جان جيمز اډوبن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جان جیمز اډوبن (پيدايښتي نوم يې جين-جيکس رابن، 26 اپريل 1785 – جنوري 27، 1851) يو فرانسوي الاصله امريکايي، خپله روزل شوی هنرمند، طبيعيت پوه، او مرغه پوه و. په هنر او مرغه پوهنه کې د هغه شریکه لېوالتيا د شمالي امريکا د ټولو مرغيو د انواعو د بشپړ انځوريز بيان (ريکارډ) جوړولو په طرحه بدله شوه. نوموړی د امريکا د مرغانو د ټولو انواعو د مستندې څېړنې او تفصيلي انځورونې په برخه کې د خپلې پراخه مطالعې له امله د يادونې وړ و، په کومو انځورونو کې مرغان په خپلو طبيعي استوګنځايونو کې ښودل شوي وو. د هغه لوی اثر، د «The Birds of America» (1827-1839) په نوم د رنګينې تختې کتاب دی، کوم چې د مرغه پوهنې په اثارو کې، تر اوسه بشپړ شوی تر ټولو غوره اثر بلل کېږي. اډوبن همدا راز د پنځه ويشتو نويو انواعو د پېژندنې له امله هم شهرت لري. د اډوبن ملي ټولنې ته د هغه نوم ورکړل شوی دی، او په متحده ايالاتو کې ډېر شمېر ښارګوټو، محلو، او کوڅو ته د هغه نوم ورکړل شوی دی. څو درجنه علمي نومونه چې په لومړي ځل د اډوبن له خوا خپاره شوي دي، تراوسه د علمي ټولنې له خوا تر استعمال لاندې دي.[۱][۲][۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اډوبن د فرانسې د مستعمرې «سينټ ډومنګيو» (اوس هايتي) په «Les Cayes» کې د خپل پلار د ګنيو په بڼ کې زېږېدلی و. نوموړی د «برټني» له سويل سره اړيکه لرونکي فرانسې د سمندري ځواکونو د افسر (او تنها ماڼو) دويم بريدمن «جين اډوبن» زوی و، مور يې د پلار معشوقه «جيني رابين» وه، چې د بريټني د «Les Touches» اوسېدونکې اوه ويشت کلنه صفاکاره وه (دا سیمه د اوسني Pays de la Loire سيمې اړوند ده). دوی خپل زوی ته جين رابن نوم ورکړ. د 1887ز کال يو بل ژوند لیکونکي ويلي چې د هغه مور د «لوزيانا» د باغونو اوسېدونکې ښځه وه. مور يې هغه مهال مړه شوه چې دی يوازې څو مياشتينی و، ځکه چې نوموړې دې ټاپو ته له رسېدو وروسته د موسمي ناروغۍ څخه ځورېده. د هغه پلار له مخکې څخه د مخلوط توکم نامعلوم شمېر بچيان درلودل (په دوی کې يې يوه لور هم وه چې ميري ميډلين نومېده، ځينې يې د هغه د مخلوط توکم د کور له مزدورې کترين سينيټ بوفرډ څخه وو (چې هغه د ځلورګونې په توګه تشریح شوې ده، دا معنا چې په خپل نسب کې درېيمه برخه اروپايۍ وه). د جيني رابن له مړينې وروسته، اډوبن له سینيټ بوفرډ سره اړيکې تازه کړې، او له هغې يې د موګويټ په نوم يوه لور درلوده. بوفرډ همدا راز د ماشوم جين پالنه هم وکړه.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

مشر اډوبن د بېړیو قومانده په غاړه درلوده. د امريکايي اوښتون (انقلاب) پر مهال، نوموړی برتانيې بندي کړ. له خوشې کېدو وروسته، نوموړي له امريکايي قضيې سره مرسته وکړه. نوموړي له اوږدې مودې د پيسو د ساتلو او د ځمکې د شتمنيو په مټ د خپلې کورنۍ د راتلونکي خوندي کولو لپاره کار کړی و. په کرابيين کې د مريانو د تکراري پاڅونونو له امله، نوموړي په 1789ز کال کې په سينټ ډومينګيو کې د خپلو باغونو يو څه برخه وپلورله، او له فلاډيلفيا څخه شل ميله لېرې د «Mill Grove» سيمه کې يې 284 جريبه کرونده راونيوله، تر څو په خپلو پانګونو کې تنوع راولي. په سينټ ډومنګيو کې د استعمارګرو او مريانو تر منځ د تشنج (کمکش) په زياتېدو سره، چې شمېر يې زیات و، مشر اډوبن بېرته فرانسې ته د تګ لپاره چمتو شو، چېرته چې هغه د جمهوري ګارد غړی شو. په 1788ز کال کې نوموړي جين او په 1791ز کال کې موګيت ته لاره برابره کړه، تر څو فرانسې ته ولېږدول شي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دا بچيان يې د اډوبين او د هغه د فرانسوۍ مېرمنې «اين موينيټ اډوبن» له خوا په فرانسه کې د «نانتيس» سره نږدې په «Couëron» کې ستر کړل، له چا سره چې هغه په سينټ ډومينګو کې د خپل وخت څخه کلونه مخکې واده کړی و. په 1794ز کال کې، دوی په رسمي ډول دا دواړه بچيان په فرانسه کې د خپل قانوني حیثيت د تنظیم کولو لپاره په اولادولۍ ونيول. دوی هلک ته «Jean-Jacques Fougère Audubon» او نجلۍ ته د «Rose» نوم ورکړ.[۱۶][۱۷]

