جان مارشال
| جان مارشال | |
|---|---|
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۴ سېپتمبر ۱۷۵۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| مړینه | 6 جولای 1835 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] پيلادېلپيا |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۸][۹][۱۰]، قاضي ، قانونپوه ، ډیپلوماټ ، ليکوال [۱۱] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱][۱۲] |
| لاسليک | |
| سمول | |
جان مارشال (۱۷۵۵ ز د سپتمبر ۲۴ مه – ۱۸۳۵ ز د جولای ۶مه) يو امريکايي سياستمدار او وکيل و، چې له ۱۸۰۱ز کال څخه په ۱۸۳۵ز کال کې تر مرګه يې د متحده ايالاتو د څلورم قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړه. مارشال د سترې محکمې په تاريخ کې د تر ټولو زياتې مودې لپاره د قاضي القضات او په څلورمه شمېره کې د اوږدې مودې لپاره د قاضي په توګه کار کړی، هغه د سترې محکمې د دندې پر مهال له زياتو اغېزناکو قاضيانو څخه یوه بلل کېږي. سترې محکمې ته تر تګ وړاندې (او د قاضي القضات د دندې تر څنګ په يو وخت کې د يوې مياشتې لپاره) مارشال د جان اډمز د ولسمشرۍ پر مهال، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
مارشال په ۱۷۵۵ز کال کې د ويرجينيا مستعمرې په جرمن ټاون کې زېږېدلی و. د امريکا د انقلابي جګړې له پيل وروسته، هغه د لويې وچې له پوځ سره يو ځای شو او په ګڼو جګړو کې يې برخه واخسته. د جګړې په وروستيو پړاوونو کې، هغه په ايالتي جرګه کې داخل شوی او د ويرجينيا د استازو مجلس ټاکنې يې وګټلې. مارشال د متحده ايالاتو د اساسي قانون پلوی و او هغه د ويرجينيا له خوا د ياد سند د تصويب په برخه کې ستره ونډه درلوده. د ولسمشر اډمز په غوښتنه مارشال په ۱۷۹۷ز کال کې فرانسې ته سفر وکړ تر څو په امريکايي بېړيو برېدونو ته په پای ورکولو کې مرسته وکړي. د فرانسې حکومت تر هغه وخته په دې اړوند له مذاکراتو څخه ډډه وکړه تر څو چې متحده ايالاتو د رشوت ورکولو سره موافقه وکړه او همدا چاره بيا د «ايکس وای زيډ» د بهير په نوم وپېژندل شوه. متحده ايالاتو ته له راستنېدو وروسته مارشال د متحده ايالاتو د استازو مجلس ته ټاکنې وګټلې او په کانګريس کې د فډراليسټ ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو. د کابينې له بدلون وروسته هغه په ۱۸۰۰ز کال کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو او د اډمز په اداره کې يوه مهمه څېره وګرځېده.
په ۱۸۰۱ز کال کې اډمز مارشال سترې محکمې ته غوره کړ. پر نورو قاضيانو د ستر شخصي اغېز له امله، مارشال ډېر ژر په محکمه کې مهم شخص شو. د هغه په مشرۍ کې محکمه له انفرادي نظرياتو لرې شوه او د دې پر ځای يې د يوه اکثريت نظريه صادروله، چې روښانه قانون يې تشرېح کاوه. په ۱۸۰۳ز کال کې، «د ماربي په مقابله کې د ماډيسن» لومړۍ ستره قضيه وه، چې د مارشال محکمې ته وړاندې شوه. د محکمې لپاره په خپل نظر مارشال د قضايي بيا کتنې اصل په نظر کې ونيو، په دې ډول چې محکمې کولای شي، له اساسي قانون سره په ټکر کې راغلي فدرالي او ايالتي قوانين لغوه کړي. مارشال له اجرائيه قوې سره په مستقيم ټکر کې له غورځېدو څخه ځان ساته، چې د اجرائيه قوې مشري ديموکرات-جمهوري غوښتونکي ولسمشر توماس جفرسن کوله. په داسې حال کې چې په داخلي څانګو کې له ټکر څخه يې ځان ژغوره، د قضايي بيا کتنې اصل په رامنځته کولو سره، مارشال د ځواکونو د جلا کولو د اصل په عملي کولو او له حکومت سره د يوې برابرې خپلواکې څانګې په توګه د امريکايي قضايي قوې له ثبتولو سره مرسته وکړه.
