Jump to content

تېزابي باران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تېزابي باران هغه باران یا د اورښت بله بڼه ده چې په غیرمعمولي ډول تېزابي وي، دا په دې معنی ده چې دا باران د هایدروجني آیونو لوړه کچه (ټيټ pH) څخه برخمن دی. د څښاک اوبو په ګډون زیاتره اوبه یو خنثي pH لري چې د ۶،۵ او ۸،۵ ترمنځ دی، خو د تېزابي باران د pH کچه له دې څخه ټیټه ده او په اوسط ډول له ۴-۵ پورې وي. هرڅومره چې تېزابي باران تېزابي وي په همغه کچه یې pH ټیټ وي. تېزابي باران کولای شي په بوټو، د اوبو په ژویو او په بیخبیناوو باندې زیانمنې اغېزې ولري. تېزابي باران د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اکسایډ د خپرېدو له امله رامنځته کېږي، چې په اتموسفیر کې د اوبو له مالیکولونو سره تعامل کوي ترڅو تېزاب تولید کړي.[۱][۲]

په ډاګه شوې چې تېزابي باران په ځنګلونو، تازه اوبو، خاوره، میکروبونو، حشراتو او په اوبړنو ژوند بڼو ناوړه اغېزې لري. په ایکوسیستمونو کې، دوامداره تېزابي باران د ونې د پوټکي پایښت کموي او د دې لامل کېږي چې بوټي (flora) د چاپېریال فشارراوړونګو عواملو لکه وچکالۍ، تودوخې/ساړه او د آفتونو یرغل په وړاندې ډېر حساس شي. تېزابي باران د دې وړتیا هم لري چې د خاورې ترکیب د مغذي موادو لکه کلسیم او مګنیزیم په له منځه وړلو زمانمن کړي، دا مواد د بوټو په وده او د خاورې په سلامتیا کې رول لوبوي. د بشري بیخبیناوو له نظره، تېزابي باران د رنګ د پوست کېدو، د فولادي جوړښتونو لکه پلونو د زنګ کېدو او د ډبریز ودانیو او مجسمو د هوا وهنې (weathering) لامل کېږي او همدارنګه د انسان په روغتیا باندې اغېزې لري.[۳][۴][۵][۶][۷]

یو شمېر حکومتونو د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې هڅې کړې چې هوا ته د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اوکسایډ په خوشي کولو کې کموالی راولي. دې هڅو د تېزابي باران په اړه د پراخو څېړنو له امله چې په ۱۹۶۰ کلونو کې پیل شوې مثبتي پایلې درلود او د تېزابي باران د زیانمنو اغېزو له امله دا معلومات عام شول. د سلفر او نایتروجن مرکباتو اصلي سرچینه چې د تېزابي باران لامل کېږي، د انسان له خوا رامنځته کېدونکي (anthropogenic) دي، خو نایتروجن اوکسایډونه په طبیعي ډول د رعد برېښېدو له امله هم تولید کېدای شي او سلفر ډای اوکسایډ د اورغورځوونکو د راخوټېدنو له امله تولید کېږي.[۸][۹]

تعریف 

[سمول]

"تېزابي باران" یوه مشهوره اصطلاح ده چې د لندو (باران، واورې، لندې واورې، لړې، د ورېځو اوبو او شبنم) او وچو (تېزاب کېدونکي ذرات او ګازونه) تېزابي اجزاوو څخه مخلوط رسوب ته اشاره کوي. د کاربن ډای اوکسایډ له حذفېدو وروسته مقطر اوبه خنثي ۷  pH لري. هغه مایعات چې د ۷ څخه کم pH لري، تېزابي دي او هغه مایعات چې د ۷ څخه لوړ pH لري، القلي دي. "پاک" یا ناککړ باران، تېزابي pH لري، خو معمولا د ۵،۷ څخه کم نه وي، ځکه چې په هوا کې کاربن ډای اوکسایډ او اوبه یو بل سره تعامل کوي ترڅو کاربونیک اسید جوړ کړي، د لاندې تعامل له مخې یو ضعیف اسید دی:[۱۰]

H2O (l) + CO2 (g) ⇌ H2CO3 (aq)

کاربونیک اسید بیا کولای شي په اوبو کې په آیون بدل شي چې د کاربونیټ او هایدرونیم آیونونو ټیټ غلظت جوړوي:

H2O (l) + H2CO3 (aq) ⇌ HCO−3 (aq) + H3O+ (aq)