د خپل ژوند له لومړيو راهيسې، اډوبن له مرغانو سره مینه درلوده. "ما له هغوی سره صميميت محسوس کړ....د جنون تر حده چې بايد د ژوند په اوږدو کې زما له قدمونو سره ملګري وي". پلار يې په طبيعيت کې د هغه له لېوالتيا ملاتړ وکړ:[۱۸]

هغه به د مرغانو ښکلي خوځښت، او د هغوی د بڼکو ښکلا او نرمۍ ته اشاره کوله. هغه زما پام د هغوی خوشالۍ يا د خطر احساس، د هغوی ښکليو شکلونو او په پرتمين لباس ته واړاوه. هغه به له موسمونو سره د هغوی تګ او بېرته راستنېدو په اړه خبرې کولې.[۱۹]

په فرانسه کې، د فرانسې د اوښتون او له هغې وروسته کلونو کې، کوچنی اډوبن د يو ښکلي او په ټولنيز سړي په توګه ستر شو. هغه شپېلۍ او وايلن غږول، په اس سپرېدل، د تورو لوبه کول او نڅا يې زده کړل. اډوبين په لرګيو له ګرځېدو خوند اخيست، او عموماً به له طبيعي تجسس سره بېرته راګرځېدو، چې په هغې کې به مرغۍ، هګۍ او د مرغيو ځالې وې، له کوم څخه به چې هغه خام انځورنه جوړول. پلار يې غوښتل له زوی څخه د سمندر سړی جوړ کړی. په دولس کلنۍ کې، اډوبن پوځي ښوونځي ته ولاړ، او په کښتۍ کې ټيټ رتبه کارمند شو. نوموړی ژر وپوهېد چې هغه په سمندري ناروغۍ اخته شوی، او له رياضي يا سمندري سفرونو سره مينه نه لري. د افسرانو د وړتيا په ازموینه کې له ناکامۍ وروسته، اډوبن خپل ابتدايي سمندري مسلک پای ته ورساوه. نوموړی د راسپړلو (لټونګري او څېړنه) ډګرونو ته بيا راستون شو، او په مرغانو يې توجه زیاته کړه.[۲۰][۲۱][۲۲]

متحده ايالاتو ته کډوالي[سمول]

په 1803ز کال کې، د هغه پلار يو جعلي پاسپورټ تر لاسه کړ، تر څو جين جيکس د ناپوليني جګړو کې د اجباري ګومارل کېدو څخه د خونديتوب په موخه متحده ايالاتو ته ولاړ شي. اتلس کلن جين جيکس په کښتۍ کې سپور شو، خپل نوم يې انګليسي بڼې «جان جيمز اډوبن» ته بدل کړ. جين اډوبين او «Claude Rozier» د خپلو زامنو جان جيمز اډوبن او جين فرډينانډ روزير لپاره په پنسلوانيا کې د سرپو د کان کيندنې لپاره يو سوداګريز شرکت جوړ کړ. د Audubon-Rozier شريکوالي په دې اساس وه چې «کلاډ روزير» په هايتي کې د جين اډوبين د يوې کروندې نيمايي برخه راونيوله، او دې شريکوالۍ ته يې پور ورکړ، چې دا پور د پنسلوانيا په «Mill Grove» کې د اډوبین په شتمنۍ کې د سرپو د کان کيندنې په نيمايي ګټې تضمين شوی و.[۲۳][۲۴][۲۵]

نيويارک ته په رسېدو سره اډوبن ژيړې تبې ونيو. د بېړۍ کپتان هغه د ليليې په کور کې دېره کړ، چې د يوې کواکر ښځې له خوا پر مخ  وړل کېدو. دوی تر رغېدو پورې د هغوی پالنه وکړه او هغه ته انګليسي ژبه وښوده. هغه د کورنۍ د کواکر وکيل سره د اډوبن کورنۍ کروندې «Mill Grove» ته ولاړ. دا 284 جريبه (115هکتاره) کور د «ويلي فورج» څخه په څو ميله واټن کې په «پرکيومين کريک» موقعيت لري.[۲۶]

