جامعه اسلامیه حمادیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حماديه مدرسې پېژندګلوي:[سمول]

جامعه اسلامیه حمادیه دقران بنسټ یوه علمي څانګه ده ،چي  په  ۱۳۹۰  هـ.ش کال کي  د مفتي عبدالهادي حماد په هڅو او زیار تاسیس سوې ده او له  نېکه مرغه یې تر تاسیس وروسته  د اسلام د عقېدې وروڼو علمي خدمتونه کړي دي.

د حمادیه مدرسې د علمي خدمتونو جاري څانګي:[سمول]

۱:  د صفر (ابتدایي) صنف څخه بیا تر شپاړسم صنف (لوړې دورې ـــ دورة الحدیث) پوري درسونو وړاندې کول، چي شاواخوا زر (۱۰۰۰) تنه شاګردان لري.

۲: دارالافتاء Archived 2020-08-10 at the Wayback Machine.:[سمول]

چي د عامو خلکو لپاره پکښي د عقایدو، عباداتو ، معاملاتو خصوصا حقوقي مسائلي جوابیږي او په ځانګړي ډول د خلکو د خپل منځیو شخړو دله منځه وړلو لپاره یوه ځانګړې اداره، چي تر دې مهاله په زرګونو سوالونه پکښي جواب سوي دي.

۳: دارالحفاظ:[سمول]

د قرانکریم د حفظ کولو ځانګړې څانګه.

۴: لیلیه:[سمول]

د هغو شاګردانو لپاره دشپې تېرولو انتظام، یعني خوراک ،  څیښاک، لباس او داسي نور اسباب برابرول، کوم ، چي د ښار څخه د لیري پرتو ولسوالیو یا نورو ولایاتو څخه مدرسې ته د زده کړو لپاره راغلي د ي.

۵: جامعه اسلامیه حمادیه ویب پاڼه Archived 2020-08-09 at the Wayback Machine.:[سمول]

چي بېلابیل اسلامي معلومات، فتواوې، اصلاحي بیانونه او نور اړین معلومات په ږغیز او لکنیزه بڼه کتونکو او لوستونکو ته وړاندې کوي.

۶: جامعه اسلامیه حمادیه فیسبوک فیج:[سمول]

چي اړیني مسائلي او نور اړین موضوعات په ږغیږ او ويډويي شکل باندي نشریږي.

۷: حمادیه دارالعلوم د وآتساف له لاري:[سمول]

د همدې څانګي خادمانو تر پنځه څلویښت  ګروفونه جوړ کړي دي، چي دنړۍ د بېلابيلو هیوادونو څخه متدین وروڼه پکښي دي او په دې ګروپونو کي ترجمه، تفسیر، اصلاحي بیانونه، د ګډون والو سوالونو او جوابونه نشریږي.

۸: د حمادیه دارالعلوم ټیلیګرام چینل:[سمول]

د ترجمې او تفسیر لپاره.

۹: د حمادیه دارالعلوم ټيلیګرام چینل:[سمول]

  دسیرت لپاره.

۱۰: دحمادیه دارالعلوم ټیلیګرام چینل:[سمول]

د اصلاحي بیانونه لپاره.

۱۱: د حمادیه دارالعلوم ټیلیګرام چینل:[سمول]

د روژې، اختر، حج  او داسي نورو مسائلو د درسونو او سوال جواب لپاره.

۱۲: د تالیف او ترجمې څانګه:[سمول]

چي ددې څانګي له لاري دهمدې مدرسې د استادانو او نورو وتلو علماوو په پښتو ، فارسي او عربي ژبو باندي تالیف سوي او ژباړل سوي کتابونه چاپیږي.

۱۳: نداء القران مجله:[سمول]

چي پکښي د لوستونکو لپاره بېلابېل موضوعات په چاپی بڼه نشریږي.

Map