ناککړ باران کېدای شي نور کیمیاوي توکي هم ولري چې د خپل pH (تېزابیت په کچه) اغېزه کوي. یو معمول مثال نایټریک اسید دی چې په اتموسفیر کې د برېښنایي تخلیې (electric discharge) لکه رعد او برېښنا له خوا تولید کېږي. د چاپېریالي مسئلې ( چې وروسته په مقاله کې بحث کېږي) په توګه  تېزابي رسوب د  پرته نور اضافي تېزابونه هم ولري.[۱۱]

په صنعتي سیمو کې په باران او د لړې په اوبو کې د ۲،۴ څخه ښکته د pH میزان راپور وکړل شوی دی.[۱۲]

تاریخچه 

[سمول]

تېزابي باران په سیستماتیک ډول لومړی ځل په ۱۹۶۰ کلونو کې په اروپا کې او په راتلونکې لسیزه کې په متحده ایالاتو او کاناډا کې وڅېړل شو. 

په اروپا کې  

[سمول]

د چونې په ډبرو او د مرمر په ډبرو باندې د ککړ، تېزابي ښار د هوا ویجاړونکې اغېزه په ۱۷ پېړۍ کې د جان آیولین له لوري تر پام لاندې ونیول شوه، چې د اروندیل مرمر ډبرو (Arundel marbles) خراب حالت څخه یې یادونه وکړه. د صنعتي انقلاب څخه را په دې خوا اتموسفیر ته د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اوکسایډونو په خپرېدلو کې زیاتوالی راغلی. رابرټ انګوس سمیټ لومړی کس ؤ چې په ۱۸۵۲ کال کې یې د انګلستان په منچسټر کې د تېزابي باران او د اتموسفیر ککړتیا ترمنځ اړیکه وښودله. سمیټ په ۱۸۷۲ کال کې د "تېزابي باران" اصطلاح وړاندې کړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ساینس پوهانو په ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې په پراخه توګه د دې پېښې مشاهده او څېړنه پیل کړه. په لومړي سر کې په دې څېړنه کې اصلي تمرکز د تېزابي باران په موضوعي اغېزو باندې ؤ. والډیمار کریسټوفر بروګر لومړی کس ؤ چې د ککړونکی اوږد واټنیز لېږد یې تایید کړ چې له انګلستان څخه ناروې ته د پولو څخه تېرېږي – دا مسئله په ۱۹۷۰ کلونو کې د برینجولف اوتار له خوا په سیستماتیک ډول وڅېړل شوه. د اوتار کار د سویډن د خاورې ساینس پوه، سوانټه اوډن تر زیاتې اغېزې لاندې راغی، چې په مشهور ورځپاڼو کې یې د اروپا د تېزابي باران مسئلې ته پراخه پاملرنه را اړولې وه او په ۱۹۶۸ کال کې یې په دې موضوع باندې یوه مهمه مقاله ولیکله.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. US EPA, OW (2015-09-03). "Drinking Water Regulations and Contaminants". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-19.
  2. US EPA, OAR (2016-02-09). "What is Acid Rain?". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-19.
  3. US EPA, OAR (2016-03-16). "Effects of Acid Rain". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2022-03-29.
  4. Magaino, S. (1997-01-01). "Corrosion rate of copper rotating-disk-electrode in simulated acid rain". Electrochimica Acta (in انګليسي). 42 (3): 377–382. doi:10.1016/S0013-4686(96)00225-3. ISSN 0013-4686. خوندي شوی له اصلي څخه په June 9, 2020. بياځلي په April 22, 2020.
  5. US EPA: Effects of Acid Rain – Forests Archived July 26, 2008, at the Wayback Machine.
  6. Markewitz, Daniel; Richter, Daniel D.; Allen, H. Lee; Urrego, J. Byron (1998). "Three Decades of Observed Soil Acidification in the Calhoun Experimental Forest: Has Acid Rain Made a Difference?". Soil Science Society of America Journal (in انګليسي). 62 (5): 1428–1439. Bibcode:1998SSASJ..62.1428M. doi:10.2136/sssaj1998.03615995006200050040x. ISSN 1435-0661.
  7. Effects of Acid Rain – Human Health Archived January 18, 2008, at the Wayback Machine.. Epa.gov (June 2, 2006). Retrieved on 2013-02-09.
  8. Kjellstrom, Tord; Lodh, Madhumita; McMichael, Tony; Ranmuthugala, Geetha; Shrestha, Rupendra; Kingsland, Sally (2006), Jamison, Dean T.; Breman, Joel G.; Measham, Anthony R.; Alleyne, George (eds.), "Air and Water Pollution: Burden and Strategies for Control", Disease Control Priorities in Developing Countries (2nd ed.), World Bank, ISBN 978-0-8213-6179-5, PMID 21250344, خوندي شوی له اصلي څخه په August 7, 2020, بياځلي په 2020-04-22
