جان ناکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ناکس
جان ناکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵۱۴[۱][۲]
مړینه 24 نومبر 1572 (57–58 کاله)[۱][۳][۴][۲][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایدینبرګ[۳][۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده دينپوهنه[۶][۲]
ليکوال[۷]
سياستوال[۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸][۹][۳][۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ناکس (زوکړه: شاوخوا ۱۵۱۴ زکال – مړینه: د ۱۵۷۲ زکال د نومبر ۲۴ مه) سکاټلنډي وزیر، اصلاح شوی الهیات پوه او لیکوال و چې د سکاټلنډي مذهبي اصلاحاتو مشري یې وکړه. نوموړی د سکاټلنډ د پروتستانت کلیسا بنسټګر و.

ناکس چې د ختیځ لوتیان د هاډینګټون سیمې په ګیفورډګېټ کې وزېږېد، باور پر دې دی چې په سنټ اندریوز پوهنتون کې یې زده کړې کړې او د یو رسمي کشیش په توګه یې دنده ترسره کړې. نوموړی د جورج ویشارت په څېر د لومړنیو اصلاح غوښتونکو تر اغېز لاندې د سکاټلنډ د کلیسا د اصلاحاتو له خوځښت سره مل شو. ناکس په کلیسايي او سیاسي پېښو کې ښکېل و چې په دغو پېښو کې د ۱۵۴۶ زکال پر مهال د کارډینال ډېوېډ بیټون او د نایب السلطنت ماري ګیز مداخله شاملېږي. راتلونکی کال د فرانسوي ځواکونو له خوا ونیول شو او په ۱۵۴۹ زکال کې له آزاد کېدو وروسته انګلستان ته تبعید شو.

هغه مهال چې ناکس په تبعید کې و، د انګلستان په کلیسا کې یې د کار کولو اجازه ترلاسه کړه، چېرې چې نوموړي د انګلستان د پاچا شپږم اډوارډ په خدمت کې د سلطنتي کشیش په توګه لوړو رتبو ته لاسرسی وموند. نوموړي د مشترکو عباداتو د کتاب پر متن اصلاحي اغېز وکړ. هغه په انګلستان کې له خپلې لومړۍ مېرمن مارجری بووز سره بلد شو او له هغې سره یې واده وکړ. هغه مهال چې لومړۍ ماري د انګلستان پاچاهۍ ته ورسېده او کاتولیک مذهب یې واکمن کړ، ناکس اړ شو څو له خپلې دندې استعفا ورکړي او هېواد پرېږدي. ناکس لومړی جینوا او وروسته فرانکفورت ته کډه وکړه. نوموړي په ژنیوا کې له جان کالوین سره ولیدل او له هغه څخه یې د اصلاح شوو الهیاتو د پوهې او پروتستانت سیاستونو اړوند تجارب ترلاسه کړل. هغه د خدماتو نوی نظم رامنځته کړ چې بالاخره د سکاټلنډ د اصلاح شوې کلیسا له خوا ومنل شو. نوموړي په فرانکفورت کې د انګلیسي پناه غوښتونکو د کلیسا د مشرۍ په موخه جینوا پرېښوده، خو د عباداتو د مراسمو پر سر د یو لړ اختلافاتو له امله یې هغه ځای پرېښود او په دې ترتیب سره یې د انګلستان له کلیسا سره خپلو اړیکو ته پای ټکی کېښود.

ناکس سکاټلنډ ته په راګرځېدو، د سکاټلنډ د پروتستانت اشرافیانو په مرسته په سکاټلنډ کې پروتستانت اصلاحات رهبري کړل. دغه خوځښت کېدای شي د یو انقلاب په توګه په پام کې ونیول شي، ځکه له امله یې ماري ګیز استعفا ورکړه، هغې چې د خپلې ماشومې لور یا د سکاټلنډ د ملکې ماري پر ځای یې هېواد اداره کاوه. ناکس د نوې اصلاح شوې کلیسا لپاره د نوو باورونو او کلیسايي نظم په لیکلو کې مرسته وکړه. نوموړي د «سکاټلنډ د اصلاحاتو د تاریخ» تر نامه لاندې خپل پنځه ټوکیز کتاب له ۱۵۵۹ زکال څخه تر ۱۵۶۶ زکال پورې ولیکه. نوموړي د پروتستانتانو د مذهبي رهبر په توګه د ماري د واکمنۍ پر مهال خپل خدمت ته دوام ورکړ. ناکس ملکې ته د څو ناستو پر مهال  له کاتولیکو اعمالو څخه د ملاتړ په برخه کې لارښوونې وکړې. وروسته له هغه چې نوموړې د خپل مېړه لارډ ډارنلي په وژنه کې د لاس لرلو په تور ونیول شوه او پاچا شپږم جیمز یې ځای ونیو؛ ناکس په ښکاره توګه د هغې د اعدام غوښتنه وکړه. نوموړي د خپل ژوند تر پایه د مسیحیت تبلیغ ته دوام ورکړ.

