Jump to content

جان انټوني کوپلنډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان انټوني کوپلنډ
جان انټوني کوپلنډ

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ اگسټ ۱۸۳۴
مړینه 16 ډيسمبر 1859 (25 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت

جان انټوني کوپلنډ (د ۱۸۳۴ ز کال د اګسټ ۱۵مه – د ۱۸۵۹ ز د ډسمبر ۱۶مه) د «شمالي کارولینا» ایالت په «رالي» ښار کې آزاد وزېږېد [یعنې غلام نه و]. مور یې «ډیلیلا ایوانز» او پلار يې «جان کوپلنډ» دوه‌ رګه وو. دوی په ۱۸۳۱ز کال کې واده کړی و. ډيلیلا آزاده زېږېدلې وه او خاوند یې د خپل بادار په وصیت آزاد شو. په ۱۸۴۳ ز کال کې يې کورنۍ شمال ته لاړه، هلته د «اوهایو» ایالت په «اوبرلین» ښار کې د تور پوستانو د غلامۍ له منځه وړلو له مرکز سره یوځای شول، نوموړی وروسته بیا د اوبرلین په کالج کې ابتدايي برخې ته شامل شو. دی په ۱۸۵۸ ز کال کې د اوبرلین-ولینګټون ژغورنې  له مهمو مشرانو نه و چې له امله یې تورن شو، خو محاکمه نه ‌شو. کوپلنډ پر «هارپرز فري» سیمې د برید لپاره له جان براون سره یوځای شو، له براون پرته د جان براون د بریدګرو یوازنی غړی و چې ډېر مشهور و. له اوهایو نه«چارلېز ټاون» ته یو پوځي افسر راغی، تر څو ده ته خپل تور واوروي. ښاغلی کوپلنډ د دویم ځل لپاره بغاوت ته د غلامانو پر هڅولو او وژنو تورن شو. په پای کې مجرم وګڼل شو او د ۱۸۵۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه اعدام شو، چې د اعدام د نندارې لپاره یې ۱۶۰۰ کسان راغلي وو. کورنۍ یې هڅه وکړه، چې جسد یې ترلاسه کړي، خو ونه ‌توانېدل. ځکه د طب محصلینو يې جسد د اناتومیکو څېړنو لپاره وړی و.[۱][۲][۳]

ژوند

[سمول]

د کوپلنډ پلار، په ۱۸۰۸ ز کال کې د «شمالي کارولینا» ایالت‎ «رالي» ښار ته نږدې د غلامۍ په حالت کې وزېږېد او مور یې په ۱۸۰۹ز کال کې د یوې تور پوستې په توګه آزاده وزېږېده. د ده پلار د ۱۸۱۵زکال شاوخوا د خپل بادار په وصیت آزاد شو، چې دغه بادار یې پلار هم و. په ځوانۍ کې یې له «ایوانز» سره واده وکړ او تر ۱۸۴۳ز کال پورې یې په «شمالي کارولینا» ایالت کې «هیلزبورو» ښار ته نږدې ژوند وکړ، کله یې چې کورنۍ د نژادي ځورونو له امله وتښتېده، لومړی د «اوهایو» ایالت «سینسیناتي» ښار ته او بیا «اوبرلین» ته لاړل. د مېرمنې کورنۍ او ځينې وروڼه یې هم هلته مېشت شول. [۴][۵]

زوی یې ترکاڼ شو او د لنډ وخت لپاره يې د اوبرلین کالج په ابتدايي برخه کې ګډون وکړ. وروسته یې د لیکنو له لارې کورنۍ ته د خپل سواد لوړه کچه او وړتیا ثابته کړه. د رالف پلمب په وینا: ده ښې زده‌کړې لرلې، یو زړه‌ سواندی کس بلل شوی او په ځوانۍ کې یې د غلامۍ پر ضد په اوبرلین ټولنه کې هم غړیتوب درلود. [۶][۷][۸]

په ۱۸۵۹ ز کال کې د ډيټون په نامه ورځپاڼې د یرغل په اړه په راپور کې ویلي وو چې: کوپلنډ «له ډېر وخته زموږ د ښار اوسېدونکی و.»[۹]

د غلامۍ ضد فعالیتونه

[سمول]

کوپلنډ یې له ماما ګانو «هنري» او «وېلسون بروس ایوانز» سره یوځای د ۱۸۵۸ کال په سپټمبر میاشت کې د هغو ۳۷ کسانو مشر و ،چې د اوبرلین-ولینګټون د ژغورنې په نامه پېښه کې یې ګډون کړی و او «جان پرایس» یې را خوشی کړ، جان پرایس یو تښتېدلی غلام و چې په ۱۸۵۰ ز کال کې «د غلام د تېښتې قانون» چارواکو نیولی و. دوی غلام آزاد کړ او له هغه سره یې مرسته وکړه، چې کاناډا ته وتښتي. کوپلنډ په دې قضیه کې تورن شو، خو له نیولو وتښتېد او د جان براون له ټیم سره یوځای شو. [۱۰]

کوپلنډ د ۱۸۵۹ ز کال په سپټمبر میاشت کې پر «هارپرز فري» د جان براون په ناکام برید کې د ګډون لپاره د کاکا او همکار «لویس شریدان لیري» له‌خوا وګومارل شو. د هارپرز فري په برید کې د کوپلنډ رول دا و چې، له سپین‌پوستي بریدګر «جان هنري کاګي» سره یوځای د «هال ورکز ټوپک» کنترول واخلي. کاګي او څو تنه نور هغه مهال ووژل شول چې، له هال ورکز نه یې په شینانډو سیند کې په لامبو وهلو سره د تېښتې هڅه کوله. کوپلنډ د سیند په منځ کې ژوندی ونیول شو.