  9. Sisterson, D. L.; Liaw, Y. P. (1990-01-01). "An evaluation of lightning and corona discharge on thunderstorm air and precipitation chemistry". Journal of Atmospheric Chemistry (in انګليسي). 10 (1): 83–96. Bibcode:1990JAtC...10...83S. doi:10.1007/BF01980039. ISSN 1573-0662. S2CID 97714446.
  10. US EPA, OAR (2016-02-09). "What is Acid Rain?". www.epa.gov (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-13.
  11. Likens, Gene E.; Keene, William C.; Miller, John M.; Galloway, James N. (1987). "Chemistry of precipitation from a remote, terrestrial site in Australia". Journal of Geophysical Research. 92 (D11): 13299. Bibcode:1987JGR....9213299L. doi:10.1029/JD092iD11p13299. خوندي شوی له اصلي څخه په February 21, 2021. بياځلي په August 25, 2020.
  12. Glossary, United States: NASA Earth Observatory, acid rain, خوندي شوی له اصلي څخه په December 13, 2011, بياځلي په February 15, 2013
  13. E. S. de Beer, ed. The Diary of John Evelyn, III, 1955 (September 19, 1667) p. 495.
  14. Weathers, K. C. and Likens, G. E. (2006). "Acid rain", pp. 1549–1561 in: W. N. Rom and S. Markowitz (eds.). Environmental and Occupational Medicine. Lippincott-Raven Publ., Philadelphia. Fourth Edition, ISBN 0-7817-6299-5.
  15. Acid Rain in New England, A Brief History Archived September 25, 2010, at the Wayback Machine.. Epa.gov. Retrieved on February 9, 2013.
  16. Seinfeld, John H.; Pandis, Spyros N (1998). Atmospheric Chemistry and Physics — From Air Pollution to Climate Change. John Wiley and Sons, Inc. ISBN 978-0-471-17816-3
  17. Glossary, United States: NASA Earth Observatory, acid rain, خوندي شوی له اصلي څخه په December 13, 2011, بياځلي په February 15, 2013
  18. Likens, G. E.; Bormann, F. H.; Johnson, N. M. (1972). "Acid rain". Environment. 14 (2): 33–40. doi:10.1080/00139157.1972.9933001.
  19. Ottar, Brynjulf (1976). Dochinger, Leon; Seliga, Thomas (eds.). "Organization of long-range transport of air pollution monitoring in Europe". Proceedings of the First International Symposium on Acid Precipitation and the Forest Ecosystem, May 12–15, 1975, Columbus, Ohio. 6 (2–4). Upper Darby, PA: USDA Forest Service: 105. Bibcode:1976WASP....6..219O. doi:10.1007/BF00182866. S2CID 97680751. Large amounts of sulphuric acid can be transported over distances up to a few thousand kilometers.
  20. Brøgger, Waldemar Christofer (1881). "Note on a contaminated snowfall under the heading Mindre meddelelser (Short communications)". Naturen. 5: 47.
  21. Odén, Svante (1968). "The Acidification of Air and Precipitation and its Consequences for the Natural Environment". Ecology Committee, Bul. 1. Nat. Sci. Res. Council of Sweden. بياځلي په 5 December 2021.
  22. Satake, Kenichi, ed. (December 6, 2012). Acid Rain 2000 Proceedings from the 6th International Conference on Acidic Deposition: Looking Back to the Past and Thinking of the Future, Tsukuba, Japan, 10–16 December 2000. Netherlands: Springer. p. 20. ISBN 9789400708105. بياځلي په 5 December 2021. Extensive scientific attention to acid deposition arguably began in 1968 when Svante Odén published his landmark paper on acidification (Oden, 1968).
  23. Hannigan, John A. (1995). Environmental Sociology: A Social Constructionist Perspective. Routledge. p. 130. ISBN 9780415112543. بياځلي په 5 December 2021. Of more immediate impact was the work of Svante Odén, a Swedish soil scientist. Odén, now widely regarded as the 'father of acid rain studies' (Park, 1987:6) not only found that the acidity levels of precipitation were increasing in Scandinavia but he was the first to definitively link source and receptor areas.