ثابت عضوي ککړوونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ثابت عضوي ککړوونکي (Persistent organic pollutants) یا (POPs) چې کله کله د "د تلپاتې کیمیاوي توکو" په نوم بلل کېږي، عضوي مرکبات دي چې په کیمیاوي، بیولوژیکي او فوتولیک پروسو کې د چاپېریالي تخریب (تجزیې) په وړاندې مقاومت کوي. دا زهرجن کیمیاوي توکي دي، چې په ټوله نړۍ کې د انسان په روغتیا او په چاپېریال باندې منفي اغېزه کوي. لکه څنګه چې د باد او اوبو پر مټ د لېږد وړ دي، زیاتره ثابت عضوي ککړوونکي چې په یوه هېواد کې تولید کېږي، کولای شي له هغې ځایه چې کارول کېږي او خوشي کېږي، تر لېري ځایونو په انسانانو او وحشي حیواناتو باندې اغېزه وکړي. نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۱ زکال د ثابتې عضوي ککړتیاو په هکله په سټاکهولم کنوانسیون کې د انسان او چاپېریال په سلامتۍ د ثابتو عضوي ککړوونکو په اغېزو باندې، د دوی د تولید د له منځه وړو یا په کلکه توګه محدودولو په اړه د بحث وکړ. متحده ایالاتو د ثابت عضوي ککړوونکو د خپرېدنې د کمولو لپاره پیاوړي کورني ګامونه اخیستي. د بېلګې په توګه، د سټاکهولم په کنوانسیون کې د ثابت عضوي ککړوونکو فهرست شوي اصلي حشره وژونکي هېڅ کوم نن ورځ په متحده ایالاتو کې د پلور او توزیع لپاره نه ثبت کېږي. کانګرس په ۱۹۷۸ زکال کې د پولي کلوریت بایفینل (polychlorinated biphenyl) یا (PCB) تولید منع کړ او د PCB د پاتې ذخیرو کارول یې په کلکه محدود کړل. د ۱۹۸۷ ز کال راهیسې د چاپېریال ساتنې ادارې او ایالتونو د متحده ایالاتو له سرچینو څخه ځمکې، هوا او اوبو ته د ډای اوکسینونو (dioxins) او فرانونو(furans) چاپېریالي خپرېدنې په اغېزمنه توګه کمې کړې دي.  [۱]

ډېر ثابت عضوي ککړوونکي اوس مهال یا پخوا د حشره وژونکو، محلولونو، درملو او د صنعتي کیمیاوي توکو په توګه کارول کېدل. که څه هم ځینې ثابت عضوي ککړوونکي په طبیعي ډول رامنځته کېږي (مثلا له اور غورځوونې څخه)، خو زیاتره د انسان له خوا جوړ شوي دي.  [۲]

د ثابت پاتې کېدو پایلې [سمول]

ثابت عضوي ککړوونکي عموماً هلوجني عضوي مرکبات دي (لاندې نوملړ وګورئ) او له ځانه لوړ غوړ محلولیت (lipid solubility) څرګندوي. له همدې امله، دوی په غوړو نسجونو کې په بیولوژیکي ډول تراکم کوي. هلوجني مرکبات هم زیاته ټینګتیا ښيي، چې د هایدرولیز او د فوتولیک تجزیې په وړاندې د C-Cl اړیکو نه-غبرګون منعکس کوي. د عضوي مرکباتو ټینګتیا او لیپوفیلیت د خپلې هلوجني محتوا سره تړاو لري، پدې توګه پولي هلوجني عضوي مرکبات د ډېرې اندېښنې وړ دي. دوی د دوو پروسو له لارې په چاپېریال باندې خپل منفي اغېزې اچوي، د اوږده واټن انتقال، چې دوی ته اجازه ورکوي چې د خپلې سرچینې څخه لرې لاړ شي؛ بیولوژیکي تراکم، چې دا کیمیاوي مرکبات په احتمالي خطرناکو کچو باندې بیا تمرکز کوي. هغه مرکبات چې ثابت عضوي ککړوونکي جوړوي د PBTs (ثابت، بیولوژیکي تراکم کوونکي او زهرجن) یا TOMPs (زهرجن عضوي مایکرو ککړوونکي) په توګه طبقه بندي کېږي.   [۳][۴]

د اوږده واټن لېږد  [سمول]