کوپلنډ، براون او پنځه تنه نور د محاکمې لپاره ویرجینیا ایالت ونیول. دی هغو افسرانو هم ولید چې د ولینګټون د ژغورنې لپاره یې د ده د سزاغوښتنه کوله. ده افسرانو ته پوره اعتراف وکړ. [۱۱][۱۲]

کوپلنډ په محاکمه کې بغاوت ته د غلامانو د هڅولو پر دسیسه او د وژنې په جرم تورن شو او پر اعدام محکوم شو. پر ده د خیانت تور لرې کړل شو، ځکه مدافع وکیل یې «جورج سنوټ» د «دېرډ سکاټ» د پرېکړې پربنسټ، په بریالیتوب سره استدلال وکړ چې کوپلنډ د سترې محکمې د حکم پر اساس د دغه ځای اوسېدونکی نه دی او پر خیانت نه‌شي تورنېدای. [۱۳][۱۴]

د څارنوالۍ وکیل انډریو هانټر د کوپلنډ په اړه ویل:

له کوپلنډ سره مې نږدې اړیکه لرله او یو ډېر محترم زنداني مې باله. دی یو مسي رنګه تور پوستی و، له هر یوه سره به یې ډېر دروند چلند کاوه. که شونې وای چې کوم زنداني ته بښنه وشي، هغه به کوپلنډ وای، ځکه زه د ګوند د هر غړي په نسبت د کوپلنډ د اعدام پر لیدلو ډېر پښېمانه شوم. [۱۵]

مړینه

[سمول]

کوپلنډ د ۱۸۵۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ویرجنیا ایالت په چارلېز ښار کې اعدام شو. دار ته د ور تګ په لاره کې یې وویل: "که زه د آزادۍ لپاره مرم، تر دې د ښې موخې لپاره نه‌شم مړ کېدای. تر غلامۍ مې مړینه ښه وبلله."[۱۶]

جسد

[سمول]

پنځه کسه تور پوستان داسې وو چې په دغه برید کې ووژل شول یا لږ څه وروسته اعدام شول. په دوی کې یو هم په مناسب ډول خښ نه‌شو. د دوی دوه تنه «شیلډز ګرین» او «کوپلنډ» د طب محصلینو د اناتومۍ د زده‌کړې لپاره یووړل او بیا یې د بدن پاتې‌شوني وغورځول.

د کوپلنډ کورنۍ (مور او پلار) هڅه وکړه چې، د زوی جسد یې پيدا او خښ کړي. د دوی په غوښتنه، د اوبرلین ښاروال اې.بي. بیچر د ویرجینیا والي «هنري وایر» ته پیغام ولېږه چې د زوی جسد یې وغواړي. وایز ځواب ورکړ چې، د آزادو تور پوستانو په توګه ویرجینیا ته نه‌شي داخلېدای، خو جسد به د «جنرال تالیافیرو» په مرسته «کوم سپين پوستي» ته ورکړل شي. [۱۷]

د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلویانو «وایز» ته لیک ولیکه او د «کوپلنډ» او «ګرین» د جسد پلټلو غوښتنه یې وکړه. جورج سټیرنز چې د براون ملاتړی و، غوښتل یې د دوی لپاره په «ابورن هدیره» کې یادګاري څلی جوړ کړي. سره له دې، یا خو «وایز» له خپلې خبرې په شا شو او یا یې بل کس ته اجازه ورکړه چې دا واک واخلي، ځکه له دې لږ څه وروسته جسدونه په ځمکه کې خښ شوي وو، هغه یې را واېستل او «وېنچسټر طبي کالج» ته یې محصلینو ته د اناتومۍ د زده‌کړې لپاره یووړل. د دا ډول موخو لپاره د مجرمانو د جسدونو کارول قانوني وو. [۱۸]

میراث او ویاړونه

[سمول]
  • د ۱۸۵۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه په دغه برید کې د وژل شویو کسانو یعنې کوپلنډ، ګرین او لوویس شریډان لیري لپاره په اوبرلین کې د یادګار مراسم جوړ شول.
  • په ۱۸۶۵ ز کال کې تر کورنۍ جګړې وروسته، په «وېسټ‌ووډ هدیره» کې د اوبرلین د درېیو اوسېدونکو د درناوي لپاره د یادګار څلی جوړ شو. دغه څلی په ۱۹۷۷ ز کال کې د اوبرلین «مارټین لوټر کېنګ پارک» ته ولېږدول شو. د دغه څلي په لېبل کې لیکل شوي دي:[۱۹][۲۰]

"د اوبرلین دغو رنګین پوستانو او د جان براون اتلو ملګرو د غلامۍ لپاره خپل ژوند بایلود. (اوس د خدای په فضل سره غلامي له منځه تللې ده).