له ۱۸۰۳ز کال وروسته، د د ډېرو پریکړو په صادرولو سره، د جان محکمې فدرالي حکومت او فدرالي اساسي قانون ته په ايالتي قوانينو لومړیتوب ورکړ. د قراداد د بند ماتولو په دليل «د پيک په وړاندې د فليچر» او «د وډوارډ په وړاندې د ډارټموټ کالج» په قضيو کې محکمې ايالتي کړنې بې اعتباره وګرځولې. «د مريلينډ په وړاندې د مک کالوچ» په قضيه کې د محکمې پریکړې، د متحده ايالاتو د دويم بانک قانونيت تاييد کړ او دا اصل يې رامنځته کړ چې، ايالتونه نه شي کولای، فدرالي ادارو ته ماليات ورکړي. د «هانتر اجاره کوونکي په وړاندې د مارټين» او «د ويرجينيا په مقابل کې د کوهنز» قضيو څرګنده کړه چې، ستره محکمه کولای شي، له ايالتي محکمو څخه هم په مدني او هم په جزايي قضيو کې استئناف واوري. «د اوګډين په وړاندې د ګيبونز» په قضيه کې د مارشال نظريې روښانه کړه چې، د هېواد سوداګريز بند ايالتونه پر بېړۍ چلولو له محدوديتونو لګولو څخه منع کوي. «د جورجيا په مقابل کې د ورسيسټر» په قضيه کې، مارشال په دې باور و چې، د جورجيا د سزا هغه قانون، له اساسي قانون سره په ټکر کې دی، کوم چې غیر اصلي امريکايان، د ايالت له جواز پرته د اصلي امريکايانو په ځمکو له اوسېدو منع کوي. مارشال په ۱۸۳۵ز کال کې مړ شو او «جيکسن راجر ټاني» یې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.
د ژوند لومړي کلونه (له ۱۷۵۵ څخه تر ۱۷۸۲ز کال پورې)
[سمول]جان مارشال، د ۱۷۵۵ز کال د سپتمبر په څلوروېشتمه نېټه، په يوه لرګينه وړه خونه کې په جرمن ټاون کې زېږېدلی و، دا سيمه د ويرجينيا سرحدي کليواله ټولنه ده، چې د اوسني فاوکير ولسوالۍ له ميدلينډ سره نژدې موقعيت لري. د ۱۷۶۰ز کلونو په نيمايي کې، مارشال شمال لويديځ ته وکوچېد، چې اوس دا سيمه د ويرجينيا د «مارکام» په نوم يادېږي. د پلار نوم يې توماس مارشال او د مور نوم يې «ماري رانډولف کيټ» و، مور يې د تاکاهو د سياستمدار توماس رانډولف لمسۍ او د متحده ايالاتو د ولسمشر تاماس جيفرسن ترله وه. سره له دې چې له کورنۍ سره يې اړيکې وې، بيا هم د رانډولف کورنۍ له ماري څخه څنګ کاوه، ځکه د هغې مور «ماري ايشام رانډولف» له داسې يوه سړي سره تښتېدلې وه، چې باور کېده، د هغې ژوند ښکته ځای درلود. د هغه له مرګ وروسته ماري ايشام رانډولف له جيمز کيت سره واده وکړ، چې يو سکاټلينډی مذهبي سړی و. توماس مارشال، د «لارډ فيرفاکاس» له خوا د فاوکير په ولسوالۍ کې د نقشې جوړوونکي او ځمکو د مسئول په توګه وټاکل شو، چې هغه ته يې د پام وړ عايد درلود. سره له دې چې جان مارشال د دوو خونو په يوه کوچني لرګين هستوګنځای کې راستر شو، چې د هغه مور او پلار او ګڼ شمېرخویندې او وروڼه يې په کې اوسېدل؛ مارشال د خپلو پنځلسو خویندو او وروڼو تر ټولو مشر و. د هغه يو کشر ورور جيمز ماکهام ،مارشال د لنډې مودې لپاره د فدرالي قاضي په توګه دنده تر سره کړه. [۱۳][۱۴][۱۵]
مارشال، د متحده ايالاتو د سناتور همفري مارشال او درې ځلې له دندې لرې شوي د پوځ د جنرال جورج سي مارشال تربور و.[۱۶]
له ځوانۍ څخه مارشال په ظريف طبيعت او تورو سترګو، چې «پياوړې او اغېزناکې وې، د ځيرکتيا او ښه طبيعت ځلا په کې وه» مشهور و. له يو کال رسمي زده کړې پرته، د کومې زده کړې پر مهال چې، هغه د راتلونکی ولسمشر جيمز مينرو سره ملګری شو، مارشال رسمي زده کړې نه وې کړې. د مور او پلار په هڅولو سره ځوان مارشال ډېر لوست کاوه، هغه د انګلستان د قوانينو په اړه د وليام بليکسټن تبصرې او د انسان په اړه د «الکساندر ان» مقاله ولوستله. هغه د کشيش جيمز تامسن څخه زده کړې وکړې، کوم چې د سکاټلينډ د ګلاسګاو له خوا په وروستيو کې ټاکل شوی پادری و، څوک چې د هستوګنځای او خوراک په مقابل کې د مارشال له کورنۍ سره اوسېده. په مارشال د هغه پلار ځانګړې اغېز درلود، د هغه په اړه مارشال