ثابت عضوي ککړوونکي د چاپېریالي تودوخې په مشخصو درجو کې د ګاز پړاو ته بدلون مومي او د خاورې، د نباتاتو پوښښ او د اوبو له دنډو څخه فضا ته تبخیر کوي، په هوا کې د تجزیوي غبرګونونو پر وړاندې مقاومت کوي ترڅو د بیا رسوب کېدو څخه وړاندې اوږده واټنونه تېر کړي. دا له د دوی د کارونې یا خپرېدنې ځای څخه لرې سیمو کې د ثابت عضوي ککړوونکو د تراکم لامل کېږي، په ځانګړي توګه په هغو چاپېریالونو کې لکه انټرټیکا او د شمالي قطب مدار چې ثابت عضوي ککړوونکي هېڅکله ندي معرفي شوي. ثابت عضوي ککړوونکي کېدای شي په اتموسفیر کې د بخارونو په بڼه موجود وي یا د جامد ذراتو (آیروسلونو) په سطحه پورې تړلی وي. د اوږده واټن انتقال لپاره ټاکونکی فاکتور د ثابت عضوي ککړوونکي هغه برخه ده چې په آیروسلونو کې جذب کېږي. په جذب شوې بڼه کې، د ګاز مرحلې برعکس، د نوري اکسیډیشن، یعنې د مستقیم فوتولیز او همدارنګه د OH رادیکالونو یا اوزون په وسیله اکسیډیشن څخه خوندي دی.   [۵][۶][۷][۸]

ثابت عضوي ککړوونکي په اوبو کې د انحلال کمه وړتیا لري خو د جامد ذراتو له خوا په اسانۍ سره جذب کېږي او په عضوي مایعاتو (غوړو، شحم او مایع تېلو) کې حل کېږي. ثابت عضوي ککړوونکي په چاپېریال کې د دوی د ټنګنتیا او د تجزیې ټیټ سرعت له امله په اسانۍ سره نه تجزیه کېږي. د اوږده واټن انتقال لپاره د دې وړتیا له امله، د ثابت عضوي ککړوونکو چاپېریالي ککړتیا، حتی په هغو سیمو کې چې ثابت عضوي ککړوونکي هېڅکله نه دي کارول شوي، پراخه ده او د تجزیې په وړاندې د دوی مقاومت له امله د محدودیتونو د پلي کېدو له کلونو وروسته، به په دې چاپېریال کې پاتې کېږي.   [۹][۱۰]

بیولوژیکي تراکم  [سمول]

د ثابت عضوي ککړوونکو بیولوژیکي تراکم عموماً د غوړ لوړ انحلال او د اوږدې مودې لپاره د ژوندیو موجوداتو په غوړو نسجونو کې د تراکم وړتیا سره تړاو لري. ثابت کیمیاوي توکي د لوړ غلظت سره تمایل لري او په سوکه ډول له منځه ځي. د خوړو رژیم تراکم یا بیولوژیکي تراکم د ثابت عضوي ککړوونکو یوه بله مهمه ځانګړتیا ده، لکه څنګه چې ثابت عضوي ککړوونکي د خوړو ځنځیر ته پورته حرکت ورکوي، د ژونديو موجوداتو په ځینو نسجونو کې دوی د پروسس او میټابولیز له امله یې غلظت زیاتیږي. د کیمیاوي توکي د متمرکز لپار د ژوو د هضمي جهاز طبیعي وړتیا او ورسره د ثابت عضوي ککړوونکو ضعیف میټابولیزي او هایدروفوبیک طبیعت، دا ډول مرکبات د بیولوژیکي تراکم لپاره زیات مستعد کوي. لذا، ثابت عضوي ککړوونکي نه یوازې په چاپېریال کې دوام کوي، بلکې د ژوو له خوا چې دوی ته بیولوژیکي تراکم ودکوي خوړل کېږي او په چاپېریال کې خپل غلظت او زهریت زیاتوي. د غلظت دا زیاتوالی د بیولوژیکي لویونې (biomagnification) په نوم یادیږي، دا په هغه ځای کې دی چې د خوړو د ځنځیر په پورته کچه کې ژوندی موجودات ثابت عضوي ککړوونکي زیات متراکم کوي. بیولوژیکي تراکم او د اوږده واټن انتقال هغه لامل دی چې ولې ثابت عضوي ککړوونکي په ژوندي موجوداتو لکه په نهنګونو کې حتی په لېرې پرتو سیمو لکه انټرکټیکا کې، تراکم کولای شي.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ثابت عضوي ککړوونکو په هکله د سټاکهولم کنوانسیون [سمول]