اېس. ګرین د ۱۸۵۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ویرجینیا ایالت په چارلېسټون ښار کې د ۲۳ کلونو په عمر مړ شو.

کوپلنډ د ۱۸۵۹ز  کال د ډېسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه، د ویرجینیا ایالت په چارلېسټون ښار کې د ۲۵ کلونو په عمر مړ شو.

لیري د ۱۸۵۹ ز کال د ډسېمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه، د ویرجینیا ایالت په هارپرز فري ښار کې د ۲۴ کلونو په عمر مړ شو."

سرچینې.

[سمول]
  1. Howard, Joshua (2011). "NCpedia"..  
  2. Lubet, Steven (June 1, 2013). "Execution in Virginia, 1859: The Trials of Green and Copeland". North Carolina Law Review. 91 (5): 1785–1815. Archived from the original on December 29, 2020. نه اخيستل شوی December 21, 2020.
  3. "The executions at Charlestown [sic]". Pittsburgh Post. December 17, 1859. p. 1. Archived from the original on 2020-10-16. نه اخيستل شوی 2020-10-16.
  4. Bigglestone, William E. (1981). They stopped in Oberlin : black residents and visitors of the nineteenth century. Scottsdale, Arizona: Innovation Group. OCLC 8475922.
  5. Brandt, Nat (1990). The town that started the Civil War. Syracuse University Press. pp. 118. ISBN 081560243X.
  6. Plumb, Ralph (April 22, 1888). "John Brown's raid. Congressman Plumb Tells the Story of the Oberlin Rescuers, of Who He Was One". St. Louis Globe-Democrat (St. Louis, Missouri). p. 32 – via newspapers.com.
  7. Story, Ronald (June 1975). "Review: Blacks, Brown, and Blood: The Hourglass". Reviews in American History. 3 (2): 213–218, at pp. 214–215. doi:10.2307/2701224. JSTOR 2701224. Archived from the original on 2021-02-08. نه اخيستل شوی 2021-02-04.
  8. "Constitution of the Oberlin Anti-Slavery Society". Oberlin.edu. Archived from the original on 21 February 2020. نه اخيستل شوی 7 July 2020.
  9. "The Journal vs. Vallandingham". Daily Empire (Dayton, Ohio). October 25, 1859. p. 1 – via newspapers.com.
  10. Lubet, Steven (June 1, 2013). "Execution in Virginia, 1859: The Trials of Green and Copeland". North Carolina Law Review. 91 (5): 1785–1815. Archived from the original on December 29, 2020. نه اخيستل شوی December 21, 2020.
  11. "The Harper's Ferry tragedy. Conclusion of the first day's proceedings". The Liberator (Boston, Massachusetts). November 4, 1859. p. 3 – via newspapers.com.
  12. Lawson, John D. (1916). "The Trial of John Anthony Copeland and Shields Green for Murder, Charlestown, Virginia, 1859". American State Trials : A collection of the important and interesting criminal trials which have taken place in the United States from the beginning of our government to the present day. Vol. 6. St. Louis: Thomas Law Books. pp. 808–813.
  13. Steven Lubet, The "Colored Hero" of Harper's Ferry: John Anthony Copeland and the War Against Slavery (Cambridge University Press, 2015) p.181.
  14. Franny Nudelman, John Brown's Body: Slavery, Violence, & the Culture of War, Chapel Hill: University of North Carolina Press, 2004, pp. 40-45 and 66-69, accessed 17 January 2011
  15. Hunter, Andrew (1897). "John Brown's raid". Southern Historical Association. 1 (3): 165–195, at p. 188.
  16. Smith, Robert C. (2003). Encyclopedia of African-American Politics, p. 50. Facts on File, Inc.
  17. "(Letter to the editor)". The Liberator (Boston, Massachusetts). January 6, 1860. p. 3. Archived from the original on December 9, 2020. نه اخيستل شوی November 19, 2020 – via newspapers.com.
  18. Finkleman, Paul (1995). "Manufacturing Martyrdom: The Antislavery Response to John Brown's Raid". In Finkleman, Paul (ed.). His Soul Goes Marching On. Responses to John Brown and the Harpers Ferry Raid. Charlottesville, Virginia: University Press of Virginia. pp. 41–66, at p. 49. ISBN 0813915368.
  19. "Monument to the Oberlinians Who Participated in John Brown's Raid On Harpers Ferry" Archived 2007-04-29 at the Wayback Machine., Oberlin University, accessed May 21, 2007
  20. ۴۱°۱۷′۲۰″شمال ۸۲°۱۲′۵۸″لويديځ / 41.289°شمال 82.216°لويديځ / 41.289; -82.216