جان سپیډ
جان سپيډ (زوکړه- ۱۵۵۱ یا ۱۵۵۲ کال- مړینه د ۱۶۲۹ کال د جولای ۲۸مه) یو انګلیسی کارتوګراف/نقشه کښونکي، تاریخ لیکونکی او تاریخ پوه و چې اصالتاً چشایری و. د لندن د یو تاجر ښاروند زوی و، هغه له خپل کورني کسب څخه راپورته شو تر څو د لویې بریتانیا د پاچاهیو، تاریخونو، نقشو او توپوګرافیو په اړه معلومات راټول او د پاچا لومړي جېمز او شپږم جېمزله خوا د رامنځته شویو پاچاهیو د اتحاد د یو نمایش په توګه پرې بیا کتنه وکړي. هغه دا کار د خپل نسل د لرغونپوهنې د مخکښو پوهانو په مرسته له پاموړبریا سره پای ته ورساوه. هغه د کریسټوفر ساکسون، جان نوردن او نورو نقشې رسم کړې او هغوی ته يې پراختیا ورکړه او هغه لومړنی کس و چې سل پولې/سرحدونه يې په کې ځای پر ځای کړل چې د ښار یا ښارګوټي سروې کوونکی او په هغو کې د ځای پر ځای شویو ډېری نقشو مبتکر و. د هغه کار د بریتانیا د ملي هویت د لومړنیو معاصرو مفاهیمو په تعریف کې مرسته وکړه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
ژوند
[سمول]د ژوند لومړي کلونه او اصالت
[سمول]د هغه د لور سارا بلکمور په وینا، تاریخ لیکونکی جان سپیډ د فارنډون په چشایر کلي کې شاخوا په ۱۵۲/۱۵۲ کال کې زېږېدلی. د سپیډ بیلابیلو خپلوانو هلته ژوند کاوه خو له هغوی سره د جان اړیکه کره معلومه نه ده. د هغه پلار جان سپیډ په ۱۵۵۶ کال کې د لندن د تاجرو خیاطانو د شرکت خپلواکي واخیسته او داسې اټکل کېږي چې دا به همهغه جان سپیډ وي چې د ۱۵۵۵/۵۶ کال په جنوري کې يې د لندن ښار په نیوګېټ سړک د کرېسټ په کلیسا کې له الیزابیت چېني سره واده وکړ. له دې څخه داسې استنباط کېږي چې د سپيډ زېږوونکې مور د هغه د ماشومتوب پرمهال مړه شوې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د سپيډ پهخپله وینا هغه په لندن کې خپله پلرنۍ سوداګري پرمخ وړه او هغه په ۱۵۸۰ کال کې د تاجرو خیاطانو د شرکت خپلواکي په میراثي ډول ترلاسه کړه. هغه په ۱۵۷۱ یا ۱۵۷۲ کال کې د لندني ټوماس ډیپر له لور سوزانا (زوکړه شاوخوا ۱۵۵۷/۵۸) سره واده وکړ او د یوې کورنۍ په جوړولو يې پیل وکړ. ډېری سرچینې لیکي چې هغه ۱۲ زامن او ۶ لوڼې لرلې چې له ډلې يې جان سپیډ بلوغیت ته رسېدلی او پېژندل شوی و چې د معالج ډاکتر و، هغه په لندن کې د تاجرو خیاطانو ښوونځی او د اکسفورډ کې په سېڼت جان کالج کې زدهکړې کړي وې. داسې معلوميږي چې د سپیډ کورنۍ یوه هوسا کورنۍ وه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ملاتړ
[سمول]سپيډ په چټکۍ سره د پوه کسانو له پاملرنې سره مخ شو، چې له ډلې يې ښاغلی فولک ګرویل: ګرویل، «دا درک کړه چې د هغه پراخ روح څنګه له یوې ډیرې نرۍ دندې سره ډک شوی» (څرنګه چې ټوماس فولر وویل) وروسته يې هغه ته یو امتیاز ورکړ تر څو وکولی شي خپل ټول پام څېړنې ته وقف کړي:
«زه د [هغه] په وړتیاوو اعتراف کوم او پالنه يې کوم، دا لاس د لاسي سوداګرۍ له ورځني اشتغال ازادوم او خپلواکي وربښم چې په دې توګه زما د ذهن میلان تشرېح کړي، هغه پهخپله زما د فعلي شتمنۍ خریدار دی.» [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
سپیډ شاوخوا په ۱۵۹۰ کال کې له پیوریتني څېړونکي هیوبروټون سره کار کاوه او هغوی د عیسی(ع) پر شجره کار ته پرمختیا ورکوله. په ۱۵۹۵ کال کې هغه د سپېڅلې کنعان یوه نقشه خپره کړه او په ۱۵۹۸ کال کې یې خپلې نقشې ملکې الیزابیت ته وړاندې کړې. د دغې زحمتونو د پاداش په توګه الیزابیت سپيډ ته د یو خدمتکار (د ګمرک مامور وېلیم کیلیګړي چې د برغلي لارډ و) موقف ورکړ.[۲۹]
