تیمرګره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تیمرګره د پاکستان د خیبر پختونخواه د دیر اولس والۍ سرښار او لوي تجارتي مرکز بللی شي. دا ښار تر دري لکو زیاته ابادی لری او د پنجکوړي د مشهور سیند په غاړه اباد دی. د لرغوني اثارو د اندازي مطابق څلور زره کاله زوړ تاربخ لري چي دغه اثار ښاغلي احمد حسن داني صیب په کال نوولس سوه څلور شپیته کښی پلټلي او راسرګند کړي وو او د ګنداهارا ګریو ارټ تر عنوان لاندي په انټرنیټ موجود دي. دلته زیاتره پښتانه اتمان خیل، یوسفزي، ملیزي، سواتي او ګوجر اوسیږي

ددی تر څنګ امکان لری چي تیمرګره ډویژن په نوم یو انتظامی علاقایی ډویژن هم جوړ شی