له پروتستانتي اصلاحاتو څخه هرکلی، ۱۵۴۶- ۱۵۴۷ زکال[سمول]

ناکس پروتستانت باورونو ته د اوښتو خپل تاریخ نه دی ثبت کړ، خو شاید پر ناکس کلیدي اغېز پاټریک همیلټون او جورج ویشارت کړی وي. ویشارت اصلاح غوښتونکی و چې په ۱۵۳۸ زکال کې له سکاټلنډ څخه تښتېدلی و څو د بدعت له مجازاتو څخه په امان کې پاتې شي. نوموړي په پیل کې انګلستان ته کډه وکړه، چېرې چې نوموړي په برېستول کې د باکرې مریم د ستاینې اړوند تبلیغ کاوه. نوموړی اړ شو څو عامه انکار وکړي او په سنت نیکولاس کلیسا کې د ارتداد په تور وسوزول شو. ناکس له دې وروسته جرمني او سویس ته کډوال شو. هغه مهال چې په منځنۍ اروپا کې و، لومړني هلوتیک باورونه (First Helvetic Confession) یې انګلیسي ژبې ته وژباړل. نوموړی په ۱۵۴۴ زکال کې سکاټلنډ ته وګرځېد، خو راګرځېدل یې د خواشینۍ لامل وګرځېدل. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۵۴۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د شاتلرو دوک، جیمز همیلټون چې د سکاټلنډ د شیدو خوړونکې ملکې ماري نایب السلطنت ټاکل شوی و، له مور ملکې ماري ګیز او کارډینال ډېوېډ بیټون سره یې پرېکړه وکړه چې پروتستانتي فرقه چې په سکاټلنډ کې یې په تازګۍ ریښه غځولې وه تر ځورونې لاندې ونیسي. ویشارت په ټول سکاټلنډ کې د اصلاحاتو په ګټه د تبلیغ کولو په موخه سفرونه وکړل او هغه مهال چې د لوتیان ختیځ ته ورسېد، ناکس د هغه تر ټولو نږدې ملګری شو. ناکس د هغه د ساتونکي په توګه عمل کاوه او یوه دوه اړخیزه توره به یې له ځان سره ګرځوله ځو له هغه دفاع وکړي. د ۱۵۴۵ زکال په ډسمبر میاشت کې ویشارت د باثوېل د لومړي ارل بیټون په امر ونیول شو او د سنت اندروز قلا ته یووړل شو. ناکس د ویشارت د نیولو په شپه ورسره و او چمتو و څو هغه تعقیب کړي، خو ویشارت هغه له دې کار را وګرځاوه او ورته یې وویل: «نه، ماشومانو ته دې ورشه، خدای دې تا وساتي. د دغې قرباني لپاره یو زه کافي یم». ویشارت د عمومي بدعت کوونکي په توګه د بیټون د شخصي منشي ارشیدوکن جان لاډر په ادعا سره محاکمه شو او د ۱۵۴۶ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د بیټون په حضور کې وسوزول شو. [۱۴][۱۵][۱۶]