«ښاغلي فولکه ګرویل تازه ستا له کار څخه د اعلیحضرت (ملکې) د خوښۍ ویلي او زه باید تاته ولیکم چې په کسټوم-هاوس کې د یوه خدمتکار اتاق دی چې هغه یې ممکن له ډېر وخت څخه جان سپیډ ته د ورکولو په فکر کې ده چا چې هغې ته بېلابېلې نقشې وړاندې کړې دي؛ له دې امله هغه غواړي چې تاسې هغه (سپيډ) ته ځای ورکړی او ملکه یې د ورته کارونو د ترسره کولو لپاره یو ډېر وړ سړی بولي.»[۳۰]
نوموړی هغه مهال د انځوګرۍ یو ډېر پرمختللی او با استعداد پوه و. هغه په ۱۶۰۰ کال کې خپلې درې نقشې چې پهخپله يې جوړې کړې وې تاجرو خیاطانو ته وړاندې کړې، تاجرانو هغه په خپل تالار یا سالون کې راځوړندې کړې او د هغوی د خوندیتوب لپاره یې ځینې د پردو تدارکات په پام کې ونیول. دا ډالۍ په ۱۶۰۱ کال کې کله چې سپیډ د فنچرچ په سړکونو کې د یو شرکت د اجارې لپاره د ملکیت غوښتنه وکړه په یادګار پاتې شوه، که څه هم دا غوښتنه د لوړې ادعا له امله ناکامه شوه: [۳۱]
«هغه داسې یو سړی دی چې د شجرې لیکنې د نقشو په تنظیم او ترسیم او نورو عالي اختراعاتو کې ډېره مبتکره او کمیابه وړتیا لري، هغه له خپلو اختراع کړل شویو نقشو څخه درې دې شرکت ته په وړیا توګه ورکړې دی ... » [۳۲]
هغه په ۱۵۹۸ کال کې د جعفري چاسر د ټوماس سپيګېټ په نوم اثر ته چې په ۱۶۰۲ کال کې بیاځلي چاپ شو د نسب نامې او شجره نامې یوه مخپاڼه وړاندې کړه. [۳۳]
بلوغ
[سمول]دیګوري وییر په ۱۶۳۷ کال کې ولیکل چې «په لومړي ځای کې د هغه پېژندل شوي سړي جان سپيډ له ستاینې ویره نه لرم». هغه په ټوله لویه بریتانیا کې سفر وکړ زموږ او زموږ د ګاونډ هېوادونو ټول تاریخ پوهان یې په غور سره مطالعه کړل، هغه په عمومي دفترونو، رولونو، یادګارونو، لرغونو لیکنو او منشورونو کې له پلټنو سره د بریتانیوي سترواکۍ یو په زړه پورې او د ستاینې وړ تیاتر جوړ کړ؛ چې له لوی تیاري او کار سره یې په څوارلس کالونو کې پای ته ورساوه...» په ۱۶۱۱-۱۶۱۲ کلونو کې د لویې بریتانیا د تاریخ او د سپيډ د پېژندل شوي اتلس لومړنۍ ټولیزه نسخه خپره شوه، ښايي د هغه زوی د انګلیسي ښارونو د سروې ګانو په تیارولو کې ورسره مرسته کړې وي. په ورته وخت کې د هغه لومړنۍ سپېڅلې شجره نامه له شاهي رضایت سره د پاچا جېزم د سپېڅلي کتاب په لومړۍ نسخه کې ځای پر ځای شوه.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د ۱۶۱۲ کال په مې میاشت کې شهزاده هېنري له تاجرو خیاطانو څخه غوښتنه وکړه چې په فنچرچ سړک کې د شرکت د کور د اجارې موده د ښاغلي ارتور اینګرام لپاره د ګمرک د استاد په توګه د هغه د ښو خدماتو د پاداش په توګه تمدید کړي، چې د دوی د ورور جان سپیډ په «تعصب/بېځایه پلویتوب» ورته ورکړل شو. د ۱۶۱۱ کال په پای کې د سپيډ تاریخچه په نوم اثر کې ولیکل «زما ناروغي خطرناکه شوه او ژوند معلق پاتې شو». د هغه ملګری الکساندر ګېل د دغې اثر د یو ستاینه کوونکی بیت «ډېر ناروغ» د کار له چټکتیا سره مرسته وکړه او ویې لیکل «دا ظالمې نښې او د ګران هېواد لپاره دا دیارلس کاله مقالو، ستا روغتیا او ځواک لهمنځه یوړل». (لکه څنګه چې ډیګوري وییر فکر کاوه، د پروژې د پيل دا نېټه به تقریباً ۱۵۹۸ کال وي). خو دا په ۱۶۱۴ کال کې ډېر پېژندل شوی کس و، سپيډ د لندن په موفلیډز کې په قاوني ځمکو کې د تاجرو خیاطانو د باغونو، «تانیتور» ځمکو (د رنګ شویو جامو د وچولو لپاره چنګکونه) د اجارې د نوي کولو لپاره چې شرکت له مخکې له سېنټ پاول کلیسا څخه ترلاسه کړې مذاکره وکړه. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ S. Bendall, 'Speed, John (1551/2–1629), historian and cartographer', Oxford Dictionary of National Biography (OUP 2004/2008); superseding کينډۍ:Cite DNB.
