جانان ډرامه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جانان پښتو ډرامه

دا پښتو ډرامه د نن نه شپګویشت کاله وړاندي په کال ۱۹۹۶ کښي پاکستان ټیلی وژن پیښور سنټر جوړه کړي او نشر کړي وه. هم دا جانان ډرامه وه چي نوموړي ستوري عالمزیب مجاهد پکښی خپل تل پاتي کردار د جانان په نوم ترسره کړے وو او هغه ورځ او دا ورځ چي عالمزیب مجاهد نن هم د جانان په نوم تر ټولو زیات پیژندلی شی که څه چي ښاغلی ددی وړاندي هم په سټیج او ټي وي ډرامو کښی کار کړي وو.

د جانان پښتو ډرامی د مقبولیت لوي ثبوت هم دا دی چي نن هم په انټرنیټ ددي سرچ کوونکي او کتونکي د لکونو نه بلکي د ملینونو په شمیر شته.

جانان پښتو ډرامه کښي د عالمزیب مجاهد تر څنګ سیدرحمان شینو، عمر ګل چنی خوندور کردارونه لوبولي وو. دا ډرامه خداي بخلي محمد اعظم اعظم لیکلی وه او فرمان الله جان راجوړه کړي وه.


سمیع الله خاطر