د سټاکهولم کنوانسیون د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (United Nations Environment Programme) یا (UNEP) له خوا د ۲۰۰۱ کال د مې میاشت په ۲۲ تصویب او عملي شو. UNEP پرېکړه وکړه چې د ثابت عضوي کړوونکي مقررات باید د راتلونکې لپاره د نړۍ په کچه په پام کې ونیول شي. د تړون د موخې بیانیه "د ثابت عضوي ککړوونکو څخه د انسان روغتیا او چاپېریال وساتل دي."  د ۲۰۱۴ کال څخه ۱۷۹هېوادونه د سټاکهولم کنوانسیون پلویان دي. کنوانسیون او  ګډونوالو یې د ثابت عضوي ککړوونکو احتمالي انساني او چاپېریالي زهریت تصدیق کړی دی. دوی تصدیق کوي چې د ثابت عضوي ککړوونکو د اوږد واټن انتقال او بیولوژیکي تراکم او بیولوژیکي لویونې لپاره پوتنشیل لري. کنوانسیون هڅه کوي چې وڅېړي او بیا قضاوت وکړي چې آیا هغو یو شمېر کیمیاوي توکو چې د ټیکنالوژۍ او ساینس په پرمختګ سره یې وده کړې د ثابت عضوي ککړوونکو په توګه طبقه بندي کېدای شي یا نه. په ۲۰۰۱ کال کې لومړنۍ غونډې د "چټل درجن" کیمیاوي توکو په نوم یو ابتدایي لېست جوړ کړ، چې د ثابت عضوي ککړوونکو په توګه طبقه بندي کېږي. متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال څخه د سټاکهولم کنوانسیون لاسلیک کړی، خو تصویب یې نه کړ. کم شمېر هېوادونه شته چې دا کنوانسیون یې نه دی تصویب کړی خو د نړۍ زیاتره هېوادونو دا کنوانسیون تصویب کړی دی.   [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Ritter L; Solomon KR; Forget J; Stemeroff M; O'Leary C. "Persistent organic pollutants" (PDF). United Nations Environment Programme. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. El-Shahawi M.S., Hamza A., Bashammakhb A.S., Al-Saggaf W.T. (2010). "An overview on the accumulation, distribution, transformations, toxicity and analytical methods for the monitoring of persistent organic pollutants". Talanta. 80 (5): 1587–1597. doi:10.1016/j.talanta.2009.09.055. PMID 20152382. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Walker, C.H., "Organic Pollutants: An Ecotoxicological Perspective" (2001).
  4. "Persistent, Bioaccumulative and Toxic Chemicals (PBTs)". Safer Chemicals Healthy Families (په انګلیسي ژبه کي). 2013-08-20. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kelly B.C., Ikonomou M.G., Blair J.D., Morin A.E., Gobas F.A.P.C. (2007). "Food Web-Specific Biomagnification of Persistent Organic Pollutants". Science. 317 (5835): 236–239. Bibcode:2007Sci...317..236K. doi:10.1126/science.1138275. PMID 17626882. S2CID 52835862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. Beyer A., Mackay D., Matthies M., Wania F., Webster E. (2000). "Assessing Long-Range Transport Potential of Persistent Organic Pollutants". Environmental Science & Technology. 34 (4): 699–703. Bibcode:2000EnST...34..699B. doi:10.1021/es990207w. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  7. Koester, Carolyn J.; Hites, Ronald A. (March 1992). "Photodegradation of polychlorinated dioxins and dibenzofurans adsorbed to fly ash". Environmental Science & Technology (په انګلیسي ژبه کي). 26 (3): 502–507. Bibcode:1992EnST...26..502K. doi:10.1021/es00027a008. ISSN 0013-936X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Raff, Jonathan D.; Hites, Ronald A. (October 2007). "Deposition versus Photochemical Removal of PBDEs from Lake Superior Air". Environmental Science & Technology (په انګلیسي ژبه کي). 41 (19): 6725–6731. Bibcode:2007EnST...41.6725R. doi:10.1021/es070789e. ISSN 0013-936X. PMID 17969687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wania F., Mackay D. (1996). "Tracking the Distribution of Persistent Organic Pollutants". Environmental Science & Technology. 30 (9): 390A–396A. doi:10.1021/es962399q. PMID 21649427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite thesis
  11. Vallack H.W., Bakker D.J., Brandt I., Broström-Ludén E., Brouwer A., Bull K.R., Gough C., Guardans R., Holoubek I., Jansson B., Koch R., Kuylenstierna J., Lecloux A., Mackay D., McCutcheon P., Mocarelli P., Taalman R.D.F. (1998). "Controlling persistent organic pollutants – what next?". Environmental Toxicology and Pharmacology. 6 (3): 143–175. doi:10.1016/S1382-6689(98)00036-2. PMID 21781891. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  12. Yu G.W., Laseter J., Mylander C. (2011). "Persistent organic pollutants in serum and several different fat compartments in humans". J Environ Public Health. 2011: 417980. doi:10.1155/2011/417980. PMC 3103883. PMID 21647350. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  13. Lohmanna R., Breivikb K., Dachsd J., Muire D. (2007). "Global fate of POPs: Current and future research directions". Environmental Pollution. 150 (1): 150–165. doi:10.1016/j.envpol.2007.06.051. PMID 17698265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  14. US EPA, OITA (2014-04-02). "Persistent Organic Pollutants: A Global Issue, A Global Response". www.epa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Remili, Anaïs; Gallego, Pierre; Pinzone, Marianna; Castro, Cristina; Jauniaux, Thierry; Garigliany, Mutien-Marie; Malarvannan, Govindan; Covaci, Adrian; Das, Krishna (2020-12-01). "Humpback whales (Megaptera novaeangliae) breeding off Mozambique and Ecuador show geographic variation of persistent organic pollutants and isotopic niches". Environmental Pollution (په انګلیسي ژبه کي). 267: 115575. doi:10.1016/j.envpol.2020.115575. ISSN 0269-7491. PMID 33254700 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 225008427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "STOCKHOLM CONVENTION ON PERSISTENT ORGANIC POLLUTANTS" (PDF). د کتاب پاڼي 1–43. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)