ناکس د ویشارت په لارښوونه د لارډ باثویل له نیونې څخه د خلاصون په موخه خصوصي تدریس ته مخه کړه. هغه له داګلاس سره یوځای په لانګلنیدري کې پناه واخیسته. څو میاشتې وروسته هغه د خپلو شاګردانو، د داګلاس د زامنو او کاکبرن سرپرستي پر غاړه لرله او ورته مهال له یوځای څخه بل ځای له کډه کولو ستړی شوی و. هغه جرمني ته د تېښتې او له ځان سره د خپلو شاګردانو د وړلو فکر په سر کې ګرځاوه. په داسې حال کې چې ناکس د تېښتې په حال کې و، بیټون د ۱۵۴۶ زکال د مۍ په ۲۹ مه په سنټ اندروز قلا کې د ننه په خپل استوګنځای کې د پنځه کسیزې ډلې له خوا د ویشارټ د اعدام په غچ کې ووژل شو. وژونکې ډلې قلا ونیوله او په پایله کې د بیټون کورنۍ او ملګرو ورته پناه یووړه چې نږدې ۱۵۰ تنه کېدل. د هغه له ملګرو څخه یو هم د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري بالناوز و چې د یاغیانو د مالي ملاتړ په موخه یې له انګلستان سره مذاکره وکړه. داګلاس او کاکبرن ناکس ته وړاندیز وکړ چې خپل ماشومان دغې قلا ته ولېږدوي ځکه نسبتا خوندي وه او له دې سره د اصلاح شوو دوکتورینو په برخه کې خپلو روزنو ته دوام ورکړي؛ همدا و چې ناکس د ۱۵۴۷ زکال په اپرېل میاشت کې دغې قلا ته ورسېد. [۱۷][۱۸][۱۹]

د مبلغ په توګه د ناکس وړتیا لامل وګرځېده چې د ګاریسون د کشیش جان راف (John Rough) پام وړ وګرځي. په داسې حال کې چې راف په سیمه ئیزه کلیسا کې د پروتستانتي اصولو له مخې د عامه انتخاب پر بنسټ د کشیش د انتخاب اړوند څرګندونې کولې، د دغه ځایګي لپاره یې د ناکس وړاندیز وکړ. ناکس له دغه نظر څخه خوښ نه شو. د ده په خپله خبره، وه یې ژړل او خپلې خونې ته وګرځېد. له دې سره نوموړي د یوې اونۍ په ترڅ کې خپله لومړنی وینا هغه ټولګې ته چې پخواني لارښود جان میجر یې هم په کې شتون درلود، ترسره کړه. هغه د دانیال کتاب اووم فصل توضیح کړ او پاپ یې له دجال سره مقایسه کړ. نوموړي په خپل تبلیغ کې بایبل د خپل تقلید یوازنۍ مرجع وبلله او یوازې د باور پر بنسټ د قضاوت دوکتورین یې څرګند کړل؛ هغه دوه عناصر چې د ژوند تر پایه یې ورباندې عقیدوي اتکا لرله. څو ورځې وروسته یوه مناظره جوړه شوه او ده ته اجازه ورکړل شوه څو د یو شمېر نورو موضوعاتو لکه د عشای رباني د مراسمو، د برزخ موضوع (په کاتولیک عیسویت کې د لنډ مهالې جزا چاپېریال) او همدارنګه د مړو لپاره د لمونځ کولو د موضوعاتو رد کول مطرح کړي. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Oxford Dictionary of National Biography — سمونګر: Colin Matthew — خپرونکی: Oxford University Press
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ http://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122774946 — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. https://librariesaustralia.nla.gov.au/search/display?dbid=auth&id=35186755 — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸
  6. https://portal.dnb.de/opac.htm?method=simpleSearch&cqlMode=true&query=nid%3D118723871 — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸ — منښتلیک: CC0
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122774946 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. https://viaf.org/viaf/100199622/ — د نشر نېټه: ۹ جون ۲۰۱۸ — خپرونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
  10. Reid 1974, p. xiv
  11. Reid 1974, p. 31; Ridley 1968, p. 26
  12. Reid 1974, p. 27; Ridley 1968, p. 41
  13. Reid 1974, p. 13; Ridley 1968, pp. 33–34
  14. Reid 1974, p. 29; Ridley 1968, pp. 39–40; MacGregor 1957, p. 30
  15. MacGregor 1957, p. 37
  16. Ridley 1968, p. 43
  17. Reid 1974, p. 34; Ridley 1968, p. 44
  18. Reid 1974, p. 43; Ridley 1968, p. 53
  19. Reid 1974, pp. 44–45; Ridley 1968, p. 52; MacGregor 1957, pp. 40–42
  20. MacGregor 1957, p. 43
  21. Reid 1974, pp. 48–50; Ridley 1968, p. 56