژغورل شو، سمندر او سوداګرۍ ته راستون شو، او د غلامانو د څو کښتیو کپتان شو. د فعالې سمندري کښتۍ چلوونې له تقاعده وروسته، هغه د غلامانو په سوداګرۍ کې پانګونې ته دوام ورکړ. د عیسویت دین تر تجربه کولو څو کاله وروسته، نیوټن سوداګرۍ پریښوده او د لغوکولو یو مهم ملاتړی شو. اوس چې هغه یو انجیلي ده، هغه د انګلستان د کلیسا د یو روحاني کس په توګه ګمارل شوی او د دوو لسیزو لپاره په اولني، بکینګهمشایر کې د سیمې د کشیش په توګه دنده ترسره کړې. هغه مذهبي سندرې هم لیکلي، چې له هغې ډلې «حیرانوونکی فضل» دی.

د نیوټن له مړینې یوازې څو میاشتې مخکې په ۱۸۰۷ کې د بریټانوي سترواکۍ له خوا د افریقایي غلامانو سوداګرۍ له منځه یوړل شوه؛ دا هغه څه وو چې نیوټن یې ارمان کاوه او هغه په خپل ژوندیني دا ولیده.

لومړنی ژوند[سمول]

جان نیوټن په ۱۷۲۵ ز کال کې د لندن په واپینګ کې زیږیدلی و، د لوی جان نیوټن زوی، چې د مدیترانې په خدماتو کې د بېړۍ څښتن و. الیزابیت د سایمن سکاټلیف چې په لندن کې د وسایلو جوړونکی و یوازینۍ لور وه. هغه د ۱۷۳۲ کال د جولای په میاشت کې د خپل زوی د اوومې کلیزې نه شاوخوا دوه اونۍ مخکې د نري رنځ له امله مړه شوه. نیوټن مخکې له دې چې د ایسکس په Aveley کې چې د پلار د نوې مېرمن کور یې و ژوند وکړي، دوه کاله یې په یوه ښوونځي کې د لیلیې په توګه تیر کړه. [۱۳][۱۴][۱۵]

په یوولس کلنۍ کې هغه لومړی د خپل پلار سره سمندر ته لاړ. نیوټن په ۱۷۴۲ کال کې د خپل پلار تر تقاعده مخکې شپږ سفرونه وکړه. په دې وخت کې د نیوټن پلار د هغه لپاره یو پلان جوړ کړ چې په جمیکا کې د ګني په یوه کښت کې کار وکړي. پرځای یې، نیوټن له یوې سوداګریزې کښتۍ سره چې د مدیترانې بحر پر لور روانه وه تړون لاسلیک کړ.

په بحري خدمت کې تر تاثیر لاندې راتلل[سمول]

په ۱۷۴۳ کې، کله چې نیوټن د ملګرو لیدو ته لاړ، د شاهي سمندري ځواکونو له خوا ونیول شو او د سمندري خدماتو لپاره تر فشار لاندې راوستل شو. هغه په HMS هارویچ کې د بحري افسرۍ زده کوونکی شو. په یو وخت کې نیوټن هڅه وکړه چې وتښتي خو ونیول شو او د ۳۵۰ د عملې پر وړاندې مجازات شو. تر ملا پورې لوڅ او له اوسپنو پورې یې وتړه او اته درجنه دُرې یې ووهه او یوې معمولي سمندري رتبې ته راټیټ شو.[۱۶]

تر دې ذلت او سپکاوي وروسته، نیوټن په پیل کې فکر وکړ چې کپتان ووژني او ځان هم سمندر ته وغورځوي او ځان وژنه وکړي. وروسته هغه په فزیکي او هم ذهني توګه روغ شو. وروسته، په داسې حال کې چې هارویچ هند ته په لاره و، پیګاسوس ته، هغې کښتۍ ته چې د لوېدیځې افریقا پر لور روانه وه ولېږدول شو. کښتۍ افریقا ته سامانونه لیږدول او د غلامانو لپاره یې تجارت کاوه ترڅو په کارائیب او شمالي امریکا کې مستعمراتو ته ولیږدول شي.[۱۷]

غلامي او خلاصون[سمول]

نیوټن د پیګاسوس له عملې سره یوځای نه شو. په لویدیځې افریقا کې په کال ۱۷۴۵ کې دوی نیوټن له غلام پلورونکي اموس کلوو سره پریښود. کلوو نیوټن ساحل ته یووړ او خپلې میرمنې شهزادګۍ پیي ته  چې هغه د شیربرو له توکم څخه وه ورکړ، هغې له نیوټن سره هم د نورو غلامانو په څیر ناوړه چلند وکړ. نیوټن وروسته دا دوره داسې یاده کړه چې «یو وخت یو کافر او ازاد، په لویدیځې افریقا کې د غلامانو خدمتګار و».[۱۸]

د ۱۷۴۸ کال په لومړیو کې هغه د یوه سمندري کپتان له خوا چې د نیوټن پلار یې د هغه د لټون غوښتنه کړې وه وژغورل شو، او د Greyhound په سوداګریزې کښتۍ کې، چې د شاتو موم او د لرګي رنګ یې لېږدوه انګلستان ته راستون شو.[۱۹]

روحاني بدلون[سمول]

په ۱۷۴۸ کې، نیوټن د Greyhound په کښتۍ کې انګلستان ته د بیرته راستنیدو پرمهال، یو روحاني بدلون وموند. کله چې هغه له خوبه راویښ شو نو ګوري چې کښتۍ د ایرلینډ د ډونیګال ساحل ته نږدې په سخت توپان کې ګیر ده او د ډوبیدو په حال کې ده. نیوټن د خدای د رحمت لپاره دعا پیل کړه، وروسته له هغه توپان د غلی کېدو په حال کې شو. له څلورو اونیو وروسته Greyhound د ​​ایرلینډ Lough Swilly بندر ته ورسیده. دا تجربه عیسویت ته د هغه د اوښتون پیلامه وه.[۲۰]