ليکلي دي: «هر هغه ارزښتمن شی، چې ما په ځوانۍ کې تر لاسه کړي، زه د هغه د پاملرنې پوروړی يم. هغه زما يوازينی ځيرک ملګری و؛ هم پاملرنه کوونکی پلار او هم مهربانه ملګری و». توماس مارشال، د نقشه جوړوونکي په توګه ډېر پرمختګ وکړ او په ۱۷۷۰ز کال کې، هغه ځمکه واخسته چې د «اوک هيل» په نوم پېژندل کېږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د ۱۷۷۵ز کال د لکسينګټن او کنکورډ له جنګونو وروسته، توماس او جان په خپله خوښه، د ويرجينيا په درېيم کنډک کې خدمت وکړ. په ۱۷۷۶ز کال کې، مارشال د لويې وچې د پوځ د ويرجينيا په يوولسم کنډک کې ډګروال شو. د امريکا انقلابي جګړې پر مهال، هغه د «برانډيواين» د جګړې په ګډون په ګڼو جګړو کې برخه واخسته او ژمی يې په «ويلی فورګ» کې تېر کړ. کله چې هغه په ۱۷۸۰ز کال کې له عسکري خدمت څخه رخصت کړای شو، مارشال د وليام او ماري پوهنځي ته تګ پيل کړ. مارشال د وليام او ماري په پوهنځي کې د نامتو رئيس جورج وايت تر څارنې لاندې قانون ولوست او په ۱۷۸۰ز کال کې د وکيلانو ايالتي ټولنې ته داخل شو. د لويې وچې په پوځ کې، د لنډې مودې لپاره د يو ځل بيا شموليت څخه وروسته، مارشال د ۱۷۸۲ز کال په لومړيو کې د ويرجينيا د استازو مجلس ته ټاکنې وګټلې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- 1 2 3 د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11914721x — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- 1 2 د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Marshall — سکالو پېژند: John Marshall — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- 1 2 SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ms3www — سکالو پېژند: John Marshall — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- 1 2 Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/674 — سکالو پېژند: John Marshall — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- 1 2 Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/marshall-john — سکالو پېژند: John Marshall — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- 1 2 GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=marshallj — سکالو پېژند: John Marshall
- 1 2 Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=39109 — سکالو پېژند: John Marshall — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — خپرېدونېټه: ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۰ — خپروونکی: American Astronomical Society او Tufts University
- ↑ https://history.house.virginia.gov/search
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118782142 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/166367587
- ↑ See here Archived March 5, 2016, at the Wayback Machine. for maps of where the Marshall land was located within Germantown. Cf. http://www.johnmarshallfoundation.org/john-marshall/historic-landmarks/birth-place-of-john-marshall/ Archived March 28, 2014, at the Wayback Machine..
- ↑ Paul (2018), pp. 11–12
- ↑ Smith (1998), pp. 26–27
- ↑ Paul (2018), p. 246
- ↑ Quoted in Baker (1974), p. 4 and Stites (1981), p. 7.
- ↑ Paul (2018), pp. 13–14
- ↑ Smith (1998), p. 35
- ↑ Smith (1998), p. 22
- ↑ Paul (2018), p. 11
- ↑ Paul (2018), pp. 15, 18
- ↑ کينډۍ:FJC Bio
- ↑ Paul (2018), pp. 18–19
- ↑ Smith (1998), pp. 75–82
- ↑ Paul (2018), pp. 24–25
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1835ز مړينې
- 6 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

