Jump to content

جادویي چراغ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جادويي چراغ یا جادویي فانوس چې د هغه په لاتیني نوم لاټرنا مجیکا (laterna magica) هم پېژندل کېږي د انځورونو لومړنی هغه پروجکټور دی چې په لویه کچه باندې د انځور ښوولو په موخه په کې له انځورونو – نقاشیو، چاپ او یا هم عکس – څخه د شفافو (په معمول ډول له شیشې څخه د جوړو شوو) صفحاتو پر مخ د یو یا څو لنزونو او همدارنګه نوري منبع څخه ګټنه کېدله. له دې امله چې د لنز پر مټ خپرېدونکی انځور په معکوس ډول راځي (د هماغه ښکارندې په څېر لکه د ابسکورا کامرې انځورونه به چې بېرته سمول کېدل) په دغه جادويي څراغ کې سلایډونه په چپه ډول اېښودل کېدل او په دې سره یې به یې انځور په سمه توګه په لویه سطحه باندې ښود. [۱]

دغه پروجکټور تر ډېره پورې د اوولسمې پېړۍ پر مهال پراختیا ومونده او په معمول ډول د تفریحي موخو لپاره کارول کېده چې بیا په ۱۹مې پېړۍ کې ترې په مخ پر زیاتېدونکې بڼه د زده کړو په ډګر کې کار اخیستل پیل شول. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د هغو کوچني ډولونه د تفریحي وسایلو په توګه په پریمانه کچه تولید شول. له جاودیي فانوس څخه ګټنې له اتلسمې پېړۍ څخه د ۲۰مې پېړۍ تر نیمايي پورې په پراخه کچې وده وکړه؛ هغه مهال چې د هغو یوه کوچنۍ کړای شوې بڼه یا سلایډ پروجکټور چې په کې د انځورونو له ۳۵ ملي متري سلایډونو ګټه اخیستل کېده راووته.

ټکنالوژي

[سمول]

تخنیکي وسایل

[سمول]

په جادويي فانوس کې د نوري منبع شاته له مقعرې آینې کار اخیستل کېده څو نور د یوې کوچنۍ شیشه یي مستطیل ډول صفحې له لارې – د «فانوس د سلایډ» له لارې چې انځور یې ښود - د دستګاه په مخه کې عدسیې ته هدایت کړي. لنز د سلایډ په صفحه باندې د تمرکز په موخه د ښودونکې سطحې د فاصلې په تناسب چې کېدلای شو یو سپین دېوال وي تنظیم کېده او په همدې توګه یې د سلایډ لوی کړی انځور د صفحې په مخ ښود. په یو شمېر نورو دغو پروجکټورونو له دې ډلې د کریسټین هویګنز او یان ون موشنبروک په پروجکټورنو کې له دریو لنزونو څخه د دغې موخې لپاره ګټنه کېده. [۲][۳][۴]

د دوه موخو ترسره کوونکي دوه ګوني پروجکټورونه د ۱۹مې پېړۍ پر مهال دود شول چې د انځورونو ساده او روان بدلون یې برابر کړ. سټیروفټیکانز (Stereopticons) وسیلې په لا غوره بڼه د انځوریزو سلایډونو د ښوولو لپاره نوري سرچینه برابره کړه. [۵]

سلایډونه

[سمول]

په اصل کې انځورونه په لاسي بڼه د شیشه یي سلایډونو پر مخ نقاشي کېدل. په پیل کې دغه اشکال په تور رنګ باندې په سلایډونو نقاشي کېدل خو ډېر ژر له نورو رنګونو څخه هم په کې ګټنه پیل شوه. ځینې مهال نقاشۍ په غوړو پاڼو هم کېدلې. په معمول ډول په بګرونډ کې له تور رنګ څخه ګټنه کېده څو د اضافي نور څخه مخه ونیول شي، له همدې امله اشکال په حاشیو کې د فکر له مشغول کولو پرته په اړوند فریم کې ښودل کېدل. ډیری سلایډونه د شفافو لاکو د یوې سطحې پر مت بشپړ کېدل، خو په راتلونکو پړاونو کې له پوښښي شیشو څخه د رنګ شوې سطحې د خوندیتوب په موخه ګټنه کېده. په لاس جوړ شوي ډېری سلایډونه په هغو لرګینو چوکاټونو کې ځای پر ځای کېدل چې ګرده یا مربعي خوله به یې لرله. [۶][۷]

له ۱۸۲۰ زکال وروسته په لاس باندې د نقاشي شوو چاپ شوو سلایډونو تولید پیل شو، چې تر ډېره پورې یې د ډیکالاکومونیا لېږد څخه په کې ګټنه کوله. ډېری جوړ شوي سلایډونه په شیشه باندې د بند کاغذ پر مخ چې ګڼ شمېر انځورونه به پرې رسامي کېدل او همدارنګه به د یوې کاغذي پیتې پر مټ پرې سرېښ کېدل تولید کېدل. [۸][۹]