- ↑ "Life of John Speed", The Hibernian Magazine, Or, Compendium of Entertaining Knowledge, July 1782, p. 348 (Google).
- ↑ Hewitt, Rachel (2010). Map of a Nation. London: Granta Publications. pp. xxvi. ISBN 978-1-84708-254-1.
- ↑ A. Baynton-Williams, 'John Speed': Relocated since 17 Sept 2012 at Mapforum.com as "Biography: John Speed", Jan 2022 (www. mapforum.com).
- ↑ John Speed, eds N. Nicolson and A. Hawkyard, The Counties of Britain: A Tudor Atlas, Thames & Hudson (1989) ISBN 0-500-25104-5: Pavilion Books (1992) ISBN 1-85145-131-5; (pbk, 1995) ISBN 1-85793-612-4.
- ↑ A full coloured original set of Speed's British maps, with their descriptive texts in the Latin 1616 edition of the Theatre, can be viewed online at gallica (Bibliothèque Nationale Française).
- ↑ 'John Speed', in T. Fuller, The History of the Worthies of England (J.G., W.L. and W.G., London 1662), p. 184 (Internet Archive).
- ↑ Date calculated from Memorial Inscription formerly in St Giles, Cripplegate.
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ Palmer, A.N. (1907). "The Town of Holt, in County Denbigh". Archaeologia Cambrensis. 6th ser. 7: 389–434 (425).
- ↑ C.M. Clode, The Early History of the Guild of Merchant Taylors of the Fraternity of St John the Baptist, London, 2 vols (Harrison and Sons, London 1888), II: The Lives, p. 332 (Internet Archive).
- ↑ J.L. Chester, ed. J. Foster, London Marriage Licences 1521-1869 (Bernard Quaritch, London 1887), Col. 1265 (Internet Archive).
- ↑ 'Life of John Speed', in W. West, The history, topography and directory of Warwickshire (R. Wrightson, Birmingham 1830), pp. 36–37 (Google).
- ↑ S. Bendall, 'Speed, John (1551/2–1629), historian and cartographer', Oxford Dictionary of National Biography (OUP 2004/2008); superseding کينډۍ:Cite DNB.
- ↑ 'The loving brother of the Mystery, John Speed', in Clode, Early History of the Merchant Taylors, II, at pp. 332-35 (Internet Archive).
- ↑ 1572 in Greenfield's pedigree of Speed: variant sources give 1575. Susanna died in 1628 after 57 years of marriage to John, according to her M.I.
- ↑ A. Taylor, "A Theatre of Treasures", Cambridge University Library Special Collections, 11 October 2016.
- ↑ Date calculated from Memorial Inscription formerly in St Giles, Cripplegate.
- ↑ "Life of John Speed", The Hibernian Magazine, Or, Compendium of Entertaining Knowledge, July 1782, p. 348 (Google).
- ↑ B.W. Greenfield, 'Pedigree of Speed of Southampton', in J.J. Howard (ed.), Miscellanea Genealogica Et Heraldica Series 3, Vol. II.i, March 1896 (London: Mitchell and Hughes, 1898), pp. 18–25 (Internet Archive).
- ↑ E. Kell, 'On the Castle and Other Ancient Remains at Southampton', Journal of the British Archaeological Association, Ser.1, XXI (1865), pp. 285-93, at pp. 289–290, note 2 (Internet Archive).
- ↑ R. Gough, Anecdotes of British Topography: Or, an Historical Account of What Has Been Done For Illustrating The Topographical Antiquities of Great Britain and Ireland (London: W. Richardson and S. Clark, 1768, reprinted in 2014), pp. 184, 448.
- ↑ Palmer, "The Town of Holt", pp. 421, 425, 429.