هغه د انجیل او نورو دیني ادبیاتو لوستل پیل کړل. کله چې هغه انګلستان ته ورسید، هغه د انجیل مسیحیت عقیدې منلې وې. د ۱۷۴۸ کال د مارچ ۱۰، دا هغه نېټه وه چې هغه د خپل پاتې ژوند لپاره په نښه کړه. تر هغه وروسته، هغه له بې حیایۍ، قمار او څښاک څخه ډډه وکړه. که څه هم هغه د غلامانو په سوداګرۍ کې کار کولو ته دوام ورکړ، په ​​افریقا کې د هغه د اوسېدو پرمهال هغه د غلامانو ترمنځ خواخوږي ترلاسه کړې وه. [۲۱][۲۲]

د غلامانو سوداګري[سمول]

نیوټن په ۱۷۴۸ کې لیورپول، د مثلث سوداګرۍ لوی بندر ته راستون شو. تر یوې اندازې پورې د خپل پلار د ملګري جوزف مانیسټي د نفوذ له امله، هغه د غلامۍ کښتۍ براونلو کې چې د ګینې د ساحل له لارې ویسټ انډیز ته روانه وه، د لومړي مامور رتبه ترلاسه کړه. نیوټن د غلامانو په سوداګرۍ کې کار کولو ته دوام ورکړ. په ۱۷۵۰ کې انګلستان ته تر بیرته راستنیدو وروسته، هغه د د ډیوک اف ارګیل (۱۷۵۰) او د افریقا (۱۷۵۲-۵۳ او ۱۷۵۳-۵۴) د غلامۍ کښتیو د کپتان په توګه درې سفرونه ترسره کړه. په ۱۷۵۴ کې هغه مغزي سکتې سره مخ شو، چې د سمندري سفر کولو نه یې لاس واخیست، خو د Manesty د غلامۍ په عملیاتو کې یې پانګونې ته دوام ورکړ.[۲۳]

په ۱۷۸۰ کې نیوټن د سینټ مري وولنوت کلیسا د رییس په توګه لندن ښار ته لاړ، چیرته چې هغه په ​​​​۱۷۸۷ کې د غلامانو د سوداګرۍ د لغو کولو لپاره له کمیټې سره یې مرسته کوله. په دې وخت کې هغه د افریقا د غلامۍ تجارت په اړه خپل فکرونه لیکلي، چې په هغه کې راغلي؛ «د ډیرو پیاوړو قلمونو له خوا پر دې موضوع خورا رڼا اچول شوې او ډېریو د پت څښتن اشخاصو د هغو ډلو چې د انسانیت له احساساتو سره په ټکر کې دي مخنیوی يې کړی او د هغوی په ځپلو کې يې له خپل بشپړ نفوذ نه کار اخیستی دی؛ هیله ده چې دا زموږ د ملي شخصیت داغ به ډېر ژر له منځه لاړ شي».[۲۴]

واده او کورنۍ[سمول]

د ۱۷۵۰ کال د فبروري په ۱۲ نیټه نیوټن د روچیسټر په سینټ مارګریټ کلیسا کې د خپل ماشومتوب له معشوقې مري کیټلټ سره واده وکړ.[۲۵]

نیوټن خپلې دوه یتیمې خوریې، الیزابیت کانینګهم او الیزا کیټلیټ، چې دواړه د کاټلیټ له کورنۍ نه دي، په فرزندي ومنلې. د نیوټن خوریې، الیس نیوټن وروسته د هند له شهزاده میهول سره واده وکړ.[۲۶][۲۷]

وروستي کلونه[سمول]

د نیوټن میرمن مري کیټلیټ په ۱۷۹۰ کې مړه شوه، له هغه وروسته یې خپلې میرمنې ته لیکونه (۱۷۹۳) ولیکل او خپاره یې کړه، چې په هغه کې یې خپل غم څرګند کړ. نیوټن چې له ناروغۍ او د سترګو له کمزورتیا نه ځورېده، په ۱۸۰۷ کال د ډسمبر په ۲۱ په لندن کې مړ شو. هغه د لندن په سینټ مري وولنوت کې د خپلې میرمنې تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. دواړه په ۱۸۹۳ کال کې په اولني کې د سینټ پیټر او پاول کلیسا کې بیا خاورو ته وسپارل شوو. [۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118866257  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120857080 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ns1dtr — subject named as: John Newton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/18255382 — subject named as: John Henry Newton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: John Newton — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Newton,_John — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/503777 — subject named as: John Newton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/654163 — subject named as: John Newton (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120857080 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/194306403
  11. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm2677065/ — د نشر نېټه: ۲ اگسټ ۲۰۱۹
  12. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/9484dbd2-849b-42e8-ab23-a3c1b9012e9c — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  13. Lewis 1976، ص. 51.
  14. Aitken 2007، صص. 29–30.
  15. Aitken 2007، Sources and Biographical Notes.
  16. Dunn 1994، ص. 7.
  17. Dunn 1994، ص. 8.
  18. Bennett 1894.
  19. Tackett 2017.
  20. "John Newton (1725 – 1807)" (PDF). Cowper and Newton Museum. Cowper and Newton Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Newton 2003، ص. 84.
  22. Morgan، ص. 79.
  23. Hochschild 2005، ص. 77.
  24. Newton 1788.
  25. St. Margaret's Church 2014.
  26. "The Works of John Berridge, A.M." (PDF). Preachers Help. 2019-02-05. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hindmarsh 2004.
  28. Newton 1793.