د انځوریز فانوس لومړني سلایډونه چې هیالوټایپ ورته ویل کېدل په ۱۸۴۸ زکال کې د جرمني الاصله وروڼو ارنست ویلهلم (ویلیام) او فریدریش (فریدریک) لانګنهایم له خوا په فیلادلفیا کې اختراع شول چې دغه اختراع یې په ۱۸۵۰ زکال کې ثبت شوه. [۱۰][۱۱][۱۲]

نوري سرچینې

[سمول]

په اوولسمه پېړۍ کې د دغې وسیلې د اختراع پر مهال د لمر له رڼا پرته یوازنۍ نوري سرچینې شمعې او نفتي څراغونه و چې چندان کار یې نه ورکاوه او ډېر ټیټ کیفیت لرونکي انځورونه یې وړاندې کول. په ۱۷۹۰مه لسیزه کې د ارګاند څراغ اختراع مرسته وکړه څو انځورونه لا وضاحت پیدا کړي. په ۱۸۶۰مه لسیزه کې د آهکي څراغو (لایم لایټ) اختراع سون وړ ګازونو او همدارنګه خطرناکو کیمیاوي توکو ته اړتیا له منځه یووړه، بالاخره برېښنايي څراغ په دغه چاره کې خوندیتوب او اسانتیا برابره کړه په داسې حال کې چې ډېره رڼا یې نه ورکوله. [۱۳]

مخکښ وسایل

[سمول]

د جادويي فانوس له اختراع وړاندې د نمایش څو ډوله سیسټمونو شتون درلود. جیوواني فونټانا، لئونارډو داوینچي او کورنلیس ډربل داسې انځور ښوونکي پروجکټورونه چې له جادویي فانوس سره یې ورته والی درلود توضېح کړل. په ۱۷مه پېړۍ کې له نورپوهنې سره لیوالتیا زیاته شوه. تلسکوپ او میکروسکوپ (په ترتیب سره په ۱۶۰۸ او ۱۶۲۰ زکال کې) اختراع شول او پرته له دې چې د یو شمېر پوهانو لپاره ګټمن و دغو وسایلو د هغو کسانو لپاره چې د هغو د پېرلو وړتیا یې لرله د مشغول کوونکو وسیلو په توګه یې زیات شهرت وموند چې جاوديي فانوس د هغو ټولو طبیعي ځای ناستی شو. [۱۴][۱۵]

ابسکورا کامره

[سمول]

جاوديي فانوس کولای شو د ابسکورا کامرې پرمختللی ډول وګڼو. دا یوه طبیعي ښکارنده ده او هغه مهال رامنځته کېږي چې د یوې صحنې انځور د صفحې په بل لوري (د بېلګې په توګه په یو دېوال) د یو کوچني سوري له لارې په سرچپه ډول (له ښي څخه په چپ اړخ او له پورته څخه لاندې خوا ته) د سوري په مخالف لوري کې په یوه سطحه رامنځته شي. دغه ښکارنده لږ تر لږه له میلاد څخه وړاندې پنځمې پېړۍ څخه پېژندل شوې وه او لږ تر لږه له میلاد څخه وړاندې ۱۰۰۰ کال په شاوخوا کې په تیاره خونه کې ازمویل شوې وه. د غار په خوله کې له عدسیې څخه د ګټنې تاریخ شاوخوا ۱۵۵۰ زکال ته اړوندېږي. د ابسکورا کامرې لېږدېدونکې بڼه چې له لنز څخه په کې ګټنه شوې وه په اوولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه. داسې انګېرل کېږي چې هالنډي مخترع کورنلیس ډربل هغه په هالنډي شاعر، سندره جوړونکي او دیپلمات کنسټانټین هویګنس باندې په ۱۶۲۲ زکال کې پلورلې وه؛ په داسې حال کې چې د بکس ډولې کمرې تر ټولو لرغونې یادونه د جرمني یهودي عالم ګاسپر شوټ په کتاب Magia universalis naturæ et artis کې شوې چې په ۱۶۵۷ زکال کې خپور شو. [۱۶][۱۷]

ستګانوګرافیکي آینه

[سمول]