- ↑ W. Goffart, Historical Atlases: The First Three Hundred Years, 1570–1870 (Chicago: University of Chicago Press, 2003), p. 54.
- ↑ 'John Speed', in T. Fuller, The History of the Worthies of England (J.G., W.L. and W.G., London 1662), p. 184 (Internet Archive).
- ↑ 'Speed's description of Warwickshire, section (6)', in W. West, The History, Topography and Directory of Warwickshire, pp. 41-45, at p. 43 (Internet Archive).
- ↑ 'John Speed', in T. Fuller, The History of the Worthies of England (J.G., W.L. and W.G., London 1662), p. 184 (Internet Archive).
- ↑ W. Goffart, Historical Atlases: The First Three Hundred Years, 1570–1870 (Chicago: University of Chicago Press, 2003), p. 54.
- ↑ J. Taylor, 'John Speed's "Canaan" and British Travel to Palestine', in D.G. Burke, J.F. Kutsko and P.H. Towner (eds), The King James Version at 400: Assessing Its Genius as Bible Translation and Its Literary Influence (Atlanta: Society of Biblical Literature, 2013), pp. 103ff., at pp. vi, 102, 104–119, 121, 159, 182.
- ↑ M.A.E. Green (ed.), Calendar of State Papers, Domestic, Elizabeth, 1598-1601, Vol CCLXVII: June 1598 (Longmans, Green & Co., London 1869), p. 62 (Internet Archive). "Room" and "place" here mean "vacant post", not "empty chamber", since Speed is to "discharge the same".
- ↑ W. Goffart, 'The First Venture into "Medieval Cartography"', in J.A. Roberts, J.L. Nelson and M. Godden (eds), Alfred the Wise: Studies in Honour of Janet Bately on the Occasion of her Sixty-Fifth Birthday (Woodbridge, UK: D.S. Brewer, 1997), at pp. 57–58.
- ↑ Clode, Early History of the Guild of Merchant Taylors, II, pp. 332-33 (Internet Archive).
- ↑ T. Speght (ed.), The Workes of our Ancient and Learned English Poet, Geffrey Chaucer, newly printed (Adam Islip for George Bishop, London 1598, 1602), frontis. (Internet Archive).
- ↑ D. Wheare, The Method and Order of Reading both Civill and Ecclesiasticall Histories (M. Flesher for Charles Brome, London 1685), Part 1, Section XXXI, pp. 164-168; full text at Umich/eebo.
- ↑ The Maps of John Speed Archived 12 April 2016 at the Wayback Machine., Shakespeare's England, 10 August 2010.
- ↑ T.J. Werth, The Fabulous Dark Cloister: Romance in England after the Reformation (Baltimore: Johns Hopkins University Press, 2011), 49.
- ↑ K. Macfarlane, 'The Biblical Genealogies of the King James Bible (1611): Their Purpose, Sources, and Significance', The Library, Vol. 19, Issue 2, (June 2018), pp. 131–158 (academic.oup). See also '3. From Chronology to Genealogy', in K. Macfarlane, Biblical Scholarship in an Age of Controversy: The Polemical World of Hugh Broughton (1549-1612) (Oxford University Press 2021), pp. 85-111 (Google).
- ↑ "Quosinter clarissimum virum Johannem Speedaeum, principe loco, Historiae Britannicae studioso commendare nullus dubitem", etc, in D. Wheare, Relectiones Hyemales, de Ratione et Methodo Legendi Utrasque Historias, etc., at pp. 114-15 (Google) of the John George Cotta edition (Tubingen 1700) of the 1637 Latin original.
- ↑ C.M. Clode, The Early History of the Guild of Merchant Taylors of the Fraternity of St John the Baptist, London, 2 vols (Harrison and Sons, London 1888), I, p. 333 (Internet Archive).
- ↑ A. Kippis, 'John Speed', in Biographia Britannica, 6 vols (J. Walthoe, etc., London 1763 edition), VI Part 1, pp. 3773-775, at p. 3774, note E (Google).
- ↑ Speed, History, 1st edition (1611), p. 897 (Google).
- ↑ Speed, History, 1st edition (1611), Front matter (Google).
- ↑ R. Leech, "Documentary evidence - Temple Fee and the Rack Closes", in K. Colls, 'The Avon Floodplain at Bristol: Excavations at Templar House, Temple Way, in Bristol 2004 and 2005', Transactions of the Bristol and Gloucestershire Archaeological Society CXXVIII (2010), pp. 73-120 (Society's pdf), at p. 106 (pdf p. 35).
- ↑ D. Wheare, The Method and Order of Reading both Civill and Ecclesiasticall Histories (M. Flesher for Charles Brome, London 1685), Part 1, Section XXXI, pp. 164-168; full text at Umich/eebo.