اډوبن د ډبرو په دوه پوړيز کور کې له کرايه دارو سره اوسېدو، په داسې يوه سيمه کې چې هغه جنت باله. "ښکار، کب نيول، انځورګري او موسيقۍ زما په هره شيبه قبضه کړې وه؛ هغه پاملرنه چې ما نه پېژندنه، او د هغوی په اړه هېڅ نه پوهېدم". د خپل چاپېريال په مطالعې سره، اډوبين په چټکۍ سره د ماهر مرغه پوه اصول زده کول، لکه چې هغه ليکلي دي، "د دې ځای طبيعيت – که لوړ و که ښکته، لوند و که وچ، که پيچومی شمال و که سويل، که دنګې ونې يې درلودې که شکته واښه – عموماً د خپلو اوسېدونکو په اړه اشارې ورکوي".[۲۷][۲۸]

د هغه پلار هيله درلوده چې په دې ځمکه کې د سرپو شته کانونه په سوداګريز ډول چمتو کېدای شي، ځکه چې سرپ د مرميو لپاره يوه لازمي ماده وه. دا د هغه زوی ته ګټور مسلک چمتو کولای شي. په «Mill Grove» کې، اډوبين د نږدې «فيډلينډ فورډ» شتمنۍ د څښتن «وليام بيک ويل» او د هغه د لور «لوسي بيک ويل» سره وليدل.[۲۹]

اډوبن د امريکايي مارغانو د مطالعې نيت درلود، چې د هغه وخت د ډېرو هنرمندانو په پرتله په ډېر واقعي ډول د خپلو موندنو د انځورولو هوډ يې درلود. نوموړي د مارغانو په انځورولو او رسامۍ او د دوی د چلند په ثبتولو پيل وکړ. په تصادفي ډول په يوه وياله کې له غورځېدو وروسته، اډوبن سختې تبې ونيو. په فيټ لينډ فورډ کې د هغه روغتياپالنه وشوه، په داسې حال کې ورغېدو چې لوسي هم ورسره وه.[۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Oxford illustrated encyclopedia. Judge, Harry George., Toyne, Anthony. Oxford [England]: Oxford University Press. 1985–1993. د کتاب پاڼې 26. OCLC 11814265. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-869129-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  2. "Home". Audubon (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه August 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Avibase advanced search: [Author = "Audubon"]". Avibase: The World Bird Database. د لاسرسي‌نېټه August 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nelson, Randy F. The Almanac of American Letters. Los Altos, California: William Kaufmann, Inc., 1981: 26. کينډۍ:ISBN
  5. Rhodes, Richard John James Audubon: The Making of an American, New York: Alfred A. Knopf, 2004, p. 4, accessed April 26, 2011.
  6. Sometimes, it is written "Rabin"
  7. Souder 2005, p. 18
  8. The Popular science monthly. MBLWHOI Library. [New York, Popular Science Pub. Co., etc.] 1887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  9. DeLatte, Carolyn E. (2008). Lucy Audubon : a biography. Baton Rouge: Louisiana State University Press. OCLC 221151639. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-3381-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rhodes, John James Audubon (2004), p. 6
  11. Souder 2005, p. 19
  12. Alice Ford, Audubon By Himself, The Natural History Press, Garden City, NY: 1969, p. 4
  13. Rhodes, JJ Audubon (2004), p. 6
  14. Souder 2005, p. 20
  15. Shirley Streshinsky, Audubon: Life and Art in the American Wilderness, Villard Books, New York, 1993, کينډۍ:ISBN, p. 13
  16. Souder 2005, p. 20
  17. Stanley Clisby Arthur, Audubon" An Intimate Life of the American Woodsman (Pelican Publishing, 1937), p. 478
  18. Rhodes 2004, p. 22
  19. Ford 1969, p. 3
  20. Rhodes 2004, p. 5
  21. Streshinsky 1993, pp. 16–17
  22. Streshinsky 1993, p. 14
  23. Rhodes, John James Audubon (2004), pp. 3–4
  24. Sharpe, Mary Rozier and James, Louis, Between the Gabouri, History of the Rozier Family, 1981
  25. Rhodes, John James Audubon (2004), p.
  26. "National Gallery of Art". Nga.gov. د اصلي آرشيف څخه پر April 12, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Rhodes 2004, p. 5
  28. Ford 1969, p. 10
  29. Streshinsky 1993, p. 24
  30. Rhodes 2004, p. 11