په ۱۶۴۵ زکال کې یهودي جرمني عالم آتاناسیوس کیرشر د خپل کتاب Ars Magna Lucis et Umbrae په لومړنۍ نسخه کې د ستګانوګرافیکي اینې د اختراع توضیح وړاندې کړه: د پروجکټور هغه ابتدايي ډول چې د متمرکزې عدسیې په لرلو یې په مقعره آینه کې نقاشي شوی انځور یا متن د لمر د رڼا پر بنسټ منعکس کاوه؛ هغه چې تر ډېره په لرې فاصله کې د ارتباط په موخه کارول کېده. نوموړي د اندازې په زیاتوالي او په اوږده فاصله کې د هغو د وضاحت پر وړاندې شته محدودیتونه ولیدل او هیله یې وښوده چې یو څوک به د دغې چارې لپاره غوره لار پیدا کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Erecting the inverted image In the magic lantern", Henry Morton, Ph.D., Journal of the Franklin Institute, Volume 83, Issue 6, June 1867, Pages 406-409; "A lens, as every one knows, inverts the image which it makes of any object; hence, in the magic lantern, we insert the image upside down."
  2. Pfragner, Julius. "An Optician Looks for Work". The Motion Picture: From Magic Lantern to Sound. Great Britain: Bailey Brothers and Swinfen Ltd. 9-21. Print.
  3. Buddingh, Daan (2007). "De toverlantaarn in Nederland" [The Magic Lantern in the Netherlands]. Het Photohistorisch Tijdschrift. No. 2. نه اخيستل شوی 2022-09-16.
  4. Mannoni, Laurent (December 2012). "The Tour of the World by Magic Lantern: Eugene Danguy's Diaphorama". The New Magic Lantern Journal. 11 (3). نه اخيستل شوی 2022-09-16.
  5. "Biunial and Triunial Magic Lanterns". De Luikerwaal. نه اخيستل شوی 2022-09-16.
  6. "All about lantern slides (1)".
  7. "All about magic lantern slides (2)". www.luikerwaal.com.
  8. "All about lantern slides (1)". De Luikerwaal.
  9. Timby, Kim (2016). "Glass Transparencies: Marketing Photography's Luminosity and Precision". PhotoResearcher (25).
  10. Timby, Kim (2016). "Glass Transparencies: Marketing Photography's Luminosity and Precision". PhotoResearcher (25).
  11. "Improvement in photographic pictures on glass".
  12. "William and Frederick Langenheim at Historic Camera". Historic Camera.
  13. Waddington, Damer. "Introduction". Panoramas, Magic Lanterns and Cinemas. Channel Islands, NJ: Tocan Books. xiii-xv. Print.
  14. "The Evolution of Scientific Instruments". Engineering: An llustrated Weekly Journal. Vol. CXIX, no. 3092. April 3, 1925. p. 407 – via Google Books.
  15. Rossell, Deac (2002). "The Magic Lantern". In von Dewitz, Bodo; Nekes, Werner (eds.). Ich sehe was, was Du nicht siehst! — Sehmaschinen und Bilderwelten: Die Sammlung Werner Nekes [I Can See What You Cannot See! — Seeing Machines and Worlds of Images: The Collection of Werner Nekes]. Göttingen, Germany: Steidl Verlag. ISBN 3-88243-856-8. OCLC 248511845 – via Academia.edu.
  16. Snyder, Laura J. (2015). Eye of the Beholder: Johannes Vermeer, Antoni van Leeuwenhoek, and the Reinvention of Seeing. New York City: W. W. Norton. ISBN 978-0-393-07746-9. OCLC 892514232.
  17. Vermeir, Koen (2005). "The Magic of the Magic Lantern (1660–1700): On Analogical Demonstration and the Visualization of the Invisible". The British Journal for the History of Science. 38 (2): 127–159. doi:10.1017/S0007087405006709. ISSN 0007-0874. JSTOR 4028694. S2CID 143404000.
  18. Kircher, Athanasius (1645). Ars Magna Lucis et Umbrae. Rome, Italy: Sumptibus Hermanni Scheus. p. 912.
  19. Golvers, Noël (1994). "De recruteringstocht van M. Martini, S.J. door de Lage Landen in 1654: Over geomantische kompassen, Chinese verzamelingen, lichtbeelden en R.P. Wilhelm van Aelst, S.J." [The Recruitment Journey of M. Martini, S.J. through the Low Countries in 1654: About geomantic compasses, Chinese collections, light images and R.P. Wilhelm van Aelst, S.J.]. De Zeventiende Eeuw (په هالنډي). 10.
  20. Rossell, Deac (2008). Laterna Magica = Magic Lantern. Vol. 1. Stuttgart, Germany: Füsslin Verlag. p. 19. ISBN 978-3-940769-00-8. OCLC 315395149.
  21. Engels, Wolfgang; Staubermann, Klaus (2016). "Replicating 18th Century Magic Lantern Practice" (PDF). Bulletin of the Scientific Instrument Society. No. 130. p. 40. Archived from the original (PDF) on 2022-09-20. نه اخيستل شوی 2022-11-28 – via CORE. {{